24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

برلين– باختر دسلواغې پنځه لسمه :
د ايران دمرکزي بانک په پخواني رييس طهماسب مظاهري پورې اړوند د ٧٠ ميليونو ډالرو معادل يو چک د آلمان د وسلدروف ښار په هوايي ډګر کې کشف او ضبط شوى دى .
د ترند خبري آژانس د آلمان د (ډي پي اى) آژانس له خولې وويل چې دايران دمرکزي بانک پخواني رييس له ده سره د پيسو د اندازې په باره کې دهوايي ډګر دمامورينو دپوښتنې په ځواب کې د دغه ٧٠ ميليونه ډالري چک د شتون په باب خبرنه و ورکړى او له ده سره د شتو مالونو له پلټنې وروسته، دغه چک ترلاسه شوى دى .
دغه پيښه په تېره ميلادي مياشت کې رامنځته شوه، خو خبر يې اوس خپور شو .
د همدې خبرله مخې طهماسب مظاهري تر٢٠٠٨ کال پورې د ايران دمرکزي بانک رييس و.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
څلورتنه وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښتوکې ووژل شول. دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکابل او هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې ١٣ لاسي بمونه ،يوتوغندي ويشتوونکې ، يوه پيکا او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د ملي پوليسو منسوبينو پرون د وسايطو ضد دوه ماينونه او د درندو وسلو ١٢ ګولۍ چې اوس د وسله والوطالبانو له خوا دترورستي او ورانکارو بريدونو دترسره کولو لپاره دننګرهار او دميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي وو؛ کشف او له منځه يوړل.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
ترکمنستان تصميم نيولى دى چې له افغانستان سره په پوله کې د تيلو د زيرمه کولو ترمينل او د صادراتو تاسيسات جوړکړي.
باختراژانس د ترکمنستان د يوې ټلويزيوني شبکې له خولې خبر راکړ:
ترکمنستان ددغه ترمينل د جوړولو لارښوونه چې دپنځه سوه څلويښتو زرو ټنو تيلو د زيرمه کولو ظرفيت به ولري؛ ددغه هيواد د جمهور رييس له خوا شوې ده.
د دغې  پروژې اجرا به د ټاکلې پروګرام له مخې، د همدې مياشتې په پاى کې پيل
شي او د راتلوونکې کال د سلواغې په مياشت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 

واشنګتن \ وي او اي \  باخترسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د امريکا د جمهور رييس مرستيال جوبايډن وايي: هيواد يې غواړي د ايران داسلامي جمهوريت د اټومي پروګرام په باب له دغه هيواد سره مستقيمې خبرې وکړي.
باختر د بلومبرګ دخبري ا ژانس له خولې خبر راکړ:
  جوبايډن پرون په آلمان کې دمونيخ په امنيتي کنفرانس کې وويل: موږ له پيل څخه څرگنده کړې ده، کله چې د ايران مشر آيت الله خامنه يي چمتو وي او خبرو ته خپله  ژمنه وښيي؛ موږ خبروته چمتو يو.
د امريکا د جمهور رييس مرستيال وويل چې دغه کار به په پټه  ونه کړو او دغه وړانديز به په خپل قوت پاتې شي .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې وخت او فضا د ډيپلوماسي د برياليتوب لپاره نشته،  تصميم د ايران په لاس کې دى؛ خو د خبرو لپاره د ښه نيت د ښودلو وخت به تيرشي  .
په همدې حال کې د مونيخ په کنفرانس کې د روسيې د بهرنيو چارو وزيرسرګي لاوروف او د آلمان دبهرنيو چارو وزيرګيدو وستروله هم د خبرو په ترڅ کې په دې باب له جوبايډن سره ګډ نظر لري.
 

برلين\ نړيوالي خبري منابع\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د ناټو د تړون عمومي منشي اندرس راسموسن ددغه پوځي تړون له غړو هيوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي عملياتو له بندولو وروسته په دغه هيواد کې د نړيوالو ځواکونو تمويل بند نه کړي.
باختراژانس د نړيوالو رسنيوله خولې خبرراکړ: اندراس فاګ راسموسن خبر دارى ورکړ او ويې ويل: سره له دې چې امريکا او اروپا له  اقتصادي پلوه ستونزه لري، خو د مرستو بندول به په راتلوونکې کې د زياتې  ناامني سبب شي.
د ناټو عمومي منشي پرون د مونيخ دامنيت په کنفرانس کې زياته کړه: له افغانستان سره د مرستو بندول به په هغې بيه تمامه شي چې له ورکولو څخه به يې عاجز و اوسو.
د راسموسن دغه خرگندونې په داسې حال کې وشوې چې ټاکل شوې ده په افغانستان کې د ناټو  جنګي   ماموريت د ٢٠١٤  کال په پاى کې پاى ته ورسيږي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
په افغانستان کې د يولړ پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو او د حقاني دشبکې دوه تنه قوماندانان ونيول شول.
په دغو قوماندانانو چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى؛ نن دکندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ او د خوست ښار په مربوطاتوکې د افغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
باختراژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې د وسله والو طالبانو نيول شوى قوماندان دکندز په ولايت په ځينو برخو کې ددغې ډلې ديولړ بمي او ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو مسووليت په غاړه درلود.
دغه راز د حقاني د ډلې نيول شوى قوماندان د خوست ښار په ځينو سيمو کې دحقاني دشبکې دځينو تروريستي بريدونو مسووليت په  غاړه درلود.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند شپږ
تنه افراد هم نيول شوي دي او دغه راز دجګړه مارانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې هم ترلاسه شوې دي.
له بلې خوا د ناټو د يوې خبرپاڼې له خپرولو سره، په بغلان  ولايت کې د دوو تنو وسله والو طالبانو د نيولو خبرورکړ.
دغه طالبان د افغان پوځيان او د ناټو دځواکونو په هغو عملياتو کې نيول شوي دي چې دطالبانو ديو قوماندان دنيولو لپاره د نوى بغلان په ولسوالۍ کې پيل شوي وو.
 

کابل\  باختر د سلواغې د مياشتې  ١٥ :
څوشيبې مخکې په ګرديزښارکې چاودنه وشوه.
دغه پيښه چې ويل کېږي په يوموټرسايکل کې د ځاى پرځاى شوى بم د چاودنې  زيږنده ده ؛ په عمومي واټ کې د پوهنې رياست ته څېرمه رامنځته شوه.
د باختراژانس خبريال لطيف، دعيني شاهدانو له خولې وايي چې دغه چاودنه  ټيک هغه وخت وشوه چې د عامه نظم د سرتيرو د سپرلۍ کاروان له ساحې څخه د تيرېدو په حال کې وو.
تراوسه پورې د دغې چاودنې له امله د سر د رسيدلى زيان په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.
ويل کېږي چې ساحه د امنيتي مامورينو له خوا کلابنده شوې ده.
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
په بغلان ولايت کې نن د ځوانانو دظرفيت جوړولو روزنيز کورس جوړ شو.
دغه کورس دبغلان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دمديريت له خوا په فعاليت پيل کړى دى.
دبغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو مدير نجيب الله محسني باختر آژانس ته وويل :
څلور سوه تنه ځوانانو چې په سلوکې څلويښت يې ښځې دي؛ د يو کال لپاره د خطاطي ،رسامي ،انځور ګري ،حکاکې ،انګليسي ژبې او دکمپيوټر په برخوکې زده کړه کوي.
محسني زياته کړه: دغه کورسونه په اتو ټايمونو کې تنظيم شوي دي چې د لوست چارې يې د پنځو تنو استادانو له خوا پرمخ بيول کېږي.
ده درسي خونو او دکمپيوټرکمښت په دې مديريت کې اساسي ستونزې وبللې او دمقاماتو له خوا يې ددغو ستونزو د لرې کولو غوښتنه وکړ.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
دبادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښارکې د يوکور د چت د نړيدو له امله د يوې کورنۍ دوه تنه ماشومان ووژل شول.
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې: پرله پسې اورښتونه ددغه چت د نړيدو سبب شوې دي .
دبادغيس د والي ويندوى شرف الدين مجيدي باختر آژانس ته وويل : دغه کور تېره شپه د بادغيس ولايت په مرکز پورې اړوند د شمال دريا د حاجي سخي جر په سيمه کې ونړيد چې له امله يې يوه شپږکلنه نجلۍ او يو دولس کلن ماشوم ووژل شول.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د پاکستان او هندوستان په نسبت
مخکې د ى.
باختر اژانس د بې سرحده خبريالانو د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې چې  د سلواغې د مياشتې په يوولسمه نيټه  خپور شو، خبر راکړچې افغانستان دپاکستان او هندوستان په ګډون، له ټولو ګاونډيو هيوادونوڅخه د بيان د آزادى په برخه کې  مخکې دى او د نړۍ په کچه په يو سلواته ويشتم  مقام کې  دى .
د بې سرحده خبريالانو د سازمان د رپوټ له مخې: افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د تيرکال په پرتله شل نمرې زياتې اخستې دي .
افغانستان  تېرکال په يوسلو اته څلويښتم رديف کې و . په رپوټ کې ويل شوى دى  چې افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې زيات پرمختګ کړى دى او د رسنيو د برخې دکارکوونکو حالت ښه شوى دى .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين له باختراژانس سره  د اړيکې په ترڅ کې د رسنيو دکورنۍ د دغه برياليتوب له امله مبارکي وويله اوزياته يې کړه: ((دغه برياليتوب نه يواځې د افغانستان په دولت او د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت پورې اړه لري؛ بلکې د رسنيو د برخې ټول کارکوونکي په يو ډول نه يو ډول پکې ونډه لري.))