24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پل علم\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د ملي اردو ځواکونو پرون د وسله والو مخالفينو د دافع هوا يو توپ دلوګرولايت دسرخ آب په سيمه کې ترلاسه کړ.
باخترآژانس ته د لوګر ولايت د همغږى د مرکز دمعلوماتو له مخې  : دغه توپ هغه وخت د ملي اردو دځواکونولاس ته ورغى چې وسله والو مخالفينو غوښتل دغه توپ د بابوس له کلې څخه د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د سرخ آب کلې ته وليږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په همدې ساحه کې درې سوه بوري امونيم نايتريټ سره کشف او ترلاسه شوې وه.  
 

Sunday, 03 February 2013 08:21

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دليندي  دمياشتې ١٥ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     51/95  افغانيو پلورل په   52/00افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  88/80افغانيو پلورل په   88/90افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 10/ 14 افغانيو پلورپه 15 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    50 70/ افغانيو پلورل په   70 /60  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  75 13/پلورل  13/80 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 980 افغانيو پلورل په 990 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  520افغانيو پلورل په  521 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 13/50  افغانيو پلورل په   13/60 افغانيو.
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
  دکرنې او اوبو لګولو وزير داوبو لګولو داتلسو شبکو دبيا جوړولو او ترميمولو قرارداد داوبو لګولو له ټولنو سره لاسليک کړ .
دکرنې او اوبو لګ ولو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ
په دريو زونونوکابل ، ننګرهار اوبلخ کې ددرې پنځوس اعشاريه شپږو مليونو افغانيو په ارزښت  د اوبو لګولو داتلسو شبکو دبيا جوړولو او ترميمولو قرارداد نن دکرنې او داوبو لګولو دوزير محمد اصف  نعيمي له خوا او داوبو لګولو دټولنو دلسګونو تنو استازو په شتون لاسليک شو .
دغه پروژې په کروندو کې داوبو دتنظيم تر پروګرام لاندې دنړيوال بانک په مالي مرسته د کابل ، لغمان ، کونړ ، ننګرهار او دبلخ په ولايتونوکې تطبيقيږي .
په رارسيدلو خبر کې ويل شوي دي چې  په راتلونکو دريو کلونوکې به په کروندو کې داوبو دتنظيم دپروګرام  له لاري دافغانستان په پنځو زونونوکې داوبو لګولو يو سلو پنځه اويا شبکي بيا جوړي او ترميم شي .
  په دې پروګرام کې دوه پنځوس زره  هکتاره ځمکه شامله ده چې دحاصلات په سلو کي پنځلس زياتوي او داوبو ضايعات په سلوکې پنځلس کموي .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
دولسي جرګي رييس عبدالروف ابراهيمي داسيا او اوقيانوسيه دبين الپارلماني اتحاديې دغونډي تر څنګ دشانګهاى دهمکاريو دسازمان له سکرتر جنرال سره وکتل .
  دولسي جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ عبدالروف ابراهيمي چې دافغانستان دملي شورا د ولسي جرګي دهيئت په مشرۍ داسيا او اوقيانوسيه  دهيوادونو په يو ويشتمه پارلماني غونډه کې دګډون په مقصدروسيې ته سفر کړى دى ددغې غونډي تر څنګ يې دخپل ملګري هيئت په ګډون دشانګهاى دهمکاريو دسازمان له سکرتر جنرال ديمتري ميزينتسف سره وکتل .
په دې کتنه کې دولسي جرګي رييس دشانګهاي دهمکاريو په سازمان کې دکتونکي په توګه دافغانستان دغړيتوب ديادونې په ترڅ کې په سيمه کې ددغه سازمان فعاليت ارزښتناک وباله .
دولسي جرګي رييس تيرکال دشانګهاي  دهمکاريو د سازمان په غونډه کې دافغانستان دجمهور رييس حامدکرزي دګډون يادونه وکړه او دتروريزم او دنشه يي توکو دقاچاقو پرخلاف دګډي مبارزي باندې يې چې ددغه سازمان مهم هدفونه دي ، ټينګار وکړ په مقابل کې دشانګهاى دهمکاريو دسازمان سکرترجنرال هم دولسي جرګي له رييس او له ملګري هيئت سره  دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه او ددغه سازمان دهدفونو په تحقق باندې يې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
دوسله والوطالبانو سيمه ئيز قوماندان ملا شرف الدين له اتو تنو افرادو سره يې په هلمند ولايت کې ونيول شول .
دغه قوماندان تيره شپه دافغان پوځيانو له خوا دګرشک ولسوالۍ په زمبولي سيمه کې په خپل پټنځي کې  ونيول شو .
دهلمند دوالي ويندوي احمد زيرک باختر اژانس ته وويل ملاشرف الدين هغه وخت ونيول شو چې له يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و .
زيرک تاييد کړه چې په دغو عملياتو کې ددغه قوماندان ترامر لاندې اته تنه افراد هم له  وسلو سره يې نيول شوي دي .
  سيمه ئيز مقامات ملاشرف الدين دګرشک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دوروستيو نا اراميو اصلي لامل بولي .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
  په هلمند ولايت کې دملکي وګړو دسپرلۍ له موټر سره دافغان پوځيانو دزغره والې  واسطې دټکر له امله  پنځه تنه ټپيان شول .
دغه پيښه پرون دهلمند ولايت  دګرشک  ولسوالۍ په يخچال  سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دافغان پوځيانو يوې زغره والې واسطې دملکي وګړو دسپرلۍ له موټر سره ټکر وکړ .
دهلمند دوالي ويندوى احمد زيرک باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دملي اردو دوه تنه  سرتيري او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دزيرک دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې ټپيان دلښکرګاه ملکي روغتون  ت ليږدول شوي دي او ددريو تنو روغتيايي حالت خراب دي .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
دګرشک ولسوالۍ په بازار کې دچاودنې له امله  يو ماشوم ووژل شو او اووه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول . 
دهلمند دوالي ويندوي احمد زيرک باختر اژانس ته وويل دغه چاودنه پرون دګرشک ولسوالۍ په بازار کې وشوه او له امله  يې يو ديارلس کلن ماشوم شهيد او دڅلورو تنو ماشومانو په ګډون اووه  تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دهلمند دملکي روغتون موظفو ډاکترانو ددغې پيښې دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
  دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې دطالبانو يو قوماندان ونيول شو او دده تر امر لاندې اووه  تنه نور ووژل شول .
دوسله والوطالبانو دغه سيمه ئيز قوماندان تيره شپه په هلمند ولايت کې دافغان ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دهلمند دوالي ويندوى احمد زيرک باختر اژانس ته وويل دغه عمليات دمارجې ولسوالۍ په ځينو اړوندو سيموکې ترسره شول چې له امله  يې دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ونيول شو او دده تر امر لاندې اووه تنه نور ووژل شول .
دزيرک دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې امنيتي  ځواکونو ته زيان نه دى اوښتي او په دې ساحه کې دتروريستانو دماين جوړولو يوه کارخانه هم له منځه وړل شوې ده .
زيرک زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دطالبانو جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
حامدکرزي د جمهوري رياست دسرپرست دټاکنې په باب يو فرمان منظور کړ
ددغه فرمان له مخې دجمهوري رياست لومړۍ مرستيسال مارشال محمد قسيم فهيم ته واک  ورکړل شوى دى چې دانګلستان او دناروې شاهي هيوادونو او دمصر عربي جمهوريت ته له سفر څخه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس تر راستنيدو پوري دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو سرپرستي وکړي .
  په فرمان کې دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دده دلازياتو  برياليتوبونو هيله شوې ده
 

کابل دسلواغې ١٤مه 
د کورنیو چارو وزیر د فرانسی هېواد له سفیر سره د دواړوهیوادونوترمنځ د ښواړیکواولاپراختیا موخه وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د کورنیو چارو وزیر پوهنمل لوﺉ پاسوال غلام مجتبی پتنګ د فرانسی هېواد د تېرو ترسره شـوو مرستـو او کارونو څخه په مننې سره وویل چې د فرانسی هېواد له افغانستان سره د تېرو کلونو را پدې خوا په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرستې کړي چې له شک پرته د افغانستان د پرختګ په ډګر کی خورا اغیزمن واقع شوی دی.
د کورنیو چارو وزیرد افغانستان اود فرانسی هیواد ترمنځ لاسلیک شوی استراتیژیک تړون ته په اشاری سره وویل چی د دغه  تړون پربنسټ ، په ځانګړی توګه د امنیتی چاروپه برخه کی د فرانسی هیواد ژمن دی چی د ترهګری ، مخدره توکو او د جنایی جرمونوپه وړاندی د مبارزی په ډګرکی ، د امن اوعامه نظم د پولیسوروزلو اوسمبالولو ،د ملی پولیسو څخه ملاتړ اومسلکی کولو په برخه کی د افغانستان لوری سره همکاری وکړي.
د کورنیو چارووزیرزیاته کړه چی د فرانسی د هیواد یادی مرستی به په راتلونکو کلونوکی د ملی پولیسوپه پیاوړتیا کی ډیری اغیزمنی وي. 
وروسته د فرانسی سفیر وویل : موږ خوښ یو چې افغانستان سره د تیرویولسوکلونوپه ترڅ کې دوامداره همکاري لرو زموږ د همکاریو يواځینی علت دا دی چې افغانستان یوآزاد خپلواک او پر پښو ولاړ هیواد په توګه وکولی شی د ځان بسیاینی پړاوته ورسیږي.
نوموړي وویل: موږ به د دواړوهیوادونوترمنځ د لاسلیک شوی استراتیژیک تړون په بنسټ د خپلو ټولو شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان د ملی پولیسوبیلابیلوبرخو ته لا نوره پاملرنه وکړو ترڅو د افغانستان ټول ملي پولیس ،په پرختللو تجهیزاتو په مسلکې او ښونیزه پوهه سمبال شي.