24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
  دهرات سلګونو  تنو اوسيدونکو ددغه ولايت دوالي ددفتر په وړاندې په يوه غونډه کې ديو ماشوم دتښتونې او وژنې دعاملينو داعدام غوښتنه وکړه .
په  هرات کې ديوه سوداګر نهه کلن ماشوم علي سينا څه موده مخکې دده دپلار ديو تن ساتونکې له خوا وتښتول شو .
دغه ساتونکې له هغه  وروسته چې تصور وکړ چې علي سينادې پيژندلي دي ددغه ماشوم په وژنې يې لاس پوري کړ خو وروسته له څلوروتنو همکارانو سره يې وپيژندل شو او ونيول شو .
اعتراض کوونکو په داسې حال کې چې په هرات دانسان تښتونې پديده وغندله له دولت څخه يې وغوښتل چې دعلي سينا دتښتونې او وژنې  عاملين دې دخلکو په وړاندې اعدام کړي .
  يو تن اعتراض کوونکې عبدالفتاح  وويل په هرات کې دانسان تښتونې دزياتوالې له امله انديښنه لرو او دولت دې بايد دانسان تښتونې عاملين اعدام کړي .
دغو اعتراض کوونکو دپريکړه ليک په صادرولو سره خبر داري ورکړ که چېري دعدالت  دتحقق لپاره دجمهور رييس ژمنې عملي نه شي دوى به په لازياتو اعتراضونو لاس پوري کړي .
په هرات کې دباختر اژانس خبريال جيلاني فرهاد وايي چې اعتراض کوونکې دعلي سينا د وژونکو دمحاکمې په باب ددولت له ژمنې وروسته خواره  واره شول او هعمدا اوس په هرات کې حالاتو عادي بڼه غوره  کړې ده . 
  دفرهاد دڅرګندونو له مخې دهرات دوالي ددفتر په وړاندې داعراضيه غونډي  له پاى ته رسيدو وروسته په  دغه ځاى کې دوکانونه او بازارونه بيا پرانستل شوي دي .
په هرات کې دانسان تښتوونکو ډلوله خوا انسان تښتونه او په تيره بيا دماشومانو تښتونه زياته شوي ده .
  دعلي سينا دپلار دساتونکې له خوا دده تښتونه او وژنه په هرات کې دانسان تښتونې يوه پيښه ده .
ويل کېږي چې په دې پيښه کې  دعلي سينا دپلار په ساتونکې سربيره ددوو ښځو په ګډون دده څلور تنه همکاران هم نيول شوي دي .
دهرات اوسيدونکو په وار وار داعتراضيه غونډو په جوړولو او دلاريون په کولو سره له دولت  څخه غوښتي دي چې له دغو ډلو سره دې خپلې مبارزي ته  زور ورکړي .
دباختر اژنس ديو بل خبر له مخې جنايتکارانو تيره اوونۍ يوولس کلن ماشوم جاويد دخيرانې مينې له نوى پروژې څخه وتښتاوه اوله دوو ورځو وروسته يې وواژه خو څرنګه چې دغه ماشوم د يو بې وزلې بچۍ و هيچا داعتراض غږ پورته نه کړ .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
  دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس دځانګړي استازي مرستيال سفير جيمز وارليک او ملګري هيئت يې نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره  وکتل اوخبرې يې وکړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ لومړۍ دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دجمهور رييس دځانګړي استازي مرستيال دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دلاسليک په باب ددوه اړخيزو خبرو له امله  خوښي څرګنده کړه او  ويې ويل چې له نيکه مرغه په دې باب ددوه اړخيزو خبرو دريم پړاو هم پاى ته ورسيد  چې  دغه موافقه ليک دلاسليک پرسر دموافقې په لاره کې له رغنده او له هيلو ډکو خبرو سره جوخت و .
ده د غه راز وويل چې ددواړو هيوادونو ددولتونو ترمنځ دستراتيژيکې تړون لاسليک او دکابل او واشنګتن ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دلاسليک پرسر دموافقې لپاره هلې ځلې ، دافغانستان دولت او ملت ، سيمي او په تيره بيا دافغانستان ددولت وسله والو مخالفينو ته يو قوي پيغام دي چې نړيواله  ټولنه په تيره بيا دامريکا متحده  ايالات له  ٢٠١٤ ميلادي ال وروسته هم دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ دي او ددوي ترمنځ په بيلابيلو برخو کې متقابلې همکاري په هماغه شان دوام ولري .
ښاغلي وارليک دغه راز ټينګار وکړ دامريکا دولت بشپړ تياري لري چې ددواړو هيوادونو ترمنځ  امنيتي موافقه ليک  ډير ژر لاسليک شي .
  دده دڅرګندونو له مخې ددغه موافقه ليک پرسر موافقه کې ددواړو هيوادونو لوړې ګټې نغښتي دي او ددغه موافقه ليک په لاره کې ددوه  اړخيزو خبرو په بهير کې هم هلې ځلې شوي دي چې ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستي او دهراړخيزو  همکاريو فضا له پخوا زياته پياوړې شي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي افغانستان او دامريکا متحده ايالات په نړيوال ډګر کې دوه ښه شريکان وبلل اوڅرګنده يې کړه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دژورو همکاريو تر سيوري لاندې تراوسه پوري په افغانستان کې ددموکراسي دپراخ بنسټه کېدو او تحقق اوپه سيمه کې له نړيوال تروريزم سره دمبارزي لپاره اوچت ګامونه اخستل شوي دي .
  دجمهور رييس مرستيال دکابل او واشنګتن ترمنځ  ستراتيژيکې تړون چې ددواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو له خوا لاسليک شوي دي يو ملي ضرورت او دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک د لاسليک پرسر موافقه ديوبشپړ ستراتيژيکې تړون په توګه ډير مهم او اساسي کاروباله او تينګار يې وکړ چې دغه موافقه ليک ددواړو لورو دملي ګټو او دګډو نظريو په پام کې نيولو سره  او دمتقابل درناوي پربنسټ لاسليک شي چې وکولي شي په راتلونکې کې ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکوپراختيا او اوږد مهالې همکاري اسانه کړي او دسيمي دثبات دتامينولو لپاره هم ګټور وي .
دجمهور رييس مرستيال يوځل بيا دثبات په تامينولو او دافغانستان په بيا جوړولو کې دامريکا ددولت او ملت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او ددواړو دوستو هيوادونو، امريکا او افغانستان  ترمنځ داوږد مهالې همکاري په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
  حامدکرزي دوزيرانو شورا دمصوبو او د ١٣٨٥کال د زمري دمياشتې داوولسمې نيټي ( ١٨٠٨) او د١٣٨٦کال دوږي دمياشتې  دلسمې نيټې د٣٢١٣ ګڼه حکمونو او دجمهوري رياست د ٥٠ ګڼه فرمان دصراحت له مخې دسپما او دداخلي صنايعو دودې او دهيواد داقتصاد دپياوړتيا په لاره کې  ديو حکم په صادرولو سره دغه مراتب منظور کړل .
١_ ټول وزارتونه او دولتي اداري مکلفې دي چې اړوندو ادارو دقرطاسيې ، روغنياتو ، او دترميماتو په لګښتونو او په نورو ورځينو لګښتونو کې دسپما اصل دعمل ملاک وګرځوي او له هرراز غير ضروري لګښتونو ، له ټاکلي معيار څخه بهر په بهرنيو سفرونو کې دسفر خرڅو  له اجرا کولو ، غير ضروري سفرونو په تيره  بيا له  هغو سفرونو څخه چې لګښتونه يې دافغانستان ددولت په اوږو وي او له هغو نورو عواملو څخه چې اضافي لګښتونه په ځان پسې ولري په کلکه ډډه وکړي او ددولتي ادارو لګښتونه دې ټيټې کچې ته کم کړي .
٢_  وزارتونو او دولتي ادارو ته په ټينګار سره لارښوونه کېږي چې داړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو دپيرودنې په وخت کې دې کورنيو توليداتو ته لومړيتوب ورکړي او له بهرنيو لوکسو وسايطو او تجملي تجهيزاتو له پيرودنې څخه دې په کلکه  ډډه وکړي .
٣_  دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست دې دوزارتونو او ددولتي ادارو موجود وسايط وڅيړي او دهغو مازاد دې په ولايتونو دويشلو په مقصد راټول کړي .
٤_  ددغه حکم دتطبيق څارنه دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست په غاړه ده .
 

Saturday, 02 February 2013 14:15

تبصره

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
په افغانستان کې متقاعدين چې شمير يې  يو سلو ديرشو زرو تنو  ته رسيږي ډير کم مالي امکانات او دروغتيايي خدمتونو ډير کم امکانات لري او په هيڅ صورت نه شو کولي دهغوى دروند او عايدات دګاونډيو هيوادونو په ګډون دنورو هيوادونو له متقاعدونو سره پرتله کړو .
دباختر اژانس مبصر ليکې په دې وروستيو وختو کې دمتقاعدينو ورځ په افغانستان  کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې دسيمې مرکزونوددولت  دستګاه يو سلو ديرش زره تنه پخواني مامورين دمتقاعدينو په توګه له ځان سره ثبت کړي دي  دهيواد زياتره متقاعدين سپين ږيري دي  او له اقتصادي  بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي 
په داسې حال کې چې هغوى په تيرو وختونوکې د دولت د ډيرو ښو مامورينو په توګه  په بيلابيلو برخو کې کار کړي دي او دخپل عمر ډير ښه کلونه يې خپل هيواد ته دخدمت  په لاره کې وقف  کړي دي .  په نورو هيوادونوکې دتقاعد دوره ديوه نوى ژوندانه پيل دي .
هغه ژوند چې انسان  په هغه کې اداري او کار يې مسووليت نه لري او له هغې څخه دژوندانه او سوکالۍ ددوري په توګه ګټه اخلي او دغه ورځ جشن نيسي خو له بده مرغه په افغانستان کې دتقاعد ددوري پيل دانديښنې او کړاو آن دناهيلې د دوري پيل بلل کېږي .
افغان متقاعدين دخپل ژوندانه دغه دوره په داسې حال کې پيلوي چې پولي عوايد يې په ټيټه کچه کې دي او فزيکې توان هم نشته چې بل کار اوکسب پيداکړي .
  ددي تر څنګ چې هغه پولي عايداو امتياز چې دتقاعد په نامه يوه مامور ته ورکول کېږي په هيڅ صورت دبازار له غوښتنې او دژوندانه له اړتياو سره سمون نه لري .
دحقوقو دويش کلاسيک  اوزوړ سيستم يوبل کړاو دي چې بايد افغان متقاعد مامورين وزغمي .ضروري نه ده چې په دې اړوند څرګندونې وکړو .
يوازي دتقاعد دخزانې درياست يوځل کتنه کولي شي  هره پوښتنه حل کړي .
متقاعدين ددغې اداري په کاري سيستم کې دبدلون غوښتنه کوي دوي په دي کار ټينګار کوي چې يو متقاعد مامور له سپين ږيريتوب څخه نيول تر جسماني کمزورتيا او ترتش جيب  او نه همکاري پوري له زياتو ستونزو سره لاس اوګريوان دي .
  نن ورځ په نورو هيوادونوکې يو متقاعد له روغتيايي بيمې څخه ګټه اخلي دسياحت او ګرځندوي زمينه ورته برابره ده مياشتني حقوق  يې چې طبيعي او قانون حق يې دي په منظم ډول ورته ورکول کېږي او هغو متقاعدينو  ته چې دايمي څارنې ته اړتيا لري په هوساينځايونو کې دژوندانه زمينه  ورته برابه ده په داسي حال کې چې په افغانستان کې قضيه بل ډول ده  آن ددي دخپل تقاعد په حقوقو چې مسلم  حق يې دي په لڼدوخت کې برلاسي  نه لري بايد ديوه  اوږده او ستړي کوونکې اداري پروګرام له تګلوري  څخه تير شي چې په پاى کې خپلوخوره او  مه مره معاش ترلاسه کړي .
  دکار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکې مني چې زموږ متقاعدين دخپلو حقوقو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي .
  دکار او ټولنيزو چارو وزيره ميرمن  آمنه افضلي دتقاعد دحقوقو دويش نوي سيستم دجوړولو خبري کوي چې دنړيوال بانک په همکاري ترلاس لاندې نيول شوي دي دغه سيستم په امتحاني  ډول  دماليې  او دمخابراتو په وزارتونوکې عملي شوي دي  او له څيړنې وروسته به دنورو ادارو متقاعدين هم ورڅخه  ګټه  واخلي .
خو دغه خبري نه شي کولي دهيواد متقاعدين  چې دافغاني ټولنې يو څرګند حقيقت دي او ډير محتاج  قشر بلل کېږي خوښ کړي هغوى يوکال دڅو زره افغانيو دترلاسه کولو په هيله تيروي خو دهغو په ترلاسه کولو کې بايد زياتي ورځې په انتظار کې واوسي په خپل کمزوري جسم سره څو شعبو او ادارو ته تګ راتګ وکړي په داسې حال کې چې دوي سملاسي اوبيړنۍ مرستي ته اړتيا لري . دکار او ټولنيزو چارو وزارت ددې تر څنګ چې بايد دمتقاعدينو دحقوقو داجراکولو داداري بهير په لنډولو اقدام وکړي دهغوى په روغتيايي او خد ماتي مسايلو هم پانګونه وکړي او ددغه محتاج  قشر روغتيايي  بيمه دې خپل لومړيتوب  وبولي چې متقاعدينو ته لږ ترلږه  يوه ارامي رامنځته شي .  او دغه خيال په يو باور بدل شي چې داسې مرکزونه شته چې دهغوى  تيرکاري کړاونه  او زحمتونه په پام کې نيسي او درناوي يې کوي .
 

Saturday, 02 February 2013 14:15

نوى ټاکنې .

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
دلوى څارنوالۍ په وړانديز او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست په منظوري جميل الرحمن کامګار د لوى څارنوالۍ دقضايانو او دصلاحيت دتنازع دڅارنوالۍ درييس او امر الدين بهين  دبلخ ولايت داستيناف څارنوالۍ درييس په توګه  وټاکل شول .
 

واشنګتن باختر  دسلواغي څوارلسمه
دامريکا دمتحده  ايالا تو دبهرنيو چارو پخوا ني وزيرې هيلري کلنتن ويلى دى چې امريکا له افغانستان څخه دوتلو لپاره دخپلو ځواکونو له تياري سره  جوخت ددغه هيواد د ښځو دبرخليک په باب انديښمنه ده .
هيلري کلنتن دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې په توګه له خپل مقام څخه له روانيدو مخکې  پرون وويل چې دافغانستان له ښځو سره ملاتړ دډيرې مهمې موضو ع په توګه  په پام کې لري
دى دلومړۍ ځل لپاره اعلام وکړ چې د بهرنيو چارو دوزيرې په توګه دخپل کار له پاى ته رسولو وروسته دافغان _ امريکا د ښځودشورا ديوې رييسې په توګه په جورج تاون پوهنتون پاتي کېږي .
ميرمن کلنتن زياته کړه په افغانستان کې دښځو اونجونو سوکالۍ دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره دايمي انديښنه ده .
  دميرمن هيلري کلنتن  دڅرګندونو له مخې لاتراوسه پوري داسې باورونه شته چې اجازه نه ورکوي ښځو ته دبشپړ انسان په توګه وکتل شي او لاتراوسه پوري تاوتريخوالې شته .
ده اشاره وکړه که څه هم دافغانستان  ښځو  په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دطالبانو درژيم له راپرځيدو وروسته ښه برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي داهم يو واقعيت دي چې دټولنې په زياترو برخو په تيره بيا په کليوالي سيمه کې بيخې ناڅيز بدلونونه رامنځته شوي دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم
 

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ له يوه ترورستي بريد څخه روغ رمټ پاتې شو خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ده يوې ساتوونکې وژل شوى دى.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې دخوږياڼيو ولسوال سيدرحمن دسپرلۍ په کاروان په بمي بريد دى تررو کړي.
دغه چاودنه نن سهار دخوږياڼيو ولسوالۍ په (ډاګ)سيمه کې هغه وخت وشوه چې دولسوال دسپرلۍ کاروان له ساحې د تيريدو په حال کې و.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دخوږياڼيو ولسوال ته زيان نه دى اوښتې درې تنه ساتوونکي يې سخت ټپيان شوي دي او دسپرلۍ موټر يې ويجاړ شوى دى خو په خوږياڼيو ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مسول وايي چې په دې پيښه کې دولسوال سيدرحمن يو ساتوونکې وژل شوى او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى وسله وال طالبان ددغه بريد مسول وبلل.
 

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
په افغانستان کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو ديو لړ بريدونو له امله دوسله والو طالبانو او دحقاني دشبکې اووه تنه قوماندانان ووژل شول.
په دغو قوماندانانو په تيرو ٢٤ ساعتو دهلمند، قندهار ،غزني،زابل،ارزګان، خوست او دفارياب ولايتونو په مربوطاتو کې د دوى په پټنځايونو کې بريدونه وشول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول او دحقاني دشبکې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون درې تنه نور قوماندانان ونيول شول.
ناټو وايي په دغو قوماندانانو کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو بريد وشو او يو شمير يې ووژل شول او يو شمير نوريې ونيول شول.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې په دغو قوماندانانو پوري اړوند ١٥ تنه نور هم وژل شوي اويا نيول شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو او دحقاني په شبکې دجنګي وسايلو او دنشه يي توکو ٤ ډيپوګانې او ګودامونه هم ضبط شوي دي .
په دغو ډيپوګانو او ګودامونو کې چې د جګړه مارانو په پټنځايونو کې ساتل کيدل دجګړه مارانو په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکې ترلاسه شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې افغان پوځيانو او بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړوته دسر درسيدلي زيان په باب څه نه دى ويل شوي .
 

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
په هرات ولايت کې دځوانانو دجام دفوټبال سيالۍ پرون دآزادي او آريا دټيمونو په لوبې سره پيل شوې.
دهرات ولايت دوزشي آمريت مرستيال باختر آژانس ته وويل : دغو سياليو کې دآزادي ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره دآريا په ټيم بريالي شو . او دآريا ټيم له سيالۍ څخه ووت .
ديوه اړونده خبرځاى دخبرله مخې دغه سيالۍ په هرات ولايت کې په دوو پړاوونو کې د٢٤ ټيمونو په ګډون پيل شوي دي چې لومړۍاو دويم پړاو يې په حذفي ډول او وروسته په دوو درې ټيمي ګروپونو کې داتلوالۍ دمقام دترلاسه کولو لپاره سيالۍ کوي.
 

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، نن له غرمې وروسته د یو جګپوړې دولتي هيئت په مشرۍ د بریتانیا پايتخت لندن ته روان شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس خبرورکړ
حامدکرزی به د دغه سفر په بهيرکې د بریتانیا له صدراعظم دیوید کامرون، د بریتانیا له ولیعهد شهزاده چارلز، د بریتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې مېرمن جستین ګرنینګ او د دغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره پرکتنو سربیره، د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.
په دې درې اړخیزې غونډه کې به د افغانستان د سولې د بهیر په چټکتیا، د ترهګرۍ او افراطیت پرخلاف د مبارزې په کارکې د همکاریو په پراختیا او په سیمه ایزو همکاریو پورې اړوندو مسایلو باندې خبرې وشي.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمد زی، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، په نړیوالو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.