27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دوه تنه ايتالوي  سرتيري نن په فراه ولايت کې ټپيان شول .
  دفراه دوالي ويندوى  عبدالرحمن ژوندى  باختراژانس ته وويل،  دغه سرتيري  هغه وخت ټپيان شول  چې  په فراه ښار کې ديو ناپيژندل شوي سړي له خوا د ايتالوي ځواکونو په يو کاروان  دلاسي بم بريد وشو .
  دژوندى دڅرګندونوله مخې ،  په دې پيښه کې  دوه تنه بهرني سرتيري  ټپيان شوي او يرغلګر په تيښتي بريالي شوي دي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دکورنيو چارو وزارت داداري معينيت  دبيلابيلو څانګو مسوولينو د ١٣٩١ کال  کاري رپوټونو  دکورنيو چارو وزير ته  وړاندې کړل .
  دکورنيو چارووزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې ده لومړى  دکورنيو چارووزارت  اداري معين  لوى پاسوال  مرزا محمد يارمند ددغه معينيت  دبيلابيلو برخو دکار دپرمختګ په اړوند خپل کاري رپوټ  وړاندې کړل او ويې ويل :  چې دکورنيو چارو وزارت دلس کلن پروګرام او پلان  دتحقق په لاره کې په  ١٣٩٢ کال کې تدابيري پلانونه  ترلاس لاندې نيولي دي .
په دې غونډه کې دمنسوبينو داستخدام  دښه والي په باب کار، تشکيلاتي تنظيم ، دملي پوليسو په ليکو کې  دښځو جلب او جذب ، دسيمه ئيزو اووګړنيو پوليسو پياوړتيا او لوړوالي ،  دهيواد په دننه اوبهر کې  دمنسوبينو دمسلکي ظرفيتونو  اوروزنې  لوړوالي ، دکورنيو چارووزارت  دافسرانو د ترفيعګانو او تقاعد اجرا کول ، دتابعيت دتذکرو ويش ، د برقي تذکرو  دويش لپاره  دپرسونل استخدام  او دسيستم جوړول ،  دکورنيو چارو په وزارت کې  دملکي مامورينواستخدام ،  ستونزې  او مشکلات او په  ١٣٩٢ کال دملي پوليسو  پرمختيايي پروګرامونه هغه موضوعګانې وې  چې  دکورنيو چارووزارت داداري معينيت  رييسانو او مسوولينو  په خپلو رپوټونو کې  ورته اشاره وکړه .
  دهيواد دکورنيو چارووزير ستر پاسوال  غلام مجتبي پتنګ دبيلابيلو برخو  دمسوولينو دکاري رپوټونو له اوريدو وروسته  وويل : داداري معينيت  رييسانو اومسوولينو  په بيلابيلو برخو کې ديادونې وړ  پرمختګونه کړي دي او د مسوولينو پاملرنه يې  له فساد سره  سختې مبارزې ته واړوله . 

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد دپوليسو يو افسر  محمد يونس دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
ارواښاد محمد يونس يوخدمتګار ، خير غوښتونکي او وطن دوست شخص و ، خدمتونه يې دقدر وړ  اومړينه يې ضايعه ده .
  دخپلې ډاډګيرنې  او خواخوږۍ مراتب  دارواښاد کورنۍ او دوستانو او دفارياب ولايت اوپه تيره بيا داندخوي خلکو ته څرګندوم  او دلوى خداى ( ج (  له دربار څخه متوفي ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد يوسابقه دار عاليرتبه مامور فضل الرحيم مومند د ورپيښې  ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد فضل الرحيم مومند په زراعت اوحقوقو کې لوړې زده کړې درلودې  ، په مرکزى احصائيه او دزراعت په وزارت کې يې په لوړو مناصبو کې کار کړى و ، ديوه سابقه دار خدمتګار په توګه يې کارونه دقدر وړ او مړينه يې  يوه ضايعه ده .
  دخپلې خواشينۍ  او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دناټو دځواکونو درې تنه سرتيري نن په پکتيکا ولايت کې دملي اردو ديوه سرتيري د ډزو له امله ووژل شو .
  دباختراژانس خبريال دپکتيکا ولايت له مرکز څخه خبر راکړ چې دملي اردو يوه سرتيري دناټو دځواکونوله يوه سرتيري  سره له ناندرو وروسته وسله ترلاسه کړه او دناټو درې تنه سرتيري يې په ډزو سره ووژل او درې تنه نور يې ټپيان کړل
دغه پيښه دخيرکوټ ولسوالۍ په دريګوني کلي کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددويمې لوا په قرارګاه کې دناټو او دافغان قوماندانانو ترمنځ ديوې امنيتي غونډې له پاى ته رسيدو وروسته رامنځته شوه .
په دې پيښه کې  دبهرنيو ځواکونو د ډزو له امله يرغلګر سرتيري هم ټپي شوى دى .  دپکتيکا والي محب الله صميم دموضوع دڅيړنو لپاره يو هيئت دغې ولسوالۍ ته استولى دى .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي له افغانستان سره دناټو داوږدمهال ملاتړهرکلۍ وکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې،  دملي دفاع وزارت ويندوى دافغانستان دملي دفاع دوزير خبرو ته په اشارې سره  په افغانستان کې ددايمي ملاتړ په باب دناټو دموافقې په اړوند وويل چې دغې پريکړې دخلکو زياتره انديښنې پاى ته ورسولې .
په همدې حال کې دافغانستان دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي په بروکسل کې دناټواو ايساف ددفاع دوزيرانو په کنفرانس کې له ګډون وروسته ويلي دي چې ددغې غونډې نتيجې  دافغانستان لپاره ډيرې مهمې او ارزښتناکې بلل کيږي .
دملي دفاع وزير زياته کړه چې دنړيوالې ټولنې دناټو او ايساف غړو هيوادونوژمنه  وکړه چې  په اوږد مهال کې له افغانستان سره مرسته اوملاتړ وکړي .
دهيواد دملي دفاع  دوزير دغه څرګندونې له هغه وروسته وشوې چې دناټو او ايساف دغړو هيوادونوددفاع وزيرانوپه بروکسل کې موافقه وکړه  چې د٢٠١٤کال په پاى کې دخپلوځواکونو له ايستلو وروسته دافغان پوځيانو روزنې ته دوام ورکوي .
دناټو ددفاع وزيرانو پريکړه وکړه چې دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو دروزنې اوسمبالولو لپاره زيات فعال شي او دناټو ځواکونه له ٢٠١٤ کال وروسته دافغان ځواکونو دروزنې او دسلامشورې دورکولو په برخوکې په غوڅ ملاتړ سره خپل غير پوځي  ماموريت ته دوام ورکړي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، په دې غونډه کې دافغانستان دملي دفاع وزير دستونزو اونيمګړتياو يادونه هم وکړه او دناټوله غړو هيوادونو څخه يې وغوښتل چې دخنډونو په لري کولو او د ٢٠١٤ کال ترپايه پورې د لازمو فرصتونو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي .

کابل\باختر\دجوزا١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر ډاکتر ګیدو ویستر ویلي  سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن  له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د دوست هېواد آلمان او په مجموع کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د پوځي شتون د څرنګوالي، د سولې د بهیر او د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړوند خبرې وکړې.
حامدکرزي په افغانستان کې د سولې ټینګښت د افغانانو تر ټولو لومړنۍ اړتیا او غوښتنه وبلله، وې ویل چې افغانستان به  هیڅکله اجازه ورنه کړي چې د سولې په اړوند د افغانانو سپیڅلې هیله د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله  وګرځي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه چې افغانستان د سولې په باب روان جریانات په پوره دقت او احتیاط سره څاري.
حامدکرزي آلمان د افغانستان تاریخي دوست او ملګری هېواد وباله، وې ویل چې آلمان ته افغانان ځانګړی احترام لري او د یو تاریخي دوست هېواد  په سترګه ورته ګوري.
د هېواد جمهوررئیس له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د پوځي شتون د څرنګوالي په باب وویل چې په افغانستان کې د دغو هېوادونو پوځي شتون به د دوه اړخیزو موافقه لیکونو په چوکاټ او د افغانستان  د غوښتنو او شرایطو په پام کې نیولو سره دوام وکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره د خپل هېواد د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې هېواد یې د خپلو پخوانیو ژمنو له مخې له افغانستان سره خپلو اوږد مهالو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي شتون ولري.
په دى کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفرسپنتا، د افغانستان لپاره د آلمان هېواد ځانګړي استازي مایکل کخ او په افغانستان کې د آلمان سفیر ګډون کړی و.

کابل\باختر\دجوزا١٨
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول خپل آلماني سیال ګېدوویسترویله سره د حامد کرزي له هغې کتنې وروسته چې هغه سره لرله، نن سهار د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل. د بهرنیو چارو دواړه وزیرانو په ګډه له رسنیو سره خبرې وکړې.
دبهرنيوچارووزارت دخبرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
ډاکټر زلمي رسول کابل ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سفر ته ښه راغلاست ووايه او خپل شخصي او د افغانستان د خلکو مننتیا یې د کلونو په اوږدو کې افغانستان سره د آلمان هېواد د هراړخيزو مرستو لپاره، څرګند کړ. هغه همدراز د افغانستان آلمان تاریخي ملګرتیا لپاره د ویستر ویله دشخصي ژمنې له امله مننه وکړ.
د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو د افغانستان او آلمان ترمنځ د دوه اړخیزو پراخو اړیکو له امله خوښي څرګنده کړه او پرې خبرې وکړې. ډاکټر زلمي رسول همداراز داکټر ویستر ویله ته د افغانستان د سولې بهیر، د ۱۳۹۳ کال ټاکنو لپاره چمتووالي او د انتقال بهیر په اړه د افغانستان عمومي لید لوری څرګند کړ.

Saturday, 08 June 2013 13:59

دډاډ ګيرنې پيغام

کابل\باختر\دجوزا١٨
دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ ديو تن جهادي شخصيت اومخور په کاکا اميرجان مشهور داميرجان ناصري د مړينې له امله د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دډاډ ګيرنې پيغا م .
په ژورې خواشينۍ سره مې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ ديو تن جهادي شخصيت او مخور ارواښاد امين جان ناصري د مړينې خبر ترلاسه کړ .
په دې وسيله دخپلې ژورې خواشينۍ اوخپګان مراتب د ارواښاد دکورنۍ ټولو غړو اودوستانو اود بلخ ولايت پتمنو خلکو ته وړاندې کوم اود لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .
ارواښاد کاکا اميرجان ناصري د افغانستان د خلکو دجهاد اومقاومت ددوران يومشهور قوماندان وچې زموږ دګران هيواد په حريم دوخت دشوروي اتحاد دسره پوځ د تيري په هماغولومړيو ورځو کې يې د مبار زې اوجهاد په لاره کې ګام کيښود اود افغانستان د خلکو دجهاد تربرياليتوب پورې يې په دې لاره کې له هيڅ راز سرښندنې اوځان تيريدنې څخه ډډه و نه کړه .
ارواښاد داووم لمبر قول اردو دمرستيال په توګه خدمت وکړ او په وروستيو کلو نو کې يې ديوقومي اومصلح مشر په توګه خپلو خلکو ته دخدمت ملا وتړله اودژوندانه ترپاى پورې هغوى ته دارزښتنا کو خدمتو نو جوګه شو.
اروادې ښاده وى .

کابل\باختر\دجوزا١٨
دافغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د ژوندانه دچاپيريال  د نړيوالې ورځې د نمانځنې په هغومراسمو کې ګډون و کړ چې داماني ليسې په تالار کې پرځاى شوى وو.
دجمهور رئيس دويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دغو مراسمو کې جمهور رئيس په خپلو خبرو کې وويل چې دنيالګيو ايښودل ، دونو ساتنه اوڅارنه اوله اوبو څخه معقوله اوسمه استفاده ، زموږ دژوندانه چاپيريال لاپسې ښکلى کوي
جمهور رئيس زياته کړه : موږ اود افغانستان خلکو ته دژوندانه دچاپيريال ساتنه ډيره ضروري ده موږکولي شو په خپله خاوره کې داسې کارونه وکړو چې زموږ د ژوندانه چاپيريال نه يوازې روغتيايي بلکې ښکلي اومقبوله وي .
جمهور رئيس په کليو کې ژوندانه او له کاريزونو څخه استفادې اودغه راز له کيمياوي سرى څخه ناسمې استفادې اود افغانستان په ميوو دهغې ناوړو اغيزو ته په اشارې سره وويل، کاريز الهي طبيعي اوبه وي چې په شا وخوا کې يې کلي په ونو اوځمکو سره شنه او سمسورکيدل اوداړتيا په اندازه دهغه له اوبو څخه استفاده کيده چې نن ورځ له واټرپمپونو څخه استفادې ترځمکې لاندې او به وچي کړي دي اوله کيمياوي سرې  په تيره بيا له خرابې سرې څخه ناسمې اوله اندازي زياتې استفادې  دغه هيواد ته چې په نړۍ کې دخوندورې ميوې ټوکرۍ ده زيان اړولى دى
حامد کزي وويل، د هيواد د کرنې او اوبو لګولو وزيرته يې دنده سپارلې ده بايد زياتې هلې ځلې وشي چې افغانستان دناسمې کيمياوي سرې له کارولو څخه وژغورل شي ځکه زيات توليد مهم نه دى بلکې ښه ميوه هم سودا ګرۍ ته او هم دداخلي استفادې لپاره مهمه ده .
جمهور رئيس په دې ترڅ کې چې د افغانستان دلرغونې معماري دسبک په دوام باندې ټينګاروکړ، له اندازې څخه زيات دسمنټو کارول يې ناسم و بلل او وي ويل چې موږ بايد خپل خټين کورونه اودخپلو کليو ويالې چې ښکلي دي دسمنټو په کارولو سره خرابې نه کړو ښه به وي چې د هيواد له ډبرو څخه کارواخلو ځکه په سترو هوالرونکو کړکيوسره شنه او ښکلي کورونه اوروانې اوبه او دغه راز خټين او پخسه يي کورونه زموږد ژوندا نه چاپيريال ښکلي کوي .
حامد کرزي په دې ترڅ کې چې سترښارونه يې دژوندانه دچاپيريال لپاره له ناتار ډک وبلل ټينګار يې و کړ چې بايد خلک دې ته اړ نه شي چې له کليو او بانډو څخه ښارونو ته مخه وکړي .
جمهور رئيس وويل چې د نړۍ سترو هيوادونو دخپلې نننۍ اوراتلونکي سوکالۍ اودټول بشريت د نيکمرغۍ لپاره پلانونه په پام کې نه دي نيولي اود ژوندانه چاپيريال يې له جدي خطرونو سره مخامخ کړي دي.
حامد کرزي زياته کړه، په نړۍ کې ځنګلونه او ونې غوڅيږي اوبه په ناسمه توګه په صنعت اوپه اټومي اوزهرجنو مادوکې دکارولو له امله ککړيږي نړيوال سترجهيلونه له منځه ځي ، اوبه دهرې ورځې په تيريدو سره کميږي هواککړه اوځايونه دانسانانو د ژوندانه لپاره لاپسې تنګيږي .
جمهور رئيس وويل چې دژوندانه ککړ چاپيريال نه يوازې انسانانو ته زيان اړولي دي بلکې حيواناتو ته چې دهرې ورځې په تيريدو سره نسلونه يې دانقراض او له منځه تللو په حال کې دي او په ننني نړۍ کې د ژوندانه لپاره مناسب ځاى نه لري هم زيان اړولي دى
جمهور رئيس دخپلې وينا په يوه بله برخه کې دهغو پرمختګونو په باب چې په تيرو لسو کلونو کې په افغانستان کې په بيلا بيلو ساحو په تيره بياد بيان د ازادي په ساحه کې شوي دي يادونه وکړه اود هيوادله سياسي ګوندونو اومطبوعاتو څخه يې وغوښتل چې د ملي يووالي اودملت داتفاق او اتحاد په لاره کې هڅه اوهاند وکړي اومطبوعات داسې کار ونه کړي چې د افغا نستان د ملت خير په کې نه وي .
په دغو مراسمو کې دژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې دلوى رئيس مَصطفي ظاهر په ګډون سربيره دولسي جرګې رئيس ، لوى څارنوال ،د کابينې يوشمير وزيرانو اوسلاکارووزيرانواوپه افغانستان کې د بهرنيو هيوادونو کورديپلوماتيکو استا زو برخه لرله .