24 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې ماين جوړونکي  طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان په...

 په هلمند کې  د عملياتو په دوام  ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

 يوولس وسله وال طالبان  په زابل کې و وژل شول

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

انقره\ وي او   اي \  باختر د چنګاښ ١٤ :
دمصراردو چې ددغه هېواد دګوښه کړاي شوي جمهور رييس مخالفين اوپلويان ددغه هيواد په ښارونو کې لاريونونوته چمتوکوي اعلام کړي دي چې اجازه ورکوي چې اړونده لوري سوله ييز لاريونونه وکړي.
د اردو په وينا کې چې دهيواد په فيسبوک کې خپره شوې ده ويل شوي دي  سوله ييز لاريون دهرمصري وګړي حق دي چي دخپل بريالي انقلاب  وروسته يې ترلاسه کړى دى.
دمصر دګوښه کړاى شوي  جمهوررييس مخالفين اوپلويان نن ځانونه لاريونونو ته چمتو کړي و اودمخالفانو په مظاهرو کي څو تنه ووژل شول  او دمرسي له ګوښه کولو وروسته هم څوارلس تنه ووژل شول.
دغه راز په پوځي ځواکونو  دبريدونو خبرونه هم خپاره شوي دي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٤ :
افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو پوځونو د تيرو ٢٤ساعتو په چاڼيزو عملياتو کې  اتلس تنه ياغي طالبان  ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات  چې دجوزجان ، غزني ، بادغيس اودهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي وو له امله يې پنځه  تنه ياغيان ټپيان ، شپږتنه نوريې دهيواد دامنيتي ځواکونوله خوانيول شوي او يوه اندازه وسلي،مهمات او چاويدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دکابل دامنيي قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون پنځه تنه دوژنې ، غلا او انسان تښتوني په تور دشپږمي ،اتمي،پنځلسمي امنيتي حوزې اودچارسياب له ولسوالۍ څخه ونيول.

کابل \  باختر د چنګاښ ١٤ :
دتوتانوجشنواره اودشاعرانو اوليکوالو دګډ  ژونداو همغږي دپيژندلو ترعنوان  لاندې مشاعره پرون په پنجشيرولايت کې جوړه شوه.
دغه جشنواره  په داسې حال کې   جوړيږي چې دپنجشير داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ترهمدې عنوان لاندې فرهنګي غونډه دسيمه ييزو مقاماتو ،دولايتي شورا دغړو، اديبانو ، شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون جوړه کړې وه.
دپنجشير ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس غلام رسول فراهين باختر آژانس ته وويل  په دې جشنواره کې دپنجشير اودګاونډيو له  ولايتونو نه څه ناڅه سلو تنو شاعرانو ، ليکوالانو اوفرهنګيانو ګډون کړى وو.
ده زياته کړه دغه جشنواره  دابومسلم خراساني دمرکزو په  مالي لګښت جوړه شوې وه او موږ غواړو چې ددغه شان زمينو په برابرولوسره په پنجشيرولايت کې فرهنګي فرصتونه وښيي چې کولاي شو دشعر او ادب  دمينه والو ترمنځ همغږي رامنځته کړو.
دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار هم په دې جشنواره کې ګډون کړي و.
غونډه دهېواد دنوميالي ليکوال رهنورد زرياب په وينا سره پاى ته ورسيده.

کابل\ باختر د چنګاښ ١٤ :
دپوليسو يوه ښځينه افسره پرون په هلمند ولايت کې دوسله والو کسانو په بريد کې شهيده شوه.
دهلمند والي ويندوى عمر ځواک ددغه خبرپه تائيدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل ، په ميرمن اسلام بى بى  پرون کله چې دخپلې کورنۍ له يوه غړي سره په موټرسايکل سپره وه او دخپل کار په لور روانه وه پرې بريد وشو او په روغتون  کې يې ساه ورکړه.
ددې د کورنۍ غړى چې ورسره ملګرى و له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شوى دى .

کابل \ باختر د چنګاښ ١٤ :
درې دلې وسله وال مخالفين  پرون دننګرهار ، هرات اولغمان په ولايتونو کې دسولې له بهېرسره  يوځاى شول.
دملي امنيت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ :
دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو دهلوځلو له امله درې ډلې وسله وال مخالفين چې پنځلس تنه کيږي دننګرهار، هرات او لغمان په ولايتونو کې له جګړې  لاس واخيست اودسولې له بهېر سره يوځاى  شول .
دغه کسان له يوې زياتې مودې  را په  دې خوا په دغو ولايتونو کې په وسله والو فعاليتونو بوخت وو.

کابل\باختر\دسرطان ١٣
په بغلان ولايت کې د اوبو دڅلورو بندونو اوددوو ترنابونو د جوړولو کارنن پيل شو.
مسولين وايي چې ددغو پروژو د کارپه بشپړيدو سره به د جلګې،بنووده صلاح په ولسواليو کې دنږدې دوه زره پنځه سوه پنځه ويشت جريبه کرنيزې ځمکې دخړوبولوزمينه برا بره شي .
دغه بندونه او ترنابونه به دکرنې او اوبو لګولو وزارت له بود جې څخه د څه دپاسه اووه سوه زرو افغا نيو په لګښت جوړ شي.
دبغلان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست يوه مسول شفيق الله وا حدي باختراژانس ته وويل چې ددغو بندونو اوترنابونو د جوړولو کار به په يو کال کې بشپړ شي .
د وا حدي دڅرګندونو له مخې، ددغو پروژو د کار په بشپړيدو سره به د جلګې ،بنواوده صلاح په ولسواليو کې دڅه دپاسه دوه زره پنځه سوه پنځه ويشت جريبه کرنيزې ځمکې دخړوبولو زمينه برا بره شي.
ويل کيږي چې دغه بندونه په بغلان کې په دې وروستيو وختو کې دسيلاوونو دراوتلو له ا مله ويجاړ شوي وو او بز ګران دخپلو کرنيزو ځمکودخړوبولو لپاره له ستو نزو سره مخا مخ شوي وو .

کابل\باختر\دسرطان ١٣
وسله والو طالبانو په پکتيکا ولايت کې يو ښوونځى ته څيرمه د ماين په ښخولو سره دوه تنه ماشومان شهيدان کړل .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلس نيمو بجو په شاوخوا کې دپکتيکا ولايت دسر روضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دښوونځى دوه تنه زده کوونکي  په سړک کې  په ښخ کړاى شوى ماين و ختل .
ويل کيږي چې دغه ماين يوه ښوونځى ته څيرمه لاره کې ښخ کړاى شوى وو
دپکتيا والي محب الله صميم باخترا ژانس ته وويل چې په دې چاود نه کې دوه تنه کو چني ماشومان شهيدان شوي دي .
دغه سيمه ييز مقام ددغې پيښې د عاملينو په غندلو سره وايي چې امنيتي چارواکو ددغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.
وسله وال طالبان زياتره په افغانستان کې په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې د بمو نو اوماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي .

Thursday, 04 July 2013 13:09

دپو هنې وزارت خبر تيا :

کابل\باختر\دسرطان ١٣
دپو هنې وزارت خبر تيا :
دپوهنې وزارت له پريکړې سره سم د هيواد دسړو سيمو دښوونځيو دزده کوونکوڅلورنيم مياشتنۍ ازموينې دروان کال د چنګاښ د مياشتې په پنځلسمه نيټه دشنبې په ورځ پيليږي اود همدې مياشتې ترپايه پورې د وام کوي .
په دې وسيله دپوهنې وزارت ددغو سيمو د ښوونځيو له ټولو زده کوونکو او ښوونکو څخه غواړي چې دشنبې له ورځې څخه دې خپلو ازموينو ته حاضر شي.

کابل\باختر\دسرطان ١٣
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د هيواد دڅلورديرشو ولايتونو د ولايتي شوراګانو له رئيسا نو سره و کتل.
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه اود سيمه ييزو ارګانونو د خپلوا کې ادارې رئيس عبدالخالق فراهي هم پکې برخه لرله ، د افغانستان دسولې دبهير، د افغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک اود جمهوري رياست اود ولايتي شورا ګانو درا تلوونکو انتخا باتو په اړوند خبرې وشوې.
د ولايتي شوراګانو رئيسانو ددغومسئلو په باب له هراړخيزو خبرو وروسته دسولې د بهير اود افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک په اړوند د افغانستان د حکومت له دريځ سره خپل ملاتړڅرګند کړ .

کابل\باختر\دسرطان ١٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن غرمه په پکتيکا ولايت کې دروان کال دچنګاښ د مياشتې ددويمې نيټې د وسله وال تروريستي بريد له ا مله دشهيدانو له کورنيو سره د کتنې په ترڅ کې له هغوى سره غمشريکي او همدردي څرګنده کړه .
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دشهيدانو د کورنۍ خپلوانوحاجي ګلدين اوبدرالدين ددغې پيښې په اړوند معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې دروان کال د چنګاښ د مياشتې په دويمه نيټه د حاجي عارف خان په دوو زامنو او په دوو لمسيانو کله چې دپکتيکا ولايت دخيرکوټ په ولسوالۍ کې په بک خيلو سيمه کې خپل کورته روان وو د ترو ريستانو له خوا وسله وال بريد وشو او شهيدان شول دوى وويل چې دحاجي عارف خان زړه دخپلو زامنو اولمسيانو دمړو په ليدلو سره ،ودريد او وفات شو .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د خپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خوا خوږۍ مراتب ددغې پيښې دشهيدا نو پا تې کسا نو ته څرګند کړل او هغه نغدي مرسته يې چې ديو حکم په ترڅ کې يې ددغې پيښې دشهيدانو کورنيو ته منظوره کړې وه ، حاجې ګلدين ته وسپارله .