27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر  د غبرګولي  ١٩ :
وسله والو طالبانو تېره شپه په پکتيکاولايت کې په مخابراتي آنتنونو په بريد سره يو ملکي وګړى وواژه.
دغه پيښه هغه وخت وشوه چي يوي ډلي وسله والو طالبانو ديحيي خيلو ولسوالي دعيسى خيلو په سيمه کې دافغان بيسيم او روشن د مخابراتي شرکتونو په دوو آنتنونو بريدونه وکړل.
په پکتيکا ولايت کې دملي اردو دځواکونو يو مسوول جګړن محمدشريف باخترآژانس ته وويل چې د دغه بريد په بهيرکې دمخابراتي آنتونونو يو ساتونکى وژل شوى اويوملکي وګړى ټپي شوى دى .
ويل کيږي چې ټپي دهغه کور خاوند دى چې مخابراتي آنتنونه پکې ولاړ دي.
دجګړن شريف د څرگندونوله مخې:  په دې بريدکې مخابراتي آنتنونوته زيان نه دى اوښتى.

کابل \ باختر  د غبرګولي  ١٩ :
شپږتنه سيمه ييز پوليسان تېره شپه د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې دخپل يو همکار له خوا ووژل شول .
يو امنيتي خبرځاى چې ويې نه غوښتل  نوم يې واخيستل شي؛ باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه تيره شپه د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په زمبلي سيمه کې رامنځته شوې ده.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې : يرغلګر دخپلو همکارانو له وژلو وروسته له سيمې څخه تښتيدلى دى .
تيره اوونۍ هم اووه تنه پوليسان دقندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې دخپلو ميلمنو له خوا په يوه امنيتي پوسته کې شهيدا شول .

کابل \ باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په غزني ولايت کې د يو جومات ملا امام تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال اسدالله انصافي باخترآژانس ته وويل: د غزني ښار د خواجه علي صاحب د جومات ملا امام د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په ډزوسره ووژل شو.
ده وويل: د دغې وژنې علت شخصي دښمنۍ وه او د بريدکوونکو د موندلو لپاره د پوليسو له خوا پلټنې پيل شوې دي.

کابل_باختر د غبرګولي دمياشتې١٩:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په مقصد، نن غرمه د یو جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ د قطر د شاهي هېواد پايتخت دوحې ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د هېواد جمهوررئیس به د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي او د سیمه يیزو او نړیوالو مسئلو په باب به د افغانستان لید لوری بیان کړي.
همدا راز حامدکرزی به په دې سفر کې د قطر له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.
د امریکا او اسلامي نړۍ نړیوال کنفرانس داځل د " یوې لسیزې ډیالوګ " تر عنوان لاندې د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا د ژمنې د بیا نوي کولو، د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د لرلید او پرکورني او سیمه يیز امنیت باندې د هغه د اغیزو د څیړلو  په خاطر جوړیږي.
له جمهوررئیس حامدکرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، دسولې د عالي شورا مشر صلاح الدین ربانی، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.#

کابل- باختر  دجوزا ١٩ :
دپاکستان په کراچۍ ښارکې د تاوتريخوالي اوقصدي وژنو په دوام درې تنه ووژل شول اوپنځه تنه نورټپيان شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دملي عوامي ګوند دوه تنه فعالين او دتحريک انصاف  ګوند يو غړى پرون دکراچۍ ښار د لسبيلاچوک په ناحيه کې د وسله والو کسانو د ډزو له امله ووژل شول.
له دغې پيښې وروسته د دغې ناحيې فضا ويرې او ډار  ونيوله  او تجارتي مرکزونه  اودوکانونه وتړل شول.
تراوسه پورې ددغو وژنو انګيزه معلومه نه ده .
دغه راز د کراچۍ ښار د لياري او جناح مارکيټ په ناحيوکې په پنځو تنو ډزې وشوې اوټپيان شول.
په کراچۍ ښارکې له کلونو کلونو را په دې خوا نا آرامۍ او قصدي وژنې دوام لري چې له امله يې زرګونو تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کابل- باختر دجوزا ١٩ : 
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي وزير انجينر اميرزى سنګين نن د يو هيئت په مشرۍ آذربايجان  ته روان شو.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباخترآژانس دخبريال جلال سفيدچهري د خبر له مخې: آذربايجان ته په سفرکې د سکټوري وزارتونو اوولس تنه هيتان، د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجي له وزيرسره ملګري دي.
آذربايجان ته دجګپوړى افغاني هيئت د يو اوونيز سفرهدف د الکترونيکي ((برقي))  حکومتوالۍ په باب تجربو ترلاسه کول دى.
دمخابراتو او د معلوماتي تکنالوجي وزارت د معين بريالي حسام دڅرگندونوله مخې: دغه پروګرام د) (UNDP ادارې په همکارۍ پيل شوى دى چې په بهيرکې به يې افغاني هيئت د آدربايجان د اړوند مرکز له مسوولينو د انټرنټي  مراجعينوسره د هغې طرحې په باب هم خبرې وکړي چې له حکومتي مسوولينو سره د خلکو د اړيکې زمينه برابروي.
آذربايجان په سيمه کې د برقي حکومتوالۍ په برخه کې ښې تجربې لري.

کابل -باختر  د غبرګولي د مياشتې ١٩:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٢
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢،  ټيټه ١٩
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٥
قندهار- آسمان ، شين د تودوخې لوړه ٤٣ ، ټيټه ٢١
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٤٢، ټيټه ٢٤
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٤
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ٩
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٢
شمالي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ٢٠ ، ټيټه  ٨
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه ١٣
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٦
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٤٣ ټيټه ٢٠
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٠
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٤١ ، ټيټه ٢٣
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤ ، ټيټه ٢٥
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣١-ټيټه ١٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٩ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٧ دقيقو ولويږي . 

کابل- باختر  دجوزا ١٩ :
دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو موظفينو دولس تنه په تروريستي پيښوکې د لاس لرلو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د تيرې اوونۍ په بهيرکې دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو موظفينو دولس تنه د تروريستي بريدونو، غلا او د انسان تښتونې په تور د بلخ، ننګرهار، پکتيا او دکابل د ولايتونو په مربوطاتوکې ونيول .
دغه راز د استخباراتو پوليسو د يو لړ جلاجلا عملياتو په بهيرکې اته څلويښت ماينونه ، شپږميله سپکې وسلې، يوه درنده وسله او د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات اوپه چاوديدونکو توکو باريو موټرسايکل د هيواد په بېلابېلوسيمو  کې کشف اوترلاسه کړي دي .

کابل- باختر  دجوزا ١٩ :
دملي امنيت  د لوى رياست منسوبينو پرون دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي دتخارولايت په مربوطاتوکې ونيول .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: نيول شويوکسانوپنځه کيلوګرامه هيروئين په يو رولکس موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه له هيواد څخه بهرته وليږدوي چې ددغه ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د تخار ولايت د درقدولسوالۍ په مربوطاتوکې دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له شپيتو کيلوګرامو چرسو سره ونيوه .
پيښې ترڅيړنې لاندې دي .

Sunday, 09 June 2013 06:41

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ١٩:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 45 55/  افغانيو پلورل په  55/50افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 90  84 /افغانيو پلورل په  85 /00افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 15 افغانيو پلورپه 10 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 80 72/ افغانيو پلورل په   72 /90  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  70 14/پلورل 14/75 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  554افغانيو پلورل په 555 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 15/30  افغانيو پلورل په  15/40 افغانيو.