24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې ا ړوند  د ( رابعه بلخی ، قاری نیک محمد، آریانا ، محمدانوربسمل ، ده خدایداد، شاه دوشمشیره ع ، علاوالدین ، نسوان رحمن مینه ، نسوان احمدشاه بابا مینه، پوهاندغلام صدیق محبی ،قلعه حشمت خان ، معرفت ، پکتیاکوت ، نمبریک ، دو، سه کمک به معارف افغانستان ، مشعل بیات سره میاشت ، شهید دگروال غلام فاروق سونگور،محراب الدین ، خان عبدالغفارخان ، هودخیل، شهرک پامیر) (خصوصی  لیسی خانه نور، خانه نور نمبرا ، یعقوب نمبریک، آریانا کابل، شمس لندن ،شمس لندن نمبر3 ، شمس لندن نمبر1،طلوع  ، تلاش دانش ، عرفان نمبریک، یارمحمد وردگ،نمبر1سیدیوسف علمی،احمدشاه بابا ابدالی، کابل،افغانیار، آزادی افغان، التقوا، کاینات، خالدبن ولید ، هیواد ، غزنوی ، روشان،حسن خان ، امید ، افغانستان نوین ، البیرونی، عمرخیام ، توحید،ولید، اکبرپامیراوآریوب ، دمسلکي زده کړو ا و دديني مدرسو زده کوونکي او له پولي څخه بهر  د ١٣٩١ کال او دتيرو کلونو ددولسمو ټولګيو دفارغانو دعمومي اومتفرقه دکانکور دازموينې ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کيږي چې په ازموينه کې دگډون کارتونوويشل  دروان کال د سلواغې دمياشتې له ديارلسمې نيټې څخه  داړوندو ليسو په ادارو  ، داسلامي زده کړو په معينيت  او په تخنيکي اومسلکي زده کړو په معينيت کې پيليږي .

١_ ښځينه داوطلبانې په کابل پوهنتون کې .

٢_ نارينه داوطلبان چې نومونه يې د(م  - ع – ا  - س  -ش ) په تورو پليږي  دکابل په طبي پوهنتون کې .

٣_ هغه نارينه داو طلبان چې نومونه يې د ( ب _  ت _  پ _  ح _  خ _ د_ ذ_ ر_ ز _ غ_ ف_  ق _ ط _ ظ _ ص _ ض _  ګ _ ک _  ل _ ن _ و_ هه –ى) اوپه نورو تورو  پيليږي دکابل پوليتخنيک پوهنتون کې .

ددغو داوطلبانو دکانکور ازموينه  دکابل په پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ، دکابل په پوليتخنيک پوهنتون   اودشهيد استاد رباني دښوونې اوروزنې په پوهنتون کې  دروان کال  دسلواغې دمياشتې په شپاړلسمه نيټه ددوشنبې په ورځ  دسهار په اته نيمو بجوپيليږي.

دازموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوي دي  اوداوطلبان دې په ټاکلي ورځ او وخت  اړوندو پوهنتونونو ته مراجعه وکړي .

دغه راز  دکانکور دازموينې  له ګډون  کوونکو څخه غوښتنه کيږي چې دازموينې په ورځ دى په  ژمنيو  جاموسمبال وي  اودموبايل ، مخابرې ، هر راز الکترونيکي  وسيلې اووسلو را وړلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

ددغو وسايلو دموندلو په صورت کې له ازموينې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته معرفي کيږي .

سربيره پردې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې دازموينې په ورځ دى دتابعيت تذکره ، پنسل ، پنسل پاک اوقلم تراش له ځان سره ولري .

دنوروليسو ازموينه وروسته اعلاميږي.

 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٣ :

 دنورستان ولايت پوليس وايي  وسله والو طالبانو ددغه ولايت  دوايګل ولسوالۍ په  آرنس کلي کې يو ښوونځى وسوځاوه .

  دنورستان ولايت امنيه قوماندان سمونوال  غلام الله نورستاني رسنيو ته ويلي دي  چې دغه ښوونځى تيره شپه  دنهو بجو په شاوخوا کې دوسله والو طالبانوله خوا سوځول شوى دى. چې ددرسي کتابونو  برسيره څوټوکه قران عظيم الشان اوديني کتابونه هم سوځيدلي دي .

په دغه ښوونځى کې دهلکانو اونجونو په ګډون يو زيات شميرماشومان په زده کړه بوخت دي .

 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٣ :

 دغزني ولايت ودانۍ ته څيرمه ديو ايښودل شوي بم دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول.

دغزني  دوالي ويندوى فضل احمدسباوون  دغه پيښه او ددوو تنوپوليسانو ټپيان کيدل تائيد کړل.

دغه پيښه پرون مازيګر  وشوه او يو عيني شاهد باختراژانس ته وويل  چې ټپيان  پوليسان  اود غزني دوالي ساتوونکى دى .

 دوه ورځې مخکې هم په يو بايسکل کې  دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله  ديوې ښځې او دغزني دملي امنيت درياست  ديو تن کارکوونکى په ګډون څه ناڅه څلور تنه ټپيان شول.

 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٣ :

دکابل _ قندهار په لويه لاره کې له يو بار وړونکي موټر سره د دوو مسافر وړونکو  موټرو دټکر له امله درې تنه ووژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول.

دغزني ولايت دترافيکو مدير محمدالله  احمدي باختراژانس ته وويل:  دغه پيښه پرون له غرمې مخکې په يوولسو بجو دميدان وردګو ولايت  دسالارچينې په سيمه  کې رامنځته شوه .

دغزني ولايت دترافيکو مدير  وويل چې ددغې پيښې ديو تن  ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى ..

دکابل _ قندهار لويه لاره يوه له هغو لارو څخه ده چې په  هغه کې   زياتې ترافيکي پيښې رامنځته کيږي  چې له  انساني تلفاتوسره يوځاى وي.

 

کابل-باختردسلواغې ١٣نيټه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، پرون مازیګر د هغه ۹ کلن هلک له پلار سره ټلیفوني خبرې وکړې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې زوی د هرات په ښار کې د تښتوونکو له خوا وتښتول شو او بیا په بې رحمي سره ووژل شو.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ

حامد کرزي د وژل شوي هلک پلار نوروزی ته په یوه ټلیفوني تماس کې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل، وې ویل  چې د ده د زوی پر قاتلینو به قانون تطبیق او په دې باب به په بشپړه توګه عدالت تامین شي.

حامدکرزي د هرات له والی سره له خبرو وروسته قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي ته لارښوونه وکړه چې د دغې پیښې مجرمین دې د افغانستان د نافذه  قوانینو له حکمونو سره سم په اشد مجازات محکوم کړي.

د یادولو وړ ده چې مجرمین د هرات ولایت د پولیسو لخوا نیول شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دي.

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د استرالیا د نوى سفیر ښاغلي جان فیلف باورلیک ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمې مخکې په ارګ کې پرځاى شول، د هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د استرالیا نوي سفیر جان فیلف په بېلابیلو برخوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
حامدکرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب په تېرو کلونو کې د استرالیا د حکومت او خلکو د مرستو له امله مننه وکړه او د دغه هېواد له نوي سفیر څخه یې وغوښتل چې استرالیا دې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخوکې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي. 
د استرالیا نوي سفیر د هغه هېواد د صدراعظمې ښې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول او د هغې له خوا یې دا ډاډ څرګند کړ چې استرالیا به د اوږد مهال لپاره د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي جان فیلف د حامدکرزي له خوا د پوهنې او لوړو زده کړو په برخوکې د همکارۍ له غوښتنې څخه خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې دغه همکاري په افغانستان کې د استرالیا د ماموریت یوه مهمه برخه ده چې په ښه ډول به دوام ومومي.
ده، ډاډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په لړکې به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراختیا ومومي.
په دغو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د دغه وزارت د تشریفاتو رئیس هم برخه لرله.#
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د پاکستان او هندوستان په نسبت مخکې دى.
باختر اژانس د بې سرحده خبريالانو د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې چې پرون  د سلواغې د مياشتې په يوولسمه نيټه  خپور شو؛ خبر راکړچې افغانستان دپاکستان او هندوستان په ګډون، له ټولو ګاونډيو هيوادونوڅخه د بيان د آزادى په برخه کې  مخکې دى او د نړۍ په کچه په يو سلواته ويشتم  مقام کې  دى .
د بې سرحده خبريالانو د سازمان د رپوټ له مخې: افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د تيرکال په پرتله شل نمرې زياتې اخستې دي .
افغانستان  تېرکال په يوسلو اته څلويښتم رديف کې و . په رپوټ کې ويل شوى دى  چې افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې زيات پرمختګ کړى دى او د رسنيو د برخې دکارکوونکو حالت ښه شوى دى .
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
  په هلمند ولايت کې د بم د چاودنې له امله يو دولس کلن ماشوم ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه. ويل کيږي چې وسله والوطالبانو دغه بم په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړى و.
د پيښې له ساحې څخه د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې: په دې چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو او د څلورو تنو ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې د دغې پيښې جزئيات نه دي روښانه شوي او سيمه ئيزې مقاماتو هم  په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى .
  ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
په هلمند ولايت کې دترافيکي پيښې له امله يو پوځي او يو ملکي وګړى ووژل شول.
په دې پيښه کې چې تېره شپه رامنځته شوه، د پوليسو يوبل مامور له شپږو تنو ملکي وګړو سره ټپي شوي دي
دغه پيښه تېره شپه  د اتو بجو په شاوخواکې د ګرشک ولسوالۍ په شندک مانده سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو د مامورينو يو ټانک دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر سره ټکر وکړ .
د هلمند ولايت دترافيکو مسوول خير محمد شجاع باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو پوځي او يو ملکي وګړى ووژل شول او د يو ملکي وګړى په ګډون اوو ه تنه نور ټپيان شول .
ده د دواړو وسايطو د چلوونکي بې احتياطي د دغې وژونکي ترافيکي پيښې  اصلي انګيزه وبلله .
په همدې حال کې د لښکرګاه  ښار په روغتون کې ډاکتران د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بولي .
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
په قندهار ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې همدا اوس د ناټو پوځيان ددغه هيواد له زياترو سيمو څخه وتلي دي اوپرځاى يې افغان پوحيان ډېره دي.
په اوس وخت کې د ناټو پوځيانو يواځې دقندهار په څو لرې پرتو سيموکې شته  او په نورو ساحو کې ملي پوليس او ملي اردو او سيمه ئيز پوليس ځاى پرځاى دي .
  دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق وايي چې دوى په دې بريالي شوي دي چې ددغه ولايت له زياتروسيموڅخه د ناټو دپوځيانو له وتلو وروسته د افغان پوځيانو په ځاى پرځاى کولوسره ، امنيتي  مسووليتونه په اوږو واخلي .
دپوليسو دغه مقام خبريالانو ته وويل چې په قندهارکې دناټو د سرتيرو پرځاى د افغان پوځيانو د ډېره کيدو په نسبت دخلکو هرکلى بې سارى دي .
جنرال عبدالرزاق وايي چې اوس له بل هر وخت څخه زيات له افغان پوځيانو سره دخلکو همکاري زياته شوې ده او دغې موضوع دقندهار د امنيت په باب مثبتې اغيزې کړې دي.
  داپه داسې حال کې ده چې دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو په راتلوونکې کال کې د ناټو د پوځيانو پرځاى په ولايتونو کې د زياتو ځواکونو د ځاى پرځاى کولو خبر ورکړ .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان د سيمه ئيزو پوليسو تشکيل او د دغه ولايت په ځينو برخوکې د هغوى ځاى پرځاى کول، د امنيت د ښه والې لپاره بريالي اوګټوره تجربه وبلله او ويې ويل چې دمرکزي مقاماتو په همکارى به دخپلو سيمو د امنيت د تامينولو لپاره زيات شمېر ځوانان د سيمه ئيزو پوليسو په تشکيل کې جذب شي.
د ٢٠١٤ ميلادي کال د رانږدې کيدو په درشل کې چې ناټو په افغانستان کې خپل اوږد مهال شتون پاى ته رسوي؛ افغان مقامات هلې ځلې کوي چې په بېلابېلو سيموکې دځواکونو په جذب، روزنې او ځاى پرځاى کولو سره د بهرنيو پوځيانو تش ځاى ډک کړي.