27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د غبرګولي شلمه :
دملانور محمد په مشرۍ يوه دري ديرش کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دفارياب دوالي ويندوى احمد جاويد بيدار باختراژانس ته وويل، دغه وسله واله ډله  په فارياب  ولايت کې دوسله والو طالبانو  د ډلې ديو مشهور قوماندان مولوي احمد شاه يوه څانګه  ده چې پخوا دپښتون کوټ ، خواجه سبز پوش او ددولت اباد دولسواليو په مربوطاتو کې ددولت پرخلاف جنګيده .
دده دڅرګندونوله مخې، دغه وسله وال طالبان دفارياب ولايت دملي امنيت درياست دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله او دسولې دعالي شورا  دولايتي کميټې په همکارۍ  دې ته حاضر  شول چې خپله وسله په  ځمکه کيږدي او دسولې  له پروګرام سره يوځاى شي .
خبرځاى زياته کړه چې يوځاى شويو کسانو خپلې وسلې هم دولت ته سپارلي دي .

کابل باختر د غبرګولي شلمه :
دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي هغه اووه تنه ځانمرګي تروريستان چې نن سهار يې دکابل دنړيوال هوايي ډګر په تاسيساتو بريد وکړ ، ووژل شول .
  دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب سالنګي ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل  چې نن سهار دڅلور نيمو بجوپه شاوخوا کې اووه تنو ځانمرګويرغلګرو په سپکو او درندووسلو سره چې دکابل نړيوال هوايي ډګر ته څيرمه په دوه نيمه کاره ودانيو کې ځاى پرځاى شوي  و دهوايي ډګر په تاسيساتو بريدونه وکړل .
ده زياته کړه: دوو تنو ځانمرګو يرغلګرو چې په ځانمرګو واسکټونو سمبال و ځانونه وچول او پنځه تنه  نور يې ددرې ساعته نښتې په بهير کې دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
سالنګي زياته کړه چې په نيمه کاره ودانيو کې عمليات دوام لري او دتروريستانو پنځه ځانمرګي واسکټونه او يوه اندازه  وسله او مهمات پاتې شوي دي .
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
ده په دې پيښه کې داوښتو تاوانونو په باب څه ونه ويل .

کابل -باختر  د غبرګولي د مياشتې ٢٠:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٣
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١،  ټيټه ٢٠
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٦
قندهار- آسمان ، شين د تودوخې لوړه ٤٣ ، ټيټه ٢٠
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٤١، ټيټه ٢٣
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٦
غزني- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٣١ ، ټيټه ١٥
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣١ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ٢٠ ، ټيټه  ٩
جنوبي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه ١٤
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٥
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٤٤ ټيټه ٣٠
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٠
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٤٢ ، ټيټه ٢٤
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤ ، ټيټه ٢٦
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٢-ټيټه ٢١
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٨ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٨ دقيقو ولويږي . 

Monday, 10 June 2013 06:44

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ٢٠:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 30 55/  افغانيو پلورل په  55/40افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 90  84 /افغانيو پلورل په  85 /00افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 00/ 15 افغانيو پلورپه 05 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 70 72/ افغانيو پلورل په   72 /80  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  70 14/پلورل 14/75 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 980 افغانيو پلورل په 990 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  552افغانيو پلورل په 553 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 15/20  افغانيو پلورل په  15/30 افغانيو.

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ٢٠
يوې ډلې تروريستان چې نن سهار يې دکور جوړولو دقصبې په ساحه کې له دوو نيمه کاره  ودانيو څخه په استفادې سره دکابل دنړيوال هوايي ډګر په تاسيساتو بريدونه وکړل يوه ودانۍ يې دتروريستانو  له شتون څخه پاکه شوې ده .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب سالنګي رسنيو ته وويل : چې تروريستانو نن سهار دڅلور نيمو بجو په شاوخوا کې په دوو نيمه کاره ودانيو کې په سنګر نيولو سره دکابل دنړيوال هوايي ډګر په تاسيساتو دسپکو او درندو وسلو بريدونه وکړل .
ده زياته کړه : يوه ودانۍ دپوليسو له خوا تر کنترول لاندې نيول شوې ده او په بلې ودانۍ کې دتروريستانو دځپلو په مقصد دامنيتي ځواکونو او دتروريستانو ترمنځ  نښته دوام لري .
دده دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې تراوسه پورې  درې تنه تروريستان وژل شوي دي .
  ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

حامد کرزی: غرب باید د اسلامي نړۍ ښه وغواړي او اسلامي نړۍ ته د استعمار د دورې له نظره ونه ګوري
جمهوررئیس کرزی: د تروریزم پر خلاف جګړې په اسلامي نړۍ کې افراطیت ډیر کړی دی

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ٢٠
د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي په ګډون د امریکا او اسلامي نړۍ نړیوال کنفرانس، پرون د قطر هیواد په پايتخت دوحه کې جوړ شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
جمهوررئیس حامدکرزي په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې شویو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان خلک د دغو پرمختګونو په رامنځته کولوکې د امریکا له متحده ایالاتو، لویدیځې او اسلامي نړۍ څخه منندوی دي.
جمهوررئیس وویل چې په افغانستان  کې له شویو پرمختګونو او ديادونې وړ بریالیتوبونو سره سره  له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته چې په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف کومه جګړه پیل شوه له بده مرغه چې  افغانستان او سیمې ته یې  نه یوازې داچي خوشحالي یې ور په برخه نه کړه، بلکې د منفي اغيزو لمن یې آن تر افریقا پورې وغزیدله.
حامدکرزي وویل چې ما د امریکا د متحده ایالاتو له جمهوررئیس بارک اوباما او د لویدیځو هېوادونو له مشرانو سره په وار وار په دې اړه خبرې کړې دي چې آیا موږ د تروریزم پر خلاف جګړه کې بریالي شوي یو؟ آیا موږ د تروریزم لپاره کوم تعریف پیدا کړی دی؟ تروریست څوک دی؟ آیا تروریزم د افغانستان په کلیو، باڼدو او کورونو کې و؟ آیا موږ د تروریزم پټنځایونو ته پاملرنه وکړه؟
جمهوررئیس زیاته کړه چې آیا د تروریزم پرخلاف د دغې جګړې په ترسره کولو سره په اسلامي نړی کې افراطیت کم شوی دی او که لا پیاوړی شوی دی؟ ځواب دا دی چې په یقیني ډول له پاکستان او افغانستان څخه نیولی تر مالي او نایجریا پورې په اسلامي نړی کې افراطیت ډیر شوی دی.
حامدکرزي وویل دغه افراطیت چې په اسلامي نړی کې ډیر شوی دی آیا دا دتروریزم پرخلاف د جګړې ناڅاپي نتیجه ده او که د ځینو په  عقیده دا کار د امریکا او لویدیځ له خوا په قصدي ډول ترسره شوی دی؟
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زما په باور دا ضروري ده چې د امریکا په مشرئ لویدیځه نړی اسلامي نړی ته د دې وضاحت ورکړي چې آیا امریکا د فلسطین او اسرایلو د لانجې په اړه بې طرفي غوره کړې او یا یې په دې اړه د بې طرفی ذهنیت ورکړی دی؟ ځواب روښانه دی چې نه.
حامدکرزي وویل چې آیا مسلمانان غواړي چې اسرایل له منځه لاړ شي؟ نه، زه د یو مسلمان په توګه نه غواړم چې اسرایل دې له منځه لاړ شي. زه غواړم چې د اسرایلو خلک دې په خپل هېواد کې ژوند وکړي لکه نور ملتونه، خو زه  د فلسطین خلکو ته هم د ورته ژوند حق غواړم.
ده وویل د فلسطین خلک باید په سوله کې سوکاله ژوند وکړي اود اسرایيلو په شان خپل دولت ولري. آیا دا دلویدیځ هیله هم  ده چې باید  ترسره شي؟ که چیرې دا د لویدیځ هیله ده  بیا نو د دې موضوع وضاحت نه دی ورکړ شوی.
حامدکرزي وویل چې په اسلامي نړی کې دغه ذهنیت مخ په ډیریدو دی چې افراطیت د لویدیځ له خوا تقویه شوی دی. پوښتنه دا ده چې دا کار ولې او د کوم هدف لپاره ترسره شوی دی؟ او که چیرې د لویدیځ دا هدف نه وي او دا کار یې نه وي ترسره کړی نو باید چې اسلامي نړی ته  د دې موضوع وضاحت ورکړي  او که تېر وتنې شوي وي نو د اصلاح لپاره یې باید کار وکړي.
جمهوررئیس وویل چې نن ورځ له پاکستان څخه نیولې تر نایجریا پورې اسلامي نړی له بحران سره مخامخ ده. آیا دا ټول د مسلمانانو تېروتنه ده او که آیا دا د بې عدالتی او که د ناسمې حکومتوالی نتیجه ده او که آیا بهرني عناصر په دې کې ښکیل دي؟
ده وویل، زما په آند زموږ د مسلمانانو په حکومتونو او ټولنو کې داسې څه شته چې باید اصلاح یې کړو، ښه تعلیم وکړو او لکه څنګه چې ښایي هماغسې ځان له حالاتو سره برابرکړو او دنورو ادیانو په وړاندې له زغم څخه کار واخلو.
همدا راز حامدکرزي وویل چې زموږ غربي ملګري باید ښه نیت ولري او اسلامي نړی ته د استعمار د دورې له نظره ونه ګوري، د اسلامي نړی ښه وغواړي او په نویو اړیکو کې دوه اړخیزې ګټې په پام کې ونیسي.
جمهوررئیس وویل چې موږ ټول د ښه ژوند حق لرو، دا زموږ د ټولو ګډه نړی ده. حامدکرزي د مادر ترزا یادونه وکړه، وې ویل چې هغه یوه غربی-عیسوی ښځه وه، هندوستان ته لاړه او هلته یې د انسانانو د یوې لوې کتلې خدمت وکړ چې پکې مسلمانان، هندوان او عیسویان شامل و، دغه مثال باید لویدیځه نړی عملي کړي.#

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ٢٠
يوې ډلي  ځانمرګو يرغلګرونن سهار دڅلور نيمو بجو په شاوخوا کې دکابل ښار په قصبه کې له دوو نيمه کاره ودانيو څخه په استفادي سره  په امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل .
دباختراژانس دخبر له مخي ،  ديرغلګرو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، يرغلګرسپک او درانده جنګي وسايل کاروي او تراوسه پوري  له سيمې څخه دڅو چاودنو غږ اوريدل شوي دي . خوامنيتي مقاماتو تراوسه پوري ددغې پيښې له امله دسر داوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب نظر نه دي  څرګند کړى .
ديادونې وړده چې دکابل دنړيوال هوايي ډګرپه شمال کې دامريکايي ځواکونو ديره دي ، له دې امله طالبانو په دغه ځاى بريد کړي دي .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

کابل\باختر\ دجوزا١٩
د ولسي جرګې د اداري هيئت خبرتيا
د ولسي جرګې ټولوغړو ته خبر ورکول کيږي چې سبا دغبرګولي د مياشتې د شلمې نيټې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د تشکيل، دندو اوصلاحيتونو د قانون طرحه چې د دولت خاص لومړيتوب بلل کيږي او تراوسه پورې بشپړه شوې نه ده، څيړل کيږي او رايې اخيستنې ته وړاندي کيږي.
په دې وسيله له وکيلانو څخه غوښتنه کيږي چې په عمومي غونډه کې په خپل ګډون سره، دغه قانون چې د انتخاباتو برخليک په هغه پورې تړاو لري، بشپړ کړي.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
دکاپيسا والي، په ولايتي شوراکې ددغه ولايت د خلکويوشمېر استازو او سيمه ييزومسولينو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د البيروني پوهنتون رييس هم برخه لرله، لومړى دکاپيسا والي محراب الدين صافي په دغه ولايت کې د امنيتي حالاتو او د بيارغاونې د پرمختګ د بهير په باب دجمهور رييس مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ او د افغان امنيتي ځواکونوله خوا دکاپيسا د امنيت د تامينولو په نسبت يې ډاډ ورکړ.
ده دغه راز وويل: دکاپيسا په نا امنو سيموکې د هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا وروستي پوځي عمليات له زياتو برياليتوبونوسره يوځاى واوپه کاپيسا کې د سيمه ييزې حکومتوالۍ بهير مخ په پرمختګ دى.
دکاپيسا د والي دڅرګندونو له مخې: د پوهنې په برخه کې هم کومه ستونزه نشته او ددغه ولايت په ټولو ولسواليوکې د ښوونځيو دروازې دپوهنې د زده کوونکو پرمخ پرانيستې دي.
ده د پنجشير د سيند د اوبو څپانده کيدل او د سيلاوونو را وتل دکاپيسا ولايت خلکو ته له ستونزو ډک وبلل او څرګنده يې کړه چې په دې سيندکې دسيلاوونو را وتل او د او بو څپانده کيدل د کاپيسا ولايت د خلکو کرنيزو ځمکو ته زيات تاوانونه اړوي او د البيروني پوهنتون يوه برخه هم د سيلاو او د اوبو دڅپانده کيدو ترګواښ لاندې ده.
دکاپيسا والي غوښتنه وکړه چې په کاپيسا ولايت کې ددغه سيند د اوبو د څپانده کيدو او د سيلاوونو د را وتلو له امله  د زيانونو دمخنيوي لپاره دې اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي.
د البيروني پوهنتون رييس هم ددغه پوهنتون د فعاليتونو اوکړنو دڅرنګوالى په باب د جمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل.
وروسته دجمهور رييس مرستيال په کاپيسا ولايت کې د البيروني پوهنتون شتون يو سترنعمت وباله او زياته يې کړه چې دغه پوهنتون په هيوادکې يو مطرح اکاډميک مرکز دى چې دهيواد د يو زيات شمېرځوانانو د زده کړې زمينه پکې برابريږي.
ده دپنجشير سيند د اوبو د څپانده کيدو له امله د رامنځته شويو ستونزو دڅيړنې په اړوند چې له امله يې دکاپيسا ولايت خلک زيانمن کيږي؛ وويل: لازمې څيړنې پيل شوې دي او اړوندو ادارو ته به په دې باب لا زمې لارښوونې وکړي.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى ديو حکم په صادرولو سره د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ او د بهسودو د سيمې دکوچيانو او د سيمې د اوسيدونکو ترمنځ د شخړې د حل کولو او د امنيتي حالت دڅيړنې په باب يو هيئت موظف شو.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآ ژانس ته خبر ورکړ:
د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ او د بهسودو د امنيتي حالت د هراړخيزې څيړنې او د کوچيانو او د سيمې د اوسيدونکو ترمنځ دشخړې دحل کولو په مقصد، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د٢٠٣تندرقول اردو د قوماندان تورن جنرال محمدشريف يفتلي په مشرۍ ديو هيئت موظف کول منظورکړل.
په دې هيئت کې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشاد لوى رياست استازى تورن جنرال محمد الله نوري، د ملي دفاع وزارت استازي بريدجنرال عبدالروف بلوڅ او بريد جنرال ميرحمد، دکورنيو چارو وزارت استازى سمونوال بادار او دکوچيانو او د سيمې د اوسيدونکو پنځه پنځه تنه واکمن استازي دغړو په توګه شامل دي.
هيئت موظف کړى شوى دى چې د ساحې امنيتي ستونزې له نږدې وګوري او وڅيړي او د دايميرداد ولسوالۍ او د بهسودو د کوچيانو او د سيمې د اوسيدونکو ترمنځ د را منځته شوې شخړې جرړې پيدا کړي او د لازمو تدبيرونو په نيولو سره دې دتيرکال د ناوړو پيښو د تکرارمخه ونيسي او په دې اړوند دعملي اجرااتو په باب دې په ډيرلنډ ممکن وخت کې جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي.