24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
دغزني د ولايتي شورا د اداري هيئت انتخابات د مدني مرکزونو د يو شمېر استازو ، سيمه ييزو مسوولينو او د انتخاباتو د خپلواک کميسون د اداري هيئت دغړو په شتون نن ترسره شول .
عبدالجامع جامع چې بيا د ولايتي شورا د مرستيال په توګه انتخاب شو؛ باخترآژانس ته وويل چې په دغو انتخاباتوکې دغزني په ولايتي شوراکې دقرباغ ولسوالۍ دخلکو استازى عزيز الله پويا د رايو په اکثريت دغزني د ولايتي شورا د رييس ، عبدالجامع جامع د مرستيال او ژولينا فيض د منشي توګه انتخاب شول.
ويل کيږي چې عبدالجامع جامع پخواهم دغزني په ولايتي شوراکې دنده ترسره کړى و.
دغزني ولايتي شورا نولس غړي لري چې پنځه يې ښځې دي .
دغزني د ولايتى شورا نوى رييس غزيزالله پويا د قانون نافذول او د دغې شورا د داخلي چارو تنظيم خپل کاري لومړيتوبونه وبلل . دغه راز دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي هم دغزني د ولايتى شورا له نوى اداري هيئت څخه وغوښتل چې په اداري برخو او د قانون په تطبيق کې دې د دغه ولايت له ادارې سره زياته همکاري وکړي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ پنځه لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې اختصاصي ليکنه کې چې د بي بي سي د خبري سايټ په پښتو برخه کې چاپ شوې ده؛ د مجاهدينوله ظهور، روسانو له ماتې او د طالبانو له رامنځته کيدو وروسته د افغانستان حالت څيړلى دى او په دې پيښه کې اصلي لوبغاړي يې بهرنيان بللي دي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې ځانګړې ليکنه کې چې د بي بي سي پښتو سرويس ته يې ليږلې ده؛ دپخواني شوروي په وړاندې د دين او هيواد د ساتنې په خاطر يې د افغانستان دخلکو او د مبارزې ته اشاره کړې ده او ويلى يې دى چې په دغه شان شرايطو کې د افغانستان ملت په پاک نيت سره دغه مبارزه پرمخ بوتلله، خو ملاتړو هر يوه خپل هدفونه تعقيبول.
دجمهور رييس د څرګندونو له مخې: د مجاهدينو په برياليتوب سره د دې زمينه برابره شوه چې د هغوى واکمنۍ د خلکو دکړاو او مصيبت سبب شي او په پاى کې هغوى ناکام او بد نام شي چې دنوى قوت درامنځته کيدو زمينه برابره شي.
طالبان له شر او فساد سره د مبارزې په شعار سره راپورته شول او د امنيت دتامنيولو او دملت دمصوونيت ډبره يې په ټټر ووهله. په همدې دليل په پيل کې زما (جمهور رييس ) په ګډون، زياترو افغانانو د طالبانو بشپړ ملاتړوکړ او له هغوى سره يې زياتې مرستې وکړي.
طالبانو ډير ژر انحراف وکړ، دکورني جګړې ته يې مخ وکړه او له ډار اچونې او افرطيت سره په ملاتړ سره يې ځان تجربه کړ.
جمهور رييس کرزي ددغو پيښو اصلي لوبغاړي بهرنيان بولي؛ خو افغانانو ته د هغو کسانو په توګه اشاره کوي چې په دې لوبۀ کې يې تل توپک په اوږو درلود. دغه لنډه څيړنه او په ژور نفس کې ددې څرګندوى دى چې دهيواد مشرتوب په افغانستان اوسيمه کې د روانو پيښو په ژور درک سره د راتلوونکې په نسبت انديښنه لري او دغه انديښنې د هغو کړيو د پټو او څرګندو لاسوهنو زيږنده دي چې د سيمې له نامناسبو حالاتو څخه په استفادې سره دخپلو هدفونو په لټه کې دي.
په همدې دليل دى چې جمهور رييس په دې ليکنه کې ليکي چې موږ د يو ژوندى ملت په توګه بايد داسې اجازه نه واى ورکړى چې بهرنيانو زموږ په برخليک دغه شان لوبه کړى واى؛ خو څه وخت کولى شو دغه شان لوبې او غرضي هدفونه پاى ته ورسو. هغه وخت به وي چې د دې هيواد (الف څخه تر (ى)پورې دملي ګټو په لټه کې شي ،ګروهي تنظيمي ،ګوندي او سياسي ګټو څخه تير شي او يواځې دافغانستان دخلکو او دخپل هيواد په باب فکر وکړو؛ له دې پرته به د تل لپاره فرصت غوښتوونکي بلواګر او ګټې غوښتوونکي ځواکونه د افغانستان له خلکو او هيواد څخه لاس وانه خلي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دګلف  يو ورزشکار نن دګلف په اماتورسياليوکې دګډون په مقصد بنګله ديش ته لاړ.
د اولمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باختراژانس ته وويل: ټاکل شوې ده دګلف اماتور سيالۍ دنهو اسيايي هيوادونو په ګډون، د بنګله ديش په ډاکه ښارکې د روان ميلادي کال د فبرورى د مياشتې له شپږمې څخه ترنهمې نيټې پورې ترسره شي .
په دې سفرکې دګلف ورزش يو ښوونکى هم د هيواد له ورزشکارسره ملګرى دى.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د اولمپيک دملي کميټې رييس نن د تکواندو فدراسيون له مسوولينو سره د اولمپيک د ملي کميټې په مقر کې وکتل.
باختراژانس ته د المپيک دملي کميټې د خپرونو دفتر دمعلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې د اولمپيک د ملي کميټې رييس د راتلوونکې کال تصميمونه او پاليسۍ دغومسوولينو ته ابلاغ کړي.
د اولمپيک دملي کميټې رييس په دې کتنه کې دحکومت دپاليسوله مخې: دځينو موادو د بيانولو په ترڅ کې دکابل په بادام باغ کې د المپيک او فدراسيونونو ته د دفتر دجوړولو خبرورکړ او څرگنده يې کړه: په قانون بې خبرى او د قانون پرخلاف عمل جرم بلل کيږي.
ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې ځان دحکمت او د ورزش د ادارې له مقرراتو اوپاليسو سره عيارکړي؛ ځکه د اصولوپرخلاف عمل کولاى شي په اداره کې بې نظمي او ګډوډي رامنځته کړي.
په دې کتنه کې دغه راز د المپيک دملي کميټې رييس د هغوى پيشنهادونه ، انتقادونه او د لارې پرسر پراته چلنجونه واوريدل او د هغو د لرې کولو په لاره کې يې لارښوونې وکړې.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دپاکستان سرحدي مامورينو د تورخم دروازه دافغانانو اودافغان سوداګرو دمالونو پرمخ پرانيستله.
دغه لاره پرون سهار د زرګونو افغانانو او د افغانستان د تجارتي مالونو پرمخ تړل شوې وه.
دتورخم دروازه دافغانستان ستره لاره بلل کيږي؛ دافغانستان دسترې تجارتي لارې برسيره، له دغې پولې څخه هره ورځ په زرګونو افغان د درملنې او دخپلو خپلوانو دکتنې لپاره پيښور ته تګ راتګ  کوي.
دپاکستان سرحدي مامورينو تل دغه پوله د افغانانو پرمخ تړلې ده .
په همدې حال کې په خبرونوکې ويل شوي دي چې نن سهار د تورخم د دروازې په پرانيستلو سره په زرګونو افغانان او د افغانستان په لسګونو تجارتي کاروانونه له دغې پولې څخه د تيريدو اجازه پيداکړې ده.
دافغانستان په  ختيخ کې دسرحدي پوليسو  ويندوى ادريس مومند باختراژانس ته وويل چې دپاکستان سرحدي مامورين اوس هغو افغانانو ته چې دپاکستان ويزه لري؛ له دغې پولې د تيريدو  اجازه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دپاکستان سفارت اوقونسلګرۍ داوطلبو افغانانو ته د ويزې د ورکولو ظرفيت نه لري.
افغان ځوان فرزاد چې خپله موريې پاکستان ته د درملنې لپاره بيوله؛ باختراژانس ته وويل چې لس شپې او ورځې په کابل کې دپاکستان دسفارت په  وړاندې ويزې ته منتظر شو، خو ويې نه کړاى شول ويزه واخلي.
بايد وويل شي: زياتره مسافران دپاکستان دپوليسو د ناسم چلند له امله شکايت لري؛ له بله پلوه دافغانستان دحکومت مقاماتو هم دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا په پرله پسې ډول د تورخم د پولې د تړلو او د پاکستان دپوليسو له خوا دافغانانو د ځورونې پرخلاف غبرګون کې په وار وار له پاکستاني مقاماتوڅخه غوښتي دي چې د افغانانو په وړاندې دغه شان چلند پاى ته ورسوي.
پاکستاني مقاماتو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرگندکړى.
د روان لمريزکال په بهيرکې څوځلې دتورخم پوله دافغانانو اودافغانستان دتجارتي مالونو پرمخ تړل شوې ده.
د رارسيدلو خبرونو له مخې:  پاکستان ته د افغانستان ددفاع د وزير سترجنرال بسم الله محمدي د درې ورځني سفر او له پاکستاني مقاماتو سره دکتنې په بهيرکې د تورخم پوله د ترافيکو پرمخ پرانيستي وه او افغانان آن په پاکستان کې هم له کومې ستونزې سره مخامخ شوي نه وو؛ خو دافغانستان ددغه دفاعي مقام دسفر له پاى ته رسيدو وروسته دغه پوله بيا وتړل شوه.
 

Sunday, 03 February 2013 13:25

تبصره:

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
د بې سرحده خبريالانو د نړيوال سازمان وروستى رپوټ د دې کار څرګندوى دى چې په افغانستان کې د بيان آزادى او د مطبوعاتو خپل ځاى پيداکړي دي او دغه پديده په هيواد کې د ودې په حال کې ده .
دباخترآژانس مبصر ليکي: په دې وروستيو وختوکې د بې سرحده خبريالانو نړيوال سازمان په نړۍ کې د مطبوعاتو د حالت په باب خپل کلني رپوټ خپورکړى دى .
په دې رپوټ کې د نړۍ په يو سلو نهه اويا هيوادونوکې د رسانه يي فعاليت او د خبريالانو دکار څرنګوالې څيړل شوې دي.
د افغانستان په اړوند په دې رپوټ کې ويل شوى دى چې دغه هيواد د ٢٠١٢ ميلادي کال په بهير کې د ٢٠١١ کال په پرتله د بيان د آزادى او د مطبوعاتو په برخه کې په سلوکې شل وده کړې ده.
د بې سرحده خبريالانو نړيوال سازمان په افغانستان کې ددغه شان حالت له امله خوښي څرګنده کړې ده او دا کار يې په دغه هيوادکې د ديموکراسي د بايښت لپاره يوه ښه انګيزه او خوځښت بللې دي.
ددغه رپوټ په مطالعه کولو سره دې نتيجې ته رسيږو چې په افغانستان کې د بيان د آزادى او د مطبوعاتو حالت د سيمې له هيوادونو څخه څو برابره ښه دى. په دې هيوادکې هيڅ يو خبريال د رسانه يي کار په جرم نه دى محکوم شوى او په هيڅ حالت کې آن په حساسو او نازکو شرايطوکې هيڅ رسنۍ د خپرونو په بندولو نه ده ګواښل شوى او هيڅ رسنۍ تراوسه پورې د دې ادعا نه ده کړې چې په کار باندې يې د دولتي مرکزونو له خوا نفوذ عملي شوى دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت د بيان د آزادى او د آزاد رسانه يې کار په بشپړ ډول ملاتړ کړى دى او د رسانه يي سرغړونو دکميسون په جوړولو سره يې هلې ځلې کړې دي چې په هيواد کې دمطبوعاتو د کورنۍ ستونزې په خپله د دوى ترمنځ حل شي.
نن ورځ په افغانستان کې له يوسلو پنځه اويا سيمه ييزو راډيوګانو سره پنځه اويا حصوصي (سيمه ييز او سراسري ټلويزيونونه)او يو زيات شمېر چاپي رسنۍ او ويپ سايټونه فعاليت کوي چې فعاليت يې له زغم مننې سره يو ځاى دى او د دولتي مرکزونو له بشپړ ملاتړ څخه ګټه اخلي او د بيان آزادى د افغانستان د دولت ډير ستر برياليتوب بلل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په وار وار ځان دهيواد دمطبوعاتو دکارکوونکو د مشق تخته بللې ده او په دې کار يې د تاييد مهر لګول دى چې دولت به په بشپړ قوت سره د دغې پديدې دفاع وکړي.
افغان دولتي چارواکې په دې باور دي چې د بيان او د مطبوعاتو آزادى وده، د هيوادوالو دفکري ودې سبب کيږي او بې عدالتي او بې توپيري په ډاګه کوي او په پاى کې هيواد د ودې او پراختيا يوه هدفمند تګلورې ته برابروي.
دغه خبره کولى شو يوه وياړلې خبره وبولو چې په افغانستان کې د خبريال او رسنۍ په نسبت زغم شته ،کره کتنه او انتقاد تعقيبيږي او مسوولين د هغو په وړاندې ځان ځواب ورکوونکي بولي؛ خو دغه خبره نه شي کيداى چې دکار پاى وي.
د افغانستان خلک د رسنيو رسالتمندکار درناوى کوي او په دې کار ټينګارکوي چې په افغانستان کې د رسنيو کار بايد په بېلابېلو انګيزو سره تعقيب نه شي. بايد رسنۍ له سليقوي چلن ، قومي او ژبڼيو انګيزو او له بهرنيوګټې اخيستنو څخه ډډه وکړي.
دملي ګټو په لاره کې يون کولى شي د خلکو په نسبت د رسنيو اعتبار زيات کړي ، د رسنيو مسوولين دې بايد د عمومي افکارو د ودې لپاره له موجود فرصوتونو څخه ګټه واخلي او د ډله ييزو ګټو په پام کې نيولو سره دې عمل وکړي چې په ټولنه کې ولسواکۍ واکمنه شي.
 

بغداد\ ډان \  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دعراق په شمال  کرکوک ښارکې دپوليسو په مقر د وسله والو کسانو د بريد او په يو موټرکې د ايښودل شوى بم د چاودنې له امله څه ناڅه ديرش تنه وو ژل شول او اويا تنه نور ټپيان شول.
دکرکوک ښاريوه رسمي مامور د فرانسې خبري اژانس ته وويل: وسله والوکسانو هلې ځلې کوي چې د پوليسودځواکونو مرکز ونيسي، خوپه خپل بريدکې ناکام پاتې شول.
ددغه بريد مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دې اخيستې.
دکرکوک ښار دعراق د دولت او ددغه هيواد دکردستان د خود مختاري سيمې دحکومت ترمنځ دشخړو وړ ده او دواړه لورې ددغې سيمې دنفتي مالکيت پرسر دنظر اختلاف لري .
که څه هم په وروستيو ورځوکې په سيمه کې نسبي ارامي  واکمنه وه؛  خو مخکې  له دې سني مذهبه وسله والې ډلې چې ويل کيږي له القاعده سره اړيکې لري؛ په عراق کې د ورته اړو دوړ مسوولې بللې شوې دي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
په ګرديزښارکې چاودنه وشوه، خوويل کيږي چې د سر زيان يې  نه دې اړولې.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې دپکتياولايت دپوهنې رياست ته څېرمه په عمومي واټ کې هغه وخت وشوه چې دعامه نظم دپوليسو د سرتيرو د سپرلۍ کاروان له سيمې څخه تيريده.
دګرديز ښار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې طالبانو په يو بايسکل کې دبم د په ځاى پرځاى کولوسره غوښتل دپوليسو په کاروان بريد وکړي.
دپوليسو ددغه مقام دڅرگندونوله مخې: په دې چاودنه کې  چاته زيان نه دې اوښتې.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوى دى چې دپوليسو د سرتيرو کاروان له قول اردو
څخه دګرديز ښار دعامه نظم دپوليسو دقوماندانۍ په لور روان و چې بريدپرې وشو.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځلسمه :
د ناروې دولت نن دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو دپوهنځي دتياتر له تالار سره د ٦٣ قلمو تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وشوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دغو وسايلوکې لوډسپيکرونه، لايټ، امپليفاير ،د غږ سيسټمونه او نورو وسايل او تجهيزات شته.
دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي دتياتر د د يپارتمنټ آمر حسين زاده وويل : د دغې مرستې ارزښت څه دپاسه ٣٨ زره امريکايي ډالره اتکل شوې دي چې د ناروې هيواد د برګين پوهنتون له خوا د ښکلو هنرونو له پوهنځي سره شوې ده او د برګين پوهنتون د يو تن انجينيرله خوا د ښکلو هنرونو دپوهنځي د تياتر په تالار کې درول کيږي او دغه راز ددغو وسايلو دکارول او استفادې لارې چارې هم د تالار اړوندو مسولينو ته ښودل کيږي.
د ښکلو هنرونو دپوهنځي دتياتر د ديپارتمنټ آمر د ناروې د دولت د دغې مرستې له امله د قدر دانۍ په ترڅ کې وويل چې ددغې مرستې په ترلاسه کولو سره ددغه ديپارتمنټ زياته برخه اړتيا لرې شوې ده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني هم د ناروې د دولت د دغې مرستې له امله مننه وکړه او وې ويل چې دغه هيواد پخوا هم له ملي تياتر سره د تالار د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو او دتخنيکي سامان آلاتو مرسته کړې ده .
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
د هلمند ولايت په مربوطاتوکې په واټ کې ديوښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله نن د دريو تنو ښځو په ګډون، پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو د سپرلۍ سراچه موټر په واټ کې په هغه ښخ  کړى شوى ماين وخوت چې په دې وروستيو وختوکې د وسله والو طالبانو له خوا دهلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په ټاغړ سيمه کې ځآى پرځاى شوى و.
پخواهم وسله وال طالبان نه يواځې په هلمند ولايت کې، بلکې دهيواد په نورو سيمو کې په واټونوکې دماينونو په ښخولو سره دملکي وګړو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي.