19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
دافغانستان دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي دبريټانيا د اردو له لوى درستيز سترجنرال ډيويډ ريچارد سره دملي دفاع وزارت په مقر کې وکتل.
دملي دفاع وزارت  د ويندوى مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته وويل:په دې  کتنه کې  دافغانستان د امنيتي حالاتو ، د ښوونې او روزنې دبهير ، دملي اردو دپرمختيا ، دامنيتي مسووليتونو  دليږدونې څلورم پړاو ته د تيارى او دملي اردو دبېلابېلو ليکو دسمبالولو د اړتيا په باب  خبرې  وشوې.
  دملي دفاع وزير دخبروپه ترڅ کې وويل: افغان امنيتي پوځونه تيارى لري  چې له ټاکلې پروګرام سره سم ، دامنيتي مسووليتونو دليږدونې څلورم پړاو پيل کړي . مهمه داده چې افغان امنيتي پوځونه  په تېره بيا  دملي اردو ځواکونه په داسې وسلو سمبال شي چې دهيواد امنيتي اړتياو ته  ځواب ووايي .
  دملي دفاع وزير د بريټانيا له دولت څخه وغوښتل چې د توپچې پوځ  دملاتړ، دکشف او استخباراتو دتجهيزاتو، دماين  دشنډولو، دتجهيزاتو او له  ٢٠١٤ کال څخه مخکې دچاوديدونکو توکو دشنډولو په برخه کې  دافغانستان له ملي اردو سره  مرسته وکړي .
  دغه راز  دافغانستان دملي دفاع وزير د بريټانيا له دولت څخه وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره، دافغانستان ګاوڼدي هيوادونه  دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي او په افغانستان کې  د سولې دټينګښت په خاطر دسولې په بهير کې ونډه واخلي .
  په پاى کې  د بريټانيا د اردو لوى درستيزدملي دفاع د وزير خبرې ګټورې او ارزښتناکې وبللې او ډاډ يې ورکړ چې ددغه هيواد اردو به  له  ٢٠١٤ کال وروسته هم  دافغانستان دملي اردو دکيفي لوړولو په لاره کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
په پاى کې دمرکزي بانک دپيسو نيول شوي غله دکانتيوا له نا ارامې ولسوالۍ څخه  د نورستان ولايت مرکز پارون ښار ته وليږدول شول .
  دغه کسان په پارون ښار کې دمرکزي بانک دمليونونو افغانيو پيسو له لوټولو وروسته  دکانتيواد ناارامې ولسوالۍ د پويو سيمې ته  تښتيدلي و.
  پوليسو دغه کسان په همدې ځاى کې ونيول، خو ويل يې چې په لاره کې  د وسله والو طالبانو دشتون په دليل، دنورستان مرکز ته ددغو غلو ليږدونه  امکان نه لري .
دپنجشنبې په  شپه دريو تنو پوليسو چې په پارون ښار کې يې دمرکزي بانک دنمايندګي دساتنې مسووليت په غاړه درلود؛ ددغه بانک څه دپاسه ديارلس مليونه افغاني غلا کړې .
دنورستان د والي ويندوى احمد زرين له باختر اژانس سره  په اړيکه کې تاييدکړه چې دمرکزي بانک دپيسو دغلا په قضيه کې د دريو تنو تورنو پوليسو له جملې څخه دوه تنه يې له کانتيوا ولسوالۍ څخه پارون ته  ليږدول شوي دي او ډير ژر له څيړنې وروسته  عدلي او قضايي  ارګانونو ته سپارل کيږي .
ويل کيږي چې دغو مامورينو دمرکزي بانک څه دپاسه ديارلس مليونه افغاني غلا کړي شوې پيسې په خپلو کې  ويشلې وې .
په همدې حال کې د نورستان ولايت امنيه قوماندان غلام الله  نورستاني وايي چې د دريم مامور د نيولو لپاره چې ددغه بانک څه دپاسه څلور مليونه افغاني ورسره دي؛ پلټنې پيل شوې دي .
  دى وايي چې دغه راز د دغې پيښې د نورو عاملينودنيولو لپاره پلټنې دوام لري .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  دافغان تيلې کام شرکت د دوه ديرشو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  د وزير په شتون له جي ټي اي شرکت سره د جي اس ام او د جي- ٣ ډوله  مخابراتي  وسايل او تجهيزاتو د برابرولو په مقصد يو تړون لاسليک کړ .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير  انجنير اميرزى سنګين ددغه قرارداد د لاسليک کولو په وخت کې  څرګنده کړه: دمخابراتو وزارت په خپلو پاليسيو سره  په دې بريالي شوي دي  چې  په هيواد کې دمخابراتي او انترنتي خدمتونو د ودې او پرمختيا زمينه برابره کړي .
  انجنير سنګين دغه راز زياته کړه چې ددغه سکتور په ودې او پراختيا سره دملي او نړيوالو مخاپراتي ارتباطاتو دتامينولو، دښو عوايدو د ترلاسه کولو، دکار د زمينې د برابرولو زمينه مساعده شوې دي چې په کال کې څه دپاسه  دوه سوه مليونه امريکايي ډالره  عايد افغانستان ته ليږدول کيږي .
   ده دغه راز زياته کړه: په تېرو لسو کلونو کې دهيواد په سلوکې څه دپاسه پنځه اتيا وګړو په مخابراتي خدمتونو برلاسي  پيداکړي دي چې په دې برخه کې ديو اعشاريه  اتو ملياردو امريکايي ډالرو  پانګونه  شوې ده .
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير انجنير  امير زى سنګين زياته کړه: دافغان تيلې کام  شرکت په خپلو مالي امکاناتو سره له جي تي اي  شرکت سره  د دوه ديرشو  مليونو امريکايي ډالرو په لګښت  دجي اس ام او جي- ٣ مخابراتي وسايلو او تجهيزاتو  قرارداد لاسليک کړ چې له دغه شرکت څخه  دمخابراتي  وسايلو په پيرودنې سره، په پام کې دى نږدې اووه سوه تاوره اومخابراتي آنتنونه برابرکړي. هيله لرو مخابراتي وسايل  اوتجهيزات هغه ساحې مستفيدې کړي چې له دغو خدمتونو څخه  بې برخې دي .
 

کابل باختر دلړم  ديرشمه
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې  وروسته د بدني روزنې او سپورت او دالمپيک دملي کميټې له لوى رييس  او ددغه رياست له اداري هيئت سره په کتنه کې  په افغانستان کې د ورزش په وده او پراختيا کې د هغوى هلې ځلې  وستايلې  او وې ويل  چې په څو وروستيوکلونوکې ستاسو برياليتوبونه زموږ دهيواد دوياړ سبب دى  او دافغانستان  د ورزش په تاريخ کې به تلپاتې وي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل: زموږ خلک به  په ياد ولري چې تاسو دهيواد د ورزشي اماکنو په کنډوالو کارکړي دي؛ هغه مو ابادې کړې او په ټولو برخوکې د ورزش په ودې سره مو دافغانستان ورزش  مطلوب ځاى ته ورساوه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل: تاسوګرانو  ورزشکارانو د خولې په تويولو او په خپلو هميشنيو تمرينونوسره، په هيواد کې د ورزش د ودې په لاره کې دهمت ملا وتړله او په بېلابېلو ورزشي  سياليو او المپياوکې په ګډون سره مو  دخپل هيواد بيرغ په اوږو واخيست او افغانستان ته مو ښه نوم ګټلې دي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې ورزش يوه ډله ئيزه  ديني فريضه ده چې لوى خداى ( ج )  په قرانګريم کې مسلمانان په هغه مکلف کړي دي او تاسې ټول د سولې سفيران ياست او باور ولرئ چې ورزش  د دين تر څنګ د سولې ، دوستۍ او محبت  په لور  دځوانانو او دټولو بشري ټولنو په رهبري  کې ستر رول لري او کولى شي تاوتريخوالې او جګړه  له منځه يوسي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز  دافغانستان  دنجونو او ښځو ترمنځ د ورزش ودې او پراختيا ته اشاره وکړه او وې ويل: دافغانستان ټولې ښځې او  نجونې  د دې حق لري چې د اسلام دمبين دين د لارشوونو په پام کې نيولو سره، زموږ دخلکو غوره دودونه ورزش کړي او دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت يې  بشپړ ملاتړ کوي او پروګرام لري چې په دې لاره کې  خويندو ته  لازم فرصتونه  او امکانات برابر کړي .
  په دې کتنه کې جنرال محمد ظاهر اغبر داسيا فدراسيون کپ او سرټيفکيټ چې دافغانستان دالمپيک دملي کميټې د خدمتونو په درناوى، ددغه فدراسيون له خوا دافغانستان د المپيک  ملي کميټې ته ورکړاى شوي و؛ دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته  وړاندې کړل .
ده دخبرو په ترڅ کې په همدې مناسبت په افغانستان کې د ورزش د ودې، پياوړتيا او پرمختيا په برخه کې دافغانستان د المپيک دملي کميټې دهڅو او هاند يادونه وکړه او زياته يې کړه چې نن ورځ  دهيواد په لسو ولايتونوکې د ورزشي لوبغاړو دجوړولو کار دبشپړېدو په حال کې دى او دهيواد په ټولو ولايتونو او په تېره بيا  په کابل ښار کې  لوبغاړې او ورزشي اماکن  او ډګرونه جوړ شوې دي  اويا هم  د اجرا په حال کې دي .
  دافغانستان دالمپيک دملي کميټې لوى رييس  دغه راز څرګنده کړه چې  دافغانستان دغوره ليک تجربې  ښودلې ده چې  ورزش  کولى شي  دخلکو ترمنځ  د نږديوالې او د هغوى ترمنځ د دوستۍ او صميميت  دتامين لپاره فوق العاده اغيزمن وي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د اسيا دالمپيک فدراسيون له خوا ورکړى شوى کپ دې د افغانستان دخلکو د وياړنو په توګه دساتنې په مقصد  دهيواد  ملي موزيم ته وسپارلې شي .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي، نن له غرمې مخکې د برتانیا له لوی درستیز ډیویډ ریچارډز سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې د بهیر او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او برتانیا تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس او د برتانیا لوی درستیز په افغانستان کې د سولې اوسنی بهیر بریالی وباله او هیله څرګنده شوه چې په دې برخه کې لا مؤثر او چټک ګامونه پورته شي.
دغه راز په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه هم خبرې وشوې او د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د دواړو هېوادونو تر منځ پر نږدې همکاریو ټینګار وشو.
همدا راز په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا تر منځ د دری اړخیزو ناستو په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې بله دری اړخیزه ناسته په نږدې راتلونکې کې جوړه شي.
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال اشفاق کیاني سره د یوې کتنې په ترڅ کې دوستانه او مفصلې خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې د پروسې، په دې برخه کې د راتلونکو نورو اقداماتو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس پاکستان ته د سولې د عالي شورا د رئیس او هیأت د وروستي سفر په جریان کې ددغه هېواد د تاودو هرکلي او غوره مېلمه پالنې او دغه راز د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره، له پاکستاني زندانونو څخه د یو شمېر طالب زندانیانو د خوشې کېدو له امله مننه او قدرداني وکړه.
په دې کتنه کې په افغانستان او پاکستان کې د امن او ثبات پر ټيګښت مفصلې خبرې وشوې او د پاکستان لوی درستیز ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې بهیر نور هم ګړندی شي.
جنرال کیاني په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه وباله، ویې ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د امن او آرامۍ لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.
د پاکستان لوی درستیز د افغانستان د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي ته بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې دغه هېواد ته سفر وکړي چې د هغه لخوا ومنل شوه.
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
په نړيوالو اړيکو کې دفرهنګ رول دهغه علمي سيمينار عنوان و، چې نن  دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت  په اهتمام  جوړ شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې سيمينارکې چې په پارلمان کې  دخلکو دځينو استازو، د اطلاعاتو اوفرهنګ  ، بهرنيو چارو او د لوړو زده کړو د وزارتونو د معينانو ، پوهانو ، فرهنګيانو او استادانو  په ګډون  جوړ شوى و؛لومړۍ د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  پيغام  دبهرنيو چارو وزارت  د سياسي معين  جاويد لودين له خوا ولوستل شو .
  په پيغام کې د دې ترڅنګ چې د دغه سيمينار په ګټورو نتيجو باندې ټينګار شوې دي؛ ويل شوى دى: افغانستان دځمکې پرمخ  د دغې سيمې د ډېرو لرغونومدنيتونو او فرهنګونو وراثت لري.
دسيمې له زياترو هيوادونوسره زموږ فرهنګي مشترکات ثابت دى،له همدغو مشترکاتو او له بډايو فرهنګي ارزښتونوڅخه په استفادې سره  کولى شو له نورو ټولنو سره د اړيکو په پرمختيا اوښه والې کې زيات بريالي او مخکښ  واوسو .
  دغه راز  په پيغا م کې ويل شوى دى: لکه څنګه چې ستاسو په سيمينار کې تر خبرو لاندې موضوعګانو له پروګرام څخه  راته څرګنده شوه؛ د خبرو او غور لپاره مو د سيمينار په موضوع پورې اړوند ډيرې ارزښتناکې  مسئلې غوره کړي دي.
په تېره بياپه هيواد کې دفرهنګي ډيپلوماسي د نشتوالې او يا کمښت موضوع، هغه موضوعګانې دي چې زموږ دبهرنيو چارو وزارت بايد په دې باب  جدي کار وکړي او دسيمينار په پاى کې  په  پريکړه ليک کې هم  ځاى کړى شي .
وروسته دبهرنيو چارو وزارت دفرهنګي اړيکو رييس عبدالقهار عابد،دسيمينار هدفونه برخه والو ته  بيان کړل او وې ويل چې موږ نن ورځ دبل هر وخت په نسبت  فعالې فرهنګي  ډيپلوماسي ته  اړتيا لرو .
ده فرهنګي ډيپلوماسي دملي ګټو د پيژندنې او تامينولو د ډيرې ښې وسيلې په توګه وبلله او وې ويل چې هيوادونو په اوسني پيړۍ کې له فرهنګي وسايلو څخه په استفادې سره، دخپلو ملي هدفونو دپرمخ بيولو لپاره  هغه  ته  د پاملرنې په مرکز کې ځاى ورکړي دي .
  ددغه سيمينار بل وينا وال  جاويد لودين، د نړۍ په دموکراتيکو ټولنو کې له ډول ډول فرهنګي مسئلو سره اړيکې ونيولې او وې ويل چې په دموکراتيکو ټولنو کې دفرهنګي ژوندانه مسئله او فرهنګي ډولونه يو منل شوى اصل دى، خو هغه څه چې کمه پاملرنه ورته شوې ده؛ د اده چې نه يواځې  په ټولنو کې او په ملتونوکې، بلکې په نړيواله کچه  دملتونو ترمنځ هم دفرهنګي ژوندانه موضوع  د سولې او پيوستون په خاطر  ډير اساسي فکتور دى .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين دين محمد مبارز راشدي په خپلو خبروکې دفرهنګ بېلابېلو  اړخونه تعريف کړل او دفرهنګ د تغذيې يوه مهمه سرچېنه يې د ملتونو عقايدوبلل او وې ويل چې په افغانستان کې  زموږ دفرهنګ يو ه ستره مولفه دين دى.
څومره چې زموږ دين شفاف څرګند، مستدلل او حقيقي وي؛ په هماغه اندازه زموږ فرهنګ  دغه صفتونه  ځان ته غوره کوي .
دمبارز دڅرګندونو له مخې، که چېرې زموږ باورونه له  افراطيت او تفريط او بې استدلالي او ګنګوالي سره مخامخ وي او په  حقيقت کې موهوم او خيالي وي؛ زموږ فرهنګ هم دغه صفتونه  ځان ته غوره کوي .
  مبارز زياته کړه: موږ مجبور يو چې هم  له نړۍ سره د فرهنګي تعامل لپاره، په دوو حوزوکې فرهنګي تعامل، د افغانستان او د اسلامي هيوادونو ترمنځ فرهنګي تعامل چې مشترکات يې له غير اسلامي هيوادونو څخه زيات دي او هم له اسلامي هيوادونو څخه بهر حوزه کې د يو مخکښ ملت او د يو داسې ملت په توګه چې بايد باور ولرو، ټول انسانان د يوې کورنۍ غړي دي؛ ګډې ګټې يې له متفرقو ګټو څخه  زياتې وي.
بايد په همدې فرهنګي باور سره خپلې ډيپلوماتيکي اړيکې عيارې کړو .
  په دې سيمينار کې دافغانستان دعلومو اکادمي ، کابل پوهنتون ، د المپيک دملي کميټې او دکابل ښاروالي پيغامونه د اړوندومرکزونو  د استازو له خوا ولوستل شول .
په دې سيمينارکې ټولټال شپاړس څيړنيزې-علمي مقالې برابرې شوي وې  چې دموظفې کميټې له څيړنې وروسته دبهرنيو چارو وزارت له خوا چاپ  او خپريږي .
سيمينار  دپريکړه ليک  په صادرولو سره  پاى ته ورسيد .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
دشهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيززو چارو وزيره آمنه افضلي نن دلغمان ولايت ته  ورسيده .
  دغه سفر دهيواد دجمهور ر ييس د ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق په رڼا کې  شوى دى .
له مهترلام ښار څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو وزيرې په هغې کتنه کې چې دلغمان له والي  ډاکتر فضل الله  مجددي سره يې لرله؛ دشهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو په اداره کې موجودې ستونزې د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو وزيرې ته بيان کړې او دهغو دله منځه وړلو په برخه کې يې د دې دهمکاري غوښتنه وکړه .
  وروسته آمنې افضلي د دغې ادارې بېلابېلې څانګې وکتلې او دشتو ستونزو د لرې کولوپه لاره کې يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه .
ددغه سفر په بهيرکې آمنې افضلي په مهترلام ښار کې د حرفوي  زده کړو دمرکز د بنسټ  ډبره کيښودله .
دغه مرکز دشهيدانو،معلولينو،کار او ټولنيزو چارو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دپنځو مليونو افغانيو په لګښت  په دريو پوړونو کې جوړيږي  چې ديرش خونې پکې په پام کې نيول شوې دي .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
دملي شورا دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن دسه شنبې په ورځ دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي له ځانګړې استازې يان کوبيش سره دملي شورا په مقر کې دهيواد د يولړ روانومسئلو په باب دخبرو په مقصد وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
يان کوبيش دسياسي مسئلو په تکوين او په مهمو هيوادنيو تصميم نيوونو کې د افغانستان دملي شورا په رول باندې په ټينګار سره، له ٢٠١٤کال وروسته دنړيوالې ټولنې دپراخو مرستوپه باب دتوکيو دکفنرانس دتصميمونو  په يو خيل کولو کې د يوناما دکړو وړو په باب معلومات ورکړل او ډاډ يې څرګندکړ، دځينو هغو تحليل ګرانو نظريې چې ګڼې افغانستان به له ٢٠١٤ کال وروسته له جدي کورنيو بحرانونو سره مخامخ شي؛ ردې کړې او د افغانستان د سولې له بهير او دهيواد د جمهوري رياست د ١٣٩٣ کال له انتخاباتو سره دملګروملتو دسازمان دتخنيکي مرستو د رول په باب څرګندونې وکړې او په دغو مواردوکې يې دمشرانوجرګې د رييس د مشورتي نظريو غوښتنه وکړه .
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د ښاغلى يان کوبيش د کړو وړو له امله د مننې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې يې دخپل ماموريت له پيل څخه ترسره کړى دى او د افغانستان لپاره دتوکيو په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې د اعلام شويو مرستوپه سمون کې د ده  برياليتوبونه وستايل او د امنيتي مسووليتونو په منلو  د ښې حکومتوالى  په پياوړتيا، دقانون د واکمنۍ په ټينګښت، د دموکراسي په تعميمول او له اداري فساد سره په مبارزه او هم په دغو بهيرونو، دملي شورا او په تېره بيا دمشرانوجرګې په نظاتي پروګرامونو کې په اغيزمنه  توګه د دغو مرستو په کارولوکې د افغانستان د دولت د تيارى په باب، ده ته ډاډ ورکړاو وې ويل چې سوله او روغه جوړه دلوى خداى (  ج )  حکم دى، دافغانستان د ديندارو خلکو غوڅ  اکثريت  او د مشرانوجرګه په هيوادکې د يوې  عادلانه سولې دبهير چې دخبرو وړ ده ملاتړ کوي او دجمهوري رياست او د نورو ملي ارګانونو په انتخاباتوکې چې اوس په هيواد کې په يو اصل او دود بدل  شوى دى، په هغو پورې د اړونده قانون دتصويب په ګډون کار دوام لري .
مسلميار هم له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان د واکمنۍ د دړې  وړې کېدوپه باب دځينو اشخاصو اومرکزونو لنډ پاړي تحليلونه رد کړ، خو د هيواد د وسله وال پوځي په تېره بيا د هوايي توپچې او سرحدي پوځونو د تمويلولو او سمبالولو په لاره کې په خپل وخت او جدي توګه په داسې حال کې د ټاتو او د نړيوالې ټولنې دمرستو غوښتنه وکړه چې افغانستان دمستقلانه دفاع په وخت کې ورته اړتيا لري اوپه نړۍ کې د حربي تکنالوژي په پرختيا سره، جنګي تاکتيکونو بدلون موندلي دي او د افغانستان دوو ګاونډيانو دخپلو وسله والو  ځواکونو په پياوړې کولو او د ازمايښتونو په ترسره کولو او دافغانستان په سرحدي سيمو کې په تقرب سره، د افغانستان خلک انديښمن کړي دي.
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان ځانګړې استازې ښاغلى يان کوبيش په دې اړوند دافغانستان دخلکو او دولت انديښنې پرځاى وبللې او تيارى يې څرګندکړ چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو پياوړتيا سمبالولو او د اغيزمنتوب زياتوالې د ناټو دبهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې طرح کوي .
ديوبل خبر له مخې، دکابل ښار دپنځلسمې ناحيې په ساحه کې دګلوبل ترست ورزشي مرکز د سنا مجلس د لومړي نايب محمد علم ايزديار له خوا دملي بيرغ په پورته کولو سره په رسمي ډول پرانيستل شو .
په هغې غونده کې چې له همدې امله ددغه مرکزپه ورزشي ډګرکې جوړه شوې وه؛ دسنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار د المپيک دملي کميټې لوى رييس ډګر جنرال محمد ظاهر اغبر  د ورزشي فدراسيونونو يو شمېر رييسانو، ورزشکارانو او زورزش  دوستانو ګډون کړي وو.
په دغو مراسموکې ايزديار د ورزش د ارزښت او د ورزشکارانو دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې او وې ويل: هغه څه چې په دې بريالي شوى دى، دافغانستان په وړاندې د نړيوالې ټولنې ذهنيت په مثبت ډول  بدل کړي. زموږ دمډال راوړونکو ځوانانو ورزشي برياليتوبونه او وياړنې دي چې په ملي او نړيوالو لوبو کې يې سترو برياليتوبونو ته رسيدلي دي.
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب  ددغه ورزشي مرکز په جوړولوکې د يو ملي سوداګر د نوښت له امله  قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې دغه نوښتګر عمل دهيواد په کچه  نورو شتمنو هيوادوالو ته يوه الګو وي چې نشه يي توکو اومسکراتو او نورو منکراتو ته  زموږ دځوانانو  له مخې کولو څخه ډډه وکړي او ورزشي  ډګرونو ته  مخه وکړي .
  ديادونې وړ ده چې دغه ورزشي مرکز د ګلوبل ترست او د آريا تارګيت  شرکتونو له خوا  د اووه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په سټندرد ډول  جوړ شوى دى چې د فوټبال او فوټسال ډګرونو پکې شامل دي چې په راتلونکې کې د لامبو وهلو ،ستر حوض او د رزمي ورزشونو لپاره ساحه  هم په پام کې نيول شوې ده .
  په همدې ترتيب دمشرانوجرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار  د المپيک دملي کميټې دمشرتابه هيئت په ملګرتيا،د پنځلسمې ناحيې دخواجه بغرا د ساحې دسړک پل چې د څلور سوه اتيا مترو په اوږدوالې په پاخه ډول جوړ  شوى دى؛ د پټى په پرې کولو سره  پرانيست .
  دغه راز دمشرانو جرګې دنړيوالو چارو دکميسيون غړو نن د اسيا په جنوب کې د سره صليب د نړيوالې کميټې له حقوقي سلاکار ښاغلى چارلس سبکا سره د مشرانو جرګې د کنفرانسونو په تالار کې وکتل .
  په دې کتنه کې ښاغلى چارلس ددغې کميټې د فعاليت او هدفونو په باب معلومات وړاندې کړل او وې ويل: دجګړي د ټپيانو ملاتړ،  دملکي وګړو دسر د زيان  مخنيوي  او د بنديانو دحالت  څېړنه ددغې کميټې مهم مسووليتونه  بلل کيږي .
ده  دسنا مجلس له خوا د خوشه يي بم د استعمال د بندولودتصديق له امله  قدرداني وکړه  او د بشر دوستانه نړيوالو حقوقو دقانون  دتطبيق په لاره کې يې چې مسوده يې دبهرنيو چارووزارت ته سپارل شوې ده، دهمکارى غوښتنه وکړه .
  دغه راز سناتورانو دبېلابېلو موضوعګانو په باب دخبرو په ترڅ کې  دملکي وګړو د سر د زيان په مخنيوي ، د تصويب شويو کنوانسيونونو اوموافقه ليکونو په تطبيق ،  دماين ، خوشه يي بمونو او د نورو وژونکو وسلو په توليدونکو هيوادونو په فشار،  د بنديانو د احوالو په څيړنې او د هغوى د دوسيو په تعقيبولو باندې  ټينګار وکړ .
په پاى کې  دواړو لورو د دايمي غونډې اوهمکاريو غوښتنه وکړه .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
پنځه تنه وسله وال مخالفين نن په بغلان ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
دغه کسان پخوا دپلخمري-دوشي په لاره کې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت و .
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د آمرسمونوال سعيد زمان الدين حسيني دڅرګندونو له مخې: دغه کسان د ملا سرور په مشرۍ د دوشي ولسوالۍ  په دومبک سيمه کې په فعاليت بوخت و چې دملي روغې جوړې دتګ لارې په ريښتنولي باندې په پوهيدو سره، له دښمني څخه لاس واخيست او له دولت سره يوځاى شول .
خبرځاى  زياته کړه: له دولت سره يوځاى شويو کسانو درې ميله وسلې هم امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي .