25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چاريکار – باختردتلې١٢
په پروان ولايت کې دپوليسو او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ په جګړه کې دوه تنه پوليسان، دوه ښځې او يو غيرمسوول وسله وال ټپيان شول.
دپروان ولايت دامنيې قوماندان مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو نن کله يې چې غوښتل غير مسوول وسله وال کسان بې وسلې کړې دپوليسو او ددغو کسانو ترمنځ جګړه ونښته.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان، دوه ښځې او يو غير مسوول وسله وال ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو دوه تنه غيرمسوول وسله وال کسان له يوکلا شينکوف سره نيولى دى. پيښه  څيرل کيږي.
 

چاريکار – باختردتلې١٢
په پروان ولايت کې دپوليسو او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ په جګړه کې دوه تنه پوليسان، دوه ښځې او يو غيرمسوول وسله وال ټپيان شول.
دپروان ولايت دامنيې قوماندان مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو نن کله يې چې غوښتل غير مسوول وسله وال کسان بې وسلې کړې دپوليسو او ددغو کسانو ترمنځ جګړه ونښته.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان، دوه ښځې او يو غير مسوول وسله وال ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو دوه تنه غيرمسوول وسله وال کسان له يوکلا شينکوف سره نيولى دى. پيښه  څيرل کيږي.
 

چاريکار– باختردتلې١٢
دپروان ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې دنښتې له امله ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل شول.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتى دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې په سرخ پارسا ولسوالۍ کې  د دوو کورنيو ترمنځ اختلافونه د وسله وال نښتې سبب شول چې له امله يې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل شول.
يوه اړوند خبرځاى وويل: په دې پيښه کې ددغې کورنۍ دوه نارينه،دوه ښځې او يو څلورکلن ماشوم وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې دغه جګړه تيره شپه دچارمغزو د ويشل پرسر ددغو دوو کورنيو ترمنځ ونښته.
 

واشنګتن باختر د تلي  ١٢:
  يوه امريکايي سناتور رابرت ګيسي ويلى دى: په پاکستان زور اچوي چې په افغانستان کې دچاوديدونکو توکو صادرول بندکړي .
دغه توکې دياغي طالبانو له خوا په واټ کې د ښخولو لپاره دبمونو په جوړولوکې کارول کېږي .
  سناتور رابرت کېسي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې دپاکستاني سناتورانو  په ګډون ددغه هيواد له ملکي او پوځي مشرانو سره  د ده خبرې افغانستان ته دامونيم نايتريت يا دکېمياوي سري دصادرولو دکمښت لپاره ددغه هيواد دستراتيژي  په اجرا کولو باندې متمرکز دي .
کېسي خبريالانو ته وويل:  زه غواړم چې د دوى دستراتيژي اجراکولو ووينم.  هغه وخت به موږ ددې ځواکمني ووينو چې هغه وڅيړو، خو هغوى (پاکستانيانو) تراوسه پورې ددغه ستراتيژي نه ده عملي کړي او دا داسې دليل دى چې زه  دلته يم .
دغه امريکايي سناتور دغه راز زياته کړه: زه فکرکوم چې موږ په رښتيني   توګه پرمختګونه کړي دي چې خپل  نظر دپاکستان مشرانو ته څرګند کړو او ويلي مو دي چې موږ افغانستان ته دامونيم نايتريت دصادراتو دکمښت دستراتيژي  د چټکو  نتيجو غوښتونکي يو. 
کېسي دپاکستان  له صدراعظم او ددغه هيواد له لوى درستيز جنرال اشفاق  کېاني سره له کتنې  وروسته وويل: موږ ته ويل شوى دى چې دوى به ددغه پروګرام اجرا کول په منى کې پيل کړي خو دقيقه نيټه يې مشخصه نه کړه .
رابرت کېسي چې دنږدې ختيځ مرکزي او جنوبي اسيا په چاروکې  دامريکا دسنا دکميټې رييس دى ، وې ويل چې تيرکال په واټونوکې دښخ کړي شوي بمونو دچاودنې او دچاوديدونکو توکو دچاودنې له امله ٣٦٨ تنو امريکايي  سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
 

کابل – باختردتلې١٢
دميوند اتلان او دسپين غربازان دفوټبال ټيمونو دافغانستان دغوره ليک دسياليو نيمه وروستۍ پړاوته لار وموندله.
په همدې حال کې نن مازيګر دسيمرغ البرز او عقابان هندوکش ټيمونه لوبه کوي باختر آژانس ته دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير دمعلوماتو له مخې:  په هغې لوبه کې چې پرون مازيګر د ميوند اتلانو او د سپين غر بازانو دټيمونو ترمنځ وشوه، لوبه ديوې په مقابل کې په يوې سره برابر پاى ته ورسيده او دګول په تفاضل سره دواړو ټيمونو اووه اووه امتيازونه ترلاسه کړل او نيمه ورستۍ پړاوته لاره وموندله.
دغه راز ټاکل شوې ده دبي له ګروپ څخه دسيمرغ البرز او عقابان هندوکش ټيمونه نن مازيګر لوبه وکړي.
 

کابل باختر د تلي  ١٢:
  دقندهار ، غزني ، لوګر او دهرات د ولايتونو په مربوطاتو کې  دګډو عملياتو په بهير کې  د وسله  والو طالبانو د ډلې څلور تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
باختر اژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دغو قوماندانانو تراوسه پورې په افغان او بهرنيو ځواکونوپه لسګونو تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي و .
ويل کېږي د دوى د نيولو په بهير کې  نښته هم شوې ده چې څو تنه ياغيان وژل شوي او يا نيول شوي دي
خبرپاڼه زياتوي: ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو په لسګونه جنګي وسايل او دهغو په سلګونو  کېلوګرامه چاوديدونکې  او نشه يي توکې هم ترلاسه شوى دى .
 

کابل باختر د تلي  ١٢:
  اتلس تنه  پاکستاني انسان تښتوونکي پرون په نيمروز ولايت کې ونيول  شول .
دنيمروز ولايت دملي امنيت د رياست يو مسوول خبرځاى چې دى نه غوښتل نوم يې واخستل  شي باختر اژانس ته وويل:  اتلس تنه پاکستاني انسان تښتوونکې  له اتلسو پاکستاني  تيوتا موټرونو سره دزرنج ښار د جنوب  لويديځ په پنځلس  کېلومتري واټن کې دماشي په سيمه کې ددغه رياست دکارکوونکو  دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه کسان  دپاکستان دبلوچستان ايالت په پوله کې دايران د جنوب په مرکز کې په انسان تښتونې  بوخت و .
  ويل کېږي دوى په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړي دي .
 

کابل باختر د تلي  ١٢:
  دقندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه پوځي مسوول ونيول شو .
ويل کېږي دغه سړى دميوند په ولسوالۍ کې  دافغان او ايساف دځواکونو په ګډون عملياتو کې  ونيول شول .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل:  نيول شوى سړى سنګرمل نوميږي  او له کلونو کلونو راپديخوا  يې په ژيړۍ ولسوالۍ کې دطالبانو د پوځي مسوول په توګه فعاليت کاوه چې دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې  په ګډو عملياتو کې ونيول شو .
 

کابل – باختردتلې١٢
دنوى زيلاند ددفاع وزير افغانستان ته له را رسيدو وروسته دباميانو ولايت ته لاړ چې په دغه ولايت کې له ميشتو سر تيرو سره وګوري.
ويل کيږي چې د نوى زيلاند ددفاع وزير به په افغانستان کې درې ورځې تيرې کړي.
نوى زيلاند په افغانستان کې ١٤٠ پوځيانو لري چې له ٢٠٠١کال څخه تر اوسه پورې په باميانو ولايت کې ډيره دي او تر اوسه پورې  ددغه هيواد ٢٠ تنه عسکر په افغانستان کې وژل شوى دى.
 

Wednesday, 03 October 2012 11:36

تبصره:

کابل – باختردتلې١٢
په دې وروستيو وختوکې يو شمير لويديځو رسنيو په افغانستان کې د واقعيتونو په تحريف لاس پورې کړي دي او دکاذبو او له حقيقت څخه لرې مطالبو په خپرولو سره دخلکو دانديښنې سببونه برابرکړې دي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: ټاکل شوى ده، بهرني ځواکونه چې د يو نړيوال تفاهم په چوکات کې دتروريزم دعواملو سره دمبارزې په موخه افغانستان ته ورغلي دي، د٢٠١٤ کال تر وروستيو وختو پورې له دغه هيواد څخه ووځي.
له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو په باب تصميم د افغاني ټولنې دعيني شرايطو او دافغانستان د وسله والو پوځونو دځواکمني په پام کې نيولو سره نيول شوى دى.
له دغه تصميم سره دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت بشپړ ملاټر شته او په اوس وخت کې دهيواد امنيتي ځواکونو دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دوه پړاونه تيرکړي دي او دريم پړاو د اجرا په حال کې دى. دڅلورم او پنځم پړاو دترسره کولو لپاره تيارۍ نيول کيږي. په دې ځاى کې دامنيتى مرکزونو روحيه او اعتماد د دقت او ستاينې وړ دى.
افغان امنيتى ځواکونو دڅو وروستيو ورځو مياشتو او کلونو په بهيرکې دا کار ثابت کړي دي چې دملي ارزښتونو په دفاع کې بريالى دي او همدا اوس دهيواد په سلوکې د نږدې اويا خاورې د امنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري.
له بلې خوا ځينې خبري رسنۍ په دولتي حال کې تحريف شوي خبرونه او اطلاعات منعکسوي چې ناټو په خپله ټينګارکړى دى چې له افغانستان څخه وتل به مسوولانه وي او د ناټو او دلويديځو هيوادونو مقاماتو په وار وار دا خبره تکرار کړې ده چې دافغانستان ماتې به د نړيوالې ټولنې ماته وي.
دغه راز دلويديځو هيوادونو جګپوړو مقاماتو په وار وار دغه خبرې تکرار کړي دي چې تيرې تير وتنې به تکرار نه کړي او افغانستان په خپل حال پرې نږدي.
دغو هيوادونو دافغانستان سره دستراتيژيکي همکارى په چوکات کې خپلو ژمنو ته عملي اړخ ورکړي دي.
ددغو ژمنو په رڼاکې ولې ځينې لويديځې رسنۍ په کوم دليل او علت په اکاذيبو، افترا او تحريف لاس پورې  کوي او له افغانانو سره په يو دښمنانه دريځ کې هلې ځلي کوي چې دافغانستان دخلکو ترمنځ ناهيلې تلقين کړي؟
که چيرې ناټو نه وي په افغانستان کې هيڅ څه نشته. دافغانستان خلک دخپلو امنيتي ځواکونو د ژمنې ترسيورې لاندې  ددغه هيواد بچيان دي او په راتلوونکې هيله من دي، ځکه هغوى دخپل هيواد په پايښت اعتقاد او باور لري چې افغانستان بچي دناټو له شتون او دسپټمبر دمياشتې له يوولسمې نيټې مخکې موجود و او د٢٠١٤ کال وروسته په هم موجود وي.
په داسې حال کې چې دلويديځ يو شمير رسنۍ افغانستان د٢٠١٤ کال وروسته يو بې پناه او بې دفاع هيواد معرفي کوي. دغه رسنۍ په يوې روانې جګړې سره هلې ځلې کوي چې داويايمې لسيزې پيښې چې په هيواد کې يې بهرني عوامل لرل،په زهنونوکې تداعي کړي او دهغو ورځو ترخې خاطرې ژوندى کړي او په دې ترتيب غواړي چې دخلکو دبيلابيلو قشرونو روحيه کمزورې کړي چې د راتلوونکو پروګرامونو لپاره دپيښې ځاى پيداشي.
افغان امنيتي ځواکونه ددغه شان تبليغاتو په اړوند څرګنداو او روښانه پيغام لري. دوى دخلکو، دملي ارزښتونو او ژوندانه په دفاع کې خپله ځواکمني ثابته کړي دي او په جدي توګه هلې ځلې کوي چې نور دغه هيواد دنړيوالې ټولنې د اوږو بارنه وي.
دغه ژمنه او درايد دهرامنيتي منسوب په څېره کې څرګند دى او هغوى د راتلوونکې روښانه ترسيم او تصوير لري چې هيڅ پوښتنې ته ځاى نه پريږدي.
په اوس وخت کې همدغه افغان بچيان دي چې دهيواد په ډيرو ناامنو سيموکې دتروريزم په ګوډاګيانو بريدکوي او د دې هيواد دعزت او وقار دفاع کوي.
دغه ميړنتوب په افغانانوکې ژوندى دى او دبهرنيو ځواکونو په شتون او يانه شتون کې دوى ځان ددغه هيواد وارثان بللي دي او بولي .
ښه به وې چې دغه شان رسنۍ داستخباراتي کړيو دلاس آله نه وي او ځان دسياسي او استخباراتي لوبو څخه لرې وساتي او دژورناليزم دمسلک رسالت رعايت کړي .