27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مسکو \باختر\ دجوزا١٩
په روسيه کې لومړۍ کازميکي پيلوټې ميرمن والينتينا تريشکوا د تيرې جمعې په ورځ وويل: چمتو ده چې په يو بل اقدام کې مريخ ته لاړه شي؛ آن که چيرې دغه سفر يو طرفه هم وي.
تريشکوا چې شپږ اويا کلنه ده؛ مسکو ته څېرمه د کازميکې پيلوټې په يو روزنيز مرکزکې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې مريخ زما دعلاقې وړ سياره ده .
تريشکوا چې په ١٩٦٣ کال کې په شپږ ويشت کلنۍکې فضا ته په انفرادي الوتنې سره يوه ملي اتله شوه وويل چې دا دهغې ډلې غړې ده چې مريخ ته د سفر امکان يې مطالعه کړى دى.
دې زياته کړه: خو موږ په انساني محدوديتونو پوهيږو اوموږ ته دا يو وخت پاتې شوى دى .
تريشکوا وويل: د چايکا د اړيکې ته  نښې نښانې لا ندې د ځمکې په شاوخوا د دې درې ورځني اته څلويښت ځلې فضايي ماموريت په بهيرکې د دې الوتنى د پخواني شوروي جمهوريتونو د اتحاد لپاره د مهم برياليتوب په يو تبليغ بدل شوى دى.
روسيه به دغبرګولي د مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه د تريشکوا د تاريخي الوتنې پنځو سمه کاليزه  و نمانځي.
له پخوانى شوروي اتحادڅخه يوري ګاګارين لومړنى انسان وچې په ١٩٦١ ميلادي کال کې فضا ته لاړ.

کابل\باختر\ دجوزا١٩
دنجونو دټيمونو ترمنځ د واليبال، فوتسال او تکواندو سيالۍ نن په کابل ښار کې پاى ته ورسيدې.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه سيالۍ چې د ماشوم د نړيوالې ورځې او د مور د ورځې د نمانځلو له امله واليبال د اتو ټيمو نو او د فوتسال د څلورو ټيمو نو ترمنځ او د تکواندو په برخه کې په بېلابېلو عمرونو د يو سلو څلويښتو تنو ورزشکارانو په ګډون د روان کال دغبرګولي د مياشتې له څوارلسمې نيټې څخه د المپيک د ملي کميټې په جمنازيوم پيل شوې وې؛ نن پاى ته ورسيدې.
د المپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دسياليو په پاى کې د سرې مياشتې د واليبال ټيم او د آرين د فوتسيال ټيم لومړى مقامونه وګټل .
يوه اړونده خبرځاى وويل: د المپيک د ملي کميټې له خوا برابر شوي کپونه ، مډالو نه اوسوغاتونه په غوره ورزشکارانو وويشل شول.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د الزهرا د ټولنې او د المپيک دملي کميټې له خوا پيل شوې دي.

پيښور\ ډان \  باختر  د غبرګولي  ١٩ :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دجلاجلا بريدونو له امله دپاکستان څه ناڅه  درې تنه پوځيان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د ډان  د انترنټي سايټ له خولې خبر راکړ :
لومړى بريد د بنو په لور د رزمک په واټ کې د پوځي کاروان د تيريدو په وخت کې وشو چې له امله يې څه ناڅه درې تنه ځواکونه ووژل شول.
په خبرکې ويل شوي دي چې د دويم بريد په يو وخت کې په قمبر سيمه کې په يوې  امنيتي پوستې وشوچې يو تن امنيتي ځواک ټپي شو.
د سيمه ييزې ادارې مامورينو دغه دوه بريدونه تائيدکړي دي.
ويل کيږي چې پاکستاني پوځيانو يولاسي بم چې په شمالي وزيرستان کې يو واټ  ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و؛ شنډکړى دى .

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په  هرات ولايت کې د لومړى او دويم لاس دفوتسال سياليو پرون مازيګر دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختراژانس ته وويل:  د استقامت ټيم د لومړى لاس  په لوبه کې د دريو په مقابل کې په اتو سره د آرش ټيم ته ماتې  ورکړه او د دويم لاس په لوبه کې د جامي  ټيم د دريو په مقابل کې په نهو سره د هيواد پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ په دغه ولايت کې د اته څلويښتو ټيمونو ترمنځ  پيل شوې دي.

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په هرات ولايت کې د فوټبال د لومړى لاس دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت  مرستيال ضياالحق  ضيا باخترآژانس ته وويل: په دې لوبه کې د خــــراسان ټيم د صفر په مقابل کـــې په يوې سره د اماني پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د فوټبال د لومړى لاس د لسو ټيمونو ترمنځ  په هرات ولايت کې پيل شوې دي.

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
جمهور رييس حامدکرزى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست  د سرپرست دټاکنې په باب يو فرمان  منظورکړ.
ددغه فرمان له مخې: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ، دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته واک ورکړى دى چې د قطر هيواد ته له سفر څخه دجمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د جمهوري رياست د چارو سرپرستي وکړي.
په فرمان کې د لوى خداى (ج) دربار څخه دچارو په ترسره کولوکې د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې نن په يوه ترافيکي پيښه کې د يوې کورنۍ نهه تنه غړي ووژل شول.
د ترافيکو د عمومي ادارې د پيښو د څيړنې مدير سمونمل عبدالطيف خيرخواه  دباخترآژانس خبريال ته وويل: پيښه  هغه و خت رامنځته شوه چې يوه غرفه لرونکى کرولا موټرله کابل څخه مزارشريف ته روان و او د دوشي  دګوجرانو دکلي په ساحه کې له سړک څخه واوښت اوپه سيند کې وغورځيد چې له امله يې د دريو تنونارينه و، دوو ښځو او څلورو تنو ماشومانو په ګډون، د يوې کورنۍ نهه تنه غړي ووژل شول او يوازې يو اته کلن ماشوم چې په موټرکې سپور و؛ روغ رمټ پاتې شوى دى.
د ترافيکو د پيښو خبرځايونو د دغې پيښې علت اوانګيزه د موتر چلوونکى بې احتياطي اوګړندي تګ  بللى دى .

کابل \باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په بغلان کې د پوليسو په امنيتي پوستې د وسله والوطالبانو د بريدله امله يو پوليس شهيد او يوبل پوليس ټپي شو.
د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالغني باخترآژانس ته وويل: وسله والوطالبانو تيره شپه دنهرين ولسوالۍ په حافظ بچه کلي کې دپوليسو په پوستې بريد وکړ چې له امله يې يو پوليس شهيد اويو بل پوليس ټپي شو.
دنهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .

کابل \ باختر  د غبرګولي  ١٩ :
يوه ځوانه نجلۍ په کندز  ولايت کې د خپل ورور له خوا ووژل شوه .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول سيدسرور حسيني باخترآژانس ته وويل چې دغه نجلۍ تيره شپه دخپل ورور له خوا دکندزښار په دويمه ناحيه  کې په خپل کورکې په ډزوسره ووژل شوه .
حسيني ددغې پيِښې علت کورنۍ تاوتريخوالى وباله او ويې ويل چې قاتل له ساحې څخه په تيښتې بريالى شوى دى. خوپوليسو د هغه د نيولو لپاره جدي اقدامات پيل کړي دي .

کابل \ باختر  د غبرګولي  ١٩ :
دوه تنه وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول اويوبل طالب ټپي شو.
دکندزولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سيدسرور حسيني باخترآژانس ته وويل: وسله والوطالبانو تيره شپه دکندز ښار په دويمې امنيتي حوزې پورې اړوند دوزالچين په ساحه کې دملي اوسيمه ييزو پوليسو دځواکونوله خوا په پوستو بريدوکړچې د پوليسو له مقاومت له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.