19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  : 
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي له خوا دعمان دملي ورځې له امله ددغه هېواد داعليحضرت په نامه په دې شرحه دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .
اعليحضرت سلطان قابوس بن سعيدآل سعيد
دعمان سلطان !
السلام عليکم ورحتمه الله وبرکاته
اجازه راکړي دافغانستان دخلکو په استازيتوب دعمان دملي ورځې  په مناسبت دخپلې مبارکي مراتب تاسو اعليحضرت اودعمان ورور ولس ته وړاندې  کړم .
افغانستان له ورور هيواد عمان سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي هيله ده دغه اړيکې په بيلابيلو برخو کې ترپخوا زياتي اوپراخې شي .
دلوى خداى  ح له دربار څخه تاسو اعليحضرت ته دروغتيا اوبرياليتوب اودعمان ورور ولس ته دسوکالۍ او نيکمرغۍ  دعا کوم.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
په روان کال کې په افغانستان کې دکوکنارو کرکيله دتيرعيسوي کال په پرتله  په سلو کې اتلس  زياته شوې ده او دا کيداي شي دخطر يو زنګ وي .
دملګروملتودسازمان دنشه يي توکو اوجرمونوسره دمبارزې  دادارې رييس  ددغه ټکي دبيانولو په ترڅ کې وويل دغه سروي  دافغانستان دحکومت اودملګروملتو دسازمان له خوا شوې ده .
ددغې  ادارې ساحوي رئيس  جان لوک وويل : تراوسه پورې  ده ته نه ده روښانه شوې  چې ولي    دکليو دبيا  جوړولو او پراختيا وزارت  له هلوځلو اودملي پيوستون دپروګرامونو له تطبيق سره سره   دافغانستان په کليو اوبانډو کې دنشه يي توکو دکرکيلې  مخه نه ده نيول شوې .
په دې غونډه کې چې  له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو وزير ضراراحمد مقبل هم برخه لرله ناامني  يې  دنشه يي توکو دکرکيلې دزياتوالي اساسي علت وباله .
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو دوزيردڅرگندونوله مخې  دافغانستان په ګوټ  ګوټ کې   په يوسلو څلورپنځوس زره هکتاره ځمکه کې  کوکنارکرل شوي دي  دقندهار ، هلمند، فراه  اود نيمروز ولايتونو ددغو کوکنارو په سلو کې نوي  ځان ته اختصاص کړى دى .
مقبل وايي ترلاسه شوي ارقام ددې څرگندوى دى  چې په هيواد کې  دکوکنارو  کرکيله دتيرکال په نسبت په سلو کې اتلس  زياته شوې ده .
په دې غونډه کې دنشه يي توکوپرخلاف  دمبارزې په چارو کې  دکورنيو چارو وزارت معين جنرال بازمحمد احمدي وويل ، ددغې ادارې يوسلو يوولس تنه  پوليس   دکرل شويو کوکنارو  په اړولو کې وژل شوي دي او نوولس تنه نور ټپيان شوي دي  او دقاچاق وړونکو دنيولو په مقصد يې پنځه پراخ عمليات ترسره کړي دي .
دولسي جرګې  له نشه يي توکوسره دمبارزې دکميسيون رييس حاجي محمدولي عليزي هم  په هيواد کې دکوکنارو دکرکيلې دزياتوالي له امله انديښنه څرگنده کړه او دباختراژانس خبريال ته يې وويل چې په ناامنوولايتونو کې دنشه يي توکو  د کمښت په لاره کې يې له نشه يي توکوسره  دمبارزې دچارو له وزيرسره غونډې کړي دي  چې له دې لارې  دناامنو سيمو اودلرى پرتو کليو دجوماتونو ملاامامان په دې اړوند تبليغاتي پروګرامونه پيل کړي چې له دې لارې خلکو ته معلومات ورکړي  . ده دنشه يي توکو دکروندګرو په وړاندې  دمبارزې په اړوند خپل مخالفت څرگند کړ او ويې ويل  په زور او جبر اودکورونو په لټولو سره خلک  له دولت څخه لا زيات لري والي غوره کوي.
 

ميمنه  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
يوپخواني  جهادي قوماندان تيره  شپه دناپيژندلو وسله والو کسانو له خوا په فارياب ولايت کې ووژل شو.
دفارياب ولايت  دپښتون کوټ ولسوال عبدالقدير باختراژانس ته وويل يو پخوانۍ قوماندان امان الله پهلوان هغه وخت دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزوسره ووژل شو  چې  په دهندره سيمه کې  دماخستن دلمانځه له ادا کولو وروسته خپل کور ته روان و .
يوه اړونده خبرځاى وويل  په دې پيښه کې ددغه قوماندان زوى هم ټپي شوى دى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى .
ديوبل خبرله مخې : دوه تنه پرون دپښتون کوټ ولسوالۍ په ده تور ساحه کې  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزوسره ووژل شو او ددواړو  پيښو عاملين  له ساحې څخه تښتيدلي دي اوپوليس دهغوى دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
دبرقي تذ کري دويش دادارې خبرتيا:
هغو کانديدانو ته چې پخوا يې  دبرقي تذکري  دويش ادارې ته  خپل غوښتن ليکونه ليږلي دي  اوشهرت يې دکورنيو چارو وزارت  په ويب سايت
(   (WWW.MOI.GOV.af کې  په جدول کې ليکل شوې وې  خًبر ورکول کيږي چې  له ټاکلي وخت سره سم دې  دنوم ليکنې لپاره  له دوو عکسونو اودخپل تابعيت دتذکري له اصل سره  په خوشحال خان مينه کې پوليتخنيک ته څيرمه دپوليسو داکاډمي مقر ته ورشي .
١_   دښځينه برخې کانديدان د ١٣٩١ کال  دليندي دمياشتې په اوومه نيټه دسه شنبې دورځې  دسهار په نهو بجو.
٢_  دنارينه برخې کانديدان دسرټيم دنوم ليکنې دستر مامور ، دنوم ليکنې دمامور  اودټولنيزې همکاري په ګډون دپستونو په تفکيک سره  د١٣٩١ کال دليندي دمياشتې  په اتمه نيټه  دچهارشنبې دورځې دسهار له نهو بجو څخه  دمازيګر ترپنځو بجو پورې .
٣_  هغه کانديدان  چې  خپل غوښتن ليکونه يې ليږلي دي  خو اعلام شوي  پستونه يې  نه دي مشخص کړي  د ١٣٩١ کال  دليندي دمياشتې په نهمه نيټه دپنجشنبې دورځې دسهار له  ٩ بجو څخه دمازيګر ترپنځوبجوپورې .
يادونه :  
١_  هغه کانديدان  چې خپل پستونه يې نه دي مشخص کړي  ،.د دندې هغه لايحه چې دکورنيو چارو وزارت په سايت کې شته ، مطالعه کړي  او دنوم ليکنې په وروځ دې  خپل نظر وړ پست  مشخص کړي .
٢_  محترمو کانديدانو ته خبرورکول کيږي  چې په کمپيوتري مهارتونو په برلاسي سربيره  له پښتو او دري   ژبو سره بشپړه بلدتيا حتمي ده .هغه اشخاص چې دازموينې په پارچو کې يې  املاحي او انشايي غلطي په ليکنو کې يې  وليدل شي رديږي .
٣_  بريالي کانديدان مکلف دي  په ډيرو لرو پرتو ولايتونو ، ولسواليو ، کليو اوبانډو کې دنده ترسره کړي  اودپروګرام تر پاى ته رسيدو پورې دقرارداد دفسخه کولو حق نه لري .
٤_  له غيرحاضرانو څخه وروسته ازموينه نه اخيستل کيږي .
د مهرباني له مخې دځان ، مقاماتو  اودمسوولينو دلا لهاندي سبب نه شئ .

کابل  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
ددايکندي ولايت داشترلي ولسوالۍ يو شمير مشرانو او مخورو نن له غرمې وروسته  دجمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دکتنې برخه والو داشترلي ولسوالۍ دمرکز دموقعيت  په ګډون ددغې سيمې دسيمه ييزو ستونزو په باب د جمهوررييس مرستيال ته معلومات ورکړل.
ددوى دڅرگندونوله مخې،  ددايکندي ولايت پخواني والي اودغه راز هغه هيئت  چې موظف کړاي شوي و داشترلي ولسوالۍ مرکزيت د قوچنغي  په نامه سيمه کې تثبيت کړي دي اوتراوسه پورې په دغه ځاى کې ديوشميردولتي ارګانونو  دجوړولو په لاره کې  اقدامات هم شوي دي .
دوى وويل  چې تراوسه پورې په دې سيمه کې دامنيې قوماندانۍ ودانۍ ،  دکرنې او اوبولګولو وزارت دزيرمې ګودام ، يو جومات او کاريز جوړشوي دي  او سربيره پردې  دښاروالۍ له خوا دځمکې يوشمير نمرې تثبيتې شوي دي او دسيمې په اوسيدونکو ويشل شوي دي   چې له خلکو څخه ترلاسه شوي پيسې هم ددولت خزانې ته ليږدول شوي دي .
داشترلي ولسوالۍ دمشرانو دڅرگندونوله مخې په دې وروستيو وختو کې يو هيئت دغې سيمې ته سفرکړى دى  اوپه خپل رپوټ کې يې غوښتي دي  چې داشترلي ولسوالۍ مرکزيت دې  د شيخميران سيمې ته وليږدول شي .
دکتنې برخه والو  ويل چې تراوسه پورې په دې سيمه کې ددولتي ادارو لپاره داوسنيو ودانيو د جوړولو په لاره کې  څه دپاسه يومليون ډالره لګيدلي دي ددغې ستونزې دحل کولو غوښتنه يې وکړه.
دجمهوررييس مرستيال برخه والو ته ښه راغلاست دويلو په ترڅ کې او دې ته په اشارې سره چې داشترلي ولسوالۍ يوه ډيره لرى پرته او غرنۍ سيمه بلل کيږي داشترلي ولسوالۍ  دخلکو دسيمه ييزو ستونزو په حل کولو باندې  تينګار وکړ.
دجمهوررييس مرستيال   دخدمتونودپراختيا په لاره کې  ددايکندي ولايت له سيمه ييزې ادارې سره ددغې ولسوالۍ دخلکو دهمکاري اومرستې له امله مننه اوقدرداني وکړه .
ده دغه راز داشترلي ولسوالۍ دمرکز  دموقعيت دټاکنې په باب ددغې ساحې دخلکو  دستونزو په باب څرګنده کړه چې داړوندو ارګانونوله خوا له لازم څيړنو وروسته به په دې باب تصميم ونيول شي .
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
دمشرانو جرګې له رئيس فضل الهادي مسلميار سره  په ننني غونډه کې   ، دپکتيا ولايت سناتور  عبدالحنان  حقويون ددولتي ځمکې دغصب  . دبياجوړولو دبهير د کمزورتيا ، ناامنيو اودځينو نورو مسلو په باب  ددغه ولايت  دسيمه ييزو ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې دمشرانو جرګې رييس دې  دهغو په حل کولو کې  دپکتياولايت له خلکوسره  مرسته وکړي.
په دې غونډه کې مسلميار  دخبروپه ترڅ کې  په هيواد کې دقانونيت دتطبيق  ، ښې حکومت والي او دامنيت دتامينولو داړتيا په باره کې رڼا واچول او ژمنه يې وکړه  چې  ددغه ولايت   دطرحه شويو ستونزو په باب به  له مسوولو ارګانونوسره  خبرې وکړي.
دغه راز دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن  دخپل کار په دفتر کې دبغلان دوالي دکړو وړو په باب ددغه ولايت دوالي  څرگندونې واوريدې.
په پيل کې  دبغلان والي دامنيتي حالت اودپرمختيايي پروژو دتطبيق په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې له نيکه مرغه دخلکو په همکاري  مطلوب هدفونه ترلاسه شوي دي  او دپرمختيايي پروژو دتطًبيق په لاره کې نږدې دوه نيم مليونه ډالره لګيدلي دي .
دمشرانو  جرګې لومړي نايب  دخبرو په ترڅ کې  د بنسټونو دارزښت  يادونه وکړه  او ددغه ولايت  دنوى والي  کړه وړه يې وستايل او ويې ويل چې بغلان دهيواد دصنعتي ولايتونو  څخه دى او اغيزمن مديريت ته اړتيالري  چې ددغه ولايت دصنعتي او اقتصادي پروژو په بيارغاونه اوفعالولو کې له نوښت څخه کار واخلي .
دغه رازدمشرانو جرګې  دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکابل ولايت دشکر درې ولسوالۍ د  کوکچين دکلي له يوشمير خلکوسره دخپل کار په دفتر کې وکتل اودهغوى ستونزې يې واوريدې.
په دې کتنه کې څوتنو دنورو په استازيتوب دزبرځواکو له خوا دخپلو ځينو ځمکو دغصب په باب خپلې ستونزې څرگندې کړې او ويې ويل  چې  پنځه جريبه ځمکه يې  دسردارمحمدداودخان له وارثانو څخه  پيرودلې ده  او شرعي سندونه  په لاس کې لري  خوپه دې وروستيو وختو کې  دقيوم نومې  له خوا دپوليسو په ملاتړ  په دغه ځاى کې کانتينرځاى پرځاى شوى دى  اوله مسوولو مراجعوسره يې هم دهغوى دستونزو په حل کولو کې پاملرنه نه ده کړې.
دمشرانو جرګې دويم نايب اوسني ستونزې په هيواد کې ددريو لسيزو بحران  زيږنده وبللې او زياته يې کړه چې په دغو ستونزو دبرياليتوب لپاره وخت او ډله ييزې مبارزې ته اړتيا ده  او هم يې ژمنه وکړه چې  دمشرانو جرګې داړوندو ارګانونوله لارې به دهغوى دستونزو دحل کولو په لاره کې اجراات وشي .
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
مرکزي بانک يوسلوڅلويښت مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي  دافغانستان بانک دروان کال دليندي دمياشتې په پنځمه او اوومه  ديکشنبې اوسه شنبې دورځوپه  داوطلبيو کې يوسلوڅلويښت مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي  بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبي فورمې  دليلام دورځو دسهار په لسو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي  او په لس نيموبجو دې بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پورې يې لس زره ډالره  تضمين په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دي تحويل کړي کولاي شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دى ګډون وکړي .
 

کابل – باختر دلنډى لومړى
داوستوپه نامه يوې راډيويي شبکې پرون په پکتيا ولايت کې په خپرونو پيل وکړ.
دغه راډيو داف – ام په څپو دورځې دولس ساعته خپرونې کوي.
داوستون راډيو دامتياز خاوند محمد کريم نوښتګر باختر آژانس ته وويل: دغه راډيو چې  د دري ويشتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت او داطلاعاتو اوفرهنګ درياست له خوا درسمي جواز دترلاسه کولو وروسته جوړه شوې ده دپکتيا دوالى جمعه خان همدرد له خوا پرانستل شوه او په خپرونويې پيل وکړ.
خبرځاى زياته کړه: دغه راډيو د ډول ډول پروګرامونو په خپرونو سره اوياکيلومترى واټن ترنشراتي پوښښ لاندې نيسي چې دمسلکى او تخنيکى غړو په ګډون پنځلس تنه پکې کار کوي دپکتياوالي  ددغې راډيو دپرانستلو په مراسمو کې وويل: دپکتيا ولايت دنورو برخو ترڅنګ دمطبوعاتو په برخه کې هم زيات پرمختګو نه کړي دي چې کولاي شو دصوتي رسنيو يادونه وکړو.
ويل کيږي دپکتيا والى هم ددغې راډيو دپروګرامونو دښه والى په خاطر دپنځو زرو ډالرو مرسته وکړه. اوس په پکتيا ولايت کې په ملي راډيو سربيره شپږ نورې راډيوګانې هم چې درې يې دپى آرتى له خوا تموليږي نشراتي فعاليت لرى.
 

Wednesday, 21 November 2012 13:44

کابل – باختر دلنډى لومړى

کابل – باختر دلنډى لومړى
داستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون دنجونو دواليبال ټيم دشمشاد ٢٠٢ زون دنجونو په الف ټيم په برياليتوب سره دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې دجام دسياليو اتل شو.
دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې رييس سيد محمود ضيا دشتى باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې د پنځوټيمونو په ګډون درې ورځې مخکې دشمشاد د٢٠٢ زون په جمنازيوم کې پيل شوې وې پرون مازيګر داستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون دټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې (اموا) جام دنجونو دواليبال د سياليو په لومړى پړاو کې دشمشاد د٢٠٢ زون دالف او ب ، داستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون دبدني روزنې دپوهځي او دالزهرا دټولنې ټيمونو ګډون کړي و.
دشمشاد د٢٠٢ زون قوماندان فضل الدين عيار باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ له ورزشکارو ځوانانو سره دپوليسو داړيکو دنږدې کيدو په خاطر پيل شوې  وې.
ده څرګنده کړه په پام کې لري چې دغه شان سيالۍ زياتې ترسره کړي او دپوليسو دمنسوبينوترمنځ ورزش ته وده ورکړي.
ديادونې وړده چې ددغو سياليو په پاى کې دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې او دشمشاد د٢٠٢ زون دقوماندانۍ له خوا برابرشوي سوغاتونه او جايزې غوره ټيمونو ته ورکړى شوې.
دغه راز په دغو سياليو کې دشمشاد د٢٠٢ زون الف ټيم او دالزهرا دټولنې ټيم دويم او دريم مقامونه وګتل .
 

کابل – باختر دلينډى لومړى
اووه تنه وسله وال مخالفين تيره شپه په لوګر ولايت کې دناټو د ځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شول.
ويل کيږي په دې بريد کې دوه ښځې چې دسيمې اوسيدونکي دي هم ټپيانې شوي دي.
دلوګر ولايت دهمغږي دزون قوماندان باختر آژانس ته وويل: دطالبانو ديو قوماندان ملاابوبکر په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان د برکى بره ک ولسوالۍ دالله داد خيلو په کلى کې دناټو ځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شول او دوه تنه ملکى وګړې ټپيان شول، دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ټپيان دناټو دځواکونو له خوا  د درملنې په مقصد دولايت مرکزته وليږدول شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتو کې ددښمن درې کلاشينکوفونه ،يوه تومانچه ،يوبم غورځونکې ،اته ايکم مخابرې ،يوه دوربين او څوموبايلونه هم دناټو دځواکونو لاسته ورغلي دي.