19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دملي پوليسو منسوبينو پرون دبدخشان ولايت په مربوطاتوکې پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
د وسايطو ضد پنځه ماينونه چې په دې وروستيو وختو کې د ياغي طالبانو له خوا دتروريستي او ورانکارو عملونو دترسره کولو لپاره دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ په  عمومي سړک کې ښخ  کړي شوي  و اودپوليسو دمنسوبينو له  خوا د امنيتي دندو په بهيرکې کشف اوشنډکړى شول.
ديوبل خبرله مخې، يو سړى د نشه يي توکو د پلورنې په تور دکابل ښار د نهمې امنيتي حوزې  د پوليسو له خوا ونيول شو.
په نيول شوى سړى د يوې زياتې اندازې نشه يي توکو د پلورنې تورلګول شوى دى  چې د پوليسو له خوا لاس په لاس ونيول شو.
 

Monday, 19 November 2012 11:38

نهه تنه ياغيان و وژل شول

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
نهه تنه ياغيان چې غوښتل يې تروريستي بريدونه ترسره کړي و وژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دکابل ، کونړ، هلمند ، دايکندي ،فارياب ، ارزګان اودفراه دولايتونو په مربوطاتو کې  دافغان او ايتلاف دځواکونو دڅو جلاجلا عملياتو په بهيرکې نهه تنه ياغي طالبان و وژل شول او شل تنه نوريې  ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې نيول شويو کسانو په څو تروريستي او ورانکارو بريدونو کې فعاله ونډه لرله.
ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن يو زرو څلور سوه پنځه نوي کېلوګرامه نشه يي توکې ، شپږکلاشينکوفونه ، دوه ميله پيکا، يو توغندي ويشتوونکې ، يوه ايکم مخابره ، د درندو وسلو پنځه ګولۍ ، دولس ماينونه ، څلور موټر سايکلونه او يو موټرهم ترلاسه شوي دي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دقوماندان مولوي امام الدين په مشري اتلس تنه وسله وال طالبان پرون په بدخشان ولايت کې  دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دبدخشان ولايت دشهربزرګ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال
باختراژانس ته وويل دغه کسان دشهربزرګ ولسوالۍ دامنيتي ځواکونو
دګډوهلوڅلو له امله له خپلو وسلو سره دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
ددغو کسانو سرګروپ مولوي امام الدين وويل له دولت سره مخالفتونه ددوى په سيمه کې په بيلابيلو برخو کې بيارغاونې ته نه پاملرنه وه.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
دهرات ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې دافغانستان دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري په رييس دترورستي بريد طرحه يې شنډ کړې ده.
ويل کېږي چې دوه تنه ځان مرګې يرغلګرو چې غوښتل يې په عبدالخالق فراهي بريد وکړي نيول شوي دي.
دهرات والي داودشاه صبا باختر آژانس ته وويل دغو يرغلګرو غوښتل په هرات ښارکې په يوه وکړي غونډه کې دافغانستان دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري په رييس بريد وکړي .
دغه يرغلګر نن سهار هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې دښځينه جامو څخه کارولو سره دهرات ولايت په اداري ودانۍ کې دغې غونډي ته ننوځي،
دغه غوڼده له دولت سره دخلکو د انسجام ترعنوان لاندې دهرات دوالي او دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي ادارې درييس په ګډون دقومي مشرانو او سيمه ييزو مقاماتو په ګډون جوړه شوي و.
درارسيدلو په خبرونو کې ويل شوي دي چې داداري داصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس احمد مشاهدهم په دې غونډه کې حاضر و دافغانستان دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري رييس عبدالخالق فراهي دجمهور رييس دوروستۍ لارښوونې دتطبيق په خاطر هرات ته سفر کړي دي.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
په ننګرهارولايت کې پرون ديوې ترافيکى پيښې له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول دشمشاد د٢٠٢ ساحوى زون دقوماندانۍ مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : يو کرولا دوله موټر چې دتورخم په لور روان و دشينوارو په ساجه کې يي له يوې وننى سره ټکر وکړ او له امله يي دموڼديوه سپرلى ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې : دوسله والو مخالفينو له خوا دننګرهار ولايت دبټې کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پريوې امنيتى پوستې د درندو وسلو د ډزو له امله يو سرتيرى شهيد او يو تن ټپى شو.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
دعامې روغتيا وزارت دحسيني عاشورا د درناوي دورځو په درشل کې په هيواد کې دوينې د راټولولو پروګرام پيلوي.
په همدې مقصد ددغه وزارت ديوشمير رييسانو په ترکېب يوه کميټه جوړه شوې ده.
دروغتيا قوانينو دڅيړنې رييس او ددغې کميټې رييس ډاکتر سيد ابراهيم کامل نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دحسيني عاشورا له غزادارانو څخه دوينې دراټولولو پروګرام دمحرم الحرام له اوومې نيټې څخه په مرکز او ولايتونو کې د امام حسين (ع) دوينې په مرکزي بانک اوثابتو او ګرځنده مرکزونو کې په خپله خوښه پيليږي.
داکټر کامل څرګنده کړه په کابل کې دوينې دراټولولو ثابت مرکز دخاتم النبين په علميه حوزه دچنداولو په عمومي تکېه خانه ،دقهرمان کربلا په جومات ،دالزهرا په جومات او دصالح المهدي په جومات کې جوړ شوي دي.
ده وويل دوينې دراټولولو ګرځنده ټيمونه هم دښار په ټولو ساحوکې به دحسيني عاشورا له غزادارانو څخه په خپله خوښه دوينې په راټولولو لاس پوري کړي.
د ډاکتر کامل دڅرګندونو له مخې دعامې روغتيا وزارت مشرتابه دولايتونو دعامې روغتيا رياستونو ته هم لارښوونه کړې ده چې دغه شان پروګرام ترسره کړي.
ډاکتر کامل وويل چې دغه وينه په هغو  ناروغانو ته ورکړي  شي چې ورته اړتيا لړي او دغه راز يوشمير کسان چې دوينې په سرطان اخته دي دامام حسين دوينې له بانکونو څخه به هغوى ته په وړيا ډول وينه ورکړشي.
 

Monday, 19 November 2012 11:16

داسعارو بيه:

کابل\باختر\دتلي دمياشتې ٢٩ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     53/20  افغانيو پلورل په   53/30افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  83/افغانيو پلورل په     83/10افغانيو
يوه يورو   پيرودل په     70 67/ افغانيو پلورل په      67 /80  افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 30/ 14 افغانيو پلورپه 35 / 14 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  95 13/پلورل      14/ افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 1000 افغانيو پلورل په 1010 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  551افغانيو پلورل په  552 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 18/20  افغانيو پلورل په   18/30 افغانيو.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
څوشيبې مخکې دهرات په اسلام قلعه کې  چاودنه وشوه .
دغه پيِښه نن سهار دنهه نيمو بجو په شاوخوا کې دهرات _ اسلام قلعه دتګلوري په اسلام قلعه بندرکې شوې ده .
دهېواد دلويديځې  حوزې دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل چې  يو بم  په  موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي و.
ده ددغې چاودنې له امله دسردرسيدلو زيانونو اومالي تاوانونوپه باب بي خبري وښودله .
عيني شاهدان وايي چې دغه چاودنه ټيک دافغان پوځيانو اودناټو دپوځونو دسپرلۍ دکاروان دتيريدو په وخت کې شوې ده .
ددغې پيښې  جزئيات وروسته خپريږي .
 

 ١کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
په هرات ولايت کې سيمه ييز مقامات وايې  چې دافغانستان دسيمه ييزو ارګانونو په ر ييس دتروريستي بريد طرحه يې شنډه کړې ده.
ويل کېږي چې دوو تنو ځانمرګو يرغګرو په هرات کې  په عبدالخالق فراهي دبريد نيت درلود چې  ونيول شول .
دهرات والي داود صبا باختراژانس ته وويل دغه ځانمرګي يرغلګر په داسې حال کې  چې په ښځينه  جامو سمبال و نيول شوى دى .
دافغانستان دسيمه ييزوارګانونودادارې لوي رييس عبدالخالق فراهي دجمهور رييس دوروستي لارښوونې  دتطبيق لپاره هرات ته سفرکړى دي .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
دجوزجان ولايت دشبرغان ښار دابن يمين دليسې دورزشي ډګر دبنسټ ډبره ددغه ولايت دوالي او دپوهنې درييس له خوا په داسې حال کې کېښودل شوه چې په کابل کې دترکېې سفير هم حاضرو.
دباختر آژانس دخبر له مخې : دغه ورزشي ډګر دترکېې په مرسته جوړيږي چې دڅه ناڅه دڅلور زرو تنو ظرفيت لري.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دجوزجان ولايت دابن يمين په ليسه کې جوړشوې وه دجوزجان والي محمد عالم ساعي دترکېې دمرستو له امله دقدرداني په ترڅ کې دزده کونکو په روغتيا او سلامتيا کې دورزشي د ارزښت په باب خبري وکړي او له زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې دلوست ترڅنګ ورزش هم وکړ ي .
په دې غونډه کې دترکېې سفير هم په دې ترڅ کې چې زده کونکې يې ورزش ته دهڅول دافغانستان له پوهنې سره يې دخپل هيواد په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ.