27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
دکابل د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو د يوې اندازې هيروئينو دقاچاقو مخه ونيوله  او عامل يې ونيوه .
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل دباخترآژانس خبريال ته وويل: دفراه ولايت اوسيدونکى ٢٣ کلن ځوان جيلان چې اتياکپسوله  هيروئين يې په خپله  ګيډه کې ځاى پرحاى کړى و او غوښتل يې هغه له يوې الوتکې څخه په استفادې سره نوى ډيلي ته قاچاق کړي؛ دکابل د نړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو له  خوا ونيول شو.
ده اعتراف کړى دى چې دغه کپسولونه يې د ديرشو زرو افغانيو په بدل کې هندته ليږدول .
عديل وويل: د روان کال د وري دمياشتي له لومړۍ نيټې څخه تراوسه پورې يې اوولس تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تورنيولي دي چې اتو تنو يې هيروئين په خپلوګيډو کې اونهو تنو نور يې په سفري بکسونو کې ځاى پرځاى کړى و.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
آلمان اعلام وکړ چې د  افغان پوځيانو د ځواکمن کولو په برخه کې خپلې مرستې زياتوي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير چې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف ښارته سفر کړى دى؛ وايي چې هيواد به يې د ناټو د پروګرامونو په چوکاټ کې د افغان پوځيانو د روزنې لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.
د آلمان  د بهرنيوچارو وزير ګيدو وستروله چې په مزارشريف ښارکې ددغه هيواد د قونسلګرۍ د پرا نيستلو په مراسمو کې خبرې کولې؛ په تيرو لسوکلونوکې له افغانستان سره د آلمان د مرستو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دوى به دغه را ز په افغانستان کې د بنسټونو د جوړولو او د بيارغاونې د بهيردګړندي کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزيردغه راز په مزارشريف ښارکې د آلمان د سياسي نمايندګۍ پرا نيستل له افغا نستان سره ددغه هيواد د مرستو د دوام بيلګه وبلله.
دبلخ والي عطامحمد نورپه مزارشريف ښارکې د آلمان دقونسلګرۍ د پرانيستلو په مراسموکې په ځان د افغا نستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډډې لګولو لپاره دافغان پوځيانو روزنه اوپه سپکو او درندو وسلو دهغوى سمبالول ارزښتناک وبلل او دغې موضوع ته يې د نړۍ د هيوادونو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دبلخ والي له آلمان څخه وغوښتل چې دافغانستان د اساسي بنسټونو د پياوړټيا په لاره کې مرسته وکړي.
آلمان له امريکا او بريتانيا وروسته په افغانستان کې زيات شمير پوځيان لري.
دغه هيواد په تيرو لسوکلونوکې دافغان ځواکونو د روزنې او د بياجوړونې دپروګرامونو په لاره کې په مليونونو ډالره لګولې دي.
د مزارشريف دهوايي ډګر جوړول دبلخ د حوزوي روغتون بيا رغاونه ، د بريښنا د سب ستيشن جوړول او د روزنې په برخه کې مرسته له هغو پروژو څخه دي چې د آلمان په مالي ملاتړ په بلخ ولايت کې عملي شوې دي.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنيت د شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د وسله وال پوځ لوى درستيز سترجنرال شيرمحمدکريمي د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ د وروستۍ درې اړخيزې کتنې او دپاکستان له لوى درستيز سره دخپلې کتنې په اړوند غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل: هغه سرحدي سرغړونې چې دپاکستان دپوځيانو له خوا د ديورنډ دکرښې په اوږدوکې شوې دي؛ په څرګند ډول دپاکستان له لوى درستيز سره طرحه شوې.
شورا د افغانستان په دايمي دريځ د ټينګار په ترڅ کې، د ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې د ډيورنډ د کرښې په اوږدوکې دپاکستان د اردو دپوځي تحرکاتو له پلوه د رامنځته شويو شخړو د حل کولو په مقصد دې په راتلوونکي کې هم د دواړو هيوادونو دپوځي هيئتونوکتنې ترسره شي.
وروسته د افغانستان د لويو لارو د امنيت د تامينولو د څرنګوالى طرحه د کورنيو چارو د وزير ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ له خوا غونډې ته وړاندې شوه.
د ملي امنيت شورا د هيواد د لويو لارو د امنيت ډاډمن تامينول له مهمو اړتياوو څخه وبلل او د اوسنيو اړتياوو په پام کې نيولو سره يې پريکړه وکړه چې دخلکو دملاتړپه جلپولو سره دې د لويو لارو امنيت په ډيره ښه توګه د ملي دفاع له وزارت سره په همغږي کې تا مين شي.
دملي امنيت شورا په اصولوکې دغه طرحه ومنله اودکورنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله چې د هغې دتحقق په لاره کې دې لازم تدبيرونه ونيسي.
په پاى کې د ملي امنيت شورا د استراليا د ديارلسوتنو پوليسو دقرارداد دتمديدپه اړوند د کورنيو چارو وزارت وړانديز تاييدکړ او د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې ددغوپوليسو له تخصصي تجربوڅخه دې د هيواد د اتباعو د هويت د تثبيت د سيستم د جوړولو، پاسپورت او د قانون د تنفيذ په برخه کې کارواخيستل شي.

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په تيرو ٢٤ساعتوکې د افغان اونړيوالو ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په  بهيرکې اووه ويشت تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات چې دملي اردو ، ملي امنيت او د ايتلاف دځواتکونو په همکارۍ
د سرپل  ، بلخ  ، ميدان وردګو، غزني ، پکتيا ، هرات  او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي و؛ اته تنه ياغيان ټپيان  او ٢٥ تنه نور ياغيان دهيواد امنيتي ځواکونو له خوات ونيول شول.
دغه عمليات دياغيانو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد ددغو ولايتونو  په مربوطاتوکې ترسره شوي و.
ددغوعملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم دپوليسو د ځواکونو لاسته ورغلې دي .
دغه راز دپوليسو ځواکونو د خوست، بادغيس او دننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې  اته ماينونه  کشف اوشنډکړل.
دغه ماينونه نوى دياغي طالبانو له خوا د ورانکارو اوتروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزى د امريکا له متحده ايالاتو سره د اسلامي نړۍ د اړيکوپه لسمه نړيواله غونډه کې دګډون په مقصد قطر ته سفرکړى دى او ده ته په دې غونډه کې د اصلي ويناوال په توګه بلنه ورکړشوې ده.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زي دغه راز په دې خبري غونډه کې څرګنده کړه چې جمهور رئيس کرزى ټاکل شوې ده په دې غونډه کې په خپلې وينا کې په تيرو نږدې يوولسوکلونوکې له امريکا سره دافغانستان د اړيکو او دهغو د لرليد او ددغواړيکو د مهمو لومړيتوبونو په باب خبرې وکړي.
ده وويل: د افغانستان جمهور رئيس دغه راز د امريکا له متحده ايالاتو سره د اسلامي نړۍ د اړيکو دڅرنګوالى په باب هم خبرې کوي.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغه کنفرانس ترڅنګ د هيواد جمهور رييس به دقطر له اميراوددغه هيواد له نورو جګپوړو مقاماتو سره دسولې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو اوهمکاريو د لازيات تامينولو د موضوعګانو په باب خبرې وکړي.
په دې خبري غونډه کې موسى زي دغه رازافغانستان ته دالمان دبهرنيو چارو د وزير دسفر په باب چې پرون وشوخبرې وکړې او وويل شول چې المان په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د يو ډير اصلي متحد په توګه  دى اودغه هيواد ژمنه کړې ده چې د بدلون د لسيزې په بهيرکې يعنې  له ٢٠١٤ _ ٢٠٢٤ ميلادي کال پورې په کال کې څه ناڅه څلورسوه مليونه يورو دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو او دبيا جوړولو په لاره کې مرسته کوي.
ده وويل: ټاکل شوې ده نن دبلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښارکې د المان قونسلګرى پرانيستل شي.
موسى زي په دې خبري غونډه کې د ايراني مقاماتو له خولې ايران ته دطالبانو د هيئت دسفر په اړوند اوازې ردې کړې او وې ويل: دبهرنيو چارو وزارت د ايران د اسلامي جمهوريت له مقاماتو سره په دې اړوند اړيکې نيولې دي چې ايراني مقاماتو دغه هيواد ته د افغاني طالبانو د هيئت دسفر په اړوند بې خبرې ښودلې ده.
دغه راز ده وويل چې په جبري ډول له ايران څخه د افغانانو د ايستلو په اړوند رپوټو نه ناسم دي؛ ايراني مقاماتو يوازې هغه افغانان له خپلې خا ورې څخه ايستلي دي چې په غير قانوني ډول يې دغه هيواد ته سفر کړى و.
موسى زي وويل: د استراليا او د اندونيزيا د هيوادونو مقاماتو دهغو مهاجرينو د سپرلۍ بيړۍ په باب چې په دې وروستيو وختوکې داستراليا په ساحلي اوبو کې ډوپه شوې ده؛ ويلي دي چې د بيړۍ ټولې سپرلۍ له منځه تللې دي، خو تر اوسه پورې دا نه ده معلو مه شوې چې په دې بيړۍ کې افغان مهاجرين هم سپاره وو او که څنګه؟
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز وويل: هغه افغان بنديان چې د بريتانوي ځواکونو په جيلو نو کې شپې سبا کوي؛ بايد د افغا نستان دولت ته وسپارل شي.
ده ټنګاروکړچې د هيڅ يوه هيواد ځواکونه په افغانستان کې د دې حق نه لري چې افغانان په خپلو خصوصي جيلونوکې وساتي.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د يوې غونډې په ترڅ کې د نوى کابل بانک د عملياتي آمر دکړنو رپوټ واوريد.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې ددغه بانک عملياتي آمر دمعلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې کابل بانک د بانکي نورمونو  او نړيوالو ستندردونوله مخې فعاليت کوي او هم ددغه بانک منسوبين په هيوادکې د يوسلو اويا نمايندګيوله لارې د دولت د کارکوونکو د مياشتنيو معاشونو د ورکولوپه برخه کې خپلې دندې ترسره کوي.
د سنا مجلس لومړي نايب د بانکي خدمتونو د ارزښت په باب رڼا واچوله او د مشرانو جرګې ستاين ليکونه يې د نوى کابل بانک عملياتي آمر ، د مرکز زون آمر او په ملي شورا کې ددغه بانک د نمايندګى مدير ته ورکړل او د چارو په ترسره کولو کې يې د دوى د برياليتوب هيله وکړه.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
په افغانستان کې شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه ماشومان په زده کړې لاسرسي نه لري.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د کار اوټولنيزو چارو په وزارت پورې اړوندو خبرځايونو اعلام کړى دى چې شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه افغان ماشومان په زده کړې لاسرسي نه لري او په شاقه کارونو بوخت دي.
د افغان ماشومانو ستونزې يواځې په شاقه کارونو نه خلاصه کيږي.
په ١٣٩١ لمريز کال کې څه نا څه درې سوه اته ديرش تنه ماشومان په پوځي نښتو کې وژل شوي دي؛ سربېره پردې سل زره تنه نور ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي.
په اوسنې ټولنه کې ماشومان له جدي ستونزو سره مخامخ دي او هغه  مهم عوامل چې ماشومان يې له بد حالت سره لاس او ګريوان دي؛ دکورنۍ بيوزلۍ لوړه کچه ، بيسوادي، بې ثباتي او په هيواد کې دڅولسيزو جګړو منفي اغيزې دي.
په وروستيو څو کلونوکې په بيلا بيلو برخو کې د دولت له زياتو برياليتوبونو سره سره، اوس هم شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه ماشومان دجدي اقتصادي ،ټولنيزو او امنيتي ستونزو له امله ښوونځي ته لاسرسي نه لري او اوس هم زموږ يوشميرهيواد وال دسواد له نعمت څخه بې برخې دي او هم په افغا نستان کې ښوونځي سوځول کيږي او زده کوونکي او ښوونکي د وسله والو ډلو افرادو له خوا ګواښل کيږي او هغه ماشو مان چې تر او سه پورې دخپل ماشومتوب له فکر اوخيال څخه نه دي وتلي؛ دشاقه کارونو بولو ته اړ ايستل کيږي.
دولت تر اوسه پورې د ماشو مانو پرخلاف د تا وتريخوالى د کمښت او بيوزلۍ او بې سرپرستو ماشومانو ته د آرامه ژوندانه د برابرولو لپاره کوم کار نه دى کړى.

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په سمنګانو ولايت کې نن دپوليسو شل تنه منسوبين وستايل شول.
دغوکسانو چې دامنيت په تامينولو او دنشه ثيي توکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې وړتياښودلې ده؛ دکورنيو چارو وزارت دنشه يي توکوپرخلاف د مبارزې د چارو د معينيت  او د سمنګانو ولايت د امنيه قوماندانۍ له خوا وستايل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې:  د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمداکرام بيکزاد په هغې غونډه کې چې له  همدې امله  جوړه شوي وه؛ وويل: د ښو اجرااتو  ستايل په هر ارګان کې يواصل دى؛ خوپه پوځي برخه کې دغه موضوع جدي ده اوپه همدې مقصد له نشه يي توکو سره دمبارزې يوشمير پوليس او ددغه ولايت د شپږ ګونو ولسواليو دپوليسو مسوولين وستايل شول.

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
د جنوبي آسيا په  چاروکې جګپوړى امريکايي کارپوه د هند ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د امريکا له خوا د تيارۍ له نيولو سره جومت د (آى اس آى)  استخباراتي سازمان له  طالبانو سره په مرستې بوخت دى. هغه ډله چې دغې استخباراتي ادارې دڅه دپاسه دوو لسيزو لپاره ورسره مرسته کړې ده.
دباخترآژانس دخبرله مخې:د (سي آى اې) سازمان پخوانى کارکوونکى  اودامريکا په پروکنګر ا نستيتوټ کې استاد بروس ريدل وايي: د شلوکلونو لپاره دپاکستان اردو چې په دغه هيواد کې د قدرت رښتينې دليل بلل کيږي؛ د افغاني طالبانو ملاتړ کړى دى.
دغه سازمان په ١٩٩٠کلونوکې داسلامي امارت اودبل دولت په دننه کې دالقاعده د تشکيلاتو دجوړولو په لاره کې مرسته کړې ده.
دى زياتوي: د پاکستان اردو طالبانو ته  د امن پټنځاى ، وسلې، تخصصي مرستې او نورې مرستې برابرې کړې دي .
دپاکستان اردو دلنډې  مودې لپاره داسې وښودله چې دطالبانو له ملاتړڅخه يې لاس اخيستى دى او دا کاريې په ٢٠٠١ کال کې دامريکا دقهر اوغضب  دمخنيوى په خاطر ترسره کړچې په نتيجه کې يې د جورج ډبليو بوش دناسم برداشت سبب شو.
بروس ريدل  ادعا کوي  چې د (آى اس آى) د استخباراتي سازمان د پخوانى رييس او دپاکستان د اوسنى جګپوړى جنرال اشفاق کياني په مشرۍ د دغه هيواد  استخباراتي ادارې په  ٢٠٠٤ ميلادي کال کې بيا له طالبانوسره په مرستې بوخته ده او لا تراوسه پورې هم ورسره مرسته کوي .
آى  اس  آى  په کويټه  اوکراچۍ کې د ملاعمر په ګډون دطالبانو دجګپوړو مشرانو مخالفت کوي .
ريدل وايي: دپاکستان اردو ډاډ لري چې امريکا به ډير ژر د ١٩٩٠ کلونو په شان له کابل ښار څخه ووځي .
دى زياتوي: لومړى ځل  مې چې په ١٩٩٨  کال  کې له نوازشريف سره وکتل؛ راته يې وويل چې پاکستاني جنرالان د افغانستان په اړوند د خپل هيواد پاليسي طرحه کوي  .
منتخب ملکي مقامات دې بايد يا له پاکستاني پوځيانوسره ودريږي او ياهم د بينطيربوټو په شان تروريږي .
نوازشريف يوځل ويلي و: که چيرې د آى  اس  آى، دپاکستان د اردو او د طالبانو له مثلث څخه وړاندې پښه کيږدي، امريکا به د ده  داسې ځاى ناستې پيدا کړي چې ږيره ور جهادي اوپه يونيفورم سمبال شخص وي.
د (سي آى  اې) دغه پخوانى کارکوونکى  وايي چې هندبايد له  ٢٠١٤ کال وروسته  په افغانستان کې کليدي رول ولوبوي  .
ريدل وايي: له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو په وتلوسره به، هند د مواصلاتي لارې د جوړولو په باب کارکوي.
دى زياتوي: له  ٢٠١٤ کال وروسته په ا فغانستان کې  د هنداوپاکستان سيالۍ دغې نيمې وچې ته زيات خطر متوجه کړي. پاکستان به دخپلو متحدينو يعنې چين اوعربستان له مرستو څخه استفاده وکړي. نوارشريف له هندسره په اړيکوکې د تاوتريخوالي دکمښت غوښتوونکى دى او غواړي چې له هدغه هيوادسره سوداګرۍ ښه کړي  چې په دې ډول دپاکستان له کمزورى اقتصاد سره مرسته وکړي.  خو کياني ده ته مخکې له مخکې خبردارى ورکړى دى چې دى بايد له هندسره په اړيکو کې ډير کمزوري ګامونه واخلي.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
د جنوبي او مرکزي آسيا لپاره د امريکا دبهرنيو چارو و زارت مرستيال ويلي دي چې امريکا به ، افغا نستان او سيمه يواځې پرې نږدي.
دا په داسې حال کې ده، داسې انديښنې شته چې ګنې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره به دغه هيواديوځل بيا د تيروکلونو په شان د تاوتريخوالي او ناراميو ډګر شي.
له بلې خوا، د سيمې ځينو هيوادونو هم انديښنه څرګنده کړې ده چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به په سيمه کې د نا امنيو لمن پراخه شي.
سره له دې چې د بروکسل په غونډه کې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو له افغانستان سره د اوږدمهال لپاره د ملاتړ په څرګندولو سره په يو ډول نه يوډول دغه انديښنې پاى ته ورسولې، په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بلک په واشنګټن کې د اسلام او هيرو ايشيا په کنفرانس کې د وينا په ترڅ کې وويل چې د امريکا متحده ايالات به د سيمې د هيوادونو او دافغانستان د خلکو د انديښنې په ردولو سره له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان او سيمې څخه ونه وځي.
ده وويل: دغه شان انديښنې د يوشمير دلايلو په علت بيځايه دي. لومړى دا چې امريکا له سيمې څخه نه وځي او له افغا نستان سره يې د اوږدمهالو همکاريو سند لاسليک کړى دى.
ده دغه راز وويل چې امريکا او نړيواله ټولنه به له افغانستان سره وي.
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي باختر آژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت مقاماتو په واروار د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړى دى چې له ٢٠١٤کال وروسته هيڅ راز امنيتي انديښنه نشته.
ده وويل چې امنيتي ځواکونه لوړ کاري ظرفيت لري اوپه مستقل ډول د امنيتي دندو ترسره کولو ته چمتو دي.