19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دلړم ديرشمه
د فيروزې د فوټبال ټيم ديوڅلويښتو امتيازونو په لرلو سره، دکابل ښار دغوره ليک دسياليو دجدول په سرکې ځاى ونيوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې دکابل ښار دنولسو ټيمونو ترمنځ دګول پروژې په ډګرکې ترسره شوې؛ تراوسه پورې د فيروزې ټيم د٤١ امتيازونو له لرلو سره ددغو سياليو دجدول په سرکې ځاى لري.
ساير زياته کړه: ددغو سياليو په دوام پرون مازيګر دجوانان ميهن ټيم له خاور ټيم سره او دشعاع ټيم له د يونايتد سادات له ټيم سره لوبې وکړه چې لومړۍ لوبه د دوو په مقابل کې، په څلوروسره دجوانان ميهن په ګټه او دويمه لوبه د يوې په مقابل کې په دوو سره ديونايتد سادات په ګټه پاى ته ورسيد.
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
دغور ولايت دښوونځيو د دولسمو ټولګيو دوه زرو اته(٢٠٠٨) تنو  فارغانو پرون دهيواد دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور ازموينه ورکړه .
دباختر اژانس دخبر له مخې: دغه ازموينه د غور د والي سيد احمد رحمتي د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو د رياست د استول شوى هيئت، د ولايتي شورا ديو شمېر غړو او د دغه ولايت د دولتي ادارو دمسوولينو په وړاندې، دغور ولايت د علاوالدين غوري په ليسه کې واخيستل شوه .
 

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
  دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا!
لکه څنګه چې د روان هجري لمريز کال دلينډۍ دمياشتې څلورمه، دشنبې ورځ دهيواد د سترې محکمې له لارې دمحرم الحرام لسمه تثبيت شوې ده؛ له دې امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکار دقانون د ٤١ مادې له حکم سره سم، له  لينډۍ د مياشتې د شنبې  ورځ په هيواد کې عمومي  رخصتي ده .
 

دمشق- باختر دلړم  ديرشمه
د اروپا اتحاديې په بروکسل کې د يوې وينا په خپرولوسره د سوريې د دولت دمخالفينو له نوى ائتلاف سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
  په دې وينا کې ويل شوى دى چې دغه اتحاديه  د سوريې دخلکو دقانوني استازى په توګه، ددغه ائتلاف ملاتړ کوي، خو په رسميت پيژندل يې په ټولو غړو هيوادونو پورې اړه لري .
د اروپا د اتحاديې غړو فرانسې او ايټاليا تراوسه پورې نوى ائتلاف په رسميت  نه دي پيژندلي او ټاکل شوې ده انګلستان هم نن ددغه  ائتلاف  په رسميت وپيژني .
 

پيښور- باختر دلړم  ديرشمه
دپاکستان دجمعيت اسلامي  پخواني مشر قاضي حسين احمد له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .
دباختر اژانس  دخبر له مخې:  پر قاضي حسين احمد او څو تنو پلويانو يې د يوې ښځينه ځانمرګې له خوا د مومندو ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې بريد وشو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې بريدکې حسين احمد ته زيان نه دې رسيدلى، خو دده څلور تنه ګوندي فعالين ټپيان شوي دي .
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
په ننګرهار ولايت کې پرون دماين چاودنې دپوليسو دوه تنه سرتيري ټپيان کړل.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل: دغه ماين چې د وسله والو مخالفينو له خوا دننګرهار ولايت د نازيانو په ولسوالۍ پورې اړوند سروبي ساحه  کې ښخ کړى شوى و،ددغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ديو رنجر ډوله موټر دتيرېدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې ددغې واسطې دوه تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
په لغمان ولايت کې پرون د ريموټ کنترول ماين چاودنې د ښوونځي څلورتنه زده کوونکي ټپيان کړل.
دشمشاد  د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دغه ماين چې د وسله والو طالبانو له خوا دلغمان ولايت دمرکزمهترلام ښار د مستورې ليسې ته څېرمه ساحه کې ښخ کړى شوى و؛ وچاوديد چې له امله يې ددغې ليسې څلور تنه زده کوونکي ټپيان شول.
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې: له چاودنې وروسته پوليسو دوه تنه مشکوک کسان تعقيب کړل او په دوى پورې په اړوندو کورونو کې يې له دووکلاشينکوفونو سره ونيول او پيښه ترڅيړنې لاندې ده
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
امنيتي ځواکونو دترورستيانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد، يو لړ ګډ چانيزعمليات ترسره کړل.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دکابل ،قندهار ،زابل ميدان وردګو ،لوګر ،غزني ،پکتيا،فراه او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دياغي طالبانو د ډلې شپاړلس تنه غړي و وژل شول او شپږ ويشت تنه نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې د دښمن ديوې پيکا ،شپږ وميلو ډول ډول وسلو ،د درندو وسلو دڅلورو ګوليو، پنځه ديرشو ماينونو ،يو زرو درې سوه کيلوګرامو چاوديدونکو توکو او د دريو موټر سايکلونو په ګډون، يوه اندازه سپک او درانده وسايل او وسايط هم دملي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديادونې وړده چې دملي پوليسو منسوبينو پرون د دوشنبې په ورځ د درندو وسلو اووه ګولۍ چې په دې ورستيو وختو کې دياغي طالبانو د ورانکارو او ترورستي عملونو دترسره کولو لپاره دبدخشان ولايت د قوش ټپي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي شوي و؛ کشف او له منځه يوړل.
ديوبل خبر له مخې: دکابل د١٠١ آسمايي زون دقوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون دکابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې او دچار آسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خلکو دټپي کولو او په دولتي ځمکې دخيټې اچولو په اړوند ونيول او له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري.
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
په هلمندولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان دپوځي عملياتو په بهير کې وژل شوي دي .
پر ملاعبدالواحد او ملاعبدالصمد پرون د ناوې ولسوالۍ په تريخ ناهور سيمه کې  د افغان پوځيانو له خوا بريد وشو او و وژل شول.
د هلمند د والى ويندوى احمد زيرک باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې په دغو قوماندانانو پورې اړوند څلورتنه ټپيان شوي دي.
ده وويل چې دغو قوماندانانو د ناوې ولسوالۍ په زياترو نا آراميو کې لاس درلود.
دافغان پوځيانو عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ناوې ولسوالۍ دبېلابېلو سيمو دپاکولو په مقصد، د دوشنبې په ورځ پيل شوي دي.
دهلمند د والى ويندوى وايي چې تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهيرکې ددغې ولسوالۍ ډيرې زياتې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي او خلکو خپل عادي ژوند له سره څخه پيل کړي دي. ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې يو افغان سرتيرى هم ټپي شوى دى.
په همدې حال کې په هلمند کې سيمه ييز مقامات وايي چې دغه عمليات په دوه ورځې نور هم د ناوې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې دوام ولري.
ديوبل خبرله مخې: دهلمند ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې ددغه ولايت پر والي او امنيه قوماندان بريديې شنډ کړي دي.
پرون ناوخته دسنګين ولسوالۍ دپيچ حاجي فتح په سيمه کې دهلمند د والي محمد نعيم او د دغه ولايت دامنيه قوماندان عبدالنبي الهام دتيرېدو پر کاروان د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو، خو دسيمې مسوولين وايي چې په دې بريد کې دغو مقاماتو ته زيان نه دې اوښتې .
ويل کيږي چې ددغه بريد په بهيرکې د افغان پوځيانو او د وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
په همدې حال کې زيرک باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې څو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ده په دې پيښه کې دپوليسو د دوو تنو سرتيرو وژل کېدل هم تاييدکړل.
دغه بريد ټيک هغه وخت وشو چې دهلمند والي او امنيه قوماندان يو ماموريت دترسره کولو لپاره دسنګين ولسوالۍ ته روان وو.
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
دحقاني دشبکې يو جګپوړى قوماندان په لوګرکې ونيول شو.
دغه قوماندان چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى، نن سهار دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوى دى.
ناټو  وايي چې دحقاني دشبکې دغه قوماندان په لوګر ولايت او د هغه په ګاونډيو سيمو کې په دغې ترورستي شبکې پورې د اړوندو ډلو د رهبري مسووليت په غاړه درلود.
په هغې خبرپاڼه کې چې ناټو باختر آژانس ته ليږلې ده، دغه سړى دحقاني دشبکې جګپوړى قوماندان بلل شوى دى او ويل شوې دي چې ده په لوګر او نورو ګاونډيو ولايتونوکې ددغې شبکې زياتره ترورستي بريدونه رهبري کړې دي.خبرپاڼه زياتوي چې دغه قوماندان دحقاني دشبکې او په پاکستان کې دنورو کړيو له مشرانو سره نږدې اړيکې يې لرلې.
په همدې حال کې دلوګر سيمه ييز مقامات هم دحقاني دشبکې ددغه قوماندان نيول کېدل تاييدوي او وايي چې ده په دغه ولايت کې په وروستيو نا آراميو کې رول درلود.
ويل کيږي چې په دغه قوماندان پورې اړوند يو بل سړى هم ددغو پوځي عملياتو په بهير کې نيول شوى دى.