24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
د انسان دقاچاقو د مخنيوي په مقصددهيواد دعدلي او قضايي موسسو او دځينو نړيوالو مرکزونو د استازو په ګډون، نن دکورنيو چارو په وزارت کې يوه غونډه وشوه.
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې لوى ريس مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل: دغه غونډه د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو او دانسان د قاچاقو دمخنيوي په خاطر د اړوندو ارګانونو تر منځ دګډ کار او همغږى په مقصد جوړه شوې ده .
ده زياته کړه: دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د لوى رياست په چوکات کې په دې اړوند يو خاص امريت کار کوي چې کړه وړه اوبرياليتوبونه يې دقدر وړ دى .
وروسته په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت استازى او د لوى څارنوالي، د ملي امنيت دڅارنوالي، د مهاجرينو د راستنولو د چارووزارت ، د شهيدانو معلولينو، کار او ټولنيزو چارو او دکورنيو چارو د وزارتونو استازو په وارسره د انسان دقاچاقو دمخنيوي د لارو ړچارو په باب  خبرې وکړې او په دې اړوند ددغو ادارو ترمنځ  په  ګډو هلوځلو باندې ټينګار وشو.
 

پيښور- باختر دسلواغي دولسمه:
دخيبر ايجنسي  په تيرا وادي کې دپاکستاني طالبانو د تحريک د ډلې او د انصار الاسلام دسازمان ترمنځ نښته کې څه  ناڅه ٩٧ تنه ياغيان ووژل شول .
دباختر اژنس دخبر له مخې: دغه نښته د تيرې جمعې په ورځ پيل شوې ده او د دغو دواړو ډلو ترمنځ نننۍ نښته کې پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول او په تېرو اووه  ورځوکې د دواړو لورو د سر د زيان ټول شمېر ٩٧ تنو ته ورسيد اوپه زرګونو کورنۍ له تيراوادي ،باړې، جمرود او له نورو ساحو څخه بې ځايه شوي دي .
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
د ډاکتر زلمى زابلي په مشرۍ د مشرانو جرګې دشکايتونو د اوريدو دکميسيون هيئت پرون د فدراتيفې  روسيې ، هندوستان ، پاکستان ، ايران ، ترکيې او د مصر د هيوادونو له سفيرانو سره دتحصيلي بورسونو دهغو مستحقو کسانو دشکايتونو په باب چې ګڼې هغه سفارتونه چې دهيواد ځوانانو ته د لوړو زده کړو  زمينې برابروي؛ په ويشلو کې يې لاس وهنه کوي او غير مستحق کسان د زده کړې په مقصد خپلو هيوادونو ته استوي؛ خبرې وکړې .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبرورکړ: په دې غونډه کې چې دبهرنيو چارو وزارت په مقرکې جوړه شوې وه، دمشرانوجرګي دشکياتونو داوريدو دکميسيون رييس په داسې حال کې چې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين او د لوړو زده کړو وزارت معينان هم حاضر وو؛ دهيواد دليسو د فارغا نو او دپوهنتونونو دمحصلانو د رارسيدلو شکايتونو په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دشکايتونو له څيړنې وروسته کميسيون د دغو هيوادونو له سفيرانو سره دکتنې غوښتنه وکړه، خو له يو نيم کال وروسته د دغې غونډې زمينه برابره شوه اوڅرګنده يې کړه چې کميسيون ته ټول رسيدلې شکياتونه ددغوسفارتونو د لاسوهنې څرګندوي، دي او په دې اړوند سندونه او مدارک هم وړاندې شول .
  وروسته د لوړو زده کړو وزارت معين د تحصيلي بورسونو دلايحې او مقررې له څرګندولو او بيانولو وروسته، د خبرو په ترڅ کې د مشرانوجرګې د شکايتونو د اوريدو کميسيون ته رسيدلې شکايتونه تاييد کړل او زياته يې کړه چې ددغو سفارتونو له مسوولينو سره په پرله پسې خبرو او د لوړو زده  کړو وزارت په ليکلو هيلو سربېره، دغه وزارت دهغو په مخنيوي بريالى نه شو .
   په پاى کې په غونډه کې حاضرو سفيرانو په وار سره په بېلابېلو برخو په تېره بيا د لوړو زده کړو په برخه کې د افغانستان له خلکوسره دخپلو هيوادونو د مرستو په باب معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به د لوړو زده کړو وزارت له خوا له  ليږل شوى لست سره سم، دافغانستان ځوانان د زده کړې په مقصد په خپلو هيوادونوکې ومني .
 

اسلام اباد- باختر دسلواغي دولسمه:
دپاکستان جمهور ريس آصف علي زرداري لندن ته سفر کړى دى .
باختر اژانس دپاکستان جيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ چې زرداري د افغانستان ، پاکستان او د بريټانيا ترمنځ په هغې درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي چې په نږدې راتلوونکې کې به په لندن کې جوړه شي .
  په دې غونډۀ کې به په افغانستان کې د روغې جوړې  د  بهير او د سيمې د حالاتو په باب خبرې وشي .
ديوبل خبر له مخې: دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک نن د اسلام اباد په ښار کې يوه امنيتي غونډه بللې ده چې د هغو تروريستي ګواښونو په باره کې  خبرې وشي چې دغه هيواد ورسره مخامخ  دى .
رحمان ملک دپاکستان له جيو ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې په دې غونډه کې به دپاکستان پوليس او د استخباراتي ادارو مامورين ګډون وکړي .
دپاکستان دکورنيو چارو وزير وويل چې په کراچي ښارکې په چاودنو سره دتروريزم  نوى څپه پيل شوې ده او موږ په راتلوونکي خبروي او کله چې هغه تروريستي ګواښ چې رامنځته شي د قانون د نافذولو ادارې دې بايد په جدي توګه هغه وڅيړي اومخکې له مخکې په دغه ګواښ خبر وي .
 

کابل باختر دسلواغي دولسمه
  دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت ويندوى د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د سلو زرو تنو افغان مهاجرينو د ايستلو په باب رپوټونه  رد کړل .
  ځينو خبري رسنيو د مهاجرينو د راستنولو  د چارو د وزير له خولې داسې رپوټونه خپاره کړي دي چې ګڼې په  ١٣٩٣ هجري لمريز کال کې د ايران حکومت سل زره تنه افغان مهاجرين له دغه هيواد څخه باسي .
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت ويندوى اسلام الدين جرأت باختر اژانس ته وويل: په دې وروستيو وختو کې دافغانستان دمهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير ډاکتر جماهير انوري، د ايران داسلامي جمهوريت دمقاماتو او دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرى دمقاماتو ترمنځ په ايران کې يوه غونډه وشوه او په هغې کې وپټيل شوه چې په خپله خوښه له ايران څخه افغانستان ته دسلو زرو تنو افغان مهاجرينو د راستنولو لپاره تيارى ونيول شي او افغانستان دې په دې لاره کې د احتمالي راستنيدونکود ځاى پرځاى کولولپاره زمينه برابره کړي او هم دې هغوى ته  د نور ټولنيزو خدمتونو لارې چاري  برابرې کړي .
  جرأت وويل: په دې درې اړخيزه غونډه کې په راتلوونکې کال کې له ايران څخه د سلو زرو افغان مهاجرينو د ايستلو په اړونده کومه خبره ونه شوه او ځينو رسنيو دمهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير له خولې، هغه څه چې په دې اړوند خپاره کړي دي؛ له حقيقت څخه لرې دى .
  ده يوځل بيا ټينګار وکړ: که چيرې په راتلوونکې کال کې ځينې افغان مهاجرين په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي؛ دافغانستان دولت د ايران داسلامي جمهوريت او دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرى په همکاري، د سلو زرو تنو افغان مهاجرينو د راستنولو او په هيواد کې د هغوى دميشت کولو شرايط برابروي .
  ده وويل: په را روان کال کې په هيوادکې راستنو شويوکسانو ته دښوونې او روزنې ، روغتيايي خدمتونو او د نورو لومړنيوخدمتونو د زمينې برابرول هغه پورګرامونه دي چې دافغانستان دولت راستنيدونکو کسانو او د هغوى بچيانو ته  په پام کې نيولي دي .
 

پيښور- باختر دسلواغي دولسمه:
  په پيښور ښار کې دپوليسو په يوې ليږدونکې واسطې ځانمرګې بريد وشو چې له امله يې څه ناڅه نهه تنه ټپيان شول .
ددغې پيښې ټپيان دپيښور د ليدي ريډنګ روغتون ته  ليږدول شوي دي .
په دې چاودنه کې د نهو تنو په ټپي کيدو سربېره، دپوليسو د موټر په ګډون نهه لږدونکې واسطې زيانمنې شوې دي .
دپيښور دپوليسو يو افسر وويل چې دغه بم مقناطيسي ډوله و چې د پوليسو په موټر کې ځاى پرځاى شوى و .
 

کراچي- باختر دسلواغي دولسمه:
دپاکستان په کراچي ښارکې په نننيو نښتو کې اووه تنه ووژل شول .
باختر اژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ چې دغه اووه  تنه دکراچي ښار په بېلابېلو ناحيوکې په ډزو سره وژل شوي دي .
په وژل شويوکسانوکې د هغو دريو تنو مړي شامل دي چې له وژل کيدو مخکې تښتول شوي او سخت ځورول شوي دي .
د يوبل  سړى مړى هم چې په بدن کې يې دځورونې اثار نښې نښانې ترسترګو کيږي؛ د تيمبر مارکيټ په ساحه کې دپوليسو لاس ته ورغلى دى او يو تن بل هم د وسله والو کسانو له خوا په لنډي ساحه کې په ډزو سره وژل شوى دى .
په کراچي ښار کې له څو کلونو راپديخوا اړو دوړ او قصدي وژنې دوام لري چې له امله يې زرګونوتنوته مرګ ژوبله اوښتې ده او د پاکستان حکومت ددغه ښار د امنيت په تامينولو کې پاتې راغلى دى .
پرون هم په کراچي ښارکې د ډزو له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نورټپيان شول. 
 

کابل-باختردسلواغي ١٢:
د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال پرون د ملګرو ملتونو د روزنې او څیړنې له انستیتیوت(UNITAR) سره د سویس په پلازمینه جینوا کې يو تفاهم ليک لاسلیک کړ.
د دې ليک له مخې: به د مالیې وزارت او یونیتار په ګډه د مالیې وزارت کارکوونکو لپاره د کار پر مهال  د مسلکي ماسټرۍ د ډیپلوم اخیستلو یو پروګرام پلی کوي. په دې پروګرام کې هغه څوک ګډون کولای شي چې د یونیټار له لرې واټن څخه د زده کړو له پروګرام ، میتودولوژیو او د جینوا اکاډمیک انستیتوت له مادو او مشارکتونو سره بلد وي.
د مالیې وزارت د پراختیا او عامو مالي چارو په  اړه په لوړه کچه د زده کړو اړتیاوې معلومې کړي دي.
د جینوا پوهنتون د فراغت انستیتیوت ددې له پاره غوره شوی چې له یونیټار سره په ګډه د پراختیایي پالیسیو په برخه کې د عملي ماسترۍ ډیپلومونه ویشي. د مسلکي ماسټرۍ عملي ډیپلوم دولس کورسونه لري چې د دولسو میاشتو په موده کې به په درو برخو کې ترسره شي ترڅو په لوړه کچه د عملي ماسټرۍ ډیپلوم ترلاسه شي. د دغه پروګرام تمویل د مالیې وزارت له خوا کېږي.
د افغانستان د مالیې وزير ډاکټرعمر زاخیلوال د تفاهم ليک د لاسلیک کولو پرمهال وویل: «یونیتار د پراختیا او عامو مالي چارو په روزنه کې ډیره تجربه او یو ځانګړی شهرت لري. د مالیې وزارت خوښ دی چې د عامه مالي چارو د تنظیم په برخه کې د جینوا پوهنتون ته د ۲۰ کسانو د لیږلو تړون کوي ترڅو دوی هلته نظریاتي پوهه او عملي مهارتونه ترلاسه کړي.
زموږ پر کارکوونکو باندې دغه پانګونه کولای شي چې د افغانستان عامه مالي چارې په لوړ معیار او پوره شفافیت اداره کړى شي.
د مالیې وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال په جینوا کې د ملګرو ملتونو د یونیتار له اجرایوي رئیس سره وکتل او په دوه اړخیزو ګټو یې خبرې وکړې.
زاخیلوال د جینوا د فراغت انستیتیوت هم وکوت او د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه یې معلوماتي لیکچر ورکړ.
ده همدا راز په جینوا کې د ملګروملتونو د دفتر په بلنه د جنګ څخه وروسته د افغانستان په بیارغاونې او د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په حالاتو رڼا واچوله او د برخه والو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې تش په نامه ولسوال د امنيتي مامورينو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو .
په ملا آدم خان تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په قلعه علي سيمه کې د ده په کورکې د افغان پوځيانو له خوا بريد وشو او له يوه ساتوونکى سره يې ووژل شو .
  دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال زړه ور زاهد باختر اژانس ته وويل: د اندړو ولسوالۍ لپار ه د وسله والو طالبانو له خوا په نومول شوى ولسوال ملا آدم خان کله چې د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ بريد وشو او ووژل شو .
دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د وسله والوطالبانو په تېره بيا د دغې ډلې  د پاکستاني جګړه مارانو د پراخ شتون په دليل په افغانستان کې يوه ډېره نا امنه سيمه بلل کيږي .
دغزني ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې ملا آدم خان د اندړو په ولسوالۍ کې په زياترو نا امنيو کې لاس درلود .
ويل کيږي چې د زده کوونکو پرمخ  د ښوونځيو تړل او د ښوونکو ګواښل ، د قومي مشرانو ترور او په اندړو کې بمي بريدونه د ملا آدم خان په لارښوونه ترسره کيدل.
له بلې خوا، جنرال زاهد وايي چې په غزني ښارکې د خاتم المرسلين جومات ته څېرمه په قلعه سبز سيمه کې د يکشنبې د ورځې د ځانمرګې بريد پلان د اندړو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ډلې له خوا د نومول شوى ولسوال ملا آدم خان په واسطه طرحه شوى و، هغه ځانمرګې بريد چې څلور تنه پکې ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
  دغزني دپوليسو مسوول نن په داسې حال کې چې دملا ادم خان مړى يې خبريالانو ته ښوده، وويل چې د طالبانو د دغه قوماندان  په وژل کېدو سره به په اندړو کې خلکو ته د ژوندانه فضا ښه والې ومومي .
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
  په افغانستان کې د يو لړ پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو شپږ تنه سيمه ئيز قوماندانان ووژل شول .
په دغو قوماندانانو نن سهار او تېره شپه د هلمند ، غزني، قندهار، فارياب او د ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې بريدونه وشول او ووژل شول .
باختر اژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندانان ددوى په پټنځايونو د افغان پوځيانو او د ناټو د عملياتو په وخت کې د يو لړ تروريستي  بريدونو په پلان جوړولو بوخت و .
ناټو وايي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيمو کې په ګڼ ميشتو ساحو کې د بمونو او ماينونو د ښخولو په ګډون، د ځينو تروريستي بريدونو رهبري په غاړه  لرله .
ويل کيږي چې د دغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند شپږ تنه افرادهم وژل شوي او افغان پوځيانو او د ناټو ځواکونو د طالبانو دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې هم ترلاسه کړې دي .
د ناټو په خبرپاڼه کې د دغو عملياتو په بهير کې افغان پوځيانو او د ناټو ځواکونو او ملکي وګړو ته د سر د رسيدلى زيان په باب څه نه دى ويل شوى .