27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د غبرګولي شلمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  په مشرۍ  دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيل کې دوزيرانو شورا نننۍ ځانمرګي بريدونه چې دتروريستانو له خوا دکابل نړيوال هوايي ډګر ته څيرمه  او دزابل ولايتي شورا په ودانۍ وشول ، په کلکه وغندل.
لکه څنګه چې دغه بريدونه دکابل هوايي ډګر ته څيرمه داستوګنې په ساحو کې دسرزيان او مالي تاوان نه لري او دملي پوليسو اودامنيتي ځواکونو دهڅو او هاند له امله په ډير لنډ وخت کې شنډ شول او دزابل په ولايت کې دغه بريدونه  زموږ د يوشمير بي ګناه هيوادوالودټپي کيدو سبب شول.
دوزيرانوشورادکابل ښار دپيښې په شنډولو کې دملي پوليسواو دامنيتي ځواکونو  دميړانې اودمحاربوي احضاراتوله امله مننه او قدرداني وکړه او دزابل ولايت دپيښې ټپيانو ته يې  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  دسملاسي روغتيا هيله وکړه او دکورنيو چارووزارت او دملي امنيت  لوى رياست يې موظف کړل چې ددغو پيښو مسببين وپيژني اودقانون منګولو ته يې وسپاري .
له اجندا سره سم  دکرنې اواوبو لګولو وزير دهيواد په کچه دسړو خونودجوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې دجمهوري رياست دمقام د١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې د٤٥ ګڼه فرمان او دوزيرانو شورا  د١٣٩١ کال ددريمې ګڼې مصوبې له مخې دغه طرحه په دريو برخو، فارمي سړو خونو، کوپراتيفي سړو خونو او تجارتي سړو خونو کې برابره شوې ده ،دفارمي سړو خونو په برخه کې چې دلنډه بل اوتودوخي له لارې کنتروليږي په معمولي توګه تر شلوټنو پورې په ظرفيت  دي او تراوسه پورې  دهيوادپه ولايتونوکې يو زرو څلور سوه يو پنځوس سړې خونې جوړې شوي دي، په پام کې ده چې دوه سوه پنځوس نورې  سړې خونې دهيواد بزګرانوته  دمالي او تخنيکي مرستو دوړاندې کولو په مقصد دولسواليوپه کچه  جوړې شي .
سربيره پردې  تراوسه پورې دڅه دپاسه يو زرو نهه سوه متريک ټنو په ظرفيت يو شپيته کوپراتيفي سړې خونې  دهيواد په شپږو ولايتونوکې جوړې شوي دي  او ددولسونورودجوړولو کار دهيواد په دريو ولايتونوکې روان دي .او تراوسه پورې د ديارلس زره متريک ټنوپه ټول ظرفيت شپاړس تجارتي سړې خونې دبلخ  ، کندهار  ، ميدان وردګو اودهرات په ولايتونوکې جوړې شوي دي  او په راتلوونکو پنځو کلونوکې  په شپږو ولايتونوکې  دپنځه زره ټنو په ظرفيت داتو سړو خونو  جوړول په پلان کې شامل دي .
  دوزيرانو شورا  دکرنې اواوبو لګولو دوزير درپوټ  دتاييدولو په ترڅ کې  دغه وزارت  موظف کړچې له برابر شوي پلان سره سم دې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دسړو خونو  په جوړولواقدام وکړي .
  وروسته  دکرنې اواوبو لګولو وزير دهيوادپه اتو ولايتونوکې داتو سړو خونو  دجوړولو تدارکاتي ستونزه  غونډې ته طرحه کړه اوڅرګنده يې کړه چې  دبرخه والو شرکتونو له جملې څخه  اوو شرکتونو له ټاکلو معيارونوسره سم  داهليت فورمې  ډکې کړي دي  چې له دې جملې څخه يوازې  يو شرکت دسړو خونو دآفر او ديزاين  په وړاندې کولو بريالى شوى دى ، دوى  له تدارکاتي پاليسۍ سره سم  په دې برخه کې دلارښوونې غوښتنه وکړه .
  دوزيرانو شورا  دکرنې اواوبو لګولو وزارت ته واک ورکړل چې دافغان کوبنګ کمپني دساختماني شرکت له خوا وړاندې شوي آفر له فني ، تخنيکي اومالي پلوه  وڅيړي او دنتيجې په باب دې  دتصميم نيولو په مقصد  دتدارکاتو خاصې کميټې ته رپوټ وړاندې کړي .
وروسته دماليې وزيردسيلواودارزاقودبرابرولودتصديودادغام دطرحې اودخوراکي توکو په دولتي شرکت  دهغو دحقوقي شخصيت دبدلون په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل .
  دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  دسيلو او ارزاقو دبرابرولو دتصديو ادغام اودستراتيژيکي توکو دزيرمو په شرکت دهغودحقوقي شخصيت بدلون تصويب کړ او  دکرنې اواوبو لګولو، ماليې او دسوداګرۍ او صنايعو وزارتونه يې  موظف کړل  چې دنوى شرکت دجوړولواو ادغام اساسات  برابر او پړاونه يې  بشپړ کړي . او دعدليې وزارت دې  دهغه  داساسنامې دپړاونو په بشپړولو اقدام وکړي .
وروسته  دکابل دنوى ښار دجوړولو او پرمختيا شرکت  داساسنامې  طرحه  د عدليې دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه .
  دوزيرانو شورا  دعدليې وزارت اودکابل دنوى ښاردپرمختيا بورد موظف کړل  چې  دښارجوړولو دچاروله وزارت سره په سلا مشوره کې دې  ، دغه اساسنامه  دغونډې  له يادونې سره سم  ددوو اوونيو په دننه کې  بيا وڅيړي او موافقه شوي طرحه دې  دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام  دعدليې وزير  د١٣٩١ کال  دتقيني کار دپلان تحقق او د١٣٩٢ کال دتقنيني کار دپلان طرحه  په دې ډول غونډې ته وړاندې کړه .
په ١٣٩١ کال کې په ټوليزه توګه  اته پنځوس تقنيني سندونه  له دې جملې څخه  څلور ديرش  دقوانينو طرحې ،  دري ويشت  دمقررو طرحې ، اساسنامې او طرز العملونه  په پلان کې شامل او په فوق العاده توګه  تسويد او تدقيق شوي دي  سربيره پردې  ددوه سوه شپږ ويشتو حکمونو  مسودې ، يوسلو پنځه موافقه ليکونه  او پنځه سوه اووه ديرش قانوني مشورې  وزارتونو او دولتي ادارو ته وړاندې شوي دي .
  دغه راز دعدليې وزارت  د١٣٩٢ کال  دتقنيني کار  په پلان کې د څليرويښتو قوانينو دطرحو  او دنهو مقررو دطرحو په ګډون د دري ديرشو تقنيني سندونو طرحې  په پلان کې شاملې شوي دي . .
دوزيرانو شورا دعدليې وزارت  د١٣٩٢ کال دتقنيني کار پلان تصويب کړ اووزارتونه اودولتي اداري يې موظفي کړې چې دخپلو تقنيني سندونو  لومړيتوبونه  دې دعدليې له وزارت سره همغږه کړي .
  وروسته  دستندرد دملي ادارې  ( انسا ) رييس   دخوراکي توکو دتخنيکي مقرراتو ( اجباري ستندردونو )  په باب  دستندرد دعالي شورا پريکړه  دستندرد دقانون  ددولسمې مادې  دصراحت له مخې د اوبلن ، خوراکي غوړيو او شعمياتو ، معمومي غنمو او سختو غنمو ، دغنمو داوړو ، دڅښاک دبوتلي اوبو ،  پودري شيدو او دپودري  پير وي په ګډون  دڅلورو قلمو خوراکي توکو لپاره طرحه  غونډې ته وړاندې کړه  چې دتصويب وړ وګرځيده .
  وروسته دماليې وزير  دقاچاقو په ډول دهيواد له جنوب لويديځو او شمال  له پولو څخه د بي کيفيته نفتي توکو  دواردولو په باب  غونډې ته معلومات وړاندې کړل  اوزياته يې کړه  سربيره پردې چې  بي کيفيته نفتي  توکي دژوندانه دچاپيريال  دککړتيا اوله وخت څخه مخکې  دوسايطو دانجن  دويجاړتيا سبب کيږي  زيات واردول يې  دهغو ملي سوداګرو  چې دماليې او ګمرکي محصول په ورکولو سره په قانوني ډول نفتي توکي  واردوي  دمالي تاوان سبب شوي دي .
دوزيرانو شورا  دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت لوى رياست په ټينګار سره  موظف کړل  چې په غير قانوني او قاچاقي  ډول  دهيواد په جنوب لويديځو او شمال پولو کې  دنفتي موادو دواردولو په کلکه  مخه ونيسي  او له سرغړونکو سره دې  قانوني چلند وکړي .
دغونډې په پاى کې  دبهرنيوچارووزارت  دمالي او اداري  معين له خوا  درې مورده  نړيوال تړونونه  په دې ډول  غونډې ته  طرحه شول  چې دتاييد وړ وګرځيدل .
  _  دننګرهار ولايت دسيمه ئيزو بنسټونو دبيا احيا کولو په لاره کې  دمرستې په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزارت  او دجاپان دسفارت  ترمنځ  موافقه ليک .
_  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دناروى دشاهي هيواد ترمنځ  دستراتيژيکي همکاريو په باب اوږدمهال موافقه ليک .
_ دنهه نوي کلونو لپاره  د اجارې په ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت  کارکوونکو ته  دسفارت دمقر او داستوګنې دځمکې دسپارلو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دسعودي عربستان دشاهي هيواد ترمنځ موافقه ليک .

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
دبدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ دجرشاه بابا دليسې دولس تنه زده کوونکي نن مسموم شول .
دکشم ولسوالۍ دپوهنې مدير محمدعزيز ددغودولسو تنو زده کوونکو مسموميت تاييدکړ اووي ويل تراوسه پورې داسې مدارک چې په دې ليسه کې دمسمومونکو تو کو په شندلو دلالت وکړي نه دي ترلاسه شوي .
محمدعزيزوويل چې مسموم شوي زده کوونکي دکشم ولسوالۍ په روغتون کې له درملنې وروسته بيا رخصت شول خود زده کوونکو مشران ادعا کوي چې بچيان يې ټولګيو ته  له ننوتو وروسته بي هوشه شوي وو .
خبرځاى زياته کړه چې دپيښې په اړوند د امنيتي ځواکو نو له خوا تحقيقات پيل شوي دي .

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئیس حامد کرزي، قطر ته د خپل سفر په لړ کې، نن له غرمې مخکې د دغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني سره په امیري دیوان کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي په دې کتنه کې د قطر له امیر والاحضرت حمد بن خلیفه آل ثاني څخه مننه وکړه چې د مخکیني سفر د پریکړو د عملي کولو لپاره یې د قطري پانګه والو ځانګړی هیات یې کابل ته را واستاوه.
په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د قطر امیر ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.
د قطر امیر والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني کابل ته د دغه هېواد د پانګه والو او سوداګرو د هیات له سفر او په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره د هغوی د چمتووالي له امله خوښي څرګنده کړه.
ده، وویل چې افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډیر کړاوونه ګاللى دي او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوي. د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لري.
والاحضرت حمد بن خلیفه آل ثاني زیاته کړه چې د قطر دولت د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د دغې کتنې په پای کې د قطر امیر د حامدکرزي د هغې بلنې له امله چې والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني دې کابل ته سفر وکړي، مننه وکړه، وې ویل چې زړه یې  ډیر غواړي چې له افغانستان ته سفر وکړي او په یوه مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن سهار په دوحه کې په خپل استوګنځي کې د بروکنګز انستیتوت له مشرتابه هیات او د قطر د سوداګرو د اتحادیي له مرستیال شیخ علي بن عبدالله آل ثاني سره په جلا جلا ډول وکتل او د علاقې وړ موضوع ګانو په باب یې ورسره خبرې وکړې.#

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
دجمهوري رياست سرپست مارشال محمد قسيم فهيم ديو پيغام په ترڅ کې د زابل د ولايتي شورا په دفتر دمزدورو ترورستانو بريد په کلکه غندلى دى او ويلي يې دي چې په زابل ولايت کې زموږ امنيتي ځواکونو په پوره ميړانې اوهوښياري سره يرغلګر ترورستان ځپلي دي چې داکار زموږ د امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو اود ځواکمني دلوړ والي نښه نښانه ده .
په پيغام کې ويل شوي دي چې زموږ د خلکو تورزړي دښمنان په دغه شان بريدونو سره پرديوته خدمت کوي اوغواړي چې د خپل هيواد  دخلکو سو کالي او امنيت ګډوډ ګړي.

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم د کابل د هوايي ډګر په تاسيساتو دڅو تنو ځانمرګو يرغلګرو ننني بريد چې د افغانستان د خلکو ددښمنانو له خوا ترسره شو په کلکه وغانده .
دجمهوري رياست سرپرست په همدې مناسبت په يو پيغام کې ددغوبريدونو په غندلو سره هغه دخلکو دارامي دګډوډولو سبب و بلل اود هيواد د امنيتي ځواکونو د ميړاني ،زړورتيا اوچټکو اقداماتو له امله يې چې وکولي شول يرغلګر وځپي قدرداني وکړه .
په پيغام کې ويل شوي دي چې د هيواد امنيتي ځواکونو په سم مديريت سره ديرغلګرو بريد شنډ کړ اويرغلګر يې وځپل او په دې بريالي شول چې هغوى له منځه يو سي اود هوايي ډګر په تاسيسا تو اود هغه په منسو بينو اودسيمې په خلکو د هغوى دبريدونو د اغيزمنتو ب مخه ونيسي.
دجمهوري رياست سرپرست څرګنده کړې ده چې اوس زموږ خلک ډاډ لري چې دهيواد امنيتي ځواکونه ددې وس لري چې ټول امنيتي مسوليتونه له بهرنيو ځواکونو څخه په غاړه واخلي او په ښه توګه دخپلو خلکو او هيواد دفاع اوملا تړ وکړي .

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
شپږ تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره  په نښته کې ووژل شول .
د٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړى لوا دمطبوعاتو مسوول جګړن محمد رضارضاپه جوزجان کې دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه دقوش تيپې _شبرغان په لاره کې دملي پوليسو په اکمالاتي کاروان بريد وکړ چې له ا مله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اود ملاجانان په نا مه دهغوى يوسرګروپ ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل، ددغې نښتې په بهير کې دوه تنه ملي پوليسان هم ټپيان شوي دي او وسله وال طالبان د نښتې ځاى ته دملي اردو اوپوليسو دکومکي ځواکونو له رسيدو سره سم وتښتيدل

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
ديرش کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل .
دلوګرولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته خبر ورکړچې دغه توکي په پنځو بوشکو کې ځاى پرځاى شوي وواودترورستي عملونو دترسره کولو په مقصدددغه ولايت د برکي برک ولسوالۍ په مربو طاتو کې ايښودل شوي وو چې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړاي شول.

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
دشپږو تنو پاکستانيانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول.
په لوګر ولايت کې دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې دشپږو تنو پاکستانيانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دلوګر ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ: دناټو پوځيانو په هغو عملياتو کې چې تيره شپه يې ددغه ولايت د برکي برک ولسوالۍ په ازبک خيلو سيمه کې ترسره کړل، دشپږو تنو پاکستانيانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان وځپل .

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې يوپخوانۍ جهادي قوماندان د ناپيژندل شويووسله والو کسا نو له خوا ووژل شو.
دوردوج ولسوال دولت محمد خاور باختراژانس ته وويل چې يوپخوانۍ جهادي قوماندان عبدالواحد تيره شپه د ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو له خوا ددغې ولسوالۍ په غچان کلي کې له کورڅخه يې وايستل شو او ووژل شو.

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
د افغا نستان د بهرنيو چارو د وزيرډاکتر زلمي رسول له خوا دروسيې فدراسيون د بهرنيو چارو دوزير سرګي لاوروف په نا مه ددغه هيواد د ملي ورځې له ا مله مسکو ته په دې شرحه د مبارکي پيغام ليږل شوى دى.
خوښ يم چې د جون د مياشتې ددولسمې ،درو سيې فدراسيون د ملي ورځې له امله دډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو ته څرګندوم په وروستيو کلونو کې زموږ د هيوادونو اړيکې مخ په پراختيا دي اوموږ دافغانستان د پوليسو په روزنه ،دنشه يي توکو له قاچاقو سره په مبارزه او زموږ په هيواد کې د امنيت اوثبات په تا مينولو کې ستاسو دهيواد د مرستو په خا طر قدرداني کوم .
ډاډمن يم چې ددواړو هيوادونو همکاري ستر قدرت لري زموږ د هيوادونو اړيکې په دوه اړخيزه توګه اوهم دشانګهاي دسا زمان په چوکاټ کې دګډوچلنجونو دڅيړنې او هدفونو ته درسيدو لپاره له پخوا زيا ته پراختيامو مي.
ستاسو روغتيا او سلامتيا اود روسې دخلکو سوکالۍ اونيکمرغۍ زما هيله ده.