24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

امنیتي چارواکودکابل دامنیتي وضعیت په اړه غونډه وکړه

امنیتي چارواکودکابل دامنیتي وضعیت په اړه غونډه وکړه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

يو انس سره زر په ١٩٨٠ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٩٨٠ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د تلې ٣ مه / باختر په نړيوالو بازارونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دجوزا١٤
د انګلستان يوې خپرونې ويلې دي چې د انګلستان دولت له افغانستان څخه ددغه هيواد دپوځيانو د وتلو په درشل کې طالبانو ته بډې ورکوي.
د باخترآژانس دخبر له مخې: انګليسې ورځپاڼې اکسپرس په خپلې يوه تحليلي مقاله کې ليکلي دي: د افغانستان دولت په پام کې لري چې طالبانو ته د بډې په ورکولو سره دغه ډله په افغانستان کې له بهرنيو پوځيانو سره دجګړې له دوام څخه واړوي.
ددغې ورځپاڼې دخبر له مخې: د انګلستان دولت طالبانو ته په مليونونو يورو په پام کې نيولي دي چې خپلې وسلې په ځمکه کيږدي او له بهرنيو پوځيانو سره دجګړې له دوام څخه دې ډډه وکړي.
ددغې ورځپاڼې په ليکنه، د انګلستان دولت ددغې پروژې داجرا کولو لپاره شپږ مليونه اوشپږ سوه زره يورو اعتبار بيل کړى دى.
ددغې طرحې له مخې: هر وسله وال طالب چې له جګړې څخه لاس وا خلي؛ تريوکال پورې په ماشت کې سل يورو ورکول کيږي.
دا په داسې حال کى ده چې پخوا څو هيوادونو چې پوځونه يې په دغه هيوادکې وو؛ هلې ځلې کړې دي چې خپل پوځيان دطالبانو د ډلې د احتمالي بريدونو له خوا څخه خوندي کړي.
دغه راز يو شمېر هيوادونه د نشه يي توکو په سودا ګرۍ سره د طالبانو يو ډول مالي ملاتړ کوي.

کابل\باختر\دجوزا١٤
دکار او ټولنيزو چارو وزارت باخترآژانس ته د يوليک په ليږلو سره له هيوادوالو څخه غوښتي دي چې په سعودي عربستان کې د غيرقانوني استوګنې نيت ونه کړي.
په دغه ليک کې د سعودي عربستان د حکومت د بهرنيو اتباعو د ادارې د تصميم يادونه شوې ده چې بايد غير سعودي کارګران چې په غيرقانوني ډول په دغه هيواد کې استوګنه لري؛ نيول کيږي او د ګوتې د نښې له اخيستلو وروسته خپلو هيوادونو ته يې استول کيږي.
دکار او ټولنيزو چارو وزارت په دې ليک کې څرګنده کړې ده، هغه کسان چې د کار په نيت په غيرقانوني ډول او يا د حج له ويزې څخه په استفادې سره سعودي عربستان ته ځي او نه غواړي په ټاکلى وخت کې خپل هيوادته راستانه شي؛ په حالت پو هيدو سره له خپل تصميم څخه تيرشي.

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د نجونو د واليبال د ټيمونوسيالۍ نن د افغاني سرې مياشتې په جمنازيوم کې په دوو لوبو سره پيل شوې .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه سيالۍ د مور د ورځې په درناوى پيل شوې دي او له کابل ښار څخه د نجونو د واليبال اتو ټيمونو پکې ګډون کړى دى .
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې ورزشي آمر احمدجاويد شرفي  دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ دغوره څيرو دپيژندنې په مقصد په دوو څلورټيمي ګروپونو کې پيل شوې دي او درې ورځې دوام کوي .
  ده وويل: ددغوسياليوپه لومړۍ لوبه کې د سنګر او د سرې مياشتې د واليبال ټيمونه مخامخ شول چې لوبه دصفر په مقابل کې په دوو سره د سرې مياشتې دټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه راز په بله لوبه کې د الزهرا ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره د استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دکابل پولي تخنيک پوهنتون خبرتيا!
دکابل پولي تخنيک پوهنتون په دغو څانګوکې نوى علمي کادر ته اړتيا لري:
_ په لوڅ ډول دکانونو د را ايستلو ديپارتمنت ددوکتورا، ماسټري اويا ليسانس په سويه دوه بستونه .
_ تر ځمکې لاندې په ډول دکانونو د را ايستلو ديپارتمنت د دوکتورا، ماسټري اويا د ليسانس په سويه دوه بستونه .
  په شرايطو برابر مينه وال دې د روان کال دغبرګولي دمياشتې له څوارلسمې نيټې څخه تر څليرويشتمې نيټې پورې دخپلو غوښتن ليکونو پړاو ته دکابل پولي تخنيک پوهنتون د رياست له لارې بشپړ کړي او د خپلو نمرو ترانسکريپ او دتابعيت تذکره  له ځان سره ولري .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د وريجې  د پروسس  يو کوپراتيف جوړ شو.
دغه کوپراتيف دکرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه يو مليون افغانيو په لګښت جوړ شوى دى او تراوسه پورې پنځه اويا تنو بزګرانو پکې غړيتوب ترلاسه کړى دى چې د شولې څه دپاسه درې زره اووه سوه جريبه ځمکه هم پکې شامليږي .
  دکرنې او اوبو لګولو وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي چې دغه وزارت هوډمن دى چې دکرنې ماشين آلات او د وريجې د پروسس د اړتيا وړ وسايل ددغه کوپراتيف  په واک کې ورکړي چې وريجه په معياري ډول پروسس شي .
د پروسس د نويو لارو چارو په پيل او عملي کيدو سره د افغانستان د وريجې په کيفيت کې د يادونې وړښه والى راځي او هم به دافغانستان وريجه ښه مارکيت ولري .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دافغانستان دفوټبال دملي ټيم او دتاجکستان ټيم نن دوستانه لوبه کوي .
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: دهيواد دفوټبال دملي ټيم لوبغاړي دوه ورځې مخکې په همدې هدف تاجکستان ته تللي دي .
دانش زياته کړه: ددغې سيالۍ هدف چې ټاکل شوې ده نن مازيګر په څلوروبجو ترسره شي؛ د فيفا په رده بندۍ کې دهيواد دفوټبال دملي ټيم لوړوالى دى .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د نړيوال بانک په مرسته د سمنګانو ولايت د لوړو زده کړو د موسسې د واټ  دجوړولو کارنن پيل شو .
ديو زرو شپږ سوه مترو په اوږدوالى او د نهو مترو په سور ددغه واټ دجوړولو کار ټاکل شوې ده په څلورو مياشتوکې بشپړشي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: ددغه واټ دجوړولو دکار دپرانيستلو په مراسموکې د سمنګانو والي خير الله انوش  وويل: دغه واټ له نقشې سره سم د ايبکو ښار د نوى ماستر پلان په ساحه کې ډيزاين شوى دى او دهغه دجوړولو په پروګرام کې د پليو لارو او دڅلوروپلګوټو جوړولو او قير اچول هم شامل دى چې د نړيوال بانک په مالي مرسته د اتلسو مليونو افغانيو په لګښت بشپړيږي .
دسمنګانو والي وويل: ددغه سړک د جوړولو دکار په بشپړيدوسره ددغه ولايت د لوړو زده کړو دموسسې محصلانو او استادانو ته اسانتياوې برابريږي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د (آى تي اف) د تکواندو دملي ټيم ورزشکاران د آسيا د اتلوالى په سياليوکې دګډون په مقصد پرون ازبکستان ته روان شول .
د المپيک دملي کميټې د رسنيو مسوول سميع دره يي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د (آى تي اف) د تکواندو سيالۍ د دولسو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون دغبرګولي دمياشتې په ١٦نيټه په تاشکندکې پيليږي او څلور ورځې دوام کوي .
ده وويل: په دغو سياليوکې دګډون په خاطر له افغانستان څخه دولس تنه ورزشکاران او يو هيئت ازبکستان ته سفر کړى دى .
د دره يي دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ په دريو کتګوريو مبارزه ، د فورم اجرا کول او ټيمي مبارزه کې ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ هغو نړيوالو سياليو ته د لارې موندلو په خاطر ورزشکارانو ته يوه مقدمه ده چې  په روان کال کې په اسپانيا کې ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې ددغه فدراسيون د آسيايي اتلوالى  د سياليو وروستى ارزښت په تيرکال کې په هندکې د سرو زرو لس مډالونه ، سپينو زرو څلور مډالونه او ژيړو دوه مډالونه دي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دبدن دغړو دښکلا دملي ټيم انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې .
د المپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دمرکز په ګډون دهيواد د اته ويشتو ولايتونو دوه سوه اتيا تنه ورزشکاران برخه لري چې په نهو وزني کټګوريو کې دڅلورو ورځو لپاره د المپيک د ملي کميټې په لوبغالى کې  سيالۍ کوي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو سياليو په پاى کې به ددغه ورزش شپږ ديرش تنه غوره څيړې دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي .
دغه راز په دغو سياليو کې په درندو اوسپکو وزنونوکې د غړو ښاغلى هم دحکمانو له خوا انتخاب شي .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغور ولايت په دوه لينه ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
  دغه راز په دې نښته کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باخترآژانس ته وويل: جګړه تيره شپه د پوليسو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د دوه لينه ولسوالۍ  په غرغره سيمه کې ونښته چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلور تنه نور يې ټپيان شول .
  ديوبل خبر له مخې: شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
دغور ولايت دشهرک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله باخترآژانس ته وويل: جګړه له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ دنګار جومات په ساحه کې په  امنيتي پوستو بريد وکړ چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.