26 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کاپيسا کې دطبيعي پېښو زيانمنو شويو کسانو غنم ترلاسه کړل .

کابل / دليندي ٥مه / باختر : په کاپيسا ولايت کې...

حسينه ساپۍ دتاريخي ابدو په ساتنې ټينګار وکړ .

کابل / دليندي ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې...

شپږ طالبان په بلخ کې ووژل شول .

کابل / دليندي ٥مه / باختر : ٦ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان اوفرانسې دبهرنيو چارو وزيرانو نن ددواړو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو سندونه يوبل ته ورکړل.
دغه سندونه دروان کال په لومړيو وختو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اودفرانسې د جمهورو رييسانو له خوا لاسليک شوي و اودهيواد دملي شورا له تصويب وروسته يوبل ته ورکړل شول.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول  په هغه ګډ  خبري  کنفرانس کې چې له خپل فرانسوي سيال سره يې درلود  دافغانستان اوفرانسي  ترمنځ دتاريخي  دوستي ته اشاره وکړه او ويې ويل چې افغانستان اوفرانسه  ددوستي اتياکلنه سابقه لري اوداکولاي شي ددواړو ملتونو ترمنځ  ددوستي اوهمکاري  ژورپيوندونه لا پسې پياوړي کړي.
دبهرنيو چارو  وزير دغه راز څرگنده کړه چې دافغانستان خلک هيڅکله دفرانسې ددولت  اودخلکو همکاري نه هيروي  .
دغه راز په دې خبري کنفرانس کې دفرانسې دبهرنيو چارو  وزير دافغانستان اوفرانسې  ترمنځ داوږدمهالو همکاريو سند ددواړو هيوادونو ددوستي سمبول وباله اوزياته يې کړه  چې دغه سند ترشلو کلونو پوري د دواړو هيوادونو  همکاري  تضمينوي اوله شلو کلونو وروسته هم دتمديد وړ دي.
دغه رازده په نږدي راتلوونکې کې دافغانستان لپاره دکادري روغتون دجوړولو خبرورکړ.
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير دغه راز زياته کړه  چې د ٢٠١٤ کال وروسته دفرانسي  يوه برخه ځواکونه پاتي کېږي  اودافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې په برخه کې  مرسته کوي .
افغانستان اوفرانسې  د روغتيا، کرنې ،  کانونو ، امنيت ، جيولوجي اوپه نورو برخو کې  داوږد مهالو همکاريو سند لاسليک کړي دي.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
وروستۍ ډله افغاني حاجيان دتيري شپي په نيمايي کې دآريانا افغان هوايي شرکت ديوې الوتکې په واسطه جدې ته ورسيدل اوپه دې ډول  دافغاني حاجيانو دليږدونې عمليات پاى ته ورسيدل .
دباخترا ژانس استول شوي خبريال نثاراحمدنوير له مکې مکرمي څخه خبر راکړ.
په مکه مکرمه کې دحج او اوقافو وزارت خبرځايونه  وايي چې وروستۍ ډله افغاني حاجيان تيره شپه دآريانا افغان هوايي شرکت ديوي الوتکې په واسطه جدي ته وليږدول شول اودحاجيانو دليږدونې عمليات پاى ته ورسيدل مسوولين وايي  چې دليږدونې عمليات دزماني جدول له مخې ترسره شوي دي اوپه دي لاره کې جدي ستونزه نه وه .
مسوولينو دغه راز ويلي دي کوښښ شوي دي چې دمکې مکرمې اومديني منوري په ښارونو کې  افغان حاجيانو ته لازمې اسانتياوي برابري شي  .
دهمدغو هلوځلو په لاره کې تيره شپه دحج او اوقافو وزير ډاکترمحمديوسف نيازي په داسې حال کې  چې دڅارنې رييس انجينر محمديوسف پښتون اوسلاکار وزير غلام محي الدين بلوڅ هم حاضر و داسيادجنوب موسسې له رييس عرفان کاتب سره چې په  مکه مکرمه کې داسيا دجنوب دهيوادونو دحاجيانو چاري په غاړه لري وکتل اوپه منا، عرفات  اومزدلفه کې افغان حاجيانو ته دلازمو اسانتياو دبرابرولو په اړوند يې خبري وکړي.
داسيا دجنوب دموسسې رييس دافغاني بعثه  له خوا همغږي کارونه او نيول شوي تدبيرونه وستايل اوافغاني بعثه يې يو بريالي مرکز وباله  اوله افغاني حاجيانو اوبعثه سره يې دزياتو همکاريو په لاره کې داسيادجنوب دموسسي دتياري يادونه وکړه.

کابل- باختر دتلې نحه ويشتمه
په کاپيسا ولايت کې نن دملي اردو يو زغره وال تانګ دچپه کېدو له امله دملي اردو څلورتنه سرتيرى شهيدان او يو بل سرتيري ټپي شو دکاپيسا دوالي د دفتر مطبوعاتي مسوول قيس قادري باختر آژانس ته وويل دملي اردو دسرتيرو زغره وال تانګ دنجراب ولسوالۍ په احمد بيک غونډى کې دامنيتي دندى له پاى ته رسولو وروسته ددغه ولايت مرکز ته دستنيدو په لاره کې دمحمود راقي ښار په مربوطاتو کې دسولانګ غونډې په سيمه کې له واټ څخه واوښت او چپه شو.
خبرځاى وويل په دې پيښه کې دملي اردو څلورتنه سرتيرى شهيدان او يو بل سرتيرى ټپى شو.
قادري وويل ټپي سرتيرى دسختو ټپونو له امله کابل روغتون ته ليږدول شوى دى.
 

کابل- باختر دتلې نحه ويشتمه
دشهيد رباني دښوونې او روزنې دواليبال ټيم دپوليسو په ٢٠٢ شمشاد ټيم له برياليتوب وروسته اتل شو.
دغه سيالۍ چې دڅلورو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې په وروستۍ پړاو کې نن دشهيد رباني دښوونې او روزنې دواليبال ټيم يوې په مقابل کې په دريو سره دپوليسو د٢٠٢شمشاد زون دقوماندانۍ په ټيم بريالي شو.
دباختر آژانس خبريال ته دافغانستان دروزشکارانو ملي اتحاديې درييس ضيادشتي دمعلوماتو له مخې دغه راز دشمشاد د٢٠٢ زون دالف ټيم دويم مقام او دښوونې او روزنې دپوهنې ټيم او دشمشاد دزون دبي ټيم دريم او څلورم مقامونه وګتل.
ددغو سياليو په پاى کې برابر شوى کپونه او ستاين ليکونه د شمشاد د٢٠٢ زون دقوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار او دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې درييس ضيا دشتي له خوا په ګټونکو ټيمونو وويشل شول.
 

کابل باختر دتلې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن سهار د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د ټیمونو  له غړوسره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه چې په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د فوټبال له لوبغاړیو سره د روغبړ کولو په ترڅ کې هغوی ته مبارکي وویله او دوی یې په ملي او بین المللي کچه د بریاوو لپاره وهڅول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي وویل چې د ځوانانو تر منځ ورزشي سيالۍ ، د هغوی د هڅونې اود استعدادونو د غوړېدا لپاره دي. هغه لوبې چې د فوټبال ټیمونو ترسره کړې، دا یې وښودله چې افغانستان ډيرښه  ځوان استعدادونه لري او پدې خاوره کې د بل هر هېواد په پرتله د پرمختګ او ترقۍ ډېر امکانات موجود دي.
دغه راز جمهور رئیس کابل ته د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه د فوټبال د ټیمونو راتګ د افغان ځوانانو لوی نمایش وباله، د طوفان هریرود ټیم غړیو ته چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لوبو کې یې لومړی مقام ګټلی مبارکي وویله او نور ټیمونه یې هم وهڅول چې په راتلونکو کلونو کې دغه مقام وکټي .
همدا راز په دې کتنه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د فوټبال ټیمونو روزونکو د خپلو فعالیتونو او امکاناتو په اړه د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
د هرات ولایت ورزشي آمر عبدالقیوم جامي د هېواد د سپورټي ټولنې د ودې او پیاوړي کولو لپاره له  جمهور رئیس له هڅونو له امله  مننه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د افغانستان د ملت د یوه موټیتوب او ملي وحدت لپاره یوه ښه نمونه وه.
ده وویل چې د هېواد لوبغاړو په دې لوبو کې وښودله چې افغانستان د څو کاله مخکې هېواد ندی او نن یو داسې نسل لري چې علم او ورزش ته یې مخه کړې ده.
جامي د افغانستان د خلکو د هرکلي یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان خلکو ددې لوبو په هرکلي سره وښودله چې افغانان د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي. 
ده همداراز وړاندیز وکړ چې په هېواد کې د سپورت د لاودې او پرمختګ لپاره دې د هېواد ورزشي لوبغالي او عواید په ورزشي فدراسیونونو پورې اړه پیدا کړي.
ورپسې د المپیک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر خبرې وکړې او په معاصر تاریخ کې یې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ ددې لوبو ترسره کول یې د المپیک کمېټې لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.
اغبر ډاډ ورکړ چې د افغانستان ځوان لوبغاړي به ددې جوګه شي چې  په ملي او نړیواله کچه لویې لاسته راوړنې ولري.
د یادونې  وړ ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د ټول هېواد په کچه له اتو ټیمونو څخه جوړ دی چې په هغه کې طوفان هریرود، سیمرغ البرز، میوند اتلان، سپین غر بازان، اباسین څپې، موج های آمو، عقابان هندوکش او شاهین آسمایي ټیمونه شامل دي.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
دبهرنيو ځواکونو له خوا نن دلوګرولايت په ولايت دبره کي برک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په يو باروړونکي  موټر دډزو له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دبره کي برک ولسوال سيدوکيل باختراژانس ته وويل دايتلاف دځواکونوله خوا ډزې هغه وخت وشوي چې دبار وړونکي موټر چلوونکي دپلټنې په ساحه کې دهغوى ددريدو امر ته پاملرنه ونه  کړه اودهغوى له خوا پري ډزې وشوې.
يوه اړونده خبرځاى وويل  په دې پيښه کې موټرچلوونکي اويوتن بل ټپيان شوي دي اودپيښې ټپيان دايتلاف دځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي دي.
 

فراه- باختر دتلې نحه ويشتمه
پوليسو پرون درې تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ونيول.
ويل کيږي چې دطالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان هم په نيول شويو کسانو کې شامل دى.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد غوث مليار باخترآژانس ته وويل: چې دغه کسان دپوليسو له خوا دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په عملياتو ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه چې دغو کسانو دفراه ولايت په اړوندو ولسواليو او دفراه ښار په مربوطاتو کې په ورانکارو او ترورستي عملياتو کې فعاله ونډه لرله.

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
دسوداګرۍ او صنايعو وزير وايي چې دهيواد د صنايعو نوى پاليسي د وزيرانو شورا له خوا تائيد شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې: دسوداګرۍ اوصنايعو وزير ډاکتر انوارالحق احدي چې نن يې په يو خبري کنفرانس کې خبرې کولې؛ څرگنده کړه: په څو تيرو کلونو کې په هيواد کې  دصنايعو په برخه کې  کومه مشخصه پاليسى موجوده نه وه، خو اوس داسې  پاليسى برابره شوى ده  چي بشپړې ګټې پکې دي. دغه پاليسي دخصوصي سکتور د نظريو په پام کې نيولوسره دصنعتکارانوله  خوا تدوين شوى ده .
د سوداګرۍ او صنايعو وزير زياته کړه: دصنايعو له نوى پاليسي سره سم حکومت په پام کې لري چې مالي صندوق جوړ کړي چې سوداګرو او صنعتګارانو  ته د اړتيا وړ پور ورکړي  .
دغه راز دسودا ګرۍ او صنايعو وزير په چاه بهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتياو د برابرولو  يادونه وکړه  او ويې ويل  چې د ايران دولت په چاه بهاربندرکې پنځوس هکتاره ځمکه د افغانستان دسوداګرۍ او صنايعو وزارت په واک کې ورکړى ده  چې په افغاني سوداګرو په چاه بهار بندرکې دځمکې د ويش کار پيل شوى دى. که چيرې افغاني سوداګر په دې تجارتي بندرکې دځمکې د اخيستلو هيله ولري، کولاى شي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لارې ترلاسه کړي.
دغه راز په شيرخان بندرکې يې   په سوداګرو دځمکې د ويش  دکار دپيل يادونه هم وکړه او ويې ويل: که چيرې ملي سوداګر وغواړي په دې ښارګوټې کې ځمکه ترلاسه کړي، خپل غوښتنليکونه دې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته وسپاري.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
په هلمندولايت کې ملي پوليسو تيره شپه دوه تنه ياغي طالبان له يوې  اندازې  چاوديدونکو توکوسره ونيول  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: نيول شويو کسانو دغه توکي په يو ډاډسن موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې په هلمند ولايت کې په  يو لړتروريستي بريدونوکې وکاروي چې دپوليسو له خوا ددغه ولايت دګرمسير ولسوالۍ  په لکى سيمه کې ونيول شول.
دغه راز دملي پوليسون منسوبينو پرون دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې څلور تنه ياغي طالبان له دوو کلاشينکوفونو او دوو مخابرو سره ونيول.
ديوبل خبرله مخې دهلمندولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پرون له غرمې وروسته دياغيانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ په نښته کې درې تنه ياغي طالبان ووژل شول اويوه پيکا، درې کلاشينکوفونه  او دوه موټر سايکلونه هم دملي پوليسو لاس ته ورغلى دى .
 

قلعه نو\ باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
په بادغيس ولايت کې  دملي اردو دځواکونو اوطالبانو ترمنځ په نښته کې دملي اردو دځواکونو دوه تنه سرتيرې شهيدان او يو تن بل يې ټپي شو.
دبادغيس ولايت د رسنيو دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:  دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې دملي اردو دپوځيانو دسپرلۍ موټر دطالبانو له کمين سره مخامخ شو.
دغه راز په خبرکې ويل شوى دى چې ددغې نښتې له امله وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتې دى چې دقيق ارقام يې نه دې ترلاسه شوى .