28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دپايتخت اوسيدونکي په کابل...

هرات دګازارګاه  مير صاحب جنازه  خاوروته وسپارل شوه .

هرات دګازارګاه مير صاحب جنازه خاوروته وسپارل شوه .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دهرات دپير دارامګاه دفقيد پيژندل شوي...

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې  نوعيت معلوم نه دى .

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې نوعيت معلوم نه دى .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: لومړني رپوتونه ددې څرګندوي دي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
درې تنه وسله وال مخالفين پرون په ننګرهار ولايت کې دپوليسو او دايتلاف دځواکونو له خوا ونيول شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دپوليسو او دايتلاف ځواکونو داچين ولسوالۍ دعبدل  خيلو په ساحه کې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين له دريو کلاشينکوفونو او پنځو کڅوړو اپينو سره ونيول شول او نيول شوي کسان دايتلاف دځواکونو له خوا له ځان سره بيولي دي.
 

کراچي– باختر دليندۍ يو لسمه
دپاکستان په کراچي ښارکې دنوى تاوتريخوالې له امله دولس تنه و وژل شول.
ناپيژندل شويو کسانو نن سهار دکراچي دمينادار په ساحه کې دوه مړي له موټر څخه وغورځول او په خپله په تيښتې بريالي شوى.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې : دغه دوه تنه له وژل کېدو مخکې سخت ځورول شوي دي .
مخکې له دې دجمعې په ورځ دڅلوروتنو شيعه ګانو په ګډون څه ناڅه لس تنه دکراچي ښار په بيلابيلو سيمو کې دقصدي وژنو دبريدونو له امله  و وژل شول.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٩
د کورنیوچارووزارت د استخباراتود لوی ریاست د کارکوونکوله خوا په تیره اوونۍ کې ۲۸ تنه د دولت وسله وال مخالفین نیول شوي دي او یوه اندازه وسلې اوچاودیدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
په ترلاسه شووتوکو یولس د توپ ګولۍ ،  د پرسونل ضد ٢٧ ماینونه ، یوعدد ریموټ کنټرول، ۲۱ کیلوګرامه امونیم نایتریت ، یوه بوشکه چاودیدونکي توکي، ۷ میله ډول ډول وسلې، یوعدد دوربین ، ۷عدد د چاودیدونکو وسایلو آله ، یو اندازه تروتیل ، او دوه موټرسایکلونه د استخباراتو پولیسوله له خوا کشف اوترلاسته شوي او۲۸ تنه د دولت وسله وال مخالفین د هیواد له بېلابېلو ولایتونوڅخه نیول شوی دي.
۳۳تنه د ډول جرمونوپه توراو۵تنه د بډې اخیستنې او د انسان د قاچاق په تور د استخباراتوپولیسو له خوا نیول شوي دي.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ریاست موظفینو له خوا د هېواد په مرکز کابل، جوزجان، فاریاب، سرپل، میدان وردگ او فراه ولایتونو کې یوشمېر وسلې، ګولۍ او د پرسونل ضد ماینونه کشف اوترلاسه شوي دي .
په دغه نیول شويو وسلو او مهماتو کې دبي ام_١٢ څلور ګولۍ، د توغندي ١٥ماينونه،
د داشکې دوه بکسې ګولۍ . دوه د هاوان ماينونه، یو میل پیکا، یوه تومانچه او د وسایطوضد  دوه ماینونه مخکې له دې چې د دولت وسله وال مخالفین ترې په ورانکاره او ترهګریزو کړنو کې ګټه پورته کړي؛ د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ریاست موظفینو له لورې کشف او ترلاسه شول.
د نیول شوو وسلو او مهماتو په تور، درې تنه له یو موټرسایکل سره نیول شوي او په اړونده ارګانونو کې تر پښتنو لاندې دي.
 

Thursday, 29 November 2012 12:52

ملا اسدالله ووژل شو

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٩ :
په سرپل ولايت کې د وسله والو طالبانو جګپوړى قوماندان ملا اسدالله د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
په دغه قوماندان پرون د سرپل ولايت په مربوطاتو کې دافغان اوناټو دځواکونوله

خوا بريد وشو او ووژل شو.باختر ا ژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې  خبر راکړ چې په ملا اسدالله کله چې له خپلو افرادوسره د يولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و، بريد وشو او وو ژل  شو
ناټو ملا اسدالله په سرپل ولايت کې د وسله والو طالبانو جګپوړى قوماندان په توګه يادوي او وايي چې په زياترو ناامنيو اوخونړيو بريدونوکې رول درلود.
دغه راز ويل کيږي چې ملااسدالله په پاکستان کې دطالبانو له مشرانو او ددغه هيواد له نورو کړيو سره نږدې د اړيکې درلودې .
ددغو عملياتو په بهيرکې ددغه قوماندان څوتنه افراد هم وژل شوي دي او د جنګي وسايلو يوه زيرمه هم د افغان ځواکونولاسته ورغلې ده.

کابل \  باختردليندي دمياشتې  ٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د ارزګان ولایت په یوه بمي برید کې د بېګناه هېوادوالو د وژنې له امله په ژوره توګه خواشینی شوی او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د پېښې د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د ارزګان ولایت د مقام د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې یو ټونس ډوله موټر د دهراوود ولسوالۍ په دهزک کوتل سیمه کې د افغانستان د دښمنانو لخوا پر یو ځای په ځای شوي ماین وخوت، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او اته تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس دغه تروریستي او انساني ضد پېښه وغندله، ویې ویل: د خلکو د تلو راتلو په لاره کې بم اېښودل او د بېګناه خلکو وژل ډېر لوی ظلم او ناروا عمل دی چې تر سره کوونکي یې د اسلام او بشریت دښمنان دي.
حامد کرزي وویل چې د بېګناه خلکو وینه به بې سزا پاتې نشي او تروریستان به په دنیا او آخرت کې وشرمیږي.
د هېواد جمهور رئیس په ارزګان ولایت کې ددغې پېښې ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
 

کابل \  باختردليندي دمياشتې  ٩ :
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي د فتر د دريو تنو وسله والو مخالفينو د وژلو خبرورکړ:
په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه دفترله خوا باختراژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوې دي: د ملي اردو او ملي پوليسو د منسوبينو د ګډو تصفيوي عملياتو په بهيرکې  چې د ننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوى ، دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، يو تن ټپي شو او درې کلاشينکوفونه ترلاسه شول.
په بل تصفيوي عملياتوکې چې دملي اردو له خوا د بادغيس ولايت په چغانسور ولسوالۍ کې ترسره شول؛ درې کلاشينکوفونه ، يوه پيکا او يوه اندازه اپين ترلاسه شول .
دغه راز يو ډار اچوونکى د خپل ايښودل شوى ماين د چاودنې له امله چې د فارياب _ بادغيس په لويه لاره کې ځاى پرځاى کړي و؛  ووژل شو او يوتن بل ټپي شو .
له بده مرغه دکونړ او بادغيس په ولايتونوکې د ماين د چاودنې او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله  د ملي اردو درې تنه تنه منسوبين ټپيان شول.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٩ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په  بهيرکې يو طالب ووژل شو او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
امنيتي ځواکونو د افغانستان د خلکو د سولې او امنيت د دښمنانو او تروريستانو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد، د تيرو٢٤ساعتونو په بهيرکې  دننګرهار ، غزني ، ارزګان ، قندهار ، کونړ ، هلمند  او فارياب د ولايتونو په مربوطاتو کې څوګډ تصفيوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې يو ياغي طالب ووژل شو ، يو تن ټپي او اووه تنه نوريې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول .
د دغو عملياتو په بهيرکې زرکيلوګرامه نشه يي توکي او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
 

صنعا\ډي ډان \  باختردلندي دمياشتې  ٩ :
وسله والو کسانو پرون ديمن پايتخت صنعا په ښارکې د سعودي عربستان يو ډيپلومات او د هغه يمني ساتوونکى يې و واژه .
د يوامنيتي خبرځاى د څرگندونوله مخې: داسې ښکاري چې دغه بريد د القاعده  د شبکې له  خوا ترسره شوي وي .
بريدکوونکي چې په څلورو موټرونو کې سپاره وو؛ د وليد آل انيزې په نقليه واسطه يې ډزې وکړې چې له امله يې دغه ډيپلومات او يمني ساتونکى يې ځاى پرځاى ووژل شو.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دې اخيستې، خو د يمن امنيتي
مامورينو د دغه بريد ترشا القاعده شبکه بولي .
د يمن يو امنيتي مامور وويل: که چېرې په دغه قضيه کې د القاعده شبکه لاس ولري؛ دا د دغې شبکې لومړني بريد دى چې له موټرو څخه د ترور په خاطر  کاراخيستل شوى دى .
د القاعده ياغيانو پخوا له بې پليټه موټرسايکلونو څخه استفاده کوله.
 

کابل \  باختردليندي دمياشتې  ٩ :
د نننى کانکور د کتاب ليکوال د تخار ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ د رياست له خوا وستايل شو.
بشيراحمدکريمي چې په خپله د تالقانو ښار دکانکور د مسئلو په يو کورس کې  استاد دى؛ دغه اثر ليکلى اوټول کړى دى .
په همدې حال کې د تخار ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس عاقبت الله اديب يار ددغه ځوان د ستايلو په مراسموکې د نننى کانکور اثر هغو ځوانانو ته چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت هيله ولري؛ ګټور او ازرښتناک وباله.
اديب يار ددغه ځوان ليکوال هلې ځلې وستايلې او ويې ويل چې دغه رياست به دده د فرهنګي کارونو ملاتړ وکړي.
د نننى کانکور اثر زر ټوکه چاپ شوى دى. په دې اثرکې زياتره د سياينسي مضمونونو پوښتنې چې د کانکور په ازموينه کې زيات کارول کيږي حل شوى دى.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٩ :
په غزني ولايت کې يوې خواښۍ خپل پوځي زوم له وهلو او ډبولو وروسته په ډزوسره ووا ژه .
دغه پيښه پرون دغزني ښار د موى مبارک په ساحه کې رامنځته شوې ده .
سيمه ييزو مقاماتو د دغې پيښې په اړ وند له څرگندولو څخه ډډه کړې ده، خو ددغه پوځي،ګاونډيان وايي چې کورني ستونزې د دغې وژنې سبب شوې دي .
په همدې حال کې ويل کيږي چې دپوليسو ددغه افسر خواښۍ نيول شوې اوڅيړنې دوام لري .
له بله پلوه دغزني ولايت دملکي روغتون رييس بازمحمد همت باختراژانس ته وويل: د دوى څيړنې ښيي چې د پوليسو دغه افسر له وهلو او ډبولو وروسته په ډزوسره وژل شوى دى .
تراوسه پورې د دغې وژنې انګيزه معلومه نه ده .