27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دجوزا١٨
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي دتيرې پنجشنبې په ماښام دمايکروسافت شرګت اودبيل اومليندا ګيتس دخيريه مرکز له موسس ښاغلي بل ګيتس سره دپولو دله منځه وړلو په برخه کې زياتو هڅو ته داړتيا په باب خبرې و کړې.
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ: په دې تيلفوني اړيکه کې د هيواد جمهور رئيس په نړۍ اوافغانستان کې دپوليو دله منځه وړلو په برخه کې د ښاغلي بل ګيتس دهڅو او هاند له امله دقدرداني په ترڅ کې وويل چې له ده سره په دې باب چې دپوليو داواکسيناسيون بهير بايد ګړندى شي ،موافقه لري.
حامد کرزي ټينګاروکړ ددې لپاره چې په افغانستان کې دپوليو پرضد مبارزه لازياته اغيزمنه وي دهغو ولايتونو له واليانو سره دې له هرو دريو مياشتو وروسته غونډې جوړې شي چې لا تراوسه پورې هم ددغې ناروغي موارد پکې شته.
دبيل اودمليندا ګيتس خيريه مرکز دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له پوليو سره دمبارزې په خاطر يو لړ پروژې پيل کړي دي او له هغو هلوځلو سره مرسته کوي چې په افغانستان او پا کستان کې دپو ليو د له منځه وړلو په لاره کې دوام لري .

کابل\باختر\دجوزا١٨
دننګرهار ولايت دسره رود په ولسوالۍ پورې اړوند دپهلوان حاجې سيد محمد اود حاجي جان محمد د  وارثانو شخړه نن دمشرانو جرګې درئيس فضل هادي مسلمياراوددغه ولايت دخلکو دڅوتنواستازو اودجهادي شخصيتونو په منځګړيتو ب په کا بل ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې حل شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : په دې غونډه کې دمشرانو جرګې رئيس د اسلام دمبين دين اودمحمدي غرا شريعت له پلوه دورورولي او اخوت په باب رڼا واچوله او وي ويل، هغه ټولي بدمرغي او کړاونه چې نن ورځ افغانستان ورسره مخامخ دى دتپل شويو جګړو داغيزو زيږنده دى او لازمه ده چې ټول ورونه قومونه يو بل ته لاسونه ورکړي او افغانستان له دغې بدمرغۍ څخه وژغوري .
مسلميار په داسې حال کې چې دسولې دښيګڼو په باب يې خبرې کولې له ښکيلو لورو څخه يې وغو ښتل چې دغه شخړه چې دښکيلو لورو ترمنځ دمرګ ژوبلې سبب شوې ده پاى ته ورسوي اود سولې اوارامي په فضا کې ژوند وکړي ځکه هغه خوند چې په بخښنه کې شته ، په غچ اخيستنه کې نشته.
ورپسې په ملي شورا کې دخلکو څوتنو استازو او قومي مشرانو هم ددوو ښکيلو قومونو ترمنځ دسولې داړتيا په باب رڼا واچوله او ددغې شخړې دسملاسي حل کولو غوښتنه يې وکړه .
په پاى کې دبرخه والو له خوا په شپږو مادو کې يوپريکړه ليک صادر شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي ددواړو لورو ترمنځ شخړه اودښمنۍ سر له نن ورځې د١٣٩٢ کال دغبرګولي د مياشتې په اتلسمه نيټه دشنبې له ورځې څخه پاى ته رسيدلى بلل کيږي او ښکيل لوري ددغې پريکړې په تطبيق مکلف دي که چيرې له همدې پريکړې وروسته يو لورې په بل لورې بريد وکړي يرغلګر بايد مقابل لورې ته پنځلس مليونه افغانۍ ورکړي او په هغه صورت کې چې ثابته شي چې يرغلګر تعرض کړى دى بايد پنځه ويشت مليونه افغانۍ نورې دجرګې دجرم په تو ګه ورکړي.
ديادونې وړ ده چې دغه شخړه څلور کاله مخکې دننګرهار ولايت دسره رود په ولسوالۍ کې ددغو پورتنيو لورو د وارثانو ترمنځ رامنځته شوې وه چې له ا مله يې له دواړو لورو څخه دوه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي وو.

کابل\باختر\دجوزا١٨
دافغانستان _ پاکستان اود ناټو دجګپوړو پوځي مقاماتو ٣٦ درې اړخيزه غونډه نن دپاکستان په اسلام اباد کې جوړه شوه .
په دې درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان دملي دفاع وزارت لوى درستيز سترجنرال شيرمحمد کريمى ،دپاکستان داردو لوى درستيز جنرال پرويز اشفاق کياني اوپه افغانستان کې د ناټو دځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزف دانفورد برخه لري .
دغونډې برخه والو دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دسرحدي سيمو د امنيتي حالت ، دګډو عملياتو دهمغږي اود طرحه شويو دندو دترسره کولو په باره کې د ميکانيزم د برابرولو او له ٢٠١٤ کال وروسته ددغه شان همکاريو ددوام په باب خبرې وکړې.
د افغانستان دملي اردو لوى درستيز ددرې اړخيزو غونډو جوړول د افغانستان اوپاکستان ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو په لازيات نږدې کولو کې ګټور وبلل اوپه ګډې همغږي اوکورديناسيون اود همغږي اوتبليغاتو د مرکز په پياوړتيا باندې ټينګاروکړ .
په دې غونډه کې د پاکستان پوځي مقاماتو ژمنه وکړه چې په سرحدي سيمو کې دترورستانو دنفوذ دمخنيوي اود هغودځپلو په مقصد خپل تحرکات پياوړي کوي او په دې لاره کې به خپلي همکاري لازيا تې کړي .
دغونډې په پاى کې دپولى په دواړو غاړو کې دسولې اوثبات دټينګښت په خاطر دافغانستان ،پاکستان اودناټودپوځي مقاماتوترمنځ ددرې اړخيز سرحدي ميکانيزم موافقه ليک لاسليک شو چې دهغه له مخې داړوندو لورو ترمنځ نږدې سرحدي همغږي له پخوا زيا ته پيا وړي شي

کابل\باختر\دجوزا١٨
دناټو دځواکونو يو سرتيري نن د افغانستان په لويديځ کې ووژل شو.
باختر اژانس د ايساف دځواکونو دګډې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې ددغو ځواکونو يو سرتيري د افغانستان په لويديځ کې ددښمن د بريد په بهير کې وژل شوى دى خو په خبرپاڼه کې دپيښې دځاى اود وژل شوى سرتيرى د هويت په باب څه نه دى ويل شوى.

کابل\باختر\دجوزا١٨

د مشرانو جرګې د تقنيني ، عدلي او قضايي چارو د كميسيون او د چارو د ځينو مسئولينو په ګډه مشورتي ناسته كې ، د انتخاباتو دقانون د ځينو موادو په اړه چې په مشرانو جرګه كې تر څيړني لاندي دي  ، خبري وشوي او تصميمونه ونيول شول .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ .
په دي ناسته كې چې د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار ، ددغه كميسيون رئيس مولوي غلام محۍ الدين منصف ، د عدلېې وزير حبيب الله غالب او د دې وزارت د قوانينو رئيس ، د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستيال عبدالخالق حسيني پشه يي او دحقوقو او سياسي علومو د پوهنځي ځينو استادانو او دحق او عدالت ګوند مرستيال معين مرستيال ګډون درلود ، په وار سره يې د ټاكنو د قانون د ځينو مادو له دي جملي څخه په ولايتي او ولسواليو په شوراګانو كې د ښځو د څوكيو د ونډي ، د يو دايمي ارګان په توګه د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د شتون ، د ولسي جرګې دكانديدانو لپاره د ټاكنيزو حوزو د اهميت ، دكوچيانو لپاره د حوزو ، د جمهوري رياست او د جمهوري رياست مرستيالانو او د ولسي جرګې نوماندانو لپاره د زدكړو د لرلو شرايط ، د انتخاباتو د رڼوالي د  تامين لپاره د ضروري تدابيرو نيول او دسياسي ګوندونو ونډه هغه موارد وو چې د هر يو په اړه يې هر اړخيز بحث او نظرونه وړاندي شول .  دمشرانو جرګې د تقنيني ، عدلي او قضايي چارو كميسيون د وړاندي شويو نظرونو په اوريدو سره وويل چې طرحه شوي موضوعګاني يې د ټاكنو د قانون په تدقيق او مطالعه كې په پام كې نيولي دي او له تصويب سره سم به په عموي غوڼده كې طرحه شي .
د مشرانو جرګې لومړي نايب ، داسي مشورتي ناستو كې  د قوانينو د بډايني او د نيمګړتياو په ليري كيدو كې د تخصصي اشخاصو او د پوهو خلكو شتون  ګټور او مهم وباله او د قوانينو د تصويب او څيړنې په بهير كې يې د هراړخيزو او ګټورو نظرونو په پام كې نيول مثبت وبلل .
 

پلخمري \باختر\دجوزا١٨
دجې پي مو سسر په مرسته په پلخمري ښار کې څه دپاسه اتيا کورنيو ته دڅښاک اوبه برا برې شوې.
دجې پې موسسې دهمغږي مسوول محمد صالح باختر اژانس ته وويل: دغې موسسې دپلخمري ښار دحاجې حبيب سړک په ساحه کې څه دپاسه اتيا کورنيو ته چې دڅښاک درو غتيا يي اوبو دنشتوالي له ا مله له ستونزو سره لاس اوګريوان وې داته ويشتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت ديوې ژورې څاه په کيندلو ، ديو جنراتور او يو واټرپمپ په کارولو سره دغو کورنيو ته روغتيا يي اوبه برابرې کړې
دسيمې يوه اوسيدونکي عبدالقادر وويل مخکې له دې مو اوبه دزيا تو ستونزو په ګاللو سره له لرې سا حو څخه ليږدولې .
ده له دغې مو سسې څه مننه او قدرداني و کړه .

کابل\باختر\دجوزا١٨
دکورنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې دروان هجري لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې دتيرکال د همدې مودې په پرتله دپوليسو دسردزيان شمير لوړ شوى دى او په ورځ کې دپوليسو څه نا څه څلويښت تنه منسو بين ددندې داجرا کو لو په وخت کې شهيدان کيږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه، دروان هجري لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې دتيرکال د همدې مودې په پرتله دپو ليسو دځواکونو دسردزيان شمير په سلو کې شل زيات شوى دى .
صديقي وويل: چې په ورځ کې دپوليسو پنځه ديرشو تنو څخه تر پنځه څلويښتو تنو پورې منسو بين ددندې د اجرا کولو په بهير کې شهيدا نيږي .
ده دپوليسو دسر دزيان دشمير د زياتوالي علت د امنيتي ځواکونو مسووليت مننه اود امنيتي فعاليتونو دلمن پراختيا وبلله .
ده وويل چې دپوليسو دسردزيان دکچې دټيټوالي په مقصد اقدامات شوي دي
صديقي دپوليسو دسمبالولو او اکمالولو په باب وويل چې دپوليسو وسايل اوتجهيزات تريوې اندازې پورې بشپړ شوي دي چې کولاي شي اوسنيو کورنيو اړتياو ته ځوا ب ووايي .
د کورنيو چارو وزارت ويندوى ومنله چې د هيواد پنځه ولسوالۍ په لوړه کچه ترامنيتي ګواښ لا ندې دي اودپوليسو ځواکونو دعملياتو په ترسره کولو سره وکولاي شول چې د نورستان ولايت د وايګل ولسوالۍ چې يوه موده دطالبانو تراغيزې لاندې وه تصفيه کړي اود رايي ورکوونکو د نوم ليکنې د بهير اودټولګټو مو سسو د جوړولو لپاره زمينه برابره کړي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوي د وايګل ولسوالۍ په اړوند وويل چې دغه ولسوالۍ له يوې مودې را په ديخوا دطالبانو په کلابندۍ کې وه اوپنځه سوه تنو امنيتي منسو بينو په ګډون اودکورنيو چارو د وزير ترمستقيم نظر لا ندې ددغې ولسوالۍ د تصفيه کولو په مقصد عمليات وشول.
دا کار ددې څرګندوى دى چې امنيتي ځواکونه لوړ کاري ظرفيت لري او په مستقل ډول د امنيتي دندو ترسره کولو ته چمتو دي

کابل\باختر\دجوزا١٨
دامنيتي ځواکونو دهغو چاڼيزو  عملياتو په بهير کې چې د هيواد په څو ولايتو نو کې ترسره شول شپاړس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت  د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: چې دغه عمليات دلوګر، ميدان وردګو،قند هار، نورستان اود کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له ا مله يې ديرش تنه نورياغيان ټپيان اوڅلور تنه نور ونيول شول.
دغه راز په دغوعملياتو کې شل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي او په چاوديدونکو توکو باريو موټر  د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دې اړوند زياتې څرګندونې نه دي شوي خو پخوا امنيتي مقاماتو د ميدان وردګو او لوګر په ولايتونو کې دڅو مليتي طالبانو دشتون خبر ې کړي دي .
يو امنيتي مقام ويلي دي چې همدا اوس په ميدان وردګو کې د امنيتي ځواکو نو چاڼيز عمليات دوام لري چې له امله يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله او ښتې ده
په همدې حال کې پوليسو د هلمند ولايت  د موسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ښخ کړي شوي ماينونه ترلاسه کړل .
دغه ماينونه چې زيات تخريبي قدرت لري د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړي شوي وو چې په کشفولو سره يې ددوو ترو رستي پيښو مخه ونيول شوه.

کابل\باختر\دجوزا١٨
په خوست ولايت کې ديوه پله د جوړولو کارنن پيل شو .
دغه پل د نړيوال بانک په مرسته دشپږ مليونو پنځه سوه زره افغانيو په لګښت دڅوارلسو مترو په اوږدوالي او داتو مترو په سور دخوست ښار دسيند د پاسه جوړيږي.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي ددغه پله د جوړولو دکار دپرانيستلو په وخت کې د باختراژانس خبريال ته په خبرو کې دنړيوال بانک ددغې مرستې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې ددغه پله د جوړولو د کار په بشپړيدو سره دخوست ښار په مربو طاتو کې دلسګو نو زرو تنو اوسيدونکو ترانسپورتي ستونزې لري کيږي .
ده وويل، ددغه پله د جوړولو کار په نږدې راتلوونکي کې بشپړيږي او په پام کې ده چې ډير ژر دتوليد په لاره کې طبيعي ګاز چې ارزانه دي و کاروي.

کابل\باختر\دجوزا١٨
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي ښارونو ته څيرمه دشنو ساحو دساتنې ،دکرنيزو حاصلاتو دزياتوالي او ساتنې اود ژوندانه دسالم چاپيريال دساتنې په لاره کې يو حکم صادرکړى دى.
دچارو د ادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: د هيواد جمهور رئيس د وزيرانو شورا دمصوبو له مخې ښارونو ته څيرمه دشنو ساحو دساتنې، دکرنيزو حاصلاتو دزياتوالي اوسا تنې اود ژوندا نه دسالم چاپيريال دسا تنې په مقصد ، ديو حکم په ترڅ کې په ټينګار سره لارښوونه ګړې ده .
\داستوګنې دتاسيساتو او ښارګوټو دجوړولو، دشنو ساحو، بڼونو،تاکونو، کرنيزو ځمکو ،ځنګلونو ،څړځايونو ،د ويجاړولو په کلکه مخه ونيول شي.
\دښارجوړولو دچارو وزارت دې د ماستر پلانونو او دکرنې اواوبو لګولو وزارت دستراتيژيکي پلانونو له مخې، شنې ساحې ، کرنيزې ساحې ، بڼونه اوځنګلونه د فضايي کادستري نقشو له مخې مشخصې او په رسمي ډول دې ښارواليو ته ابلاغ کړي .
\دکرنې اواوبو لګولو وزارت او نور دولتي ارګانونه مو ظف دي چې ددولتي دفترونو اود استوګنې د سيمو دجوړولو په لاره کې ددغو ساحو له تعديلولو څخه په کلکه ډډه وکړي .
دکرنې او اوبولګولو اودښارجوړولوچارو وزارتونه اود مرکز اود ولايتونو ښاروالۍ دې په همدې مقصد په اړوندو ساحو کې لازم تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي .
دکورنيو چارو،کرنې او اوبو لګولو اود ښار جوړولو دچارو و زارتونه د ملي امنيت لوى رياست اود سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه  اداره دې د ماستر پلان اودښارونو دتفصيلي او ستراتيژيکي پلانونو له مخې په شنو ساحو،بڼونواوتاکونو کې په کلکه د استوګنې دکورونو او دښارګوټو د جوړولو مخه ونيسي.
دچارو د ادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست موظف دى چې ددغه حکم دتطبيق بهير وڅاري او تعقيب يې کړي اوپه دې باب دعملي اجرااتو په اړوند دې په پرله پسې توګه  د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي .