24 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې ماين جوړونکي  طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان په...

 په هلمند کې  د عملياتو په دوام  ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

 يوولس وسله وال طالبان  په زابل کې و وژل شول

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي پرون په قندهار ولايت کې  دخپل ښخ کړاي شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دوو تنوماين ښخوونکو کله يې چې غوښتل دوسايطو ضد يو ماين دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په سړک کې ښخ کړي  ، ماين وچاوديد او دوى ووژل شول .
  ديوبل خبر له مخې، دملي اردو دوه تنه عسکر  دلوګر ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې دماين دچاودنې له امله شهيدان او درې تنه نور عسکر ټپيان شول . دبغلان ولايت دچارشنبې تپې دسيمې په مربوطاتو کې او دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ  کې په دوو نورو ورته  پيښو کې دملي اردو دوه تنه عسکر شهيدان شول .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
په هرات ولايت کې پرون مازيګر په واټ کې دښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله پنځه تنه پوليسان ټپيان شول .
دافغانستان په لويديځ کې دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف باختراژانس ته وويل، دهرات ولايت دپښتون زرغون ولسوالۍ دپوليسو دمخابرې آمرله څلوروتنو پوليسو سره  دپښتون زرغون ولسوالۍ  دسليمى  په سميه کې په ګزمې بوخت و په واټ کې دښخ کړي شوي ماين  دچاودنې له امله ټپي شو .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې، په دې پيښه کې د پښتون زرغون ولسوالۍ دمخابرې دآمر نادر خان دواړه پښې غوڅې شوې او څلور تنه ملګري يې هم سخت ټپيان شوي دي .

اسعد اباد باختر د چنګاښ يوولسمه :
  پاکستان يوځل بيا له تيرې شپې راپديخوا  دکونړ ولايت په سرحدي ولسواليو نهه نوي توغندي  توغولي دي .
دکونړ دوالي ويندوى واصف الله واصفي باختراژانس ته وويل، دشيګل ولسوالۍ د تولتن  په سيمې شپيته توغندي او دانګام او سرکاڼو په ولسواليو ديرش توغندي لګيدلي دي .
ديوه اړوند خبرځاى  دڅرګندونو له مخې، په دغه  ولايت دپاکستان په دغو راکټي بريدونو کې خلکو ته مالي تاوان اوښتې دى خو دسرزيان نه لري .
دواصفي دڅرګندونو له مخې، دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دپاکستان له خوا په افغانستان  اووه سوه توغندي توغول شوي دي .
دغو بريدونو له پاکستان سره دسرحدي ولسواليو په سلګونو تنه اوسيدونکي بيځايه کړي دي .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
په کابل کې دفرانسې نوى سفير نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره دپيژندګلوى کتنه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دې کتنه کې په افغانستان کې دفرانسې نوى سفير جين ميچيل مارلاد دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره دکتنې له امله دخوښي دڅرګندولو  په ترڅ کې  هيله وکړه چې ددواړو هيوادونو تاريخي او دوستانه اړيکې په کابل کې دخپل ماموريت په دوره کې  زياتې  ژورې او پراخې کړي .
ده دغه راز ددواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي همکاريوموافقه ليک ته په اشارې سره څرګنده کړه چې متبوع دولت  به يې دغه راز دبدلون په لسيزه کې دافغانستان  له خلکو او دولت سره خپل سياسي ، اقتصادي او امنيتي ملاتړ ته دوام ورکړي
دفرانسې سفير دغه راز ټينګاروکړ چې دغه هيواد په افغانستان کې  دهميشني سولې دټينګښت ملاتړ کوي او په افغانستان کې دسولې او ارامي  تامينول دسيمې او دنړۍ په ګټه بولى .
ده دغه راز په بيلابيلو برخو کې ددواړو  هيوادونو لوړو ظرفيتونو اوځواکمنتيا  ته په اشارې  سره څرګنده کړه چې بايد ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې لازياتې پراخې شي .
په دې کتنه کې په مقابل کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي ددواړو هيوادونو ترمنځ  په تاريخي او دوستانه اړيکو  دټينګار په ترڅ کې دفرانسې خلک او دولت يې  دجهاد او مقاومت په بيلابيلو  دورو او په تيره بيا په نوى فصل کې د افغانستان دخلکو ښه دوست اوهمکاروباله .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې دنوى فصل په بهير کې  دفرانسې خلک او دولت له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې دافغانستان دخلکو تر څنګ  قرباني ورکړي دي اوهم دافغانستان دپرمختيا او دبيا رغاونې په برخه کې فعاله ونډه لرله چې دغه موضوع به هيڅکله  دافغانستان دخلکو له خاطرو څخه هير نه شي .
ده دې  ته په اشارې سره چې دانتخاباتو دترسره کولو  په لاره کې دافغانستان دخلکو او دولت هوډ غوڅ  دى.
انتخابات يې په هيواد کې دسولې اوثبات دټينګښت  يواځنۍ لاره وبلله .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې دافغانستان دخلکو او دولت هيله داده چې نړيواله ټولنه له دې جملې څخه  دوست هيواد فرانسه دې په دغو نازکو شرايطو کې په برياليتوب سره دسياسي او امنيتي ليږدونې په لاره کې  دافغانستان له خلکو او دولت سره مرسته وکړي
دجمهور رييس  مرستيال   زياته کړه  چې بايد دافغانستان دخلکو او دولت او دنړيوالې ټولنې دګډو هلوځلو دنتيجو په توګه دنوى فصل برياليتوبونه دبدلون په لسيزه کې زيات ټينګښت ومومي .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دنجونو ترمنځ دهاکي دانتخاباتي سياليو لومړي پړاو نن په کابل کې ترسره شو .
  باختراژانس ته دالمپيک دملي کميټې دهاکي فدراسيون دسکرتر جنرال ميرويس بهاوي دڅرګندونو له مخې، دغه سيالۍ چې دالمپيک دملي کميټې په جمنازيوم کې پيل شوې دي  دکابل ښار له څلورو کلپونو څخه  څلويښت تنه ورزشکارې نجونې  ګډون لري او د دوو ورځو لپاره سيالۍ کوي .
بهاوي  زياته کړه، ددغو سياليو په پاى کې  به شپاړس غوره څيرې  دکابل ښار هاکي  دمنتخب ټيم  غړيتوب ترلاسه کړي .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان نن په نورستان ولايت کې ديوې نښتې په بهير کې ووژل شول .
په دې جګړه کې چې نن دکامديش ولسوالۍ بازار ته څيرمه ونښته دوه تنه نور طالبان  ټپيان شوي دي .
دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل دغه جګړه هغه وخت ونښته چې دپوليسو سرتيرو ددغې ولسوالۍ بازار ته څيرمه دوسله والو طالبانو په يوه پټنځاى بريد وکړ.
په همدې حال کې دکامديش ولسوالۍ يو قومي مشر وايي په وژل شويو طالبانو کې دوه تنه پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
دکامديش ولسوالۍ له پاکستان سره دګډې پولې دلرلو له امله تل دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دپروان ولايت په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو له خوا ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، پنځه تنه وسله وال طالبان دپروان ولايت  دسياه ګرد اوشيخ علي د ولسواليو په مربوطاتو کې ووژل شول اوشپږ تنه نور يې ټپيان شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې  هم  په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې ، دوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان چې دلوګر ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي او ورانکاروفعاليتونو بوخت وو له يوې اندازې پوځي وسايلو او تجهيزاتو سره دملي اردو دمنسوبينو له خوا ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
په کابل کې  دساحلي فوټبال انتخاباتي سياليو نن سهار په دريو لوبو سره دوام وموند .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضي دانش باختراژانس ته وويل، په لومړي لوبه کې دکوثر ټيم دپنځو په وړاندې په اتو سره دسنايي ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دقادر ټيم ددوو په مقابل کې  په اتو سره  دستاره ازادي پر ټيم بريالى شو اوپه وروستۍ لوبه کې دارين ټيم ديوې په وړاندې  په دوو سره دميوند ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دساحلي دفوببال منتخبه ټيم ته دغوره څيرو دپيژندلو په مقصد دشپاړسو ټيمونو ترمنځ په کابل کې پيل شوي دي .

-کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ١١:
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول پرون له غرمې وروسته د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي له مرستیال ښاغلي جان الیاسن سره وکتل.
دبهرنيوچارووزارت داطلاعاتواوخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
دواړو لوریو د علاقې وړ موضوع ګانو لکه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو بشپړ لېږد، د جمهوري ریاست ټاکنو، د سولې بهیر او د افغانستان د دولت له مخالفینو سره خبرو اترو، له ګاونډیو او دسیمي له هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو او همدارنګه د افغانستان په مسئلو کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر رسول د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د سازمان د همکاریو، مرستو او ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې، هیله څرګنده کړه چې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې وشي کولای د سیاسي انتقال بهیر ته چټکتیا و بخښي او د هېواد د ترقۍ او ودې زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي مرستیال په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان د دولت او خلکو د ۱۱ کلن لاسته راوړنو څخه د خوښي په څرګندولو سره، د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د سازمان پر اوږدمهاله ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي مرستیال کابل ته د خپل سفر په بهیر کې د افغانستان د دولت له بېلا بېلو چارواکو لکه جلالتمآب جمهور رئیس، د ملي امنیت له سلاکار، د دفاع له وزیر، د ملي شورا د دواړو جرګو له رئیسانو او د افغانستان د سولې اوعالي شورا له رئیس سره کتنې ترسره کړي دي.