27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کويته  باختر دغبرګولي اتلسمه :
  دپاکستان دبلوچستان ايالت پوليسو ددغه ايالت په چمن  سيمه کې دناټو دتړون په کانتينر بار ديوموټر چلوونکى دوژل کيدوخبر ورکړ .
د ډيلي ټايمزورځپاڼې دخبر له مخې، دغه بريد پرون ناوخته دڅلورو تنوموټرسايکل  سپرو مليشه طالبانو له خوادناټو په کانتينربارموټر وشو .
پوليسو ويلي دي چې دغه موټر دامريکايي  پوځيانو او دناټو دتړون دسون توکي ليږدول .
  له دغه يرغل وروسته امنيتي ځواکونو دپيښې په ځاى بريد وکړ خو تند لاري په تيښتې بريالي شول .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .

Saturday, 08 June 2013 07:29

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ١٨:

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:

يوامريکايي ډالر پيرودل په 50 55/  افغانيو پلورل په  55/60افغانيو

يوانګليسي پونډ پيرودل په 30  85 /افغانيو پلورل په  85 /40افغانيو

داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 15 افغانيو پلورپه 10 / 15 افغانيو

يوه يورو پيرودل په 20 73/ افغانيو پلورل په   73 /30  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  75 14/پلورل 14/80 افغانيو

زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو

زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  556افغانيو پلورل په 557 افغانيو

زر ايراني تومان پيرودل په 15/20  افغانيو پلورل په  15/30 افغانيو.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٧ :

په نورستان ولايت کې افغان ځواکونه وايي چې په پاى کې يې د وايګل ولسوالۍ له وسله والوطالبانو څخه نيولې ده.

د نورستان د وايګل ولسوالۍ چې دکونړ ولايت سره د اتصال نږدې سيمه ده؛ له دووکلونو را په دې خوا د تروريستي ډلو له دې جملې څخه دطالبانوترکنترول لاندې وه.

 په نويو رپوټونوکې ويل شوي دي چې نن له غرمې وروسته په درې نيموبجو د اردو  او دپوليسو ځواکونو د وايګل ولسوالۍ بازار ته ننوتي دي.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال فاروق باخترآژانس ته وويل چې دغه پراخ  عمليات د اردو او پوليسو د ځواکونو له خوا پرون سهار پيل شوي و.

د جنرال فاروق دڅرگندونوله مخې: پوځيان د وايګل ولسوالۍ په لور د يون  او د نيولو په وخت کې د طالبانو او د نورو تروريستي ډلو له مقاومت سره مخامخ نه شول.

د رپوټونو له مخې: طالبان ددغوعملياتو په بهيرکې غرونو او  د وايګل  ولسوالۍ نورو لوړسيمو ته تښتيدلي دي او له هغو سيمو څخه  د ولسوالۍ په بازار او د افغان ځواکونو په کاروان ډزې کوي.

د نورستان دپوليسو مسوول وايي چې د خورو ورو نښتو په بهيرکې د حبيب نور په نامه د يوتن په  ګډون، څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

په حبيب نور هغه وخت د افغان سرتيرو له خوا بريد وشو چې د ولسوالۍ له بازارڅخه له نښتې وروسته يې له يوې لوړې سيمې څخه په دغې ولسوالۍ  د داشکې ډزې وکړې .

ويل کيږي چې د وايګل ولسوالۍ په ځينو سيمو له دې جملې څخه په غرونوکې جګړه ماران شته او د نښتې امکان شته.

د نورستان سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي چې د وايګل ولسوالۍ بازار ته په نږدې کيدوسره به د سختو نښتو شاهدان وي، ځکه ويل کيږي چې دطالبانو او د القاعده د شبکې د تروريستي ډلو زيات پټنځايونه او مرکزونه په دغه سيمه کې موقعيت لري؛ خو اوس دغه ځواکونه له کوم ځانګړى مقاومت پرته ددغې ولسوالۍ په نيولو بريالي شوي دي .

د نورستان پوځي مسوولين وايي: د هغو د کشفي معلوماتو له مخې اوس د القاعده، طالبانو، حزب التحرير، د ازبکستان د اسلامي تحريک، دپاکستاني طالبانو د تحريک  او دپاکستان د استخباراتي سازمان پورې د تړلو ډلو څه دپاسه دوه زره تنه افراد په وايګل ولسوالۍ کې حضور لري.

له همدې امله د نورستان د پوليسو مسوول جنرال فاروق وايي چې څوساعته وروسته او د وايګل ولسوالۍ په ستراتيژيکي سيموکې د کافي ځواکونو له ځاى پرځاى کولو وروسته به په تروريستي ډلو پورې د تړلو افرادو د پيژندلو او نيولو لپاره تصفيوي او د پلټنې عمليات ترسره کړي.

د سيمه ييزو مقاماتو دڅرگندونوله مخې: د تروريستي  ډلو له شتون څخه د وايګل  د ولسوالۍ د پاکولو لپاره عمليات د سيمې د اوسيدونکو او قومي مشرانو په پرله پسې غوښتنو پيل  شوي دي.

د وايګل د ولسوالۍ يو قومي مشر چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ وايي: طالبان او نورې تروريستي ډلې دخلکو په ځورونه په خلکو باندې سخت قوانين لګولي و.

د دغو دووکلونو په بهيرکې تروريستي ډلو په وايګل کې ټول ښوونځي، روغتيايي مرکزونه اونور دولتي تاسيسات دخلکو پرمخ تړلي و .

 د وايګل ولسوالۍ دکونړ ولايت او نورو ولايتونو اوپايتخت ته دتګ راتګ نږدې لاره ده، خو ددغو دووکلونو په بهيرکې تروريستي ډلو دمسافرانو په وژلو اودخلکو دخوراکي توکو او د دوکاندارانو دمالونو په لوټولو سره يې زياتې ستونزې رامنځته کړې دي .

له بله پلوه په وايګل د تروريستي ډلو شتون د دې سبب شو چې ددغې ولسوالۍ  خلک چې حکومت او د مرستې رسولو د نړيوالو موسسو د بيارغاونې له پروګرامونو څخه ګټه  وانخلي.

 په همدې حال کې د پوليسو مسوول  جنرال فاروق چې اوس د نورستان ولايت سرپرست هم دى؛ وايي چې د تروريستي ډلو له شتون څخه د وايګل ولسوالۍ له بشپړې پاکولو وروسته به د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او نوروټولګټو تاسيساتو په پرانيستلو لاس پورې کړي او د ځينو مرسته کوونکو مرکزونو او دولت په همکارۍ به دبيارغاونې پروګرامونه دسيمې دخلکو داړتياو له مخې ترسره شي .

 دنورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلومترو په اوږدوالى دګډې پولې په لرلو سره تل دالقاعده، پاکستاني طالبانو او ددغوتروريستي ډلو دفعاليت  اوشتون شاهد و.

 افغان سيمه ييزو مقاماتوتل په پاکستان اوپه تيره بيا ددغه هيواد په استخباراتي  سازمان په نورستان کې د تروريستي ډلو د ملاتړ تورلگوي.

 دوى دغه راز وايي چې اوس پاکستاني مليشې او ددغه هيواد په استخبارتي  سازمان پورې تړلي افراد له  تروريستي ډلوسره دهمکارۍ لپاره دغه ولايت په ځينو سيمو اوپه تيره بيا دکامديش ولسيوالۍ کې حضور لري .

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٧ :

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې دګازو د پلورنې په لسګونو مغازوزکې اورلګيدلى دى.

دغه اور نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو او ديرشو دقيقو دګازو د پلورنې په  يوه مغازه کې ولګيد او وروسته لسګونو نورو مغازته پراخ شو.

دننګرهار د پوليسو ويندوى حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل چې ددغې اورلګيدنې په نتيجه کې د ګازودپلورنې په لسګونه مغازې سوځيدلې دي.

په همدې حال کې زموږ خبريال ګلستان غالب له سيمې څخه رپوټ ورکړ چې د اور وژنې ټيمونه هلې ځلې کوي چې د اور دخپريدو مخنيوى وکړي چې نورو دوکانونو او تجارتي  مرکزونو ته ونه رسيږي.

 د دغې اورلګيدنې له امله د سر زيان نه دى رسيدلى؛ خو ويل کيږي چې ګارپلورونکو ته په مليونونو افغانۍ زيان رسيدلى دى.

دغه اور دجلال آباد ښار په لومړۍ ناحيه کې چې ددغه ښارګڼ ميشته سيمه ده؛ لګيدلى دى. چيرته چې هټيوال، موټرو او ريکشاو ته د ګازو په پلورنې بوخت دي.

 ددغه خبرجزئيات وروسته خپريږي .

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٧ :

وسله والو طالبانو تېره شپه په فارياب ولايت کې يو ديني عالم په ډزوسره وواژه.

مولوي عمادالدين چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د امام صاحب د جامع جومات  امام هم و؛ تيره شپه کله چې د ماخستن له لمانځه وروسته خپل کور ته روان و؛ د دوو تنو موټرسايکل سپرو يرغلګرو له خوا ورباندې ډزې وشوې او شهيدشو.

د فارياب د والي ويندوى احمدجاويد بيدار باخترآژانس ته  وويل چې دغه ديني عالم  له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې او دنده يې يوازې خلکو ته د اسلامي تعليماتو تدريس و.

په همدې حال کې د فارياب سيمه ييزمقامات وايي: د دغه ترور د عاملينو د پيژندلو اونيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي .

دا په  داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په فراه ولايت کې هم دوه تنه قومي مشران په ډزوسره ووژل .

کابل\  باخترد    جوزا  دمياشتې  ١٧ :

امنيتي ځواکونه به ډير ژر د هيواد په پنځوولسواليوکې تصفيوي عمليات ترسره کړي چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره زمينه برابره کړي.

ويل کيږي د نورستان د وايګل ، د هملند د ديشو او بغران د غزني د ناوې او په زابل کې دکاکر ولسوالۍ په دغو عملياتوکې شامل دى.

دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي باخترآژانس ته وويل: د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د بهير ترپاى پورې به دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه تصفيه شي.

په دغو پنځو ولسواليوکي د نا امنۍ عوامل د رايې ورکوونکو د نوم ليکني بهير ګډوډ کړى دى.

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د غبرګولي د مياشتې په پنځمه نيټه پيل شوې دي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو ويلي دي: که چيرې په دغو پنځو ولسواليوکې د نا امنۍ عوامل لرې شي؛ هغوى به د نوم ليکنې او د رايې د ورکولو  مرکزونه فعال کړي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٧ :

د امريکا په استايل ښارکې يوې پوځي محکمې اعلام وکړ چې امريکايي عسکر رابرت بيلز چې د شپارلسو تنو ملکي افغانانو د وژلو تور ورباندې لګول شوى دى؛ اعدام به نه شي.

 دغه خبر په داسې حال کې خپريږي چې پخوا د هغه وکيل ويلي و چې د اردو له مقاماتوسره موافقې ته رسيدلې دي کله  چې بيلز په خپل جرم اعتراف وکړي؛ له اعدام څخه به وژغورل شي.

بيلز د ١٣٩٠ کال د جدي  په مياشت کې شپاړلس تنه افغان ملکي وګړي چې نهه تنه ماشومان هم پکې و؛ د قندهار دپنجوايي په زنګ آبادکې په قصدي ډول ووژل .

پخوا څو تنو پوځي څارنوالانو ده ته د اعدام حکم غوښتنه کړې ده .

بيلز د وروستۍ محکمې په بهيرکې اعتراف کړى چې ده په قصدي ډول شپاړلس  تنه افغان ملکي وګړي وژلي دي او ددغه عمل د اجراکولو په وخت کې روغتيا يې ښه وه او عقل يې سالم و.

د امريکا د ستايل د ښار د محکمې چارواکو ويلي دي چې اوس بيلز اعتراف کړى دى، کيداى شي د هغه د اعدام له حکم څخه تيرشو. هغه څه چې بيلز کړي دي؛ د امريکا په رسنيوکې دقندهار د وژلو په نامه معرفي شوي دي .

خوليدل کيږي  چې دهغه د مدافع وکيل هلې ځلې او معاملې نتيجه ورکړه او د قندهار د وژلو عامل له اعدام څخه خلاص شوى دى.

سره له دې چې محکمه به د بيلز په باب د روان کال دسپټمبر په مياشت کې پريکړه وکړي؛ خو امريکايي کارپوهان لرې بولي چې هغه په اعدام محکوم شي.

د پنجوايي د پيښې د قربانيانوکورنيو چې د بيلز په جنايت شهادت ورکړى دى او ويلي دي: که چيرې عدالت او په مشخصه توګه په هغه اعدام تطبيق نه شي؛ د امريکا په دولت او قضايه هيئت به اعتبار ونه کړي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٧ :

افغان اوايتلاف ځواکونوپه تيرو ٢٤ساعتوکې دخپلو تصفيوي عملياتوپه بهيرکې پنځه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل، دولس تنه يې ټپيان او يوولس تنه يې ونيول .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: افغان  اوايتلاف ځواکونو دغه عمليات دکابل ، ننګرهار ، جوزجان ، قندهار ، زابل ، لوګر او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې په نتيجه کې يې پنځه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دولس تنه يې ټپيان او يوولس تنه نوريې ونيول شول اويوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شول.

د يوبل خبرله مخې: ملي پوليسو پرون پنځه تنه د وژنې، غلا او د نشه يي توکو د پلورنې په تور دکابل ښار دڅلورمې، شپږمې او اوولسمې حوزې له مربوطاتوڅخه نيولي دي .

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٧ :

دملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون دوه تنه ډاراچوونکي په قندهار ولايت کې ونيول.

د ملي امنيت  د لوى رياست مطبوعاتي دفترته خبرورکړ:

نيول شويوکسانو له څه مودې را په دې خوا د قندهار ښار په مربوطاتوکې د ډاراچوونکو، ورانکارو او ماين ايښودلو په فعاليتونوکې بوخت و چې د ملي امنيت د لوى رياست د منسوبينو له خوا له دووکلاشينکوفونو او يوه پيکاسره ونيول شول.

 دوى اعتراف کړى دى چې د ډار اچوونکو، ورانکارو او د ماين ايښودلو په فعاليتونو  او د پوليسو د يو سرتيرى په ترورکې ونډه درلوده.

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد يو قومى مشر اوجهادي شخصيت اميرجان ناصري دورپيښې  ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
  انالله وانااليه راجعون
ارواښاد امير جان ناصرى دبلخ ولايت له متنفذواو بارسوخه  مشرانو څخه و په تير جهاد کې يې  پراخه ونډه درلوده او بيايې په هيواد کې دسولې اوثبات داستقرار لپاره هڅې کولې . دده خدمات دقدر وړ اومړينه يې يوه ضايعه  ده .
دخپلې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ دوستانو او دبلخ ولايت  خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخشي  او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .