19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر آژانس د وږى ٢٩
د ازبکستان داسلامي تحريک  يو قوماندان نن دکندز ولايت دقلعه ذال ولسوالۍ په مربوطاتو کې دګډو پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شو.
باختر اژانس د ناټو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې د ازبکستان داسلامي تحريک دترورستي سازمان دغه قوماندان دافغانستان په شمال په تيره بيا په کندز ولايت کې ددغه سازمان دياغيانو د روزنې ،رهبرى او سمبالولو مسوليت په غاړه درلو، ويل کيږي چې دغه قوماندان دافغان ځواکونو او دناټو په قوتونو ددغې ډلې د ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو مسوليت هم په غاړه درلود.
ناټو وايي چې ددغو عملياتو په بهير کې دازبکستان داسلامي تحريک دترورستي سازمان ٤تنه نورياغيان هم نيول شوي دي.
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې نښته نه ده شوې.
دازبکستان داسلامي تحريک ترورستي سازمان دطالبانو ،حزب اسلامي ،او دالقاعده د ډلو او دحقاني شبکې ترڅنګ په افغانستان کې دطالبانو درژيم له پرځيدو  وروسته دافغان ځواکونو او دبهرنيو پوځيانو پرخلاف جګړه پيل کړه.
 

کابل باختر آژانس د وږى ٢٩
ناټو تاييد کړه چې دحقاني دشبکې يو قوماندان همت چې ځانمرګو بريدونو ته يې سازمان ورکاوه په لوګر کې وژل شوى دى.
دغه قوماندان د دوشنبې په ورځ دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار په مربوطاتو کې دده په پتنځي دافغان ځواکونو او دناټو دپوځيانو په عملياتو کې وژل شوى دى.
باختر آژانس دناټو ديوې خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې همت د دافغانستان په بيلابيلو سيمو په تيره بيا دځانمرګو بريدونو دترسره کولو او تنظيم مسوليت په غاړه درلو.
ويل کيږي چې دغه قوماندان له هغه وروسته چې غوښتل يې له ګډو ځواکونو سره په جګړې لاس پورې کړې د ډزو له امله ووژل شو.
ناټو وايي چې په دغو پوځي عملياتوکې څوتنه  نور ياغيان هم وژل شوي دي.
بهرني پوځيان ،همت دحقاني دترورستي شبکې ډير خطر ناک غړى په توګه بولى اووايي چې ده په افغان ځواکونو او دناټو په پوځيانو دڅو ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو کې لاس درلود.
يو خونړۍ ترورستي بريد چې ملاهمت پکې لاس درلود په لوګر کې وروستي ځانمرګې پيښه وه چې په ملکي وګړو بريد وشو.
دناټو دخبر پاڼې دمعلوماتو له مخې، ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې دياغيانو ددغه قوماندان په پتنځلي کې په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او ځانمرګي واسکتونه هم ترلاسه شوي دي.
 

کراچي دي نيوزانترنشنل- د وږي ٢٩
دپاکستان په کراچي ښارکې تيره شپه د دوو چاودنو له امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: دغه دوه چاودنې په لنډ زماني واټن کې ددغه ښار دباري سيمې په يوګڼ ميشت مارکيټ کې وشوې.
لومړۍ چاودنه په موټر سايکل کې د ايښودل شوى ماين له امله وه چې داسماعيليه فرقې يوجومات ته مخامخ وشوه چې دسر په زيان سربيره د دوو ليږدونکو واسطو د چولو او دڅو نورو د ويجاړولو سبب شوه او دشاوخوا د ودانيو ښښيې ماتې کړې .
په دويمه چاودنه کې چاوديدونکي توکې يوې ونې ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و او له لومړۍ چاودنې لږ وروسته وچاوديد.
په دغو چاودنوکې دوه ويشت تنه نور ټپيان او روغتونوته وليږدول شول.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن دکرکټ دنړيوال جام دسياليو په لړکې دهند دکرکټ له ټيم سره په سريلانکا کې لوبه کوي .
په دغو سياليو کې دنړۍ له دولسو هيوادونو څخه دولسو ټيمونو ګډون کړي دي.
باختراژانس دکرکټ بورد د رسنيو دمسوول فريدهوتک له خولې  خبر راکړ: دافغانستان دملي کرکټ ټيم په لومړۍ ګروپ کې دهند اوانګلستان  له ملي ټيمونوسره سيالۍ کوي  چې ددغه ټيم لومړۍ لوبه  نن دماښام په شپږو بجو دسريلانکا په کولمبو ښارکې ترسره کيږي .
دکارپوهانو دڅرگندونوله مخې: دشل آوره دکرکټ په نړيوال جام کې  داتلوالي اصلي مدعيان انګلستان،  جنوبي افريقا ، هند اودويست انديز ټيمونه دي.
د دوى دڅرگندونوله مخې، ښايي دغه څلور ټيمونه په وروستي نيمايي پړاو کې په خپلو کې لوبه وکړي .
ديادونې وړ ده  چې دافغانستان دملي کرکټ ټيم  دکرکټ دنړيوال جام دسياليو له پيل کيدو مخکې دسريلانکا او دويست انديز له ټيمونوسره دوه دوستانه لوبې ترسره کړي چې دسريلانکا ملي ټيم ته يې ماتې ورکړه  او دويست انديز دملي ټيم په وړاندې يې ماتې ومنله .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دفوټبال د غوره ليګ دټيمونو سيالۍ نن دهندوکش دعقابانو اودموج هاى آمو دټيمونو په لوبې  سره دوام کوي.
دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير باختراژانس ته وويل: دفوټبال دغوره ليګ دسياليو په چوکاټ کې نن له مرکز زون څخه دهندوکش دعقابانو اوله شمال ختيځ زون څخه دموج هاى آمو دټيمونو په سياليو سره دوام کوي.
دغه سيالۍ دهيواد له اتو زونونو څخه د اتو ټيمونو ترمنځ دګول پروژې په ډګر کې پيل شوى دى چې په دوو ګروپونو الف اوبې  سيالي کوي .
ديادونې وړ ده چې ددغو سياليو په پيل کې چې پرون مازيګر ترسره شوې؛  دقهرمان ميوند اودشاهين اسمايي ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې ديوې په مقابل کې په دريو سره دميوند داتلانو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دلغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دماين دچاودنې له امله دملي اردو شپږتنه عسکر شهيدان شول..
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: يوماين  چې د وسله والو مخالفينو له خوا په سړک کې ښخ کړى شوى و؛ پرون دملي اردو ديوې ليږدونکى واسطې  دتيريدو په وخت کې وچاوديد اوله امله يې دملي اردو شپږتنه عسکرشهيدان شول.
دغه راز دلوګر، هرات  او دپکتيا په ولايتونو اودکابل ولايت دماهيپر په ساحه کې په ورته پيښو کې دملي اردو دوه تنه عسکرشهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
يوه اړونده  خبرځاى وويل:  پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملي اردو يو رنجر له سروبي څخه کابل ته روان و چې د زيات ګړنديتوب له امله له سړک څخه واوښت اوچپه شو.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
د زابل ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونوپه يو لړ چاڼيزو عملياتوکې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو عملياتو کې چې پرون د ډار اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد د زابل ولايت  دسيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول ، شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دغه عمليات دوام لري او په ترڅ کې يې يوه اندازه درندې اوسپکې وسلې هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د وسايطو ضدديارلس ماينونه چې وسله والو مخالفينو د ورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد دقندهار ولايت دپنجوايي اوژيړې د ولسواليو اودلوګرولايت د زرغون ښار په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي و؛ دملي اردو دځواکونو د ګزمې په وخت کې کشف اوشنډکړاى شول.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دامنيتي ځواکونو په يولړچاڼيزو عملياتو کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ:
دهيواد امنيتي ځواکونو پرون د کابل ، بغلان ، زابل ، لوګر ، خوست ،فراه  او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل  اوپه بهيرکې يې اتلس تنه ياغي طالبان ووژل شول، دوه تنه ټپيان  اوپنځلس تنه نور يې ونيول شول.
دغه راز ددغو عملياتوپه بهيرکې پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکې ، اووه ويشت ميله ډول ډول وسلې ، څلور توغندي ويشتونکى ، درې مخابرې ، د درندو وسلو يوولس ګولۍ ، دسپکو وسلو يوه اندازه مهمات، شپږپنځوس ماينونه، ٩٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکې ، پوځي وسايل اوتجهيزات ، يو موټرسايکل اويو موټر په عملياتو دشاملوځواکونو لاسته ورغلي دي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دملي اردو ځواکونو دمرکزي بغلان د ولسوالۍ په مربوطاتوکې شپږتنه وسله وال طالبان ونيول.
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې : له نيول  شويوکسانو څخه شپږميله وسله اويوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوى دى .
دمرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيارمحمدکمين باختراژانس ته وويل: دغه ياغيان تل د زاړه بغلان او دمرکزي بغلان د ولسواليو په مربوطاتو کې دخلکو دځورونې سبب کېدل .
 

Wednesday, 19 September 2012 09:36

تبصره:

کابل باختر دوږي ٢٩:
  نن د وږي دمياشتې نهه ويشتمه نيټه دجهادي شخصيت او دسولې دعالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني دشهادت لومړۍ کاليزه  د.
ددغه شهيد دشهادت  دلومړۍ تلين  له درناوى سره  جوخت، په هيواد کې دسولې او دملي يو والې اوونۍ  هم پيل شوه .
دباختر اژانس مبصر ليکي؛
له نن ورځې څخه ټيک يوکال مخکې دجهاد او مقاومت مشر او دسولې  دعالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني په يوه ناځوانمردانه او افغاني ضد توطيه  کې شهيد کړى شو .
  استاد رباني  چې دسولې دعالي شورا د مشرتوب په منلو سره يې په هيوادکې دسولې او ثبات د اعاده کولو او تامينولو لپاره کار کاوه.
په پاى کې  په همدې لاره کې شهيد کړاى شو او دخداى بنده ګانو ته دخدمت  په لاره کې  دشهادت په منلو سره وفات شو .
استاد رباني په داسې حال کې په هيواد کې دسولې دعالي شورا دمشرتوب  مسووليت ومانه چې دخلکو  په دردونو اوکړاونو  چې ددغې له مانا ډکې کلمې د نشتوالې  له امله يې زغمل ، خبر و ، ده دخلکو ديو مشر په توګه چې بډايې تجربې يې لرلې او دخپل ارزښتناک  عمر نيمه پيړۍ يې دهيواد دترقي اوزموږ دخلکو د ذهنونو د روښانولو په لاره کې وقف کړه، په هغې لارې ګام کيښود چې خطرناکه او ددې تر څنګ  له فيض ډکه وه .
  دى په دې پوهيده چې  سولې ته د رسيدو په لاره کې بايد کږليچن واټ  ووهي له ګواښونو او  ناخوالو سره مقابله وکړي ، خو په پاى کې دخپل خلک  د زړه فيض ته ورسوي او ارام ژوند دهغوى په برخه کړي .
دسولې دعالي شورا په توګه داستاد رباني ټاکنه يو ناسنجول شوى او ناڅاپي کار نه و .
ددغې شورا غړي د استاد رباني په پوهې او استقامت پوهيدل ، دى د انسانيت او اسلاميت په مدرسه کې  لوى شوى و، له ځان سره يې دپوهې ، سوله ييز ژوندانه  زغم ،  اخوت او ورور ولي ، عدل او انصاف پيغام درلو .
دى په دې ښه پوهيده چې کوم چلند او عمل  وکاروي چې نور دده هيواد ځوانان او تنکي ځوانان دبهرنيو استخباراتو په لومه کې ونه لويږي .
او په ښکاره اسلامي مدرسو کې دهيواد د ويجاړولو چاودنې او دځانمرګې بريد لارې چارې زده نه کړي .
دى په ښه توګه په دې پوهيده چې له خپل ناراضې  ورور  سره  چې د دښمني  اوجګړې لاره يې غوره کړى  وه، څه ډول دعمل ډګر ته ور ودانګي او هغه دې ته وهڅوي  چې نور دهيواد له ويجاړولو څخه لاس واخلي او خپل هيوادوال ونه وژني. استاد رباني  ديو پوه ، عالم او سياستوال  ميړنې په توګه هلې ځلې وکړې چې نور دغه هيواد په سياسي  لانجو سره مخامخ  نه شي يو والى او اخوت رامنځته شي .او ټول  افغانان له قومي او ژبنيو  توپيرانو  او له جغرافيايي طبقه  بندي څخه خلاص،  ديوبل تر څنګ ګډ ژوند وکړي .
  ده هيله درلوده چې ددې  دهيواد بچيانو ته دلوست  اوزده کړې فضا يوه خوندي فضا وي او هيواد يې دسيمه ييزو سياليو په ډگر بدل نه شي، بلکې دنړۍ دمتمدنو خلکو ترمنځ خپله لاره پرانيزي او له نورو سره اوږه په اوږه دنيکمرغۍ  او سوکالۍ په لور روان شي .
هغه څه چې استاد يې هيله کوله يوه ديني مفکوره وه چې مغرضينو او هغو کسانو ته چې خپله ارامي يې دده هيواد په بربادي  کې ليدله،  د زغم وړ نه و .
دغو  شوپرکانو  داستاد رباني  هلې ځلې دځان په وړاندې يو ډير ستر خنډ باله او دهغه دله منځه وړلو لپاره يې په توطيې  لاس پورې کړ او په پاى کې ديو مصلح اومرکچي  په جامه ديو تروريست په استولو سره هدف ته ورسيدل او استاد رباني يې په مظلومانه ډول شهيد کړ .
  استاد ديوې لوړې مفکورې  لپاره چې هماغه خلق الله ته خدمت و ، شهيد شو،خو ددغه اتل ميړنې مفکوره  ژوندى پاتې شوه چې داستاد رباني  ياران او ملګرې  په افغانستان کې دسولې د ټينګښت لپاره د فقيد استاد لاره چې يوه ستره اړتيا ده د توطيو او دسيسو  سره سره دوام ورکوي چې  باورونه دبې باورى ځاى ونيسي او ناامنى خپل ځاى سولې او ورور ولي  ته خالي کړي. ځکه  دافغانستان خلک دسولې په نه شتون کې له يوه پراخ بحران  څخه ځوريږي .
دافغانستان خلک لکه څنګه  چې استاد رباني  هيله درلوده، غواړي  چې دقانون په واکمنى کې ژوند وکړي او سوله دهيواد دبيا جوړولو او دخلکو دنيکمرغى  عامل او زمينه شي .
  دغه راز خلک په دې کار ټينګار  کوي چې داستاد رباني  د وژنې  دتوطيې او دنورو دملي شخصيتونو د وژنو  دعاملينو په ګډون د جنايتونو عوامل چې په بهرنيو استخباراتو کې جرړې لري، دمحاکمې ميز ته راوکاږل شي او دافغانستان دولت ددغو کسانو په پيژندنه اومحاکمه کې دنړيوالو  سازمانونو  له ټولو  امکاناتو او نفوذ څخه کار واخلي .