19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  يوې ځانګړې محکمې يوه افغان عسکر ته چې په افغانستان کې دڅلور تنو فرانسوي عسکرو د وژنې تور پرې لګول شوې دي؛ د اعدام حکم تاييد کړ .
دباختر اژانس دخبر له مخې: د يوې ځانګړې محکمې قضايي هيئت په دې وروستيو وختو کې په کابل کې افغان پخواني سرتيرى عبدالصبور ته اعدام چې ويل کيږي د دندې په بهيرکې يې څلور تنه فرانسوي عسکر وژلي دي، تاييد کړ .
دپخوا نظامي ابتدائيه محکمې دغه عسکر ته  د اعدام دحکم غوښتنه کړې ده .
ددغه عسکر لومړۍ محاکمه نږدې درې مياشتې مخکې ترسره شوې وه .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې د عبدالصبور د محاکمې غونډه د ده دمدافع وکيل په شتون ترسره شوه، خو دايساف محکمې حکم نه شي کيداى وروستي وي .
عبدالصبور د تميز محکمه هم په مخکې لري، خو دغه مقامات په دې نه پوهيږي چې دملي اردو ددغه پخواني سرتيرى دويمه محکمه به څه وخت ترسره شي .
په داسې حال کې چې دوو محکمو ابتدايي او استيناف  عبدالصبور ته د اعدام غوښتنه کړې ده؛ خو د ده ورور  محمد اصف وايي چې عبدالصبور د رواني ستونزو له امله ځوريږي او په دې اړوند لازم طبي سندونه اومدارک  له ځان سره لري .
دقاتل  عسکر کورنۍ له جمهور رييس څخه غواړي چې دمحکمې په حکم کې دې نوى نظر وکړي او د اعدام دحکم پرځاى دې عبدالصبور د يوې اوږدې مودې په بند محکوم کړي .
  د افغانستان د اردو پخواني سرتيرى عبدالصبور د تېرکال د مرغومي دمياشتې په وروستيو وختوکې دتګاب ولسوالۍ د ښوونې او روزنې په ډګر کې، په يو شمېر فرانسوي  پوځي ښوونکو چې دملي اردو دعسکرو په روزنې بوخت وو، ډزې وکړې او څلور تنه فرانسوي پوځيان يې ځاى پرځاى ووژل او ددغه هيواد نولس تنه نور عسکر يې ټپيان کړل چې وروسته يو تن يې د ټپونو د ژورتيا له امله په خپل هيواد کې ساورکړه .
دعبدالصبور کړه وړه په هغه تاوتريخوالې پوره اړه پيداکوي چې لويديځو ځواکونو په سمندري ځواکونو دشنو ځواکونوبريد بللي دي چې په دې کې هدف په بهرنيو عسکرو د افغان پوځيانوبريد دى .
لکه څنګه چې په دغو بريدونوکې تراوسه پورې ٥٤ تنه بهرني عسکر وژل شوي، په فرانسوي پوځيانو بريد افغانستان ته دفرانسواهولاند د ناڅپي سفر سبب شو او فرانسوي مقامات يې دې ته اړ کړل چې له  ټاکلې مودې څخه مخکې له افغانستان څخه دفرانسوي عسکرو د ايستلو په باب تصميم ونيسي .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې تراوسه پورې يو شمېرکسان په دغه شان بريدونوکې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي چې له هغوى څخه دتحقيق  بهير دوام لري .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  دبغلان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو د يوې سترې ډيپو دکشف خبر ورکړ .
ويل کيږي چې په دې زيرمه کې په زرګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او په سلګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه ډيپو چې ويل کيږي دپلخمري ښار ته څېرمه د پوزه ايشان په سيمه کې د وسله والو طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده، د افغان پوځيانو دځانګړو عملياتو په بهيرکې  کشف شوې ده .
دبغلان ولايت دپوليسو ويندوى محمد جاويد بشارت باختر اژانس ته وويل چې په دې ډيپوکې څلور زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دماينونو ، توغندي ويشتونکو له لرې واټن څخه دبمونو اوماينونو د اداره کوونکو دستګاوې، کلاشينکوفونو او تومانچو په ګډون، په سلګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ده وويل چې وسله والوطالبانو دغه جنګي وسايل دخپلو تروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره کارول .
په همدې حال کې دبغلان ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دوى دې نتيجې ته رسيدلي دي چې ددغه ډيپو چاوديدونکي توکي په دې وروستيو وختو کې له پاکستان څخه وارد شوي دي .
دلنډ مهالې ادارې له پيل څخه تراوسه پورې دا د وسله والو طالبانو ډيره ستره ډيپو ده چې دبغلان په ولايت کې کشفيږي .
 

دغزي تړانګه باختر دلړم  ديرشمه
  په تل البيب کې د امريکا پر سفارت نن ډزې وشوي . د ايران دپرس تي وي شبکه د اسرائيلو راډيو له خولې وايي چې ډزې په تل البيب کې د امريکا په سفارت شوى دى .
ويل شوي دي چې په دغو ډزو کې يو امنيتي ګارد ټپي شوى دى.
تراوسه پورې  په دې باب  زيات جزئيات  نه دې خپاره شوى.
 

کويټه- باختر دلړم  ديرشمه
  دپاکستان په بلوچستان ايالت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په جلاجلا بريدونوکې څه ناڅه پنځه تنه ووژل شول او څوتنه نور ټپيان شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغو کسانو ته پرون ددغه ايالت په بېلابېلو سيموکې د ډزو له امله مرګ ژوبله واوښته .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: يو مړى چې ډزې پرې شوې دي؛ د مرغاب سيمه کې ترلاسه شوى او هويت يې هم پيژندل شوى.
خبرځاى زياته کړې ده چې نور کسان هم په يو خصوصي سرويس موټر د ډزو په ګډون په جلاجلا بريدونوکې وژل شوي دي .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې دملي اردو له منسوبينو سره په نښته کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر  باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغه ياغي طالبان د فارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
  ويل کيږي چې له دوى څخه يوه اندازه جنګي تجهيزات هم پاتې شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دپکتيکا ولايت ديوسف خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې، پرون دملي اردو د منسوبينو د امنيتي دندو په بهيرکې دوه تنه  ياغي طالبان چې غوښتل يې په ورانکارو بريدونو لاس پورې کړي؛ ووژل شول .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  د افغانستان کرکټ بورد په پام کې لري چې دهيواد دپنځو زونونو دکرکټ دلوبغاړو ترمنځ دڅيړنې پروګرام پيل کړي .
دکرکټ بورد د رسنيو مسوول فريد هوتک ددغه پروګرام هدف دهيواد له پنځو زونونو څخه دکرکټ دلوبغاړو ترمنځ دغوره څېرو پيژندنه وبلله او باختر اژانس ته يې وويل چې دغه څېړنه  د ستاره اتصالات  په نامه  ترسره کيږي او لومړۍ په کابل ښارکې پيليږي او وروسته په نورو ولايتونوکې ترسره کيږي.
د هوتک دڅرګندونو له مخې: دغه پروګرام به دهيواد دکرکټ بورد له خوا د اتصالاتو دمخابراتي شرکت په همکارى ترسره کيږي .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  دجوزجان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه د دوو تنو بنګله ديشي انجنيرانو دخلاصون لپاره هلې ځلې  پيل کړې دي .
دغه دوه تنه بنګله ديشي انجنيران چې دسړک جوړولو په يو شرکت کې يې کار کاوه؛ د يکشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو له خوا د جوزجان ولايت د عاشور پهلوان دقبر  په سيمه کې وتښتول شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالعزيز  غيرت باختر اژانس ته وويل چې دغه عمليات ددغو انجنيرانو دموندلو لپاره پيل شوي دي. تېرکال هم ددغه شرکت شپږ تنه بنګله ديشي انجنيران د وسله والو طالبانو له خوا په همدې ساحه کې تښتول شوي وو چې دڅو ورځو له تيرېدو وروسته ازاد کړى شول .
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
دبدخشان ولايت پوليسو د قوش ټپې ولسوالۍ په مرکز د توپ د اووه ګوليو دتوغولو مخه ونيوله .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: د توپ اووه ګولۍ چې د وسله والو مخالفينو له خوا دبدخشان ولايت د قوش ټپې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغې ولسوالۍ په مرکز دتوغولو په مقصد چمتو شوې وې؛ دپوليسو له خوا کشف او شنډکړې شوې.
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
د آسيا دملتونو د حاکي د جام دڅلورم پړاو سيالۍ نن په ټايلندکې پيليږي.
باختر آژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې ليکې: ټاکل شوې ده چې دغه سيالۍ د ټايلند په سارابوري ښارکې ترسره شي چې د ماليزيا ،ازبکستان ،قزاقستان ،ټايوان ،ايران او د ټايلند دوو ټيمونو په ګډون، اووه ټيمونه ګډون لري چې شپږ ورځې لوبې کوي.
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  په افغانستان کې دافغان پوځيانو او د ناټو ځواکونود عملياتو له امله له  پنځلسو تنو نورو طالبانو سره، د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
دغه قوماندانان چې هويت  يې نه دې په ډاګه شوى، نن سهار او تېره شپه هغه وخت ونيول شول چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو کې بوخت وو .
باختر اژانس  د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو قوماندانانو دقندهار ،هلمند او غزني د ولايتونو په ځينو برخوکې د وسله والو طالبانو دځينو تروريستي بريدونو د رهبري مسووليت په غاړه درلود .
  ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې  په دغو قوماندانانو پورې اړوند پنځلس تنه نور هم نيول شوي دي .
له بلې خوا، ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وسله والو طالبانو او دحقاني د شبکې دتروريستي بريدونو د دوو تنو مرستندويانو دنيولو خبر ورکړ .
دغه کسان نن سهار دلوګر او قندهار د ولايتونو په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو په پوځي  عملياتو کې نيول  شوي دي .
دغه راز دناټو په يوه بله خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د دوو تنو يرغلګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوې دي .
پر دغو يرغلګرو پرون هغه وخت چې له يوې افغان امنيتي پوستې ډزې وکړې؛ د افغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.