19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دلړم ديرشمه
په غزني ولايت کې له افغان پوځيانو او دناټو له ځواکونو سره په نښته کې يوولس تنه وسله وال طالبان و وژل شول .
دغه جګړه پرون دخوږيانيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو پر افغان پوځيانو او د ناټو پر ځواکونو بريد وکړ:
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې په دې نښته کې دطالبانو ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون، يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په همدې حال کې دخوږيانيو ولسوالۍ سيمه ييزو مقاماتو هم دغه نښته تاييد کړه او وې ويل چې په دې جګړه کې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې په دې نښته کې د وسله والو طالبان يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکې توکي هم دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 

غزې – باختر دلړم ديرشمه
په غزې ښار د اسراييلو دبريد په شپږمه ورځ کې اتلس تنه و وژل شول او په دغو شپږ ورځنيو نښتو کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر له سلو تنو څخه واوښت.
د اسراييلو په پرونيو بريدونو کې يو توغندى په غزه کې په يوې ودانۍ ولګيد چې خبريالان پکې ډيره وو.
په دې بريد کې يو تن و وژل شو او درې تنه نور ټپيان شول. پرس ټي وي ،اسکاى نيوز او العربيه له هغو رسنيو څخه دي چې په دې ودانۍ کې يې دفترونه لرل.
اسراييلو ديکشنبې په ورځ هم په غزه کې دخبريالانو د استوګنې پر يوې ودانۍ بريد کړي و.
دغه راز دفلسطيني جنګياليو ډلو راکټي بريدونو پرون هم دوام درلود .
په همدې حال کې دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي دسملاسي اوربند ټينګښت غوښتنه کړې ده.
بانکي مون قاهرې ته سفرکړى دى او دغه هيواد دحکومت له مامورينو سره په دې باب خبرې کوي.
عربي اتحاديې چې ديکشنبې په ورځ يې په قاهره بيړني غونډه وکړه. نن دبهرنيو چارو د وزيرانو يو هيئت غزې ته استوي.
 

کابل – باختر دلړم ديرشمه
دافغانستان داسلامي جمهور رييس حامد کرزي تېر ماښام دپاکستان دجماعت اسلامي له پخواني مشر قاضي حسين احمد سره دټيلفوني اړيکې په ترڅ کې له دې امله چې دى له ځانمرګې بريد څخه روغ رمټ پاټې شو ، خوښي څرګنده کړه او ده ته يې دعمر د اوږوالې هيله وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: پرون يوځان مرګې يرغلګر خپل چاوديدونکې توکې دمومند ايجنسۍ په ګنډاب سيمه کې دقاضي حسين احمد دموټرونو کاروان ته څېرمه وچول چې له امله يې دده ساتونکې په ګډون، پنځه تنه ټپيان شول.
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې ټيلفوني اړيکه کې ده ته دقاضي حسين احمد دځوابيه ليک له امله مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې د دواړو هيوادونو او دسيمې خلک دتروريزم له ګډ مصيبت سره مخامخ دي.
په دې تيلفوني اړيکه کې حامد کرزي اوقاضي حسين احمد له تروريزم او افراطيت سره دمبارزې په لاره کې د دواړو هيوادونو په عملي همکاريو باندې ټينګار وکړ.
 

کابل باختر دلړم ٢٩ مه
د پښتنو ملي مشر محمد افضل خان لالا د هغه لیکونو په ځواب کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي لخوا ده او د پاکستان نورو سیاسي او مذهبي مشرانو ته، د تروریزم او افراطیت پر خلاف د عملي او جدي ګډې مبارزې د همکارۍ او دغه راز پر ملاله یوسفزۍ د تروریستي برید د غندلو لپاره لېږل شوي وو، لیک را استولی دی.
محمد افضل خان لالا د جمهور رئیس حامد کرزي د لیک په ځواب کې، له ده څخه د مننې او قدرداني په ترڅ کې ویلي: تاسو چې په کوم اخلاص، پوهه او فراست د ترورېزم پر خلاف مبارزې ته متوجه شوي یاست، که د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري تاسو ته کلک لاس درکړي او د پاکستان او افغانستان ولسونه ستاسو شاته ودرېږي، کامیابي یقیني او لازمي ده.
د پښتنو ملي مشر د ترورېزم او افراطیت د له منځه وړلو لپاره د یوې ګډې غونډې وړاندیز کړی، ویلي یې دي چې که ستاسو دواړو په مشرۍ د ډیورنډ کرښې له دواړو خواوو څخه د ولسونو یوه ګډه غونډه جوړه شي، تر ډېره حده به ددې ستونزې مخه ونیول شي.
محمد افضل خان لالا جمهور رئیس حامد کرزي ته په خپل لیک کې زیاته کړې ده چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ستاسو په مشرۍ او لارښوونه په کابل ښار کې یوه قامي جرګه جوړه شوه چې له ۱۸۹۳ کال وروسته یو مهم ګام و او دوهمه غونډه یې په اسلام آباد کې جوړېدونکې وه چې د پاکستان مشرانو لېوالتیا ونښوده.
ده ټینګار کړی چې که ددغې جرګې بیا احیاء وشي، نو د مصیبتونو او ترورېزم د له منځه وړلو لپاره به ډېره مفیده واقع شي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  دقران کريم په رڼا کې دملي يووالې دتامينولو دعلمي _ څيړنيز سيمينار  دبرخه والو په نامه ديو پيغام په صادرولو سره  داسلام مبين دين او قرآني ارشادات ديووالې ، پيوستون ،  اساسي بنسټ  اودملي يووالې  دملاتير وباله .
دباخترا ژانس دخبر له مخې : دعلومو اکاډمي له خوا نن دقرآن کريم په رڼا کې دملي يووالې دتامينولو ترعنوان لاندې په کابل کې علمي _ څيړنيز سيمينار جوړشو.
په دې سيمينارکې دعلومو اکاډمي  يوشمير غړو او څيړونکو ګډون کړي وو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي ددغه سيمينار  دبرخه والو په نامه  دپيغام په ليږلوسره  چې دعلومو اکاډمي دسرپرست ډاکتر نجم الدين ترين له خوا ولوستل شو ويلي دي  ، په بشري ټولنو کې دملي يووالې ټينګښت اوتامينول دثبات اوپرمختګ اساسي بنسټونه بلل کېږي .
ديوې ټولنې خلک هغه وخت نيکمرغي ،روحيي ارامي ، ابادي  او  ښي ترقي ته  رسيدلي شي  چې دملي يووالې  بنسټونه يې زيات ټينګښت اوپراختيا ومومي.
زموږ دهيواد فرهنګي ارزښتونو تل  په يووالې ، اتفاق اوپيوستون باندې زيات ټينګارکړي دي .
دهمدغو ارزښتونو معنوي اغيزي  زموږ دخلکو په روان کې شته   دپيړيو پيړيو په اوږدو کې يې په يووالې اوپيوستون سره  ژوند کړي دي .
داسلام مبين دين او قرآني ارشادات ديو والې ، پيوستون اساسي او اصلي  بنسټونه اودملي يووالې  دملا تير دي .
زموږ دين او زموږ ديني لارښوونې  زموږ دملي يووالې په تامينولو کې کليدي رول لري  ددغه آسماني کتاب لوړ ارزښتونه  زموږ ملي يووالې  تل ساتي .
دافغانستان دعلومو اکاډمي څخه بايد مننه وکړو چې  زموږ دټولنې دغه مهمه او حياتي موضوع يې ديوسيمينار په ترڅ کې دقرآن عظيم الشان په رڼا کې څيړلې ده .
هيله لرم ستاسو دسيمينار خبري دموضوع بيلابيل اړخونه دقرآن عظيم الشان دلارښوونو په رڼا کې لازيات روښانه کړي .
دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميارهم دسيمينار دبرخه والو په نامه يو پيغام ليږلي دي او ټينګار يې کړي دي  زموږ ګران هيواد له بل هر وخت څخه زيات دملي يووالي ، ټينګښت ، ورورولۍ  او عملي پيوستون ته اړتيالري   اوبايد ددغه هيواد هرتبعه په دې پوه شي  چې دټاټوبي راتلوونکې يې  ددغه هيواد دټولو اوسيدونکو په خلل نه منوونکې يووالي پوري اړه لري .
دا چې  دافغانستان دعلومو اکاډمي پوهانو وپتيله  چې په  اوسنيو شرايطو کې دقرآن کريم په رڼا کې دملي يووالې دټينګښت تر عنوان لاندې علمي _ څيړنيز  سيمينار جوړ کړي  ډير  خردمندانه او  هوښيارانه تصميم دي .
بشپړباورلرم چې په دې سيمينارکې ستاسو علمي _ څيړنيزي خبري به  دلوستوونکو او مينه والو داستفادي په لاره کې  نتيجي او ارزښتونه په هيواد کې دميشتو او ورورنو قومونو ترمنځ دملي يووالې دلازيات ټينګښت په لاره کې زموږ دخلکو له عزم ، متانت او هوډ سره  زياته مرسته وکړي .
دغه راز ولسي جرګي ددغه سيمينار په نامه يو پيغام ليږلي دي اوديو والې او ورورولۍ په نامه يې داسلام  نظر څرگند کړي دي اوهيله يې کړې ده  چې ددغه شان سيمينارونو  جوړول وکولاي شي زموږ دهيواد اوسيدونکې  دلازيات پيوستون  په لاره کې  رهبري کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم ر هين په خپل پيغام کې چې ددغه وزارت دهنر درييس افسر رهبين له خوا ولوستل شو ويلي دي  قرآن مجيد ، لکه څنګه  چې له نامه څخه يې  جوتيږي دانسانانو دروزنې لپاره نازل شوي دي . ددغه  آسماني معجزکتاب لارښوونې  اوفرمانونه  نه يوازي انسان په فردي  اونفسي تعاملاتو کې   ( صراط المسقيم )  ته رهبري کوي بلکې په ټولنه کې  دهغه د ژوندانه  دښه والې لپاره هم طرزالعمل برابروي .
دخداى دپيژندنې په لاره کې دقرآن توصيه  ، دتوحيد په اصل تکېه لري  اواسلام  ديوې سالمي ټولنې د جوړولو لپاره په يووالې او ديوبل په منلو  ټينګار کوي.
دقرآن په رڼا کې دټولنې  جوړول ددې غوښتنه کوي  چې هر رازلوړتيا غوښتنه  توپير  ، سپين او تور ، شرقي او غربي او اکثريت او اقليت له منځه يوړول شي او هغه ټول کسان چې داسلامي ټولنې په قلمرو کې ژوند کوي  برابر اويو خيل حقوق ولري  غوره والې يوازي په تقوي  کې په پام کې  وي .
دا په سمه توګه هغه څه دي  چې  په نننيو تعبيرونو کې هغه دپراختيا غوښتنې اودملي مشارکت اوغوره سالاري په مفاهيمو سره ياديږي .
په همدي ترتيب يو شمير څيړونکو اوپوهانو خپلي مقالي  چې دسيمينار دموضوع په اړوند وي ولوستلي .
دسيمينار کار دپريکړه ليک په صادرولوسره پاى ته ورسيد.
 

کابل – باختر ډلرم نهه ويشتمه
دترکېې جمهوريت دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت ديوپيغام په ليږلو سره ويلې دي ترکېه دجمهوري رياست او دولايتى شوراګانو دانتخاباتو دنيټې داعلام چې دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا د٢٠١٣ کال داپريل په پنځمه نيټه په پام کې نيول شوي ده هرکلي کوي په پيغام کې ويل شوي دي چې ترکېه په دوست هيواد افغانستان کې دبيارغاونې دثبات او امنيت دتامينولو په لاره کې مرسته کړې ده او دافغانستان له ورونو خلکو سره په پيوستون او دنړيوالې ټولنې په همکاري دافغانستان دثبات دتامينولو او جوړولو لپاره هلې ځلې کوي له دې امله ترکېه دازادو او شفافو انتخاباتو دبهر دتحقق په لاره کې چې دټولنې ټول قشرونه پکې ونډ ولري او دهيواد دراتلونکې لپاره هم ارزښتناک دي دافغانستان دمقاماتو دهلوځلو ملاتړ کوي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي  په مشرۍ دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دارګ د ګلخاني په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د وزيرانو شورا  دمحرم الحرام  دلسمې  دعاشورا دورځې درارسيدو له امله ټول مسلمان ملت اوماتم لرونکو ته دډاډګيرنې مراتب څرگندکړل  او دکورنيو چارو  اودملي دفاع  وزارتونو  ، دملي  امنيت لوي رياست او موظف  کميسيون ته دنده وسپارله چې په لا ښه توګه دعاشورا دمراسمو دپرځاى کولو په لاره کې خاص امنيتي تدبيرونه ونيسي  اوعملي يي کړي . اودخپلو اجرااتو دنتيجو په باب دې  ورځ په ورځ  دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته داندونيزيا او هندوستان هيوادونو ته دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس دسفر رپوټ دبهرنيو چارو دوزير له خوا  غونډي ته وړاندې شو او زياته يې کړه  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس ديو جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ دروان کال دلړم دمياشتي په اتلسمه نيټه  دپنجشنبې په ورځ دبالي ددموکراسي  په پنځمه غونډه کې دګډون په مقصد اندونيزيا ته سفر وکړ.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دبالي ددموکراسي  په پنځمه غونډه کې  دوينا په ترڅ کې  داندونيزيا دجمهوررييس دميلمه پالنې له امله دمننې په څرگندولو سره د دموکراسي په برخه کې دهيواد وروستۍ برياليتوبونه مثبت وبلل  او  په هيواد کې نتيجې يې آن   له هيلو څخه بهر وبللي  اوزياته يې کړه ، دموکراسي هغه وخت  کولاي شي برياليتوب ته ورسيږي چې ديو هيواد  اودهغه دخلکو  له دودونو او ارزښتونو سره  سمون ولري . موږ ديو نړيوال دموکراتيک نظم غوښتنه کوو او هيله لرو چې موږ ټول يوځاى په دې تګلوري کې پرمخ لاړ شو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس داندونيزيا له جمهوررييس سره دجلاجلا کتنو په ترڅ کې  ، په سياسي ، فرهنګي اوتجارتي ساحو کې په دوه  اړخيز وهمکاريو باندې ټينګار وکړ او ددواړو هيوادونو دمشرانو په شتون  يو لړ موافقه ليکونه لاسليک شول .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  دهندوستان د حکومت په بلنه  ديو رسمي سفر په ترڅ کې دروان کال  دلړم دمياشتي په نولسمه نيټه دغه هيواد ته سفر وکړاودهند له  جګپوړو مقاماتوسره يې وکتل چې په دغو  کتنوکې د هيواد او دسيمې حالات ، دسولې بهير. دتروريزم پرخلاف دمبارزي او هراړخيزي همکاري ددواړو هيوادونو دمقاماتو دخبر وپه  مرکز کې و.
دغه راز  ددغه سفر په بهيرکې  ددواړو هيوادونو  دمشرانو په شتون  دکانونو ، دځوانانو دښوونې  او روزنې ، دپراختيايي مرستو دپروژو او دکېمياوي سرې په برخو کې  ددواړو هيوادونو داړوندو وزيرانو  له خوا  څلور تفاهم ليکونه لاسليلک شول .
ديادونې وړده  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس    دهند دخپلواکې دغورځنګ ديوتن مشر ابوالکلام ددرناوي په مراسمو کې ګډون وکړ او يوه هراړخيزه وينا يې هم واوروله .
له اجنداسره سم دعدليې وزير دانتخاباتو دقانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې دغه قانون  دافغانستان داساسي قانون د ٣٣ مادي  له حکم سره سم  او د  ٦١  ،  ٨٣ ،  ٨٤ ، ١٣٨  او ١٥٦ مادي  دحکمونو او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس    د ١٣٩١ کال  دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې د ٤٥ ګڼه فرمان په پام کې نيولو سره په ديارلس فصلونو او ٧٢ مادو کې  برابرشوي دي  چې هدفونه يې  دآزادو  ، عمومي ،سراسري ، مستقيمو، عادلانه اودرڼو انتخاباتو تنظيم ، دانتخاباتي حوزو ټاکنه ، درايو ورکوونکو دشرايطو او اوصافو  ټاکل ،   دانتخاباتو څرنګوالې اودهغو دترسره کولو څرنګوالې  او دانتخاباتو له امله درامنځته شويو سرغړونو  اعتراضونو اوشکايتونو په څيړنې پوري داړوندو چارو تنظيم  دي.
دعدليې وزير په  مفصل ډول ددغه قانون  دمادو دڅرگندولو اوبيانولو په ترڅ کې   ددغه قانون په مادو پوري اړوند دمربوطو ارګانونو، مدني ټولنې  او دنورو قانون جوړونکو مراجعو په ګډون د جوړشوي ورکشاپ دشاملانو نظريې  په جلا جلا توګه  غونډې ته طرحه کړي .
دوزيرانو شورا ددغه قانون  په مادو له هر اړخيزو خبرو وروسته  ، داصلاحي طرحو او نظريو په پام کې نيولوسره ، دعدليې وزارت موظف کړ  چې ددغه قانون طرحه دې دغونډې له يادونې سره سم  بيا وڅيړي اودتصحيح شوي طرحه دې  دوزيرانو شورا په راتلوونکې غونډه کې  چې په همدي مقصد جوړيږي ، وړاندې کړي .
وروسته دافغانستان بانک لوي رييس دکابل بانک دتثبيت شويو منقولو اوغير منقولوشتمنيو په باب ددغه بانک دتصفيې داداري  وړانديز غونډې ته طرحه کړ .
دوزيرانوشورا  دجمهوري رياست دستراقتصادي سلاکار په مشرۍ  دماليې ، سوداګرۍ اوصنايعو ، اقتصاد ، دښار جوړولو دچارو ،ترانسپورت او هوايي چلند اودعدليې وزيران،دافغانستان بانک لوي رييس اودسوداګرۍ اوصنايعو دخونو رييس موظف کړل چې  دهيواد په دننه کې  دکابل بانک دتثبيت شويو جايدادونو بيه دې له اړوندو ارګانونوسره په تفاهم کې وټاکي  او دهغو دپلورنې ميکانيزم دې برابراوپه دې باب دپخواني غونډي دجوړيدو له نيټې څخه ديوې مياشتي په دننه کې دې دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
دغونډي دکار په دوام دبدخشان  ولايت  سيمه ييزي ستونزي  ددغه ولايت دوالي  اودولايتي شورا درييس له خوا غونډي ته طرحه شوي .
دوزيرانو شورا  پوهنتون ته  دبدخشان دلوړو زده کړو دموسسې لوړول  تائيد کړل او دکورنيو چارو ، فوايد عامې ، عامې روغتيا ، انرژي او اوبو ، پوهنې  اودسوداګرۍ اوصنايعو وزيران يې موظف کړل  چې  دخپلو کاري برخو ستونزي   دمالي امکاناتو په محدوده کې  دبدخشان  له والي اودو لايتي شورا له رييس سره حل کړي او نور موارد دې  دراتلوونکو کلونو په خپل پلان کې منعکس کړي .
په همدي ترتيب دوزيرانوشورا ټول  دولتي ارګانونه په جدي توګه موظف کړل  چې  په خپلو  هغو بهرنيو سفرونو کې  چې    ددولت له بودجي څخه تمويليږي دکورنيو دولتي اوخصوصي هوايي شرکتونو په واسطه  سفر کړي.
په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا درې مورده نړيوال تړونونه غونډي ته طرحه شول چې  دتائيد وړ وگرځيدل.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
په لوګر ولايت کې دپوځي عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يوسيمه ييز قوماندان ونيول شو.
په دغه قوماندان چې هويت نه دى په ډاګه شوي نن سهار هغه وخت چې ديولړ ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و په خپل پټنځي کې يې افغان او دناټو پوځيانو پرې بريد وکړ او ونيول شو.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندان دلوګر ولايت په ځينو برخوکې دوسله والو طالبانو دځينو بريدونو درهبرى مسووليت په غاړه درلود .
ويل کيږي چې نيول شوي قوماندان دلوګر ولايت دځينو برخو په ناآراميو کې لاس درلود.
په دغو پوځي عملياتو کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو او دنشه يي توکو يوه ديپو هم ترلاسه شوي .
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
په بلخ کې دماين دچاودنې له امله يو پوليس و وژل شو او د دووتنو ملکى وګړو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د دريو بجو په شاوخوا کې دبلخ ولسوالۍ په بازار کې وشوه.
ويل کيږي يوه ښځه له خپل ماشوم سره ددغې پيښې په ټپيانو کې ده.
دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ تيمورشاه پاييز له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه چاودنه تاييد کړه او وى ويل چې له دې امله يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور تنه پوليسان ، دوه ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
ده وويل په دې چاودنه کې ټپي ملکي وګړي يوه ښځه او دهغې ماشوم دي چې دپيرودنې په خاطر دغه بازار ته راغلي و.
دبلخ ولسوالۍ طالبان ددغه ماين ايښودونې سولې وبلل په همدې حال کې دبلخ ولسوالۍ په يو روغتيايي کلينيک ډاکترانو ددغې چاودنې  د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
يو وسله وال سړى نن دغزني ولايت دصرافي سراى ته ننوت او يو دوکاندار يې وواژه.
دغزني ولايت امنيه قوماندان زړه ور زاهد باختر آژانس ته وويل يو سړى نن سهار دغزني ښار دصرافى سراى  ته ننوت او دکربلايي ناظر په نامه ددغه سرايي دوکاندار يې په ډزو سره وواژه.
يرغلګر دسراى  له ساتوونکو سره په نښټه کې ټپي او دخلکو له خوا ونيو شو.
پوليس دپيښې څرنګوالې څيړى.