28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دپايتخت اوسيدونکي په کابل...

هرات دګازارګاه  مير صاحب جنازه  خاوروته وسپارل شوه .

هرات دګازارګاه مير صاحب جنازه خاوروته وسپارل شوه .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دهرات دپير دارامګاه دفقيد پيژندل شوي...

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې  نوعيت معلوم نه دى .

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې نوعيت معلوم نه دى .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: لومړني رپوتونه ددې څرګندوي دي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
دتورغندى په ښارګوتې دواليبال ټيم دهرات دولسواليو دجام د دواليبال دسياليو لومړۍ  مقام وګاته.
دهرات دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق باختر آژانس ته وويل دغه سيالۍ چې لس مياشتې مخکې ديوولسوټيمونو ترمنځ په  دغه ولايت کې پيل شوي وي په پاى کې دتورغنډي دښارګوتې  او دهوايي ډګر ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه دصفر په مقابل کې  په دريو سره دتورغنډى ښارګوتې دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او لومړۍ مقام يې وګاته او دغه راز دهوايي ډګر او او کهسان ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل ددغه ولايت دورزشي آمريت له خوا برابر شوي مډالونه او سوغاتونه په ګټوونکو ټيمونو وويشل شول.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
درې لرغونې اثار پرون دبادغيس ولايت په مرکز کې ديو سړک دجوړولو په وخت کې ترلاسه شول.
او ددغه شرکت دکارګرانو له خوا دبادغيس ولايت داطلاعاتو او فرهنګ مسولينو ته وسپارل شول.
دبادغيس ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا روفيان باختر آژانس ته دويل دغه آثار دبادغيس ولايت په مرکز قلعه نو پوري اړوند د زار شاهي  په ساحه کې موندلي شوي دي چې  يوه دکودړو يوه کوزه ، يو ډبرين ګلدان او داوبو  دژرندي پل پکې شامل دي چې ددغو کارګرانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شوى.
تراوسه پورې دانه ده ثابته شوى چې دغه آثار په کومې دورې پورې اړه لري.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
پاکستان دامريکا له متحده ايالاتو څخه غواړي چې له افغانستان څخه دامريکا ځواکونو له وتلو وروسته دسيمې دثبات دساتنې مسووليت په غاړه واخلي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر دکاناډاله يوه خصوصي تلويزيونې کانال سره په مرکه کې ددغه ټګې دڅرګندونو په ترڅ کې هدفونو ته درسيدو او دپخلاينې له لارې دځواکونو دوتلودليږدونې په لاره کې دافغانستان له دولت سره دمرستې لپاره دپاکستان رول څرګند کړ.
ميرمن کهر څرګنده کړه چې امريکا او پاکستان به ديوې ګډې ستراتيژي په جوړولو سره په افغانستان کې دامنيت او ثبات د ټينګښت او دترويزم دله منځه وړلو په مقصد هڅه او هاند وکړي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير دغه راز زياته کړه چې  دصلاح الدين رباني په مشرۍ پاکستان ته دافغانستان دسولې دعالي شورا دهيئت دسفر وروسته دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو کې يو کېفي بدلون رامنځته شوې ده.
دميرمن کهر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول پرون اسلام آبادته دسفر په ترڅ کې دپاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې  دافغانستان هغه ټول طالبان چې  په دغه هيواد کې بندي شوي دي آزاد او خپل هيواد ته يې ستانه کړي دنړيوالو آژانسونو دخبر له مخې : زلمي رسول چې له خپلې پاکستاني سيال حنا رباني سره خبرې کوي وويل: چې په افغانستان کې دسولې په بهير کې دآزادو شويو بنديانو دګډون غوښتنه کړې  ده.
ميرمن کهر وويل: دواړه لورې غواړي چې هغه ټول له تاوتريخوالې ډګ عناصر چې سوله او ثبات په خطر کې اچوي له منځه يوسي.
 

اسلام اباد  \  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دپاکستان ترادارې لاندې کشمير کې پرون د واورې له اورښت وروسته  دځمکې ښوئيدنې له امله درې تنه ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه دپاکستان ترکنترول لاندې  ساحه کې  شوې  ده  .
په دې پيښه کې درې تنه و ژل شوي دي او  اته تنه سرتيري له لسو تنو ملکې وګړو سره تراوسه پورې بې درکه دي .
په خبرکې ويل شوى دى چې دروان کال داپريل په مياشت کې  هم دکشمير په غرونوکې دواورې ښوئيدنې له امله څه ناڅه يوسلو څلويښت تنه وژل شوي  و.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
په بادغيس ولايت کې په يوه  نښته کې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .په بادغيس کې  امنيتي خبرځاى تاييد کړه چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه  نور يې ټپيان شول.
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد قيوم انګار باختر آژانس ته وويل : دغه نښتې پرون هغه وخت وشوې چې دپوليسو ځواکونو غوښتل يې دجنګلاتو دمديريت د دوو تنو کارکوونکو مړي دمل منجى له ساحې څخه دبادغيس ولايت دمرکز له مربوطاتو څخه قلعه نو ته وليږدوى چې دطالبانو له کمين سره مخامخ شول چې ددغې پيښې په ترڅ کې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.هغه زياته کړه :دغه مامورين دکرنې ادارې پورې مربوط د دولتي دغصب شويو ځمکو دڅيړنې لپاره هغې ساحې ته تللي وو.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
دوه تنه ماين ښخوونکې پرون په بغلان ولايت کې و وژل شول دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه کسان په ماين ښخولو بوخت وو.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد باختر آژانس ته وويل دوه تنه ماين ښځوونکې کله يې چې غوښتل يې دپوزه ايشان په سيمه کې ماين ښخ کړى ماين وچاوديد او دواړه و وژل شول.
يوه ورځ مخکې هم دوه تنه کله يې چې غوښتل په يوټانکر کې ماين ولګوي دماين دچاودنې له امله و وژل شول.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
د دولت درې تنه وسله وال مخالفين تيره شپه په لوګر ولايت کې ونيول شول دغه کسان په محمد اغې ولسوالۍ کې دافغان او بهرنيو ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دجنوب ختيځ زون کې دهمغږى دمرکز قوماندان باختر آژانس ته وويل په امين مشهور دوارث خان په ګډون درې تنه دافغان او دايتلاف د ځواکونو دعملياتو په بهير کې ددغې ولسوالۍ دتاجکانو په کلى کې ونيول شول.
ويل کېږي له دوى څخه يو کلاشينکوف ،يوه تومانچه او يوه ايکم مخابره دايتلاف دځواکونو په نښان سره څو جوړي پوځي دريشي او يوشمير سندونه ترلاسه شوي دي ښايې چې دوى په کابل ښار دبريد نيت درلود.
ديوبل خبر له مخې : دپل علم په ښار کې تيره شپه په ورته عملياتو کې دضابط سليم په نامه د دولت يو تن مخالف ونيول شو او له ده څخه يو کلاشينکوف او څو جوړې دريشي ترلاسه شوي دي.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
دامريکا دمتحده ايالاتو دسنامجلس دپوځي خدمتونو کميټې جنرال جوليف دانفورد په افغانستان کې دامريکايي او ناټو دځواکونو دنوى قوماندان په توګه تاييد کړ. دباختر آژانس دخبر له مخې، اوس  ددې زمينه برابره شوې ده چې دسنا دمجلس ټول غړي په افغانستان کې دناټو دځواکونو د نوى قوماندان د دانفورد دټاکنې په باب رايه ورکړي.
بارک اوباما په دې وروستيو وختو کې جنرال دانفورد دجنرال جان الن پرځاى چې غوښتي يې دى په افغانستان کې دناټو دځواکونو له عمومي قوماندانۍ څخه استعفا ورکړي، پيشنهاد کړى دى.
جان الن په اروپا کې په يو بل پوځي مقام کانديد شوى دى خو له يوې ښځې سره دهغه دعشقى رسوايي په خاطر ټاکنه يې د تحقيقاتو ترپاى پورې ځنډول شوې ده.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
دملګرو ملتو دسازمان سرمنشى پرون وويل دسوريې شل مياشتني بحران دبې رحمى ډيرې لوړې کچې ته رسيدلى دى.
تراوسه پورې دسوريې په جګړه کې څه ناڅه څلويښت زره تنه چې زياتره يې ملکې وګړي وو وژل شوي دي.
بان کى مون وويل چې دى په سوريه کې بې رحمانه وژنو له امله زيات خواشينى شوى دى .
له دې سره جوخت دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ويندوى ويکتوريا نولاند ويلي دي چې دسوريې دبحران دحل لپاره دملګرو ملتو دسازمان او دعربو داتحاديې ګډ استازي لخظر ابراهيمى دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې سره ګوري، ده زياته کړه: موږ مينه لرو له هغه څخه واورو چې له حالاتو څخه څه ډول برداشت لري. هغه په دې باب زياتې سلامشورې له ځان سره لري ،موږ هم ددې وخت پيداکوو چې دسوريې دمخالفينو له شورا سره دخپل مخ په زياتيدونکو اړيکو په باب له ابراهيمى څخه خبرې وکړو.
دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي زياته کړه ،که چيرې حالات په همدې ډول پرمخ لاړشي دسوريې دمهاجرينو شمير چې اوس څلور سوه اتيا زرو تنو ته رسيږي د راتلونکې کال په پيل کې به اووسوه زرو تنو ته ورسيږي.
 

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
هغه سړى چې ويل کېږي داختر په ورځ کې يې په فارياب ولايت کې  خونړي ځان مرګي بريد ته سازمان ورکړى ودعملياتو په بهيرکې ووژل شو.
دغه سړى دازبکستان داسلامي تحريک يو مشر دى ،په شکرالله پرون دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې دده پتنځاى کې دافغان او ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: شکرالله کله چې له خپلو افرادو سره دفارياب ولايت په ځينو سيمو دبريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ووژل شو.
ناټو شکرالله دازبکستان داسلامي تحريک دجګپورى قوماندان په توکه بولى او وايي چې دى په ميمنې ښارکې داختر په ورځ دخونړي بريد اصلى سازمان ورکوونکى و.
ددغه ځان مرګي بريد له امله چې دميمنې ښار په جامع جومات کې وشو يو څلويښت تنه ووژل شول او يو سلولس تنه نورټپيان شول ، ويل کېږي چې زياتره قربانيان ملکې وګړي وو.
په دې خبرپاڼه کې دازبکستان داسلامي تحريک جګپوري قوماندان شکرالله دافغانستان په شمال کې دترورستي بريدونو مشر بلل شوى دى، ده په پاکستان کې دطالبانو له مشرانو سره نږدې اړيکې لرلې ناټو وايي ددغو عملياتو په بهير کې دازبکستان داسلامي تحريک څو تنه نور غړي هم وژل شوي دي .
دازبکستان داسلامي تحريک ترورستي سازمان دوسله والو طالبانو د رژيم له رانسکوريدو را په دې خوا دنورو ترورستي ډلو ترڅنګ په افغانستان کې په ورانکارو فعاليتونو بوخت و.