21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  په کاپيسا ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې نولس کورونه زيانمن شوي دي .
دکاپيسا ولايت مطبوعاتي مسوول قيس قادري باختر اژانس ته وويل دهغو سيلاونودراوتلو له امله چې تيره شپه د نجراب ولسوالۍ په بيلابيلو کليو  کې راووتل داستوګنې  نولس کورونه ، دوه کيلومتره سړک  يوجامع جومات  او دامنيې قوماندانۍ د انګړ ديوار ويجاړ شوي دي
دده د څرګندونو له مخې په نجراب  ولسوالۍ کې دکرني  دوه سوه پنځوس جريبه ځمکه ويجاړه شوي او دغه راز لس کرولا او سراچه ډوله موټرونه هم په قسمي  ډول  زيانمن شوي يد
قادري زياته کړه چې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله د کاپيسا ولايت په مرکز محمود راقي  کې پنځه ويشت جريبه  زراعتي  ځمکه بيخې ويجاړه شوي او يو شمير څاروې له منځه تللي دي .
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  هغه سړي چې غوښتل يې دکابل په پلچرخي جيل  بريد وکړي نن دپوليسو له خوا ونيول شو .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دويندوى مرستيال ډاکتر نجيب الله دانش  دباختر اژانس  خبريال ته وويل د پيښور  ښار دصوابيو اصلي اوسيدونکي  تعريف الله  چي غوښتل يې په پلچرخي  جيل تروريستي بريد وکړي  ونيول شو .
ويندوى زياته کړه چې دغه سړى په لومړنيو تحقيقاتو کې ويلي دي چې دبندي طالبانو دخلاصون لپاره يې غوښتل  په جيل تروريستي بريد وکړي
دغه رازده اعتراف وکړ چې يو کال مخکې دمولوى روح الله له خوا دطالبانو په ډله کې  جذب شوي او يوه مياشت يې دپاکستان په مردان سيمه کې پوځي او تروريستي زده کړي کړي دي . او له اووه کلونو  راپديخوا  په اصطلاح  جمعيت الاسلام دتروريستي  ډلې غړيتوب هم لري
  دغه سړى  دغه راز  په واټ کې دماينونو په ښخولو  او په ننګرهار ولايت کي په نړيوالو ځواکونو په بريد کې  په خپلې ونډي اخستنې هم اعتراف کړي دي .
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
نړيواله  ټولنه دملي اردو دپياوړتيا او پرمختيا په لوره کې دافغانستان له دولت سره دهمکاريو په دوام ژمنه بولي .
دغه ټکې په کابل کې دامريکا دسفارت  لومړۍ سکرتر د ظفر قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې څرګندکړ او وي ويل چې دافغانستان په لويديځ کي دملي اردو برياليتوبونه  دقدر وړ دي .
ده دملي اردو دپياوړتيا په خاطر دنړيوالي ټولنې دهمکاري په دوام باندې ټينګار وکړ .
دظفر قول اردو قوماندان هم دهرات ولايت امنيتي حالت ښه وباله او په دي  حوزه کې يې دملي اردو دفعاليت دساحو دپراختيا خبر ورکړ
دظفر قول اردو قوماندان دملي اردو دواحدونو اوپه تيره بيا دظفر قول اردو دقطعاتو د سمبالولو  او پياوړتيا په برخه کې  دنړيوالې ټولنې همکاري وستايله .  په دې کتنه کې  دواړو  لورو دظفر  قول اردو دقطعاتو د اړتياو اونيمګړتياو په باب خبري وکړي و داړتياو په لري کولو باندې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  دهرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ څلور تنه سرتيري دعسکري اصولو دترپښو لاندې کولو په تور په پنځه  پنځه کاله تنفيذي  بند محکوم شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال سيد عبدالغفار  سيد زاده باختر اژانس ته وويل  دغه سرتيرى د قراول  دخدمتونو له مقرراتو څخه دسرغړونې  او داخلاقي فساد په تور په پنځه پنځه کاله بند محکوم شول .
دهرات ولايت دنظامي محکمې رييس قضاوت  مل دګروال عبدالله وويل دغه کسان دعسکري جرمونو  دقانون د ديرشمي مادي  دلومړي فقري او دجزا دقانون له حکم سره سم  په پنځه پنځه کاله تنفيذي  پند محکوم شوي دي 
خبرځاى زياته کړه دمحکومينو داستيناف  غوښتنه حق  خوندي دي .
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
   طالبانو په کاپيسا ولايت کې  يوملکي وګړي وواژه .
دکاپيسا ولايت دمطبوعاتو مسوول قيس  قادري باختر اژانس ته وويل دغه سړى تيره شپه دطالبانو له خوا دکاپيسا ولايت داله  ساى  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکلاشينکوف  په ډزو سره وژل شوى دى .
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار  نن دنشه يي توکو سره دمبارزي دپوليسو داکاډمي  دروزنيز مرکز له قوماندان او مشرتابه هيئت  له غړو سره دملي شورا په مقر کې وکتل  په دې کتنه کې ددغه مرکز قوماندان مل پاسوال محمد طاهر په خپل کاري استقامت کې دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې تراوسه پوري نږدي اتيا تنو اړوندو منسوبينو له نشه يي توکو سره په مبارزه کې په بهر کې  پرمختللي  زده کړي کړي دي او په  ٤٧ روزنيزو دورو کې په  سلګونو تنه پوليس او دګمرکاتو کارکوونکې له دغي اکاډمي څخه فار  شوي دي .
ده ددغې اداري د ١٣٩٠   دکړنو درپوټ په وړاندي کولو سره دتشکېل دکمښت او دځينو نورو ستونزو يادونه هم وکړه  او په دې برخه کې يې دهمکاري غوښتنه  وکړه مسلميار  دده درپوټ په اوريدو سره وويل چې داسلام مبين دين دنشه يي توکو  له کبله  قاچاق او استعمال مردود بللي دي چې بايد مبارزه ورسره وشي . ده په دې مبارزه کې دنړيوالې ټولنې دزياتي همکاري په اړتيا باندې ټينګار وکړ اودهغو اصلي قاچاق وړونکو دڅارنې اومجازاتو غوښتنه وکړه چې نشه يي توکې  بهر ته صادروي او له نشه يي توکو سره دمبارزي په کار کې يي دمشرانو جرګي دهمکاريو ډاډ ورکړ .
ديوبل خبر له مخې دسنا مجلس دلومړى نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ دمشرانو جرګي پارلماني هيئت چې دپارلمان يادالکترونيکې  پارلمان  د(E )
په نړيوال کنفرانس کې  چې په دې وروستيو وختو کې دايټاليا په پايتخت روم ښار کې جوړ شو ګډون وکړ .
دمشرانوجرګي  لومړى نايب دپنجشبنې  په ورځ په دې کنفرانس کې ديوي وينا په اورولو سره دافغانستان دملي شورا په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې ديو الکترونيکې پارلمان دارزښت او ضرورت او دهيواد دپارلمان  اوسني سيستم E  په باب خبري وکړي او دغه  پيشنهادونه يې وړاندې  کړل .
   ١_  خپل پارلمان سره له دې چې زيات لګښتونه غواړي دپارلمان  د E په نړيوالو  معيارونو عيار کړو .
٢_  دعمومي غونډو او دکميسيونونو جريانات دې دوب کاستنګ او دپارلمان دراډيو  تلويزيون له لاري په ژوندي ډول خپاره شي چې خلک دخپلو استازو په کار خبر شي .
٣_  دانتخاباتو په قانون کې دي  داستازو دنوماندي لپاره مشخص  معيارونه  دزده کړي درجه ، تخصصي او ښه شهرت په پام کې ونيول شي چې دخپلو درې ګونو دندو علمي او عملي  ځواکمني  ولري .
٤_  دمسلکې کادرونو روزنې او ددارالانشا کارکوونکو ته دامتيازونو  دورکولو ته دې جدي پاملرنه وشي چې په حقيقت کې دملي شورا دکاري چارو اصلي چلوونکې او دپارلمان علمي زيرمه ده .
ايزديار  په خپلو  خبرو کې زياته کړه چې افغانستان ځوان پارلمان لري او له دريو لسيزو تپل شويو جګړو   سره سره چې د هيواد بنسټونه  دړي وړي شول له بده مرغه اوس هم دبهرنيو هيوادونو او دځينو ګاونډيانو لاس وهني دوام لري زموږ خلک هره ورځ دطالبانو او دالقاعده په ځانمرګو  بريدونو او چاودنو سره دتروريستي  بريدونو قرباني کېږي  او دهيواد له اقتصادي ټولنيزو ستونزو سره سره دافغانستان پارلمان په ديرو سختو شرايطو کې خپل کار ته دوام ورکوي او هيله لروچې نړيواله  ټولنه   له تروريزم سره په مبارزه کې او دافغان ځواکونو په سمبالولو  او تمويلولو کې  له موږ سره زيات همکاري وکړي  دغه راز دافغانستان دسنا مجلس  دهيئت  رييس چې په ترکېب  کې يې سناتورانو  خان محمد  الله يار اوميرمن ګلهار جلال هم  برخه لرله ددغه کنفرانس تر څنګ دايټاليا  جمهور رييس  له مرستيال  ، داي پي يو له  سکرتر چنرال ، عمان ، هندوستان ، پاکستان ، ايران ، فنلند ،  اردن  او دعراق  دهيوادونو له پارلماني  هيئتونو  سره په جلا جلا توګه وکتل او دپارلماني  اړيکو  دټينګښت په ګډون يې دعلاقې  وړ مسئلو په باب خبرې وکړي .
دغه کنفرانس چې درې ورځې يې دوام وکړ دپارلمانونو رييسانو او غړو دويب سايت او دڅه دپاسه سلو هيوادونو  دپارلمانونو او د نړيوالو  مرکزونو ددارالانشا دويب سايت او دمعلوماتي تکنالوژي  دچارو ماهرانو ګډون کړي و او په پارلمانونوکې  له معلوماتي تکنالوژي  څخه داستفادي  په برخه کې دپرمختګونو ،  چلنجونو او دکاري پروګرامونو په باب يې خبري وکړي .
دغه راز دمشرانو جرګي لومړ ۍ نايب  محمد علم ايزديار  او ځينو غړو نن دملي  شورا په دويم لمبر  مرکز کې دسناتورانودکاري دفترونو د ١٠٢ خونيزي  پروژي دجوړولو دکار بهير وکوت .
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې دمشرانو  جرګي  ددارالانشا لوى رييس محمد کاظم ملوان او ځيني مسوولين حاضر و دبنايي ساختماني شرکت  رييس ددغې پروژې دجوړولو دکار دبهير په باب معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې دپروژې کار په  بيړه دوام لري او په ټاکلي موده کې به بشپړه شي .
په دې کتنه کې دمشرانوجرګي لومړى  نايب دانجنيرانو او کارګرانو فعاليت وستايه  او دهغې دکار په چټکتيا  او کېفيت باندې يې ټينګار وکړ .
ددغې پروژې دجوړولو کار په  څلور پوړونو  کې دبنايي ساختماني  شرکت له خوا جوړيږي .  چې  دسناتورانوکاري  دفترونه اداري دفترونه او دکنفرانس خونه او نور ضروري ملحقات پکې شامل دي چې په ګټې  اخستنې سره به يې دمجلس غړو ته کاري اسانتياوي برابري شي .
 

Monday, 17 September 2012 13:40

تبصره

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
دپاکستان داستخباراتي  سازمان  يوه پخواني رييس جنرال حميد ګل په دي وروستيو وختوکې يو ځل بيا شونډي خلاصي کړي او په افغانستان کې يې  د ستونزو دپه اصطلاح حل کولو سره  يوه بله نسخه وړاندې کړه اوسپارښتنې يې کړي دي .
دباختر اژانس دامنيتي څانګې مبصر ليکې .
جنرال حميد ګل دافغانستان په امنيتي او سياسي ټولنو کې اشنا نوم دى
زياتره دې ديو ګستاخ جنرال په توګه بولي  چې له  تقاعد سره سره دپاکستان په سياسي  ډګر کې  څرګنديږي  سپارښتنې کوي نصحيتونه کوي او  کله ناکله هم دلارښود او لارښوونکې په لور کې  ځاني بولي .
ددغه متقاعد جنرال نوم چې ځان په هره غونډه کې هرکاره بولي په افغانستان کې له تاوتريخوالې ، وژنې او چاودنې سره پيوند خوړلي دي کله چې په باميانوکې ديکاولنګ  دوژنې په باب  خبره رامنځته کېږي کله چې په کابل کې دتپل شويو خونړيو جګړو په باب خبري کېږي کله چې دشمالي دخلکو دسوځيدلي ځمکې او يو مخيزي  ځمکې يادونه کېږي کله چې په هيواد کې په ځنځيري وژنو خبره پورته کېږي کله چې په هيواد کې د وراني ، ترور ، چاودنې دکونډو ښځو او ماشومانو دوژنې خبري کېږي دحميد ګل نوم په ذهنونو کې تداعي کېږي او دده کرغيړنه  او ناوړه څيره په سترګو کې پربنډيږي
دغه ماجرا غوښتونکې سړي چې دى يې دکابل د ويجاړولو او دطالبانو درامنځته کولو  طراح نوم ورته ورکړ شوي دي په هيواد کې دوروستيو پرمختياوي په تعقيب چې دهيواد دامنيتي مرکزونو په مشرتابه کې يې يو لړ بدلونونه  په ځان پسي  لرل  دافغانستان ددولتي چارواکو په پته يې  يو لړ سپارښتنې  وکړي اووي ويل چې  بايد هغه څوک دافغانستان داستخباراتو داداري (دملي امنيت داداري )  په رهبري کې وټاکل شي چې  دپاکستان دپوځي استخباراتو له اداري سره  ژوره پيژنګلوي  اوښي اړيکې ولري .
له پاکستاني مقاماتو سره اړيکې او خبري زياتي کړي دهند په نسبت علاقمندي ونه لري او په کړو وړو کې يې استقلال  موجود وي او نوري خبري  .
  داچې ولي جنرال حميد ګل سره له دې چې دپاکستان دپوځي استخباراتو مشرتوب اوبله دنده هم په غاړه نه لري  خو ځان ته داحق ورکوي چې دنورو په پته خبري وکړي او دنورو هيوادونو دولتي چارواکو ته سلامشوري ورکړي .
  دغه کړه وړه زياتره دسپين سترګي  او بيځايه  لاس وهني څرګندوي دي .
دحميد ګل   ددغه متقاعد جنرال شاوخوا کسان  يو دي يو ناروغي شخص بولي .
دى قدرت ته سبزي دي او دقدرت  په شتون کې دلجاجت  غچ اخستنې په  لټه کې دي سره له دې چې دى د اي اس اي  رييس نه دى خو دى په دي  بدنام سازمان کې پلويان لري او دغه نفوذ  ددې سبب شوي دي چې داي اس اي په رهبري کې دځان نيولو لپاره دده تنده زياته شي
دکارپوهانو په باور حميدګل  په پوچو او بي مفهومو  طرحو او خبرو سره  هلې ځلې چې دپاکستان سياسي ټولنو ته داسي وښيي  چې دى له نورو څخه زيات پوهيږي او ددغه هيواد دپوځي استخباراتي سازمان  دمشرتابه لپاره ډير ښه انتخاب دي .
هغه سازمان چې هلې ځلې کوي په هره بيه چې وي دالقاعده او نورو تروريستي او افراطي  سازمانونو ملاتړ وساتي .
هغه سازمان چې نه يوازي په افغانستان کې بلکې په هند او دنړۍ په نورو سيمو ان په خپله  پاکستان کې دسلګونو خونړيو تروريستي پيښو طراح دي .
  حميد ګل  دخپلو ناوړو عملونو اوکړو وړو په ترسره کولو کې زياتره له مذهبي ټولنو څخه دوسيلې  په توګه کار اخلي اوپه خپل هيوادکې له څو تنو افراطي  اومعامله ګرو سره کلکې او ژوري اړيکې لري چې دين او سياست يې په يو کسب او سوداګرۍ بدله کړې ده .
حميد ګل  له دغو ظاهري روحانيونو  څخه داستفادي  په لارو چارو نه پوهي  او له هغوي څخه په زيره کې څخه استفاده کوي له دغې ټولنې سره دحميد ګل مصروفيت ددي زمينه برابره کړې  ده چې حميد ګل په افغانستان او هند کې دپاکستان دلاسوهنې  ته ديني اړخ ورکړي او لمن يې جوماتونو اومدرسوته ورسوي .
نن که چېري لښکر طيبه  په تور لست کې شامليږي نور حافظه  او دحقاني شبکه په دي لست کې زياتيږي  هير نه شي چې دوي ټول دحميد ګل له خوا روزل شوي کسان دي
ښه به وي  چې نړيوال مرکزونه لومړۍ ددغه تروريست پال  چېغي واوري او دده غږ چې دکرکې او نفرت بوي ورڅخه وځي ، غلي کړي . له بلې خوا دپاکستان حکومت چې دښي همکاري اوګاونډيتوب خبري کوي او دنړيوالې  ټولنې غړي دي او دنورو هيوادو په چارو کې دنه لاس وهنې په کار ژمن دي ولي له يوه متقاعد خو سر تمبه او لجوج څخه دغه زمينه او فرصت نه اخستل کېږي چې  په لمسوونکو او لاس وهونکو الفاظو سره نورو ته چې خپل استقلاليت اوزړورتيا لري دحکومتوالي چاري ور زده کوي ښه به وي چې په لومړۍ  ګام کې حميد ګل په خپل حال  او دخپلو شاوخوا کسانو په  حال فکر وکړي او په يوه خبره خپل ځان او خپل صلاحيت وپيژني او له بلې خوا دپاکستان حکومت دې له خپل يوه  هيوادوال څخه چې وظيفوي  کار او صلاحيت يې په صفر ضربيږي  داحق واخلي چې ددواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ داړيکو دترينګلتيا سبب کېږي
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
په هرات ولايت کې له هيوادڅخه بهر  ته ديو تاريخي اثر دقاچاقو مخه ونيول شوه .
  دهرات ولايت امنيه قوماندان لوي پاسوال سيد عبدالغفار  سيد زاده باختر اژانس ته  وويل دوه تنه ديو تاريخي اثر  دقاچاقو په تور  او دپلورنې په نيت دپوليسو له خوا دهرات ښار ددولسمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شول .
يو اړونده خبرځاى وويل دغه تاريخي اثر دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ لوى رياست ته وسپار ل شو .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ  رييس احمد احسان سرور يار ددغه اثر نوعيت ، هفت جوش ، قلمداني ده چې په سرو زرو سره ښکلي کړي شوي دي
سروريار دغه  راز څرګنده کړه چې ددغه اثر تاريخي لرغونتيا اته سوه کاله مخکې پوري اړه  پيداکوي او دهرات په ملي موزيم کې ساتل کېږي .
 

کابل باختر  د وږي۲۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي نن سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څو تنو ماشومانو په خوله کې د دوو څاڅکو واکسین په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو دواکسیناسیون سراسري کمپاین په رسمي ډول پیل کړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
دغه کمپاین د روان کال د وږي له ۲۶ نېټې څخه پیل او د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې د دريو ورځو لپاره  دوام کوي چې په ترڅ کې به یې ۸،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه ښکته دي د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شي.
د دغه کمپاین د عملي کولو لپاره شپږ پنځوس زره شپږسوه اووه دیرش تنه رضاکاران او روغتیایي کارکوونکي برخه اخلي او د دغه کمپاین مالي لګښت شاوخوا ۳،۲ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت د هېواد له والیانو، ولسوالانو، ښاروالانو، د امنیه له قوماندانانو، دیني عالمانواو له  قومي مشرانو څخه هیله کوي چې د کمپاین د بریالي ترسره کولو لپاره د واکسیناسیون له ټیمونو سره مرسته وکړي او ټولې کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
همدا راز د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو له میندو او پلرونو څخه غواړي چې د عامې روغتیا وزارت له هغو ټیمونو سره چې د دوی کورونو ته ورځي هر اړخیزه مرسته وکړي  او د واکسین لپاره دې خپل ویده، ناروغ، نوي زیږیدلي او میلمه ماشومان حاضر کړي.
په دغو مراسمو کې د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي، د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل او په کابل کې د کاناډا سفیر هم ګډون کړی و
 

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
دکابل دپوليسو مقامات  وايي چې درې  تنه دکابل د نننيو  مظاهرو  په تړاو چې له تاوتريخوالې سره يوځاى و ، نيول شوي دي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې دکابل د هودخيلو او پکتياکوټ يو شمير اوسيدونکو  دهغه څه په اعتراض کې چې په امريکا کې داسلامي ضد فلم توپير بلل شوي  په مظاهرو لاس پوري کړل .
دغه مظاهرې  نن سهار په لومړيو ساعتونوکې پيل شوي او له څو دقيقو وروسته په تاوتريخوالې بدل شوي  مظاهره کوونکې هلې ځلې وکړي چې دښار دمرکز په لور لاريون وکړي  خو پوليسو  دهغوى مخه ونيوله .
دکابل  دپوليسو دڅرګندونو له مخې يو شمير لنډه غر او استفاده غوښتونکو افرادو دمظاهره  کوونکو ترمنځ  ځاى نيول يو او دتاوتريخوالې درامنځته کېدو سبب شول او مظاهرې  يې له اصلي تګلوري څخه وايستلي .
ويل شوي دي مظاهره کوونکو په يو شمير  دوکانونو بريد وکړ او دتايرونو په سوځولو  سره يې دکاپل _ جلال اباد اصلي وات يې وتړي  او دغه راز هغوى  له هرې وسيلې څخه په استفادي سره  په پوليسو بريد وکړ .
د پوليسو مقامات وايي چې ددغو پيښو په بهيرکې  دپوليسو لس تنه منسوبين ټپيان شول .
ويل شوي دي دکابل دساحوي زون  امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب  سالنګي  ، دهغه مرستيال محمد داود  امين او دکابل داور وژنې آمر په ټپيانو کې شامل دي .
  د کورنيو چارووزارت دويندوى مرستيال  ډاکتر نجيب الله  دانش تاييد کړه چې دپوليسو  يو شمير منسوبين  له دي جملي څخه د جنرال محمد ايوب سالنګي دنننۍ مظاهري په بهير کې  ټپي شو ي دي .
د ډبرو ټوټي دهغوى د ټپي کېدو سبب شوي دي ډاکترنجيب الله دانش  دجنرال سالنګي ټپونه سطحي وبلل .
دغه راز ده تاييد کړه چې مظاهره کوونکو د پوليسو يو رنجر موټر  او ديو تجارتي شرکت اته کانتينرونه يې له مالونو سره وسوځول .
  ځينو خبرځايونو  ويلي دي چې پوليسو لومړى ددغومظاهرو  دپراختيا په مخنيوي  کې ناکامه شول  او په خپل وخت دچټک غبرګون  دقطعاتو نه رسيدل چې  داړو دوړ دمخنيوي  په برخو کې  يې زده کړي کړي دي ددې سبب شول چې مظاهرې  پراختيا ومومي خو ددغو قطعاتو په رسيد و سره مظاهره کوونکې  خوري وري  شول .
له بله پلوه دکابل زون دامنيې قوماندانۍ مرستيال او داور وژنې آمر  تاييد کړه چې دنننيو پيښو په بهير کې  د ډبرو دلګيدو له امله ټپيان شوي دي خو ټپونه يي  سطحي دي
دغه مظاهرې  په امريکا کې ديو فلم دتوليد  له امله ترسره شوې په دغه فلم کې  دمسلمانانو ديني  مقدساتو ته سپکاوي شوي دي .
ديني عالمانو مظاهرې  دخلکو حق وبلل تاييد يې کړي دي چې بايد ديو منافق  دعمل په درنښت کې  موږ  خپل هيواد وال ونه وژنو او خپل  هيواد ويجاړ  نه کړو .