24 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې ماين جوړونکي  طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان په...

 په هلمند کې  د عملياتو په دوام  ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

 يوولس وسله وال طالبان  په زابل کې و وژل شول

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 03 July 2013 06:55

د اسعارو بيه:

- کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ١٢:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 20 56/  افغانيو پلورل په  56/45افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 90  84 /افغانيو پلورل په  84 /95افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 25/ 15 افغانيو پلورپه 30 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 30 73/ افغانيو پلورل په   73 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  00 15/پلورل 15/05 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 950 افغانيو پلورل په 960 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  560افغانيو پلورل په 561 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 16/60  افغانيو پلورل په  16/70 افغانيو.

1_ دهنددبهرنيو چارووزير :  دافغانستان له خاورې څخه بهر دتروريستانو خوندي  پټنځايونه  او ټاټوبې بايد دړې وړې شي .

٢_  دهنددبهرنيو چارووزير :  په افغانستان کې دهند سياست ،  دوتلو سياست نه دى . 

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دهنددبهرنيوچارووزير تروريزم  دافغانستان او سيمې سولې او ثبات ته متوجه  ډير مهم  ګواښ بولي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې دامنيت تامينول دسيمې  دهيوادونو او دټولې  نړيوالې ټولنې په ګټه  دى .
  دى  وايي (  دې ته اړتيا چې  په ګډو هلوځلو سره  دافغانستان له خاورې  څخه بهر  دتروريستانو خوندي  ټاټوبې او پټنځايونه دړې  وړې شي . او له تروريستانو سره مالي او تکتيکي  ملاتړ بايد پاى ته ورسول شي .
دهنددبهرنيو چارووزير  چې داسيان په نامه  په سيمه ئيزه ټولنه کې خبرې کولې وويل  موږ بايد  ديو باثباته  دموکراتيک او پراخ بنسټه دولت په لور ديون لپاره دافغانستان دهڅو او هاند ملاتړ وکړو .  نړيواله ټولنه بايد  دانتقال او بدلون ددورو په بهير کې  له دغه هيواد سره  دانکشافي او امنيتي مرستو په وړاندې  په خپلوژمنو  ولاړ ه پاتې شي موږ دوسله والو مخالفينو له ډلو سره  دسولې دخبرو  لپاره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دحکومت  دهڅو او هاند ملاتړ کوو .
ده دغه راز زياته کړه چې دسولې بهير  بايد دافغانانو په رهبري  اومالکيت  وي اودافغانستان داساسي قانون او دهغو سرو  کرښو په چوکاټ کې  ترسره شي  چې  دنړيوالې ټولنې له خوا  ټاکلي شوي دي .
دهنددبهرنيوچارووزير وويل  چې په دغوخبرو کې بايد  دافغاني ټولنې  ټول قشرونه  او دطالبانو په شمول  مخالفې  وسله والې ډلې شاملې  شي .  دسولې او روغې جوړې  بهير  بايد  دافغانستان ددولت  اوحکومت  مشروعيت  اويا  هغه سياسي  ټولنيز  او اقتصادي  برياليتوبونه چې افغانستان دتيرې  يوې لسيزې  په بهيرکې  دنړيوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي دي کمزوري نه کړي . 
  دهنددبهرنيوچارووزير په ټينګار سره وويل چې  دافغانستان په وړاندې دهند سياست  له دغه هيواد څخه  دوتلو سياست نه دى  .  هند دافغانستان په بيا جوړولو کې  مهم رول لوبولى دى .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دبهرنيو چارووزارت سياسي معين ارشاد احمدي  نن له غرمې  وروسته  دافغانستان لپاره دالمان  دفدرالي جمهوريت  له ځانګړي استازي مايکل کوچ سره  وکتل .
  دبهرنيو چارووزارت  دويندوى دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ ،  دواړو لورو دجمهوري رياست دانتخاباتو ، دسولې دبهير ، دسيمه ئيزو همکاريو دپياوړتيا په لاره کې داستانبول دبهير دتصميمونو اوپريکړو دعملي کولو، له  ٢٠١٤ کال  وروسته  له کاونډيانو ، دسيمې دهيوادونو او له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان داړيکو ،  له افغانستان سره دمرستې په لاره کې دتماس  د نړيوالې ډلې دغونډو دجوړولو دڅرنګوالي  او له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان داړيکو په پياوړتيا کې  داي -سي -جي  درول او دغه راز  دافغانستان او المان ترمنځ  داوږد مهالو همکاريو دموافقه ليک  په ګډون دعلاقې وړ مسئلو په باب خبرې  وکړې .
  دبهرنيو چارووزارت سياسي معين  دتماس دنړيوالې ډلې درول  چې له نړيوالې  ټولنې سره  دافغانستان داړيکو  د زمينې برابرول  له يوې خوا او په سياسي  او اقتصادي برخو کې دپراخ نړيوال  ملاتړ  سبب شوى دى  قدرداني وکړه 
ده هيله وکړه چې افغانستان وکولي شي له  ٢٠١٤  کال وروسته  له نړۍ څخه خپلې اړيکې پياوړي کړي او دسيمې  داقتصادي حالت په ښه والي  خپل فعال رول ولوبوي .
  مايکل کوچ  يوځل بيا  دسياسي ليږدونې له بهير سره په ملاتړ کې  چې د١٣٩٣ کال  دجمهوري رياست انتخابات  پکې شامليږي  دخپل هيواد ژمنه  او دغه راز دسولې دعالي شورا دفعاليتونو ددوام ددوه اړخيزواړيکو دپياوړتيا او دغه راز دهيواد  ددموکراتيکو اوسياسي  مرکزونو دپياوړتيا په لاره کې  خپله ژمنه  څرګنده کړه .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
ديوامريکايي پوهنتون  استاداو دمنځني  ختيځ او اسيا دسياسي او امنيتي چارو کارپوه ستيفن تانکل  دحقاني دشبکې او له پاکستاني پوځيانو سره  دهغې داړيکو په باب د امريکا په فورين پاليسۍ  خپرونه کې دجهاد دسرچينې تر عنوان لاندې يوه مقاله ليکلې ده . ددغې مقالې له مخې دحقاني شبکه چې يو زيات شمير کسان هغه په افغانستان کې ډيره جنايتکاره  ياغي ډله بولي دامريکا په وړاندې  منفوره  ده خو دپاکستان  په زړه پورې  نيابت کوونکي  بلل کيږي .
دفورين پاليسي په ليکنه  په برياليتوب سره دالقاعده دمرکزيت  له منځه وړل  او په ٢٠١٤ کال کې  په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو کمښت  واشنګتن بايد دې ته اړ باسي  چې خپل زيات تمرکز له حقاني شبکې سره  دمبارزې په خاطر  واړوي . ځينې کسان په دې باور دي  چې دحقاني ډله به له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو له وتلو وروسته  امريکا ته  کوم ګواښ  نه وي . خو بايد ووايو چې دغه باور  هغه وخت تحقق  پيداکاوه  چې دحقاني شبکه  له يوې سيمه ئيزې  ډار اچوونکي ډلې  پرته  بل څه نه وي . خو  دهغه نوى کتاب له مخې چې  دواحد برون  ودان  رسلر له خوا ددغې ډلې په باب  ليکل شوى دى  دحقاني د ډلې په باب يې  يومفصل او بشپړ تصوير بيان کړى دى . ددغه کتاب له مخې پاکستاني پوځيان دحقاني په شان ډلو څخه دمشخصوسياسي او سيمه ئيزو  هدفونو لپاره  استفاده کوي او دغه ډله دهغوى لپاره  ښه وسيله ده .
دفورين پاليسي  په ليکنه  دحقاني شبکه  يوازې هغه  ډله نه ده چې له هغوى څخه  دپاکستان دملکي دولت پرخلاف  او دپاکستان  دپوځيانودقدرت دپيداکولو لپاره  ورڅخه استفاده کوي  . سره له دې چې  دحقاني ډله دپاکستان ددولت پرخلاف نه جنګيږي  دغه ډله  دپاکستان په صوبه سرحد ايالت کې  ددغه هيواد دپوځيانو دهدفونو لپاره  يوه ښه وسيله ده .
دمثال په ډول دغه ډله  دمجاهدينو دشورا په جوړولوکې چې افغان اوپاکستاني ياغيانو له  مشرانوڅخه جوړه شوې ده  په افغانستان  دبريدونو دتمرکز په لاره کې ستر رول ولوباوه . لنډه داچې دحقاني شبکه  د ډيورند دکرښې  په دواړو غاړو کې دپاکستان  داستخباراتي دستګاه دگټو په لټه کې ده .
په همدې حال کې کله چې دحقاني شبکې  دپاکستان دحکومت  ضد اړو دوړ سره  دخلکو دهمکاري  دمحدودولو لپاره  کار کاوه  دغه شبکه  دالقاعده  ، دپاکستاني طالبانو دتحريک  اودنورو ډلو لپاره دمرستې  مهم عامل و ،چې دحقاني دشبکې  په دغو مرستو کې روزنه سلامشوره  دمنابعو برابرول او هغه اعتبار  شامل دي چې په افغانستان کې په مشخصو عملياتو کې  ددغې شبکې دګډون زيږنده دى .
دفورين  پاليسي  ددغې مقالې له مخې دحقاني شبکې پرخلاف دزياتو اقداماتو دترسره کولو په خاطر دپاکستان ځواکمنۍ محدوده ده ځکه دغه هيواد دې ته اړتيا لري چې دغه شبکه په افغانستان او  صوبه سرحد کې  دخپلې  پانګي په توګه  وساتي او هم دجدي اقداماتو له ويرې ددغې شبکې پرخلاف  عمل نه کوي .  ځکه داکار به  دغه هيواد ته  ناوړه عواقب  په ځان پسې ولري .
ليکوال زياتوي چې دحقاني ډلې چې خپل زيات بريدونه په افغانستان کې زيات متمرکز  کړي دي  ددې مانانه لري چې دغه ډله يوازې  دافغانستان لپاره ګواښ دى  بلکې  ګواښ يې  له افغانستان څخه وړاندې  دى .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته دبغلان ولايت دبيلابيلوولسواليو له يو شميرمشرانو او منورينو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې  دخبرو په ترڅ کې په بغلان ولايت کې دامنيت او ثبات دتامينولومسئلې ته اشاره وکړه  او ويې ويل چې امنيت ديو ټولنيز نظام دجوړولو اساسي رکن دى او له دې امله له تاسو څخه غواړم چې دامنيت  داعاده کولو په لاره کې دهيواد دامنيتي ځواکونو تر څنګ همکاري وکړئ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې خلک په ټولو ټولنيزو نظامونوکې دهغو جوړونکي دي او له دې امله دولتونو ته مشروعيت وربخښي .
په همدې دليل  هم دبغلان دخلکو ملاتړ اوهمکاري دافغانستان اسلامي جمهوريت ته زيات ارزښت لري .
وروسته په ولسي جرګه کې دبغلان  ولايت دخلکو استازي ډاکتر محي الدين مهدي او ددغه ولايت څو تنو نورو مشرانوخبرې وکړې او هغه ستونزې او ناخوالې يې په ګوټه کړې چې ورسره مخامخ  دي .
  دبغلان ولايت مشرانو امنيتي ستونزې او دڅو ولسواليو ترمنځ دمواصلاتي لارو نشتوالى ددغو سيمو د اوسيدونکو ډيرې مهمې ستونزې وبللې او غوښتنه يې  وکړه چې دولت ددغو ستونزو دلرې کولو لپاره دهغوى غوښتنې عملي کړي او په حل کولو يې لاس پورې کړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دبغلان ولايت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دهغوى هره وړاندې شوې غوښتنه او وړانديز به وڅيړل شي .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
داندونيزيا جمهوريت دپارلماني هيئت په وياړ تير ماښام دمشرانوجرګې دمشرتابه هيئت له خوا په انترکانتي نينتال په هوټل کې  ميلمستيا وشوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې ميلمستيا کې  چې دسنامجلس رييس فضل هادي مسلميار ،  دمشرانو جرګې داداري هيئت غړو ، ځينو سناتورانو ، دولسي جرګې لومړي نايب ميرويس  ياسيني ، دمشرانو جرګې  ددارالانشا لوى رييس او غړو او دميلمه هيئت غړو او په کابل کې د اندونيزيا سفير برخه لرله ، فضل هادي مسلميار  او داندونيزيا دوګړنۍ شورا دمجلس مرستيال احمد فرهان حامد دخبرو په ترڅ کې يوځل بيا ددواړو هيوادونو داړيکو په پراختيا او دوستۍ باندې ټينګار وکړ او افغانستان ته دميلمه هيئت  سفر يې يومهم اوګټور سفر وباله .
ددغې ميلمستيا په پاى کې  دميلمه هئيت له خوا  دمشرانوجرګې رييس ته سوغات او دمشرانوجرګې سوغاتونه هم اندونيزيايي هيئت  ته وړاندې شول .
دغه هيئت دهيواد له جمهور رييس ، دملي شورا ددواړو مجلسونو له رئيسانو، جمهوري رياست له دويم مرستيال او قاضي القضات او دسترې محکمې له رييس سره له ليدنو کتنو او دتاريخي ساحو له ليدنې وروسته تيره شپه اندونيزيا ته روان شو .
دغه راز دملي شورا دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار نن دحج او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي سره وکتل .
په کتنه کې ډاکتر محمد يوسف نيازي سعودي عربستان ته ددرنو حاجيانو داستولو دبهير دتطبيق په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې دحرم شريف د انګړ دترميمولو دکار ددوام په نسبت دغه هيواد تصميم نيولى دى  چې دټولو اسلامي هيوادونو دحاجيانوله وندې څخه په استثنايي ډول په روان کال کې په سلو کې شل کم مني چې په دې صورت به په روان کال کې له افغانستان څخه نږدې څليرويشت زره تنه دبيت الله شريف دحج دفريضې داداکولولپاره  واستول شي او هم ده درنو حاجيانو ته دزياتو اسانتياو دبرابرولو يادونه وکړه .
دمشرانو جرګې رييس دخبرو په ترڅ کې دحاجيانو داستولو دبهير په عادلانه تطبيق او هغوى ته دزياتو اسانتياو په برابرولو باندې ټينګار وکړ اوويې ويل چې دافغاني حاجيانو دوندې دزياتوالي په باب  بايد پرله پسې هلې ځلې وشي .
دغه راز دمشرانوجرګې دتقنيني ، عدلي او قضايي چارو دکميسيون  رييس مولوي غلام محي الدين منصف په کابل کې دانګلستان دسفارت دسياسي مستشار له مرستيالې ميرمن جاياچوراري سره وکتل .
په دې کتنه  کې مولوي منصف دانتخاباتو د قانون په باب چې په دى وروستيو وختو کې  دمشرانوجرګې له خوا تصويب شوى دى .  خبرې وکړې او ويې ويل چې دسنامجلس کوچيانو ته داوو انتخاباتي زونونو دجوړولو ، دانتخاباتو دځنډولو او تعليق ، په ولايتي شوراګانو ، دولسواليو او دکليو په شوراګانو کې په سلو کې دپنځه ويشت وندې او په ولسي جرګه کې هندوانو ته ديوې څوکۍ  دجوړولو په باب يو لړ تعديلونه وارد کړي دي او زياته يې کړه چې په دغو مواردو کې دملي شوراددواړو مجلسونو د مختلط هيئت له تصويب وروسته به دغه قانون دتوشيح لپاره جمهور رييس ته وړاندې شي .

کابل\باختر\ د سرطان ١١
ستر وزيرهدايت امين ارسلا نن له غرمې وروسته دفرانسې له نوى سفير سره دپيژندګلوي کتنه وکړه.
دباختراژانس دخبر له مخې په دې کتنه کې لومړي ستر وزيرڅرګنده کړه چې دافغانستان دولت اوخلک دفرانسې له دولت اوخلکو سره لرغونو اوتاريخي اړيکو ته دقدر په سترګه ګوري.
ده په بيلا بيلوبرخو کې دفرانسې دمرستو له ا مله قدرداني وکړه .
وروسته ژان ميشل مارلوخبرې وکړې او وي ويل چې دفرانسې دولت ژمن دى چې په افغانستان کې دسولې اوثبات په لاره کې په دايمي توګه ددوه اړخيزو اړيکو په چوکاټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هم هوډ من دى چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم خپلو اقتصادي ،سياسي او امنيتي همکاريو ته دوام ورکړي .
ده څرګنده کړه چې دفرانسې دولت اوخلک دافغانستان برياليتوب خپل برياليتوب بولى.
دغه رازدواړو لورو دښې حکومتوالى ،انتخاباتو ،دتوکيو دژمنو ،دسولې دخبرو اودمسوليتونو دليږدونې د بهير په ګډون دځينو مسئلو به باب خبرې وکړې.

کابل\باختر\ د سرطان ١١
دهيواد له لويديځې حوزې څخه يو شمير ملي سوداګرو نن د جمهور رئيس له مرستيال اود وزيرانو شورا د اقتصادي کميټې له رئيس محمد کريم خليلي سره وکتل اود نفتي توکو دستندرد دتطبيق په برخه کې يې دسوداګرو دستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې دسودا ګرۍ دخونو مرستيال خانجان الکو زي هم برخه لرله د هيواد دلويديځې حوزې سوداګرو هغونفتي توکو ته په پاملرنې سره چې اوس د هيواد له بهر څخه وارد شوي دي څرګنده کړه چې دنفتي توکو د نوى ستندرد تطبيق ، دمهلت له ورکولو پرته سوداګرو ته زيات تاوانونه اړوي له دې پلوه له دولت څخه زموږ غوښتنه داده چې د نفتي توکو واردوونکو ته دې دوه مياشتې مهلت ورکړاي شي چې په دې موده کې قراردادونه ،پيرودنې اودنفتي توکو واردول له نوى مقررې سره سم تنظيم کړي .
دغه راز دوى دنفتي توکو دازمايښت اوکنترول لپاره د وسايلو کمښت يوه جدي ستونزه وبلله اوڅرګنده يې کړه چې دا کار ددې سبب کيږي چې د نفتي توکو ټانکرونه دازمايښت او کنترول لپاره ورځې ورځې دريدلي پاتې وي او له دې پلوه سوداګرو ته زيات تاوان واوړي
دجمهور رئيس مرستيال دهغو غوښتنواودستندرد دمقررې دتطبيق ارزښت ته په پاملرنې سره څرګنده کړه چې دولت به د نفتي توکو واردوونکو ته ددوه مياشتني مهلت د ورکولو موضوع ډيرژر د اقتصادي کميټې په غونډه کې او وروسته د وزيرانو شورا په مجلس کې وڅيړي .
دغه راز د جمهور رئيس مرستيال دستندردونو دټا کنې لپاره دوسايلو کمښت يوه جدي ستو نزه وبلله او څرګنده يې کړه چې دولت به په دې لاره کې هلې ځلې وکړي چې داړتيا وړ خدمتونه لوړ کړي اودوخت دضايع کيدو او په سودا ګرو دتاوان د تپل کيدو مخه ونيسي.

کابل\باختر\ د سرطان ١١
دسمنګانو د پستې د طبيعي ځنګلونو په سلو کې له شپيتو څخه تراتيا پورې ونوحاصل اخيستي دي اود محصولاتو ساتنه يې دځنګلونو دساتنې دوګړنيو شوراګانو غړو ته سپارل شوې ده .
په هغې غونډه کې چې نن د سمنګانو د والي خيرالله انوش په مشري اودکرنې د ادارې دمسولينو ،ولسوالانو اودپستې دځنګلونو دساتنې دوګړنيو شوراګانودغړو په ګډون جوړه شوې وه دکرنې درياست دځنګلونو مديرسيد رفيع الله روشن زاده وويل، دهغو څيړنو له مخې چې دوى ددغه ولايت د مرکز اوولسواليو د پستې دځنګلونو دبيلا بيلو ساحو په اړوند کړي دي دپستې په سلو کې له شپيتو څخه تر اويا پورې ونو حاصل اخيستي دي اودغه حاصلات له ١٣٨٦ کال را په ديخوا بې ساري دى.
ده وويل، دهغې احصائي له مخې چې له دوى سره شته دسمنګانو ولايت دمرکز اودحضرت سلطان ،فيروزنخچير ،خرم سارباغ اودبردره صوف د ولسواليو په کچه په دغه ولايت کې دوه څلويښت زره هکتاره دپستې طبيعي ځنګلونه شته چې د کرنې او اوبولګولو وزارت له پاليسۍ سره سم سا تنه يې دولايتي شورا په غا ړه ده .
ده وويل: دوى ددغه ولايت په کچه دپستې دځنګلونو دسا تنې پنځه ويشت شوراګانې جوړې کړي دي چې دهرې شورا غړي لس تنه دي دوى دنده لري چې هغه په دايمي تو ګه وساتي.
ويل کيږي چې دسمنګانو دپستې مغز دطبيعي والي په لحاظ ښه خوند لري اوپه همدې دليل يې نړيوال شهرت پيدا کړى دى.
دده دڅرګندونو له مخې، دسمنګانو سوداګر همدا اوس دپستې يو کيلو ګرام مغز له اووه سوه افغا نيو څخه تر اته سوه افغانيو پورې په بازار کې پلوري هغه سودا ګر چې دپستې مغز دسمنګانو له بازار څخه پيري او کابل ته يې ليږدوي وروسته د کورنيو اوبهرنيوسوداګرو له خوا پيرودل کيږي او بيا دهند،پاکستان اوداروپايي هيوادونو بازارونو ته صادريږي .
له بلي خوا هم په دې غونډه کې دسمنګانو والي دپستې دمحصولاتو دارزښت اوهم دبزګرانودکورنيوداقتصادي حالت دلوړولو په باب دپستې د محصولاتوداقتصادي ارزښت اواغيزو په باب خبرې وکړې او وي ويل که چيرې دپستې محصولات په سمه توګه وساتل شي او له پخيدو وروسته راټول کړاي شي له يوې خوا حاصلات يې لوړيږي او له بلې خوا دپستې مغزپه بازارکې په لوړه بيه پلورل کيږي .
دسمنګانو والي په غونډه کې ټينګاروکړ دسمنګانو ولايت دمشرتابه هيئت اودولتي مسولين دنده لري سرغړوونکي اوهغه کسان چې دپستې ځنګلونو ته داخليږي او محصولات يې په اومه ډول راټولوي  هغوى ونيسي او له قانون سره سم يې مجازات کړي.
وروسته په غونډه کې د وګړنيو شورا ګانو يوشمير مسو لينو او ولسوالانو دپستې د محصولاتو دساتنې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې او پريکړه يې وکړه چې د وګړنيو شوراګانو غړي دى د امنيتي مسولينو په همکارۍ له روانې مياشتې  يعنې سرطان څخه دپستې د ونو سا تنه پيل کړي اود زمري د مياشتې ترپنځلسمې نيټې پورې دې دوام ورکړي.
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دپستې شول دې دزمري د مياشتې په پنځلسمه نيټه دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو له لارې اعلام شي .

کابل\باختر\ د سرطان ١١
په فراه ولايت کې په دووجلا جلا پيښو کې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دفراه ولايت پوليسو په دغه ولايت کې په دووجلا جلاپيښو کې دپنځو تنو ملکي وګړو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمد فواد عسکري باختراژانس ته وويل درې تنه ملکي وګړي چې په يوباروړونکي موټر سپاره وو تيره شپه دسپرلۍ موټر يې دفراه ولايت دپشت کوه ولسوالۍ دمحمد اباد په سيمه کې په سړک کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت اودرې واړه يې ووژل شول .
دغه راز دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى وويل چې تيرماښام په يوه بله پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي په پشت کوه ولسوالۍ کې دوسلوالو کسا نو دډزو له ا مله ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې، دفراه ولايت پوليسو دفراه رود ولسوالۍ په مربو طاتو کې ددوو ماينونو دکشف اوشنډولو خبر ورکړ .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد فواد عسکري باختراژانس ته وويل دوه ماينونه چې دفراه رود لارې ته څيرمه په قاضي ا باد سيمه کې په يوه ښوونځي کې دوسله والو طالبانو له خوا ايښودل شوي وو پرون له چاودنې مخکې دپوليسو دځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړاي شول.