27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
په سمنګانو ولايت کې ددولسو ټولګټو پروژو کار دسويدن په مرسته داتو مليونو درې سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير محمدحفيظ  دولت شاهي باختراژانس ته وويل، په دغوپروژو کې  دپنځلسوکيلومترو په ټول اوږدوالي دڅو سړکونو جوړول ، ترميمول اوکريړ اچول او دغه راز دکوکه بلاک دنجونو دليسې دانګړ د ډيوال جوړول او ددوو ژورو څاه ګانو کيندل شامل دي چې دسويدن په مرسته داتو مليونو درې سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت  ددغه ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په يوولسو کليو کې بشپړې شوي دي
دده دڅرګندونوله مخې، ددغو پروژو په تطبيق سره څه دپاسه  دوه زره کورنيو ته ترانسپورتي اسانتياوې او هم لسګونو کورنيو ته دڅښاک روغتيايي اوبو برابرې شوي دي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې نن ددوو ښوونځيو نوى ودانۍ پرانستل شوې اوګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دپروان ولايت دپوهنې درياست دخپرونومسوول حفيظ الرحمن صالحي  باختراژانس ته وويل، دشينواري ولسوالۍ دسردرې دمنځني ښوونځي نوى ودانۍ چې شپږ درسي او دوه  اداري خونې لري او په سلو ميزونو او څوکيو سمباله شوې ده .
  دپوهنې وزارت دکيفيت  دلوړولو دپروګرام له خوا ددوه ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددوه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده چې ددغې ودانۍ دکار په بشپړيدو سره په دغې ولسوالۍ کې ددرې سوه پنځوسو تنو نجونو دزده کوونکو ستونزې لري شوې دي .
دغه راز دشينواري ولسوالۍ دشتر شهر دهلکانو دلغمانيه ليسې نوى الحاقيه ودانۍ دپوهنې وزارت دکيفيت دلوړولو دپروګرام له خوا د اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت دګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
  په دې ودانۍ کې اته درسي اوڅلور اداري خونې او داوبو يوه مخزن  جوړه شوې دي او په يوسلو شپيتو  ميزونو او څوکيو سمباله شوې ده .
خبرځاى زياته کړه، دغه ښوونځي په جوړولو سره  دځاى دنشتوالى له پلوه  دنهه سوه پنځه اتيا تنو زده کوونکو ستونزې لري شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې اوس يو څلويښت ښوونځي فعال دي چې په دغو ښوونځيو کې څه دپاسه دولسو زرو تنو زده کوونکو نجونو اوهلکانو ته ددرې سوه پنځه اويا تنو ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دغزني ولايت په کچه دوشو دوه تنه ورزشکاران سبا سيالۍ  کوي .
دغزني ولايت ورزشي آمر باچا خان هژبر باختراژانس ته وويل ،ټاکل شوي ده دغزني ولايت په کچه دوشو دوه تنه ورزشکاران فرهاد او حامد د څلور پنځوسو کيلوګرامو په وزن کې سيالۍ  وکړي .
ده وويل، دغزني ولايت په کچه ددغو دوو تنو دځوانو ورزشکارانو سيالۍ دورزشکارانو دهڅونې سبب کيږي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه
د لوړو زده کړو وزارت اعلاميه

د وزيرانو شورا د پريکړې او د جمهوررييس د حکم له مخې د نولسو ناامنه او کمو پرمختللو ولايتونو او کوچيانو  هغه فارغان چې د ۱۳۹٠او۱۳۹١ کلونو دکانکور په ازموينوکې بې نتيجې پاتې شوي وو،د ځانګړې کړنلارې له مخې لومړی په اماده ګۍ پوهنځي کې شامليږي، او د اماده ګۍ تر بريالي بشپړولو وروسته مربوطه پوهنځيو ته معرفي کيږي.
له دې امله دوی ټولو ته خبر ورکول کيږي چې د روان کال د غبرکولي دمياشتې تر۲۵ نېټې له خپلو تحصيلي سندونو، تذکرې او دوو عکسونو سره د کابل پوهنتون کتابتون ته د نوم ليکنې لپاره ورشي.
د مستحقينولست مخکې دلوړوزده کړووزارت په ويب پاڼه کې اعلان شوی دی.
 

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دهرات دغوره ليک دفوټبال سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ .
  دهرات ولايت دورزشي امريت  مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل، په لومړي لوبه کې دامو ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره هيواد ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دپامير او اميد ټيمونو لوبه ديوې په مقابل کې  په يوې سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې دلسو ټيمونو ترمنځ  پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده په دوام يې نن دخراسان او اماني ټيمونه لوبه  وکړي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دپروان ولايت په کوه صافي  ولسوالۍ کې دکورنيو اختلافونو له امله دوه تنه ووژل شول .
دکوه صافي ولسوال سيف الله بيدار باختراژانس ته وويل ،دکوهستان ولسوالۍ په غفور خيلو کلي کې ددوو کورنيو ترمنځ جګړه ونښته چې له امله يې يوه ښځه اويو نارينه ووژل شول اويوه ښځه او يوبل نارينه ټپيان شول .
ده زياته کړه: ددغې پيښې قربانيان او ټپيان ديوې کورنۍ غړي و او دبلې کورنۍ غړي له ساحې څخه تښتيدلي دي او پوليسو دهغوى دموندلو اونيولو لپاره پلټنې   پيل کړي دي .
  دپروان ولايت دروغتون مسوولينو ددغې پيښې دټپيانو حالت خراب بللى دى

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دبريتانيا ددفاع وزير ددريځ په يو بدلون کې اعلام وکړ چې ډير ژر به افغان بنديان  دافغانستان دولت ته وسپاري .
پخوا دانګلستان دولت ددغو بنديانو د سپارلو په باب يو لړ شرايط  وړاندي کړي و .
دبآختر اژانس دخبر له مخې،  ترڅو اوونيو پورې به هغه ټول افغان بنديان چې همدا اوس په هلمند ولايت کې په باستيون اډه کې ساتل کيږي دافغانستان دولت ته وسپارل شي .
  دبريتانيا ددفاع وزيروويل، هغه نوي تنه افغان بنديان چې دتروريستي فعاليتونو په تور دبريتانوي  پوځيانو له خوادافغانستان په جنوب کې نيول  شوي دي دروانې ميلادي مياشت کې په ورستيووختو کې به دافغانستان حکومت ته وسپارل شي .
دبريتانيا ددفاع وزير په دې باندې په ټينګار سره چې بنديان به دبګرام جيل ته وليږدول شي  وويل: بريتانيې اوس ډاډ پيداکړى دى چې له بنديانو سره به نامناسب چلند ونه شي .
په همدې حال کې دبريتانيا  ددفاع وزير څرګنده کړه  چې په افغانستان کې دباستيون جيل شتون په بشپړه توګه قانوني اودملګروملتو دسازمان تر ژمنو لاندې دى .
دباستيون پوځي جيل دافغانستان په جنوب هلمند ولايت کې موقعيت لري او له بيلا بيلو مليتونو څخه څه دپاسه ديرش زره تنه افسرانو او سرتيرى په کې ډيره دي .
  دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي باختراژانس ته وويل، په دې وروستيووختو کې دبريتانيا ددفاع وزارت اعلام کړى دى هغه افغان بنديان چې دهمدې مودې په بهير کې  په هلمند ولايت کې له دوى سره دي دافغانستان دولت ته سپاري .
دملي دفاع وزارت  دبريتانيا ددغه اقدام هرکلي  کوي او دايو مثبت ګام بولي .
  داپه داسې حال کې ده چې دملي اردو يوې ځانګړي قطعې پخوا دبګرام دجيل اداره او مديريت له امريکايي پوځيانو څخه ترلاسه کړى دى .
دافغانستان دولت داساسي قانون په استناد ټينګار کوي چې هيڅ بهرنۍ هيواد اومرکز ددې حق نه لري چې په افغانستان کې جيل ولري .

کابل -باختر  د غبرګولي د مياشتې ١٨:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه ١٢
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١،  ټيټه ٢٧
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٥
قندهار- آسمان ، شين د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٢
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٤١، ټيټه ٢٥
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٢٨ ، ټيټه ١٢
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ٩
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٣
شمالي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه  منفي٤
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه ١١
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢١
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٤٢ ټيټه ٢٨
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨، ټيټه ٢٠
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٨ ، ټيټه ٢٩
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢ ، ټيټه ٢٣
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣١-ټيټه ١٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٠ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجواو٦دقيقو ولويږي . 

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
په ميدان وردګو ولايت کې پرون دافغان امنيتي ځواکونو اودائتلاف دقوتونوپه خاصو عملياتوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى عبدالولي نورزي باختراژانس ته وويل، دغه کسان دافغان امنيتي ځواکونو او دايساف  دقوتونو په هغو ګډو عملياتو کې ووژل شول چې دميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .
نورزي وويل ،په دغو عملياتو کې ددښمن يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .

ميرامشاه  باختر دغبرګولي اتلسمه :
دشمالي  وزيرستان په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريد له امله څه ناڅه اووه تنه مشکوکې مليشې ووژل شوې .
   باختر اژانس ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ ،دغه بريد پرون ناوخته دشمالي وزيرستان په مرکز ميرامشاه وشو او دغې الوتکې په يو کوردوه توغندي وتوغول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې،  داتيره اوونۍ دپاکستان دنوي صدراعظم په توګه  واک ته دنوازشريف درسيدو له وخت څخه په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې لومړى بريد دى چې ترسره شوى دى.
ديادونې وړ ده چې  دغه بريد په داسې حال کې کيږي  چې لس ورځې مخکې په ورته بريد کې دطالبانو ددويم لمبر قوماندان ولي الرحمن په ګډون څه ناڅه اووه تنه طالبان ووژل شول او په دغې ډلې کلک ګوزار وشو .