24 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې ماين جوړونکي  طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان په...

 په هلمند کې  د عملياتو په دوام  ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

 يوولس وسله وال طالبان  په زابل کې و وژل شول

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
دغزني ښار دجهان ملکې ښوونځي ته څېرمه نن چاودنه وشوه.
دپوليسو له خولې: په لومړنيو رپوټونوکې ويل شوي دي چې د دغې چاودنې له امله د يوې ښځې او يوماشوم په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغزني ښار دپوليسو دلومړۍ حوزې آمرمحمدهاشم وويل چې دغه چاودنه دغزني ښار د جهان ملکې د ښوونځي په کوڅه کې هغه وخت وشوه چې د پوليسو يوموټر له سيمې څخه د تيريدو په حال کې و .
محمد هاشم زياته کړه: د دغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو ميشتو ځواکونو نن مازيګر د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله والوطالبانو غوښتل چې دسرحدي ولسوالۍ ،ګوشتې په يوه عمومي واټ کې په ماين ښخولو سره چاودنې ترسره کړي؛ خو بريالي نه شول
په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو د ميشتو ځواکونو ويندوى جګړن شيرين آقا باخترآژانس ته وويل چې پوځيانو دغه ماينونه نن د ګوشتې ولسوالۍ د ماشنګن واټ په تګلوري کې کشف اوشنډ کړل.
دجګړن شرين آقا دڅرګندونو له مخې: ددغو پيښو د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

Wednesday, 03 July 2013 14:12

ټولنيزه شورا جوړه شوه

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د هلمند ولايت د نو زاد ولسوالۍ ټولنيزه لنډ مهاله شورا نن جوړه شوه.
د لښکرګاه له ښارڅخه د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه شورا د هلمند د والي محمدنعيم او د لسګونو تنوسپين ږيرو او قومي مخورو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هلمند والي محمدنعيم د خبرو په ترڅ کې وويل: که څه هم تر اوسه پورې په نوزاد ولسوالۍ کې په امنيتي او د بيارغاونې په برخوکې ځينې ستونزې موجودې وې؛ خو دوى هلې ځلې کوي چې په دغو برخوکې ګټور ګامونه واخلي.
دغه شورا ٣١ تنه غړي لري چې له بيلا بيلو قومونو څخه جوړه شوې ده.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
د بي بي سي سايټ په يو خبرکې ويلي دي: هغه بريد چې دجمهوري رياست ارګ ته څېرمه وشو؛ د ازبکستان د اسلامي تحريک او د حقاني د شبکې له خوا ترسره شوى دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې په دغه خبرکې ويل شوي دي: هغو يرغلګرو چې تيره اوونۍ د جمهوري رياست ارګ ته څېرمه  د امريکا په استخباراتي مرکز بريد وکړ؛ دامريکا د اردو په يونيفوم سمبال وو.
خبر زياتوي: په بېلابېلو وختونوکې يرغلګرو د افغان امنيتي ځواکونو يونيفورم  کارولى دى؛ خو له امريکايي يونيفورم څخه استفاده لومړى ځل دى .
دغه راز په دغه خبرکې ويل شوي دي: هغه عکسونه چې له يرغلګرو څخه ترلاسه شوي دي؛ ښيي چې هغوى امريکايي کارتونه له ځان سره لرل.
په دغو عکسونو کې ليدل کيږي چې ديرغلګرو د سپرلۍ دګوليو ضد موټرونه په  داسې آنتنونو سمبال وو چې يوازې سفارتونه، د ملګرو ملتو دسازمان دفترونه او د ناټو ځواکونه يې کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا پخوانى لوى درستيز مايک مولن پخواويلي و چې دحقاني شبکه د  آى اس  آى  د استخباراتي سازمان رښتينى مټ دى.

Wednesday, 03 July 2013 14:04

د پوهنې وزارت خبرتيا

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د پوهنې وزارت خبرتيا
دپوهنې وزارت له پريکړې سره سم، د هيواد د سړو سيمو د ښوونځيواوتعليمي موسسو د روان کال څلورنيم مياشتنۍ آزموينې د چنګاښ د مياشتې په پنځلسمه نيټه د را تلوونکي شنبې په ورځ پيل او د همدې مياشتې تر پايه پورې دوام کوي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د افغانستان بانک شپيته  مليونه امريکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د باخترآژانس دخبر له مخې: په هغه ليک کې چې د مرکزي بانک له لارې باخترآژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوى دى:
د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ  د مياشتې د  پنځلسمې او اتلسمې نيټې د شنبې او سه شنبې د ورځو په داوطلبيوکې شپيته  مليونو امريکايي  ډالر دليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برا برهغو ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو ته چې شل زره امريکايي ډالره يې پخوا  دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويلې کړې دى؛ بلنه ورکول کيږي چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي.
له ټولو ګډون کوونکو څخه غوښتنه  کيږي چې د داوطلبۍ فورمې دې د ليلام د ورځو دسهار تر نهو بجو پورې د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او بيا دې تر نهو بجو او ديرشو دقيقو پورې دې بيرته اړوندو مو ظفينو ته وسپاري .
هغه صرافان چى تر اوسه پورې يې شل زره امريکايي ډالره د تضمين په ډول د ډالرو په ليلا مو نو کې دګډون په لپاره  نه دى تحويلي کړي کولاي شي له دا وطلبي څخه يوه ورځ مخکى خپل د تضمين پيسې تحويلې او په را تلوونکو ليلامونو کې ګډون وکړي.
ديادونې وړ ده چې د معاملاتو قسمي ترسره کول مجاز نه دى. د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې يوځاى په نغدي توګه او په حوالې سره په ټاکلى وخت کې په بانک کې تحويلې کړي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن له غرمې مخکې د قندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې د وروستۍ پيښې د شهيدانو له وارثانو سره وکتل او يوځل بيا يې دخپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب هغوى ته څرګندکړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، حاجي محمدنبي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ يوولس تنه غړي يې د روان کال د چنګاښ د مياشتې په څلورمه نيټه د قندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله له لاسه ورکړي دي، د دغې پيښې دڅرنګوالى په باب د هيواد جمهور رييس ته معلومات ورکړل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دحاجي محمدنبي کورنۍ ته د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ د مراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې موږ الهي تقديراتو ته تسليم يو؛ خو دولت ددغې پيښې دټپيانو د علاج او درملنې، دکورونو د برابرولو او د شهيدانو پاتې کسانو ته د نغدي مرستو په لاره کې اقدام کوو.
وروسته د هيواد جمهور رييس ديو مليون دوه سوه زرو افغانيو نغدي مرسته چې د يو حکم په ترڅ کې يې د هرشهيد کورنۍ ته سل زره افغانۍ اوهرټپې ته پنځوس زره افغانۍ منظورې کړې وې؛ حاجي محمد نبي ته وسپارله.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
محمد اکرم خپلواک د سرحدونو او قبايلو د چارو وزارت د سرپرست په توګه په کارپيل وکړ.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې وروستيو وختوکې ديو فرمان په صادرولو سره محمداکرم خپلواک يې د سرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت دسرپرست په توګه معرفي کړ.
په هغې غونډه کې چې نن په دې پست د ده د معرفي کولو له ا مله جوړه شوې وه؛
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست مرستيال سلطاني دمحمد اکرم خپلواک د ټاکنې په اړوند د جمهوري رياست د فرمان د لوستلو په ترڅ کې هغه يې يو مجرب شخص وباله او وې ويل چې خپلواک دپکتيکا او فراه په ولايتونوکى د والي په توګه ښه کاري سابقه لري او د دوديزو جرګو او غونډو په جوړولو کې مخکښ دى.
ده هيله وکړه چې د سرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت نوى سرپرست وکولى شي ددغه وزارت له نورومنسوبينو سره په همکارۍ اوهمغږۍ کې ددغه هيواد د اوسيدونکو د لا زيات پيوستون اونږدې کولو په لاره کې کاروکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د سرحدونو او قبايلو دچارو وزارت معين او پخوانى سرپرست عبدالمالک صديقي محمد اکرم خپلواک يوځوان کدر وباله او وې ويل چې خپلواک د بيرته پاتې ولايتونو دپرمختګ او انکشاف په لاره کې زيات کارونه ترسره کړي دي او هيله يې وکړه چې ددغه وزارت نوى سرپرست د سرحدونو او بايلو دچارو وزارت د نورو کارکوونکو په همکارۍ اوهمغږۍ د دندو په ترسره کولو کي بريالى و اوسي.
محمد اکرم خپلواک په دې غونډه کې د وينا په ترڅ کې هيله وکړه چې د سرحدونو او قبايلو د چارو وزارت له نورو کارکوونکو سره په همکارۍ کې کولى شي د ديني عالمانو، قومي مشرانو او روښانفکرانو زياته پاملرنه او باور د اوسني نظام په لور جلب کړي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
په پکتيکا ولايت کې تيره شپه ديوې نښتې له امله شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دپکتيکا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران باخترآژانس ته وويل:  جګړه تيره شپه د ښرنې د ارګون په لاره کې د پوليسو دځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ ونښته چې  له امله يې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دوه تنه وسله وال طالبان هم دپوليسو دځواکونو له  خوا ونيول شول.

_ کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
دخوست ولايت امنيتي مسوولينو تائيدکړه چې په خوست ولايت کې د ايساف دهوايي بريد له امله شل تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلى لوا د رسنيو د دفترمسوول باخترآژانس ته وويل چې دغه بريدونه تيره شپه د موسى خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: په دغوطالبانو چې د ملي اردو په يوې امنيتي پوستې د بريد نيت درلود؛ هوايي بريدونه وشول.