19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دليندي دويمه
ناتو تاييد کړه  چې  دوسله والوطالبانو  يو مشهور قوماندان په نيمروز ولايت کې نيول شوي دي .
  د جګړه مارانو دغه قوماندان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي  دچارشنبې په ورځ  دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو په پوځي عملياتوکې دده په پټنځاى کې  ونيول شو .
  باختر اژانس دناتو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ ، چې دطالبانو دغه قوماندان کله چې  له خپلو افرادوسره  دتروريستي بريد دپلان جوړولو لپاره  په يوه پټنځاى کې  راغونډ شوي و پوځي عمليات پري وشو او ونيول شو .
  ناتو وايي  چې دوسله والو طالبانو دغه قوماندان  په نيمروز ولايت او دافغانستان دلويديځ  په  نورو سيمو کې دزياترو تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
ويل کېږي  چې ده په پاکستان کې  دطالبانو له مشرانو او له نورو کړيو سره نږدي اړيکې لرلي .او تل يې دغه هيواد ته  تګ راتګ کاوه .
دناتو دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې دطالبانو ددغه قوماندان دنيول کېدو په بهير کې يو سيمه ئيز قوماندان يې  په دغې ډلې پوري اړوند له اتو نورو سره  نيول شوي دي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  چې  دوسله والو طالبانو ددغه مشهور قوماندان  په پټنځاى کې  افغان پوځيانو او دناتو ځواکونو دجنګي وسايلو او دنشه يي توکو  يوه ستره ډيپو  هم ترلاسه کړې ده .
  دغه راز ناتو  ديوي خبرپاڼې په خپرولو سره په قندهار او کندز ولايتونوکې دوسله والو طالبانو  ددوو تنو  سيمه ئيزو قوماندانانو دنيولو  خبر ورکړي دي
په دغو قوماندانانو دتروريستي فعاليتونو په بهير کې دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو له خوا بريد وشو او وونيول شول .
  ناتو وايي چې په دغو پوځي عملياتو کې په دغو قوماندانانو پوري اړوند څو تنه نور هم  نيول شوي دي
  په همدي حال کې ويل شوي دي  چې په دغو عملياتو کې دوسله والوطالبانو  د جنګي وسايلو  درې ډيپو ګاڼې هم ترلاسه شوي دي .
  په دغو ډيپو ګانو کې په لسګونو ماينونه ، توغندي ويشتونکې ، بمونه ،  ځانمرګي واسکټونه ، په سلګونو کېلوګرامه  چاوديدونکې توکې اودهغو  دجوړولو کېمياوي مواد او نشه يي توکې هم ترلاسه شوي دي .
 

کابل باختر دليندي دويمه
دوسله والو طالبانو  درې تنه مشهور قوماندانان په لوګر ولايت کې په پوځي عملياتو کې ووژل شول .
دوسله والو طالبانو قوماندانان  ملا ابوبکر ، ملا بشير او زرقاوي د سه شنبي په ورځ  دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو په جلا جلا پوځي عملياتوکې و وژل شول .
باختر اژانس  دناتو ديوي خبرپاڼې له خولې  وايي  چې دغه قوماندانان  ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريد پري وشو .
دناتو په خبرپاڼه کې دغه درې تنه دوسله والو طالبانو جګپوړي قوماندانان بلل شوي دي  او ويل شوي دي چې  دوى  په لوګر ولايت  او دهغه په نورو ګاونډيو ولايتونوکې  په زياترو نااراميو کې  رول درلود .
په خبرپاڼه کې  په دغو قوماندانانو په افغان پوځيانو او دناتو په ځواکونو او په ملکې وګړو د خونړيو تروريستي بريدونو دترسره کولو تور لګول شوي دي .
ويل کېږي چې  دغو قوماندانانو  دتروريستي بريدونو په رهبري سربيره  په پاکستان کې  ددغې ډلې  له مشرتابه سره  نږدي اړيکې هم لرلي .
ناتو وايي  چې ددغو پوځي عملياتو په بهير کې  په دغو قوماندانانو پوري اړوند  څو تنه نور  هم وژل شوي اويا ټپيان شوي دي .
 

Thursday, 22 November 2012 12:10

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختر دليندي دويمه
د جمهور رييس دکتنو ويناو او مرکو ويديو ګانې ديوتيوپ له لاري  خپريږي .
دجمهوررييس دويندوى ددفتر په هغې مطبوعاتي خبرتيا کې  چې باختر اژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي .
لکه څنګه چې خبرياست  دجمهوري رياست  دمطبوعاتو رياست او دويندوي دفتر له يو کال راپديخوا ډير ژر دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  په فعاليتونو پوري  داړوندو خبرونو او اطلاعاتو دخپرولو په مقصد تصويرونه ، ويديو ګانې او خبرونه ديو تيوپ په ګډون  دټولنيزو شبکو له لاري هم  خپروي .
  تصويري رسني او خبري اژانسونه له دې وروسته  دهيواد په دننه او له هيواد څخه بهر  درسمي سفرونو په بهير کې دجمهور رييس  دکتنو ، کنفرانسونو او ويناو  ټولې ويديوګانې په ډير لنډ وخت کې ديوتيوپ له لاري  ترلاسه کولي شي
  دجمهوري رياست ديو تيوپ  دسايت  پته  په دې ډول ده .
Http//www.youtube.com/ZRG1880
 

کابل باختر دليندي دويمه
داسلام دستر پيغمبر داهل بيت دژوندانه او کارنامو سيمينار چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوي و نن د پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ،  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين  دملي شورا دځينو استازو ، يو شمير عالمانو اوروحانيونو او ديوشمير دولتي چارواکو په ګډون  جوړ شوي و .
  ددغه سيمينار ددويمي ورځې  دريمه علمي غونډه  درييس په توګه دسيد محمد حسين  محقق زاده ، دمرستيال په توګه دمحمد ارشاد معنوي او دمنشي په توګه  داد محمد عنابي له انتخاب وروسته  په علمي کار پيل وکړ .
په علمي غونډه کې سيد جعفر عادلي داثرات قيام امام حسين تر عنوان لاندې  مقاله ، عبدالروف  هجرت  د نګاه ګذرا پيرامون شخصيت  علمي امام جعفر صادق( رح )، تر عنوان لاندې مقاله او سالم خادمي دويژه ګي هاي مديران در نهج البلاغه تر عنوان لاندې مقالي  ولوستلي .
په دې سيمينار کې  دولسي جرګي غړي  محمد اکبري داسلام دستر پيغمبر  داهل بيت  په اړوند معلومات وړاندې کړل او وي ويل  هغه دين چې  داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص ) راوړي دي   دبشريت لپاره دلوي خداي ( ج ) ډير ښه  سوغات  دي .
  ده زياته کړه  دغه دين ديوي خاصي ځمکې د اوسيدونکو او ديو خاص قوم د ژغورنې لپاره  نه دي راغلي بلکې دټول بشريت  د ژغورنې لپاره  دين او شرعيت دي .
دعالمانو دشورا غړي محمد فياض په دې سيمينار کې داسلام دستر پيغمبر داهل بيت  دخصوصيتونو په باب معلومات ورکړل او وي ويل  داهل بيت  يو خصوصيت دادي چې يوه  مشخصه ستراتيژي او يو څرګند او اساسي هدف لري  او هري يوي دغي  کورني  هماغه ستراتيژي او هدف تعقيب کړي دي  چې د ژغورني لاره او دمسلمانانو په همکاري او همغږي داسلام دودې او پراختيا لاره ده .
  ددغه سيمينار په بهير کې هغه پريکړه ليک چې دبرخه والو له خوا تصويب شوي و  دمجلس دمنشي  دادمحمد عنابي له خوا  ولوستل شو چې په هغه کې داسلام دستر پيغمبر داهل بيت دژوندانه او کارنامو دسيمينار  دجوړولو په خاطر  داطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت څخه دمنني اوقدرداني په ترڅ کې ويل شوي دي چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هرکال  دمحرم الحرام دمياشتي په اوومه او اتمه داسلام دستر پيغمبر داهل بيت  دژوندانه او کارنامو د پيژندنې  په خاطر  دغه شان غونډي  جوړي کړي .
دغه شان غونډي دي په مرکز سربيره  دهيواد په ولايتونوکې هم جوړي شي . او ددغه سيمينار د مقالو ټولګه  دي دکتاب په ډول  چاپ  او دهيواد دعلمي مرکزونو  اوکتابتونونو په واک کې ورکړاي شي .
دغه راز ملي تلويزيون  او دهيواد  نوري رسني دي  داسلام دستر پيغمبر داهل بيت  دژوندانه او کارنامو په اړوند پروګرامونه  خپاره کړي .  او دغه راز داسلام دستر پيغمبر داهل بيت  په ژوندانه اوکارنامو پوري اړونده موضوعګانې دي  دهيواد دپوهنې  او دلوړو زده کړو دوزارتونو په درسي نصاب کې شامل شي .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ددغه سيمينار په پاى کې دسيمينار  دکار دڅيړنې او له برخه والو څخه دقدرداني په ترڅ کې وويل اهل بيت  په موږ ټولو له دې  څخه  زيات  حقوق لري . په هغې سرښندنې سره چې  داسلامي علومو په تکوين او دمسلمانانو د ټولنې په روزنه کې يې  داعلي کلمته الله  په لاره کې  کړي دي .
 

کابل باختر دليندي دويمه
په پروان ولايت کې دوه تنه تشتول شوي  کسان  د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې ، د ښوونځي دلسم ټولګي زده کوونکې عبدالخليل او دسرخ پارسا ولسوالۍ  اوسيدونکې جان محمد څه موده مخکې دغلام رسول دسړي تښتوونکې بانډ دافرادو له خوا تښتول شوي و
  ويل کېږي چې غلام رسول  دتښتول شويو کسانو  دخلاصون په بدل کې ددوي له کورنيو څخه  دپيسو غوښتنه کړې  وه .
  دپروان ولايت امنيه قوماندان  عبدالرحمن سرجنګ  باختر اژانس ته وويل  چې دغه  تښتول شوي کسان  يو يې اته ورځې اوبل يې  نږدي دوه مياشتي  له تښتوونکو سره  بنديان و ،
ددغي انسان تښتوونکې ډلې سربانډ غلام رسول  په تيښتي بريالي شوي دي او دپروان ولايت امنيه قوماندان وايي  چې دده  دموندلو او نيولو لپاره  پلټنې دوام لري .
  په همدي حال کې  دتښتول شويو کسانو کورنۍ وايي چې غلام رسول دوي ته خبر داري ورکړي و که چېري  ډير ژر پيسې ورته ورنه کړي بچېان به يي ووژني .
 

کابل باختر دليندي دويمه
دافغانستان په جنوب کې افغان پوځي مقاماتو دپوځي عملياتو په بهير کې د پنځه شپيتو تنو وسله والو طالبانو دوژل کېدو او داتيا تنو نورو دنيولو خبر ورکړ .
دغه پوځي عمليات دکلک هوډ په نامه  دقندهار ، ارزګان او دزابل دولايتونو  په ځينو سيمو کې پيل شوي و ، او په هغو کې نږدي يو زرو پنځه سوه تنه  افغان پوځيانو برخه لرله .
د٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميد باختر اژانس ته وويل چې تراوسه پوري ددغو پراخو پوځي عملياتو په بهير کې دطالبانو د ډلې دڅو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه شپيته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور يې  ټپيان شوي دي .
دجنرال عبدالحميد دڅرګندونو له مخې په دغو پوځي عملياتو کې تراوسه پوري  دنهو تنو قوماندانانو په ګډون اتيا تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي .
دکلک هوډ پوځي عمليات له څه مودي راپديخوا پيل شوي دي او دافغانستان په لويديځ کې پوځي مقامات وايي  چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه  په نسبي ډول  دنا ارامو سيمو ترپاکولو پوري به دغه عمليات دوام ولري .
  له بلي خوا دافغانستان په جنوب کې داتل قول اردو قوماندان وايي چې تراوسه پوري  ددغو پوځي عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو له خوا  په ګڼ ميشتو لارو کې  څه دپاسه  پنځه سوه ښخ کړاي شوي ماينونه  شنډ کړي شوي دي .
  دکلک هوډ پوځي عمليات  په تيرو لسو کلونو کې  دافغانستان په جنوب کې  ډيره ستر پوځي عمليات بلل شوي دي .
  افغان پوځي مقامات وايي چې ددغو عملياتو ډير ستر تمرکز  دوسله والو طالبانو پټنځايونه او د ولسواليو او ولايتونو ترمنځ  دلارو پاکول دي .
  دغه عمليات  په داسې حال کې ترسره کېږي  چې هره ورځ  بې ګناه خلک دافغانستان په جنوب کې دوسله والو طالبانو  دتروريستي فعاليتونو اوپه تيره بيا دښخ کړاي شوي ماينونو دچاودنو له امله وژل کېږي .
  په همدي حال کې افغان پوځي مقامات وايي  چې دوسله والو  طالبانو  له شتون څخه  دهرې ساحي  له پاکولو وروسته  ، له اړتيا سره سم  يو پوځي  ټولګي  پکې ځاى پرځاى کېږي اوخلکو ته  دبيا جوړولو پروګرام  له سره پيليږي
له بلي خوا دقندهار ، زابل او دارزګان واليانو دغه  عمليات برياليتوب  بولي  وايي  چې  په ترسره کولوسره يي  دجنوب په زياترو سيمو کې  امنيت بيا تامين شوي دي .
  دارزګان والي  امير محمد اخندزاده باختر اژانس ته وويل چې دغو عمليات ددغه ولايت په ځينوسيمو کې  دوسله والوطالبانو پټنځايونه  دړي وړي کړي دي او ددي سبب شوي دي  چې خلک  خپل عادي ژوند له سره پيل کړي .
  د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان  تورن جنرال عبدالحميد وايي  افغان پوځي ځواکونه د ٢٠١٤کال په رانږدي  کېدو سره  چې نړۍ په افغانستان کې خپل اوږد مهال پوځي شتون  پاى ته رسوي  ، پياوړي شوي دي او دخپل هيواد  دساتنې وس لري .
  ده  په همدي حال کې  ديو  پياوړي هوايي ځواک نشتوالې او ددرندو جنګي وسايلو کمښت يو ه ستونزه بولي او وايي چې نړۍ بايد په خپلو پښو دافغانستان ددريدو لپاره  دافغانستان  هوايي پوځونه بيا احيا کړي او پرمختللي  جنګي وسايل  ددوي په واک کې  ورکړي .
 

کابل باختر دليندي دويمه
په پنجشير ولايت کې د جامع الانوار ددارالعلوم اوجامع جومات نوي  تاسيسات  ګټې اخستنې ته  وسپارل شول .
  دغه تاسيسات دڅه دپاسه  پنځه سوه زرو ډالرو په لګښت درخي ولسوالۍ  دشصت په نامه سيمه کې  جوړ شوي دي .
په دغو تاسيساتو کې د ديني علومو دزده کړي او دلمونځ کوونکو لپاره ستر جومات  په پام کې نيول شوي دي .
ويل کېږي  چې د جامع الانوار په دارالعلوم کې همدا اوس څه دپاسه زر تنه  طالب العلمان  ځاييږي او دغه راز دهغه جامع جومات په يو وخت کې دڅه دپاسه  زرو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري .
سربيره پردي په دغو تاسيساتو کې دلري پرتو سيمو طالب العلمانو ته  ليليه او شنه ساحه  هم په پام کې نيول شوې ده .
  دملي شورا دمشرانوجرګي  لومړۍ نايب  محمد علم ايزديار باختر اژانس ته وويل  چې ددغو سترو تاسيساتو د جوړولو لګښت د بيات  دمرکز ، دولسي جرګي دغړي محمد يونس قانوني ، دملي دفاع دوزير ستر جنرال بسم الله محمدي او ديو شمير سوداګرو له خوا  ورکړي شوي دي .
ددغه دارالعلوم اداري مرستيال عبدالولي وايي چې همدا اوس څه دپاسه شپږ سوه تنه  نجونې او هلکان په بيلابيلو څانګو کې د اسلامي او انساني علومو په زده کړه بوخت دي .
دجامع الانوار ددارالعلوم دتاسيساتو دپرانستلوپه مراسمو کې دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي  دملي شورا  دمشرانو جرګي  لومړۍ نايب  محمد علم ايزديار ، دولسي جرګي غړي  محمد يونس  قانوني او دسيمي يو شمير مشرانو  ګډون کړي و .
 

کابل باختر دليندي دويمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دپيغام په لوستلو سره داسلام دستر پيغمبر داهل بيت دژوندانه اودکارنامو سيمينار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په نوښت دحسيني عاشورا په درشل کې دتيري چارشنبې په ورځ دليندي دمياشتي  په لومړۍ نيټه جوړ شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې .
دغه سيمينار دجهادي شخصيت  پروفيسر  حضرت صبغت الله مجددي ، دافغانستان داسماعليانو دمشر سيد منصور نادري ، عالمانواو روحانيونو ، دپارلمان دځينو استازو و ديوشمير مخورو او د ځينو وزارتونو دمعينانو په ګډون جوړ شو .
دسيمينار په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام داطلاعاتو اوفرهنګ   دوزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
دپيغمبر _( ص)  داهل بيت مقام او دريځ دمسلمانانو په ذهنيت  کې ډير ستر او څرګند دي ، مسلمانانو په هر وخت او دتاريخ په هره پيړۍ کې دنبي کريم ( س)  داهل بيت دشخصيت او مقام په نسبت ستر احترام او ارزوښت ورکړي دي .
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي .
اهل بيت  دپيغمبر ( ص)  دلوړو او ځلاندو هدفونو په تحقق کې دخداى ددين په پراختيا ، دمدني ټولنې په جوړولو ، دديني ارزښتونو په خپرولو او بنسټيز کولو او دعلومو او ښوونې په پراختيا او داسلامي مدنيت په پراختيا کې داسلام په تاريخ کې په خپل نامه زياتي کارنامي او ارزښتونه  ثبت کړي دي .
وروسته داطﻻعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبري وکړي او وي ويل دغه سيمينار دهغې کورنۍ په باره کې دي چې دپروردګار عالم نازولې ده دهغې کورنۍ په باره کې چې الله ( ج )  په تطهير يې لاس پوري کړ .
ډاکتر رهين زياته کړه چې داهل بيت دکارنامو او دهغوى دژوندانه او وروسته هم دهغوي دپاتي کسانو دژوندانه په باره کې چې دامت له مقتديانوڅخه و زيات کتابونه او اثار ليکل شوي دي او په اسلامي نړۍ کې دهغوي شتون په حقيقت کې دهغو فضيلتونوتضمينوونکې و که چېري دپيغمبر دکورني تعاليمو دهغوى په استمرار  هلې ځلې  نه واي کړي  تريخ برخليک دمسلمانانو په برخه کېده .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزير داسلام دستر پيغمبر   اهل بيت دکارنامو او احوالو په اړوند معلومات ورکړل او وي ويل دفضيلت ، حق او ازادي په لاره کې دنړۍ د فداکارانو ترمنځ ډير ستر شخصيت له همدي کورني څخه سر پورته کړاو هغه  حضرت امام حسين و چې وينه يې دنړۍ تر پاي پوري خوټيږي  او دحق غوښتنې غږ يې ترقيامته پوري توپونه وهي .
  په دې سيمينار کې دهيواد جهادي مشر پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي داهل بيت دمقام او منزلت  په باب خبري وکړي او وي ويل که چېري داسلام دستر پيغمبر  داهل بيت محبت زموږ په زړه کې وي هيله ده .چې لوى  خداى ( ج )  زموږ ايمان سلامت وساتي او دلوى خداى( ج )  حضور ته په ايمان سره لاړ شو  خو که چېري دهل بيت محبت په زړه  کې ونه لرو زموږ ايمان په خطر کې دي .
دغه راز دسيمينار په اړوند دملي شورا دمشرانوجرګي پيغام د دادمحمد عنابي له خوا ولوستل شو چې په پيغام کې په دې ترڅ کې  چې دسيمينار جوړولو په خاطر داطلاعاتواو فرهنګ دوزارت قدرداني شوې ده ويل شوي دي چې داسلام دستر پيغمبر داهل بيت دژوندانه او کارنامو دعلمي _ څيړنيز سيمينار جوړيدل داسلام دمخکښانو او په تيره بيا دخداى درسول داهل بيت  کارنامي ، خاطرې او غوره خدمتونه چې تل يې دقران او داسلامي فضيلتونو په لاره کې  ګام اخستي دي اوداسلام دمبين  دين  ځلانده ډيوه روښانه ساتلې ده . دمحرم الحرام ورځ په لازيات پرتم سره ونمانځو .
دغه راز دسيمينار دکار په بهير کې  دشيعه ګانو دعالمانو شورا درييس شيخ محمد اصف محسني پيغام دسيد محمد حسين محقق زاده له خوا ، دافغانستان داسماعليانو  دمشر او دحکېم ناصر خسرو بلخي دفرهنګي مرکز درييس سيد منصور نادري پيغام دمحمد ارشاد معنوي او دملي شورا دغړي حاجي محقق پيغام دعيسي رحيمي له خوا ولوستل شول .
په دې سيمينار کې دشيعه ګانو دعالمانو شورا مرستيال حيات الله  صالحي هم داهل بيت دکارنامو په اړوند خبري وکړي او وي ويل چې ددښمنانو ټگۍ او برګۍ  هيڅکله داسلام مبين دين کمزوري  کولي نه شي او مسلمه امت بايد ددښمنانو ديرغل په وړاندې يو والې ، پيوستون او اتحاد ولري .
ددغه سيمينار علمي مجلس درييس په توګه دسيد محمدحسين محقق زاده دمرستيال په توګه دهجرالدين  اقبال او دمنشي د داد محمد عنابي له انتخاب وروسته خپل کار ته دوام ورکړ
په علمي مجلس کې دپوهانو له خوا داهل بيت دادبياتو په هينداره کې د قتيل خوږياني له خوا ، اهل بيت وحقوق انها دعبدالرحمن  حکېم زاده له خوا ، نبايد هاي عزاداري درافغانستان دسيد حسن واعظ زاده  له خوا ، اهل بيت و تفسير قران دعلي جان زاهدي له خوا او امام حسين په مديريت واقعه عاشورا دهمدرد له خوا علمي څيړنيزي مقالي ولوستل شوي .
دغه راز دسمينيار دويم علمي مجلس درييس په توګه دعلي جان زاهد ،دمرستيال په توګه دمحمد عيسي رحيمي او دمنشي په توګه د داد محمد عنابي له انتخاب وروسته خپل کار ته دوام ورکړ .
په دي مجلس کې محمد اسحق ذاکري  داهل بيت محور تقريب واتحاد  تر عنوان لاندې مقاله ، هجرالدين اقبال داهل بيت و علمي مرجعيت ، تر عنوان لاندې مقاله ، داود نظري نقش زنان در ترويج فرهنګ عاشورا  ، ميرمن نظري ونقش زينب دجاودانه سازي قيام عاشورا تر عنوان لاندې مقالي ولوستلي .
 

کابل – باختر دليندۍ لومړى
دتيرې يوې مياشتې په بهير کې شپږ سوه مهاجرې افغان کورنۍ له ايران څخه ايستل شوي دي.
دغه کورنۍ دوريښمو پله له لارې دنيمروز ولايت ته راغلي دي او له راجستر او مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اړوندو ولايتونو ته استول کيږي.
دنيمروز ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس محمد اکبر چخانسوري باخترآژانس ته وويل: دايران له کرمان او بندر عباس څخه دافغان مهاجرينو دايستلو په باب دوه مياشتې مخکې ضرب الجل ټاکل شوى و چې تراوسه شپږ سوه شپيته مهاجرې کورنۍ دوريښمو پله له پولى څخه هيواد ته راستنې شوي دي.
خبرځاى زياته کړه : تيره اوونۍ هم له پنځلسو څخه ترشلو پورې افغان مهاجرې کورنۍ دايران دبلوچستان ايالت دچاه بهار له ولسوالۍ څخه دوريښمو پله له پولى څخه چې دزرنج ښار په څلور کيلومتري واټن کې ده افغانستان ته استول شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ، له ايران څخه راستانه شوى کورنۍ له راجستر او دنړيوال مهاجرت دسازمان له خوا دکارتونو او دمرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اړوندو ولايتونو ته واستول شول چخانسوري زياته کړه: هرې کورنۍ ته دهغو دغړو په تناسب له پنځلسو څخه ترپنځو سو ډالرو پورې نقدې پيسې او دغنمو، غوړيو ،دال نخود او مالګې په ګدون خوراکى توکي هم وويشل شول ،دنيمروز ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس دڅرګندونو له مخې: هغه کسان چې له ايران څخه راستانه شوي دي له څلورويشتو ساعتونو څخه تر اته څلويښتو ساعتونو پورې په هغه کمپ کې چې دنړيوال مهاجرت دسازمان له خوا تمويليږي ورته هرکلى ويل کيږي او خدمتونه وړاندې کيږي.
خبرځاى زياته کړه. له ايران څخه دمهاجرينو راستنيدل دوام لري.
 

لندن – باختر دليندۍ لومړى
دبريتانيا دولت دسوريې دحکومت دمخالفينو ايتلاف په رسميت وپيژند او په نږدې راتلونکي کې به سوريې خلکوته دمرستو دزياتوالي پروګرام اعلام کړي.
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير ويليم هيګ پرون په عوامو مجلس کې ديو رپوټ په ترڅ کې اعلام وکړ چې  ددغه هيواد دحکومت تصميم نيولى دى.
چې دسوريې دانقلابي ځواکونو ملي ايتلاف او مخالف دسوريې د خلکو ديو اځنى قانوني استازې په توګه په رسميت وپيژني. دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير دتيرې جمعې په ورځ دسوريې د مخالفينو دايتلاف رييس معاذ الخطيب او دهغه له دوو تنو مرستيالانو سره په لندن کې وکتل او پرون هم داروپا اتحاديې اعلام وکړ چې دغه تشکيل دسوريې دخلکو داستازې په توګه بولى، فرانسې او ايتاليا هم دغه ايتلاف په رسميت پيژندلي دي.