29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
د ١٠١ اسمايي زون قومانداني باختراژانس ته  ديوې خبرتيا په ليږلوسره ليکلي دي.
دقانون دحکم له مخې د ١٠١ اسمايي زون پوليس خپله دنده بولي  چې دافغان ښځو دحقوقو ملاتړ وکړي اودښځو پروړاندې دتاوتريخوالې مخه ونيسي  چې دقانون ددغه امر له مخې داسمايي زون قوماندانۍ دښځوپرخلاف تاوتريخوالې  جرم بولي  اودښځوپرخلاف دتاوتريخوالې له مرتکبينو اومسببينو سره غوڅ چلند کوي لکه څنګه چې دروان کال  په بهيرکې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې په لسګونو  پيښې څيړلي او دقضيو عاملين يې دقانون منګولو ته سپارلي دي.
دافغانستان له ټولو مسلمانو اوديندارو خلکو څخه غوښتنه کوو چې دقانون دحکمونو  له مخې  او داسلامي اصولو  او موازينو په رعايتولو سره دښځو پرخلاف له تاوتريخوالې څخه ډډه وکړي .
له خويندو څخه هم غوښتنه کوو چې په هغه صورت کې چې له تاوتريخوالې سره مخامخ کېږي دکابل دپوليسو نږدي اداري ته ورشي چې شکايت يې وڅيړل شي اودښځوپرخلاف دتاوتريخوالې مخه ونيول شي اودغه راز دافغانستان له مسلمانو خلکو اودعدلي اوقضايي مراجعو  دهمکاري غوښتنه کوو.
 

کابل باختر دليندې ١١مه
سوله د افغانستان د خلکو سپیڅلی هیله او یو الهی امر دی. د سولې او اسلامي اخوت تر سیوري لاندې کولای شو ټیکاو او پرمختګ ته لار و مومو او د خلکو هیلي ترسره  کړو.

په دې اړه، د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې د ورځې (د لېندۍ ۱٠) په کتنه کې چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د خبرو اترو او له دې بهیر څخه په ملاتړ کې د پاکستان د مهم رول په چوکاټ کې، د دې کنفرانس په ترسره کېدو باندې سره هوکړې ته ورسېدل او اعلان یې وکړ چې دا مهم کنفرانس به د روان کال د سلواغې د میاشتې په لمړیو کې د دواړو هېوادونو د دیني علماوو په ګډون سره، په کابل کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو هيئت به د دې کنفرانس د موافقه لیک د ترسره کېدو لپاره د لازم چمتووالي په اړه، د راتلونکو اوونیو په بهیر کې په اسلام آباد کې سره ناستې او سلا مشورې ترسره کړي.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دملي  اردو منسوبينو او دايتلاف ځواکونو دپکتيا ولايت  داحمدخيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دمخالفينو ديو تن قوماندان په ګډون شپږتنه وسله وال مخالفين ونيول  اودننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو تن مشکوک سره دوسله  والو مخالفينو يو قوماندان  ونيوه اوله دوو شارژورنو سره يې درې ميله  سپکه وسله يوه  تومانچې درې پرتلي  ، ٢٤٥  کيلوګرامه چرس ، يو شميرپوځي  يونيفورم  ، پوځي کارتونه اوملي اردو ته دجلب او جذب پاڼي ترلاسه کړي.
دغه راز دلوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ اوددغه ولايت دمرکز پل علم په
مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  له دريو تنو مشکوکوکسانو سره دوسله والو مخالفينو يو قوماندان ونيول شو اويوکلاشينکوف يوه تومانچه ، يوه مخابره يو شمير پوځي  يونيفورم  اوداسي سندونه  چې په کابل ښارکې دبريدونو پلان پکې طرحه شوي و ترلاسه شوي دي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دملي اردو منسوبينو دهيواد په ځينو ولايتونو کې  نن دجلاجلا عملياتو په بهيرکې  لس تنه مشکوک کسان ونيول اويوه اندازه وسله  اومهمات يې ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي  ويندوي باختراژانس ته  خبرورکړ  دملي اردو منسوبينو اودنړيوال ايتلاف  ځواکونو دهلمند ولايت دواشيرولسوالۍ په مربوطاتو کي له دريو تنو مشکوکو کسانو سره دمخالفينو يو قوماندان ونيوه   دبغلان ولايت دپلخمري په مربوطاتو کې  دوه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او دوه تنه نوريې ونيول  او دقندهار ولايت  دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه تنه مشکوک  کسان ونيول اويوه مخابره يې ترلاسه کړه .
دغه راز دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه  مشکوک  کسان ونيول شول او څلور ميله سپکه  وسله ترلاسه شوه .
دسرپل ولايت په مرکز پوري په  اړوندو سيمو کې  دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول اوپنځه  سيمکارتونه ترلاسه  شول اودفارياب ولايت  دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې اته ماينونه کشف اوشنډشوي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دنورستان ولايت  دبرګ مټال ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په واټ کې  دښخ کړاي شويو ماينونو دچاودنې له امله دملي اردو يو منسوب شهيد شو او دلوګراونيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شوي دي.
 

کابل باختر ليندى ١١مه

د افغانستان – پاکستان – او چین تر منځ د درې اړخیزو خبرو اترو دوهمه ناسته
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو دوېمه ناسته د ۱۳۹۱ کال د لېندۍ د میاشتې په ۹ مه نېټه په اسلام آباد کې ترسره شوه. د دغې غونډې مشري د افغانستان په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت عمومي رئیس، سید ابرار حسین کوله. د افغانستان او د چین د استازو مشري په ترتیب سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لمړي سیاسي ریاست عمومي رئیس، ښاغلی عزیز الدین احمدزاده او د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیایې چارو د ریاست مشاور، ښاغلی هونګ زلیانګ کوله.

2. درې واړو لوریو د لمړي درې اړخیزو خبرو اترو څخه وروسته د پرمختګ پر بهیر باندې بیا کتنه وکړه او په دې باور درلود‎، چې خبرې اترې د درې واړو هېوادونو د دوستانه همکاریو په ډېروالي او په سیمه کې دسولې او ټیکاو په ټینګولو کې یو مثبت رول لوبوي. په غونډه کې افغانستان ته په ځانګړې تمرکزسره د سیمي پر حالاتو، د سولې او بیا پخلاینې لپاره هڅې، او په بېلا بېلو برخو کې پر درې اړخیزو همکاریو باندې بحث و شو.

3. ګډونوالو هوکړه وکړه چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو په لا ډېرولو او د درې اړخیزو دوستانه تبادلې او همکارۍ په لا پیاوړي کولو کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ منظمې درې اړخیزې خبرې اترې، ډېرې مهمې دي.

۴. د پاکستان او چین لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې له بهیر سره پر خپل ملاتړ یوځل بیا ټینګار وکړ. درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانانو ترمنځ ټول شموله خبرې اترې به په افغانستان کې دوامداره سوله او ټیکاو یقیني کړي. غونډې اسلام آباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا دهيئت د سفر او له  سفر څخه وروسته د ګډې اعلامیې د صادرولو هرکلی وکړ. غونډې همدارنګه د پاکستان له هغو ګامونو څخه قدرداني وکړ چې د هغوی په غوښتنه ترسره کړی وو.

۵. درې واړو هیوادونه هوکړه وکړه چې د سیمې هیوادونو ترمنځ نږدې او دوامداره همکاري د تاوتریخوالي تمایل ته د ماتې ورکولو په موخه یو اړین کار ده. دوی د تروریزم، بنسټ پالنې او بیلتون غوښتنې پر وړاندې د مبارزې  په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
۶. په دې ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې د کمپاین پر اهمیت ټینګار وشو په ځانګړې توګه د تروریزم او نشه یي توکو د پیسو ترمنځ د پیوستون له امله. په دغه برخه کې، ګډونوالو د ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم پر ۲۲-۲۳ په اسلام آباد کې د نشه یي توکو په باب د سیمې د وزیرانو دکنفرانس د پایلو هرکلی وکړ.

۷. درې واړه لوري د نړیوالو همکاریو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مشرتابه رول ملاتړ کوي. دوی هوکړه وکړه چې د شانګهایي د همکاریو تړون (SCO) کولی شي چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو په برخه کې یو حیاتي رول ولوبوي او د SCO سیمه ییز میکانیزم کولی شي چې نویو منځته راتلونکو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ننګونو ته په ښه توګه د حل لاره پیدا کړي.

۸. په دې  ناسته کې د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کې چین ته د افغانستان او پاکستان د یوه ګډ مطبوعاتي پلاوي د بریالي سفر یادونه وشوه، او د دغه سفر د کوربه توب له امله یې د چین د هڅو ستاینه وکړه. په دې ناسته کې د چین د هغه وړاندیز چې د افغانستان-پاکستان د ګډ پارلماني هيئت کوربه توب وکړي او د دریو لوریو ترمنځ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د سلا او مشورو او د نظریاتو د تبادلې د پيل هرکلی وشو.
۹. افغان او چینایي هيئتونو د دغې ناستې د کوربه توب او دوی ته د ګرمې میلمستیا د ورکولو له امله د پاکستان څخه مننه وکړه.

۱۰. ګډونوالو د افغان هيئت دغه غوښتنه چې د راتلونکې ناستې کوربه توب به په کابل کې وکړي، په خوښۍ سره ومنله. د د غې ناستې د نیټې په اړه خبرې اترې به د ډیپلوماټیکو کانالونو له لارې وشي.
 

Saturday, 01 December 2012 14:19

طالبانو يوه نجلۍ ټپي کړه

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
طالبانو يوه تنکي ځوانه نجلۍ چې دماشومانو دګوزڼ دواکسين په پروګرام کې  يې درضاکاري په توګه کار کاوه په کاپيسا ولايت کې ټپي  کړه.
دسيمه ييزو مسوولينو دڅرگندونوله مخې دخلکودښمنانو په دغې نجلۍ هغه وخت بريدوکړ چې له پنځه کلني څخه ښکته ماشومانو ته يې دګوزڼ دناروغي څخه د ژغورنې لپاره واکسين کول.
دکاپيساولايت دامنيې قوماندانۍ  داوپراسيون امر سمونوال اسدالله  باخترا ژانس ته  وويل دلسم ټولګي زده کوونکي انيسه هغه وخت دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ټپي شوه چې غوښتل يې دکوهستان  ددويمې برخې په ولسوالۍ کې  دواکسيناسيون مرکز ته  دواکسين لپاره لاره شي .
دکاپيساولايت دملکي روغتون رييس ډاکتر عبدالله نصرت وويل  په دغې نجلۍ  اووه ګولۍ لګيدلي دي او روغتيايي حالت يې خراب دي .
دسيمي يوشمير اوسيدونکو دمخالفينو دغه عمل دماشومانو له روغتيا سره دښمني بللې ده او ويلي يي دي په دغې نجلۍ دانساني دندو دترسره کولو په خاطر بريد شوي دي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
په فارياب ولايت کي  تيره شپه دلمرڅرګ دعملياتو په بهيرکې  درې تنه وسله وال مخالفين  و وژل شول.
د ٢٠٩ شاهي قول اردو دلومړي  لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن رضا رضايي  باختراژانس ته وويل دلمر څرک عمليات دملي اردو ، پوليسو اودملي امنيت دمنسوبينو له خوا دفارياب ولايت  دالمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  درې ورځې مخکې پيل شوي دي چې دده دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او دهغوى دوسايطو ضد اوولس ماينونه دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي اوعمليات دوام لري .
ديوبل خبرله مخې پوليسو يوتن دغورماچ ولسوالۍ دحاجي فيض الله په کلي کې په داسې حال کې  ونيوه چې په  چاوديدونکو توکوبار موټرسايکل يې دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ددغې ولسوالۍ بازار ته ليږداوه.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
په کونړولايت کې  دايساف دځواکونو په هوايي بريد کې يوولس تنه وسله وال طالبان و وژل شول .
دکونړولايت امينه قوماندان  مل پاسوال عوض محمدنذيري باختراژانس ته وويل  په يوې ډلې طالبانو تيره شپه هغه وخت ددغه ولايت دمروري په ولسوالۍ کې بريد وشو چې غوښتل يې دملي اردو او ايساف دځواکو په ګډي ګزمې بريد وکړي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دملي شورا دمشرانو جرګي درييس فضل الهادي مسلميار له خوا ددسمبر دويمي دمتحده عربي اماراتو دملي ورځې له امله ددغه هيواد دملي شورا درييس محمداحمدالمور په نامه  دمبارکي پيغام ليږل شوي دي .
په پيغام کې دمتحده عربي اماراتو دورونو خلکو اومسلمان ملت دنيکمرغي اوبرياليتوب هيله شوې ده.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
په ارزګان ولايت کې دپوليسو اووسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې  شپږتنه وسله وال طالبان و وژل شول.
دارزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ  امنيه قوماندان ولي داد  باختراژانس ته وويل   جګړه  تيره شپه له هغه وروسته نښته چې  وسله والو  طالبانو په دغې ولسوالۍ دپوليسو په څو پوستو بريدونه وکړل  چې دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شول  او دتيښتې په بهيرکې شپږتنه وسله وال طالبان و وژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.  دوژل شويو طالبانومړى اوس هم دپيښې په سيمه کې پاتي دي .
په دې پيښه کې دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتي .