24 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې ماين جوړونکي  طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان په...

 په هلمند کې  د عملياتو په دوام  ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

 يوولس وسله وال طالبان  په زابل کې و وژل شول

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ : 
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان پرون په  لوګر ولايت کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان چې په  ( مولوي صاحب ) مشهور ده او ډار اچوونکي وسله وال فعاليتونه يې ترسره کول او وسله والو مخالفينو ته يې د وسلو  اومهماتو په برابرولوکې اساسي رول درلود؛ له يوتوغندي ويشتوونکي او له يوې اندازې تبليغاتي سندونو او پاڼو سره دلوګرولايت مرکز پل علم ښارته څېرمه ساحه کې د ملي دفاع وزارت د ځانګړې قطعې د منسوبينو د عملياتوپه بهيرکې ونيول شو.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې په واټ کې دښخ کړاى شوى ماين دچاودنې له امله  دملي اردو يومنسوب شهيد اونهه تنه نورټپيان شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
وسله وال مخالفين دهلمند، ارزګان او دخوست د ولايتونو په مربوطاتوکې په واټونوکې د ماينونو په ښخولو سره دملي اردو د يو سرتيرى د شهادت او دنهو تنو نورو دټپي کيدو سبب شول.

کابل  \باختر د چنګاښ ١٢ :
دطالبانو د ډلې يو قوماندان نن په قندهار ولايت کې د ملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه قوماندان عبدل نوميده او له څه مودې را په دې خوا د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو بوخت و چې د ملي اردو د منسوبينو له خوا ونيول شو .

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بدخشان ولايت کې دملي  امنيت له  ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دبدخشان ولايت دملي امنيت  درياست يوه اړونده خبرځاى باختراژانس ته وويل   دمولوي نجيب الله  په سر ګروپى  وسله والو طالبانو دراغ ولسوالۍ  په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، په دې نښته کې دطالبانو وسلې اومهمات هم دملي امنيت دځواکونو لاسته ورغلي دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى  اوښتى.

_ ميرامشاه\ډي ډان  \ باختر د چنګاښ ١٢ :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې تيره شپه دهوايي بريد له امله  څه ناڅه اتلس تنه ووژل شول او څوتنه نور ټپيان شول،.
باختراژانس  دپاکستان ددي  ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ.
دغه بريد دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په واسطه  شوى دى او په ترڅ کې  يې څلور توغندي داستوګنې په يوه کور اودشمالي وزيرستان دمرکز ميرامشاه ښار ته څيرمه په يوې ليږدونکي واسطې لګيدلي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، له دغه بريد وروسته  بې پيلوټه امريکايي الوتکې  دغه راز دسيمې دپاسه  الوتنه وکړه او دسيمې دخلکو ترمنڅ يې دويرې او ډار فضا پيداکړې وه.
تراوسه پورې دوژل شويو کسانو اودټپيانو هويت نه دى په ډاګه شوى  او دسيمې اوسيدونکو هغوى روغتون ته ليږدولي دي.
دپاکستان سيمه ييزو استخباراتو دغه مرګ ژوبله تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې په دې بريد کې په يوشمير کليدي مليشو يرغل شوى دى چې هويت يې تراوسه پورې  نه دى په ډاګه شوى .
داسوشتدپرس خبري اژانس دپاکستان داستخباراتو له خولې ويلي يې دى  ګومان کيږي   چې دتيرې شپې په  هوايي بريد کې وژل شوي کسان او ټپيان دحقاني دشبکې افراد  وي .
ددغه خبرځاى دڅرګندونوله مخې،  دغه شبکه  دطالبانو مشر ملاعمر ته وفاداره ده  خوپه مستقل ډول عمليات کوي.
دامريکا دحکومت مامورين د  حقاني شبکه  دمليشو ډير خطرناک اړخ بولى چې په افغانستان  کې دامريکايي عسکرو پرخلاف جنګيږي .

کابل \باختر د چنګاښ ١٢ :
دبدخشان ولايت دنشه يي توکواومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې عدلي اوقضايي مرکز پرون ددغه ولايت دکنفرانسونو په سالون کې يوورکشاپ جوړشو.
ددغه يو ورځنۍ ورکشاپ دجوړولو هدف دنشه يي توکو دجرمونو دڅرنګوالي څيړنه او دنشه يي توکو دقاچاقو پرخلاف دمبارزې داړوندو ارګانونو پياوړتيا  او همغږي ده چې دبدخشان ولايت دنشه يي توکو اومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې  دعدلي اوقضايي مرکز له خوا جوړشوى دى.
دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب  ددغه ورکشاپ دپرانستلو په وخت کې وويل ، په دغه ولايت کې  دکوکنارو په کرکيله  کې په سلو کې ديرش  کمښت راغلى دى  اوهم په سلو کې لس کرل شوي کوکنار دبدخشان ولايت دامنيتي  ځواکونو له  خوا ويجاړشوي دي.
دبدخشان والي دکوکنارو دکرکيلي دبديل په باب وويل چې  موږ دکوکناروپرځاى دنورو ګټورو بوټو په کرکيله کې نور پروګرامونه لرو چې دفارمونو اودنورو بوټو دکرکيلي  دروزنيزو پروګرامونو جوړول  ،  دبزګرانو اومالدارانو محصولاتودساتنې په خاطر دسړو خونو اوداوبولګولودکانالونو جوړول شامل دي  چې اوس دکشم او خاش په ولسواليو کې کاريې دوام لري اوټاکل شوې ده نورو ولسواليو ته پراختيا ورکړى شي.
په همدې حال کې  دنشه يي توکو  پرخلاف دمبارزې داستيناف څارنوالۍ رييس څارنمل زلمي قاسميار وويل، دکوکنارو  دکرکيلي خطر نه يوازې  زموږ هيواد اوخلکو ته متوجه دى بلکې زيان يې ټولې نړۍ ته رسيږي.
دغه راز په دې ورکشاپ کې دبدخشان ولايت له نشه يي توکو  اومسکراتو  دجرمونو پرخلاف دابتدائيه محکمې مرستيال اوله نشه يي توکوسره دمبارزې دتدقيق لوى مدير هريو  دموضوع په باب  خبرې وکړې.
دورکشاپ کار دبدخشان والي ته دلوى څارنوالۍ دستاين ليک په ورکولو سره چې له نشه يي توکوسره دمبارزې په کار کې  وړتيا ښودلې ده پاى ته ورسيد.

کابل \باختر د چنګاښ ١٢ :
د توکيو دکنفرانس د دوه اخيزو  ژمنو دعملي کيدو د څرنګوالى دڅيړنې په مقصد نن په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې به د افغانستان حکومت  د نړيوالې ټولنې په وړاندې د کنفرانس د پريکړو د تطبيق په باب حساب ورکړي.
دملګروملتو دسازمان  دسرمنشي مرستيال الياسن په دې غونډه کې له افغانستان او ددغه هيواد له راتلوونکي سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام په لاره کې مهمه وبله.
په دې غونډه کې د نړۍ د اوو پنځوسو هيوادونو استازو ګډون کړى دى.
په  ٢٠١٢ کال په جولاى کې د توکيو په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ژمنه وکړه چې تر ٢٠١٦ ميلادي کال پورې له افغانستان سره د شپاړلسو ملياردو ډالرو مرسته کوي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
شپږتنه ماين ښخوونکي تيره شپه  په قندهارولايت کې ووژل شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته خبرورکړ چې دغه کسان دقندهار ولايت  د ژيړۍ  اوپنجوايي په ولسواليوکې د هغوماينونو دچاودنې له امله  ووژل شول چې غوښتل يې ښخ کړي.
فيصل زياته کړه: درې تنه ماين ښخوونکي چې د قندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په بدوان سيمه کې په يوه عمومي واټ کې په ماين ښخولو بوخت وو؛ ماينونه يې وچاوديدل او ووژل شول.
دفيصل دڅرگندونوله مخې: دقندهارولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې هم درې تنه نور  ماين ښخوونکي دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې په واټ کې ښخ کړي.

کابل\باختر  د چنګاښ ١٢ :
څلور تنه وسله وال طالبان په قندهار کې دايساف دالوتکود بريد له امله ووژل شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې دغه طالبان تيره شپه  د ميانشين ولسوالۍ  په منډي ساحه کې د ايساف دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دقندهار ولايت په ميانشين ولسوالۍ کې دملي اردو او پوليسو دځواکونو په يولړعملياتوکې يوه اندازه چاوديدونکي توکي دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
فيصل زياته کړه: دغه توکي د پوليسو دځواکونو له خوا دميانشين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دطالبانو په يوه ډيپوکې ترلاسه شول.
دفيصل د څرګندونوله مخې: په دغو توکوکې ١٦ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، پنځه ماينونه اوڅلور موټر سايکلونه شامل دي چې د پوليسو دځواکونو له خوا کشف اوترلاسه شوي دي.

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ١٢:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه ١٣
هرات- آسمان ، شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦،  ټيټه ٢١
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٨
قندهار- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه ٤٠ ، ټيټه ٢٤
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٤١، ټيټه ٢٨
کندز- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٤
غزني- آسمان  شين، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ، ټيټه ١٢
باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢١ ، ټيټه ٨
فيض آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه  ١٧
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ،  دتودوخې لوړه درجه ٩ ، ټيټه  ٥
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه ٧
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
فراه- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٨ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان وريځ، داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه ٢٠
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٨ ، ټيټه ٢١
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٦
جبل سراج-اسمان ځاى ځاى وريځ ،ددوخې لوړه درجه ٢٣-ټيټه ١٣
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٨ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١٠ دقيقو ولويږي .