24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
په هلمند ولايت کې د افغان پوځيانو په عتملياتوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو عملياتوکې چې پرون د نهر سراج ولسوالۍ په ځينوسيموکې دطالبانو په څه ناڅه دريو پټنځايونو ترسره شول ، څلور تنه نور جګړه ماران ونيول شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر باختر اژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره په دغو عملياتوکې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل تاييدوي او وايي چې دغو جګړه مارانو دنهر سراج ولسوالۍ په ځينو سيموکې په وروستيو نا امنيوکې لاس درلود .
ددغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو درې پټنځايونه هم دړې وړې شوي دي .
ويل کيږي چې افغان پوځيانو د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو  طالبانو په لسګونو جنګي وسايل او په سلګو نو کيلوګرامه نشه يي توکي هم ترلاسه کړي دي .
په دې خبرپاڼه کې د دغوعملياتو په بهيرکې افغان پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته د سر د احتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوى .
 

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
د بريټانيا صدراعظم ډيويډ کامرون تېرماښام د افغانستان  داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره په ټيلفوني اړيکه کې د افغانستان ، پاکستان او د بريټانيا د هيوادونو د مشرانو د درې اړخيزې غونډې د جوړولو په خاطرچې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې په لندن ښار کې  جوړه شي؛ ددغه هيواد د تيارى په باب معلومات ورکړل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دغوټيلفوني خبرو کې د بريټانيا صدراعظم هيله وکړه چې دغه غونډه په برياليتوب سره جوړه شي او افغانستان او پاکستان ته ښې نتيجې ولري .
د هيواد جمهور رييس د درې اړخيزې غونډې د جوړولو په خاطر د بريټانيا دکوربه توب له امله مننه وکړه او ويې ويل: هيله لرم چې دغه غونډه مثبتې او عملي نتيجې ولري او د سولې د بهير په ګړندې کولو او د ګډو امنيتي ګواښونو په له منځه وړلو کې چې د افغانستان او پاکستان  خلک ورسره مخامخ دي ، مرسته  وکړي .
د يادونې وړ ده چې لومړۍ درې اړخيزه غونډه د بريټانيا د صدراعظم ډيويډ کامرون په نوښت په کابل کې او دويمه غونډه يې په نيويارک ښار کې جوړه شوه.
د درې اړخيزو غونډه د جوړولو هدف، له  تروريزم  او افراطيت سره د مبارزې په کار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو او همکاريو پراختيا او د افغانستان د سولې د بهير ګړندي کول دى .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
دماستري دمقاطعو تحصيلي بورسونو ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کيږي چې هندوستان د حقوقو ، سو داګرۍ  ، ټولنيزو علومو  اوهنرونو   M.A/MSc
M.Com /    M.B.A/law       په څانګو کې  دماستري  ددورې اتياتحصيلي بورسونه دافغانستان ددولت په واک کې  ورکړي دي  او داوطلبان کولاي شي ددغو شرايطو له مخې په دغو بورسو کې ځان کانديد کړي  .
١_ داوطلبان بايد دخصوصي لوړو زده کړو پوهنتونونو دموسسو فارغان او دليسانس سند ولري.
٢_  داوطلبان دې بايد په انګليسي  ژبه  ديپلوم اودنمرو ترانسکريپ ولري.
٣_  د داوطلب عمر بايد له ٣٥ کلونو لوړ نه وي.
٤_ داوطلبان  بايد په انګليسي  ژبي بشپړه واکمني ولري.
٥_   داوطلبان چې ددولتي ادارو کارکوونکي دي  بايد په اړونده اداره کې دباالفعل  خدمت دوه کلنه سابقه ولري.
٦_ هغه د اوطلبان  چې ددولت رسمي کارکوونکي نه دي بايد له فراغت  څخه  يې دوه کاله تير شوي وي.
٧_  داوطلبان  بايد دتابيعت تذکره ولري.
٨_  داوطلبان بايد جرمي سابقه ونلري .
٩_  دداوطلبانو دنمرو دترانسکريپ فيصدي په سلو کې ٦٥ څخه ټيټه نه وي  .
١٠_  داوطلبان  دې بايد بشپړه روغتيا ولري.
١١_  داوطلبان دې  بايد فورمه په بشپړ دقت سره ډکه کړي .
١٢_  داوطالبان دې بايد فورمه دسپارلو له ضرب الاجل څخه مخکې بشپړه او اړوندي څانګې ته يې وسپاري.
١٣_  داوطلبان دې بايد فورمې دويشلو په وخت کې لازم نظم رعايت کړي.
١٤_  داوطلبان دې بايد دانګليسي  ژبې دازموينې دتيرولو لپاره بشپړتياري ولري.
داوطلبان دې بايد دسلواغې دمياشتي تر ١٦ نيټې پوري دنوم ليکنې په مقصد دلوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو رياست ته ورشي  اوخپل نوم وليکي . البته دټاکلي ضرب الاجل  له پاى ته رسيدو وروسته دنوم ليکنې بهير بشپړيږي  او دنوم ليکنې لپاره  دداوطلبانو له مراجعې څخه بخښنه  غوښتل کيږي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دنيکپۍ داسماعيليه خلکو ټولنيزې شورا نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرور کړ ،دکتنې برخه واول چې دنيکپى دخلکو دبيلابيلو ډلو استازيتوب يي کاوه دنيکپي دخلکو ديو لړ سيمه ييزو ستونزو په باب دجمهور رييس له مرستيال سره خبري وکړى او دنيکپۍ دخلکو دستونزو دڅيړنې په لاره کې يې دافغانستان د دولت دپاملرنې غوښتنه وکړه.
دغې شورا دنيکپۍ دخلکو دهغو کورنيو په باب چې دطبعي پيښو له امله خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي دي ،انديښنه څرګنده کړه .
او له بې ځايه شويو کسانو څخه يې د دولت دپاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه.
د دوى دڅرګندونو له مخې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دنيکپۍ دخلکو ټولنې ته په پاملرنې سره ،ددغه قوم دزده کړى خاوند او مجرب بچېان دهغو سيمو په دولتي ادارو کې چې ژوند کوي ،رول نه لري او دهيواد داتباعو حقوقو ته په پاملرنې سره چې په اساسي قانون کې ليکل شوي دي دوى هم حق لري چې په دولتي ادارو کې رول ولري.
دغې شورا دغه راز يادونه وکړه چې دتيرو لسو کلونو په بهير کې بچېانو يې په بيلابيلو برخو کې زده کړي کړي دي او په دولتي او خصوصي ادارو کې يې دکار وړتيا پيداکړي .
ده  اوس دافغانستان له دولت څخه غواړي چې په دې برخه کې دى جدي پاملرنه وکړي دکتنې برخه والو دْغه راز څرګنده کړه چې دنيکپۍ اسماعيليه خلکو دهيواد نافذو قوانينو په رڼا کې او په ټولنيزو چارو کې دلازيات سمون او همغږي په مقصد دمدني او وګړنيو شورا ګانو او مرکزونو په جوړولو اقدام کړى دى او ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې دنيکپۍ دخلکو سراسري شورا چې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ژوند کوي هم جوړه شي.
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  د وګرنيو او ټولنيزو شوراګانو جوړول د افغانستان دخلکو ترمنځ ديو والې او پيوستون په لاره کې يو سترګام وباله او هيله يې وکړه چې دنيکپۍ دخلکو وګړني شوراګانې هم وکولي شي ددغو خلکو دسراسري شورا لپاره يو ښه بنسټ شي.
دهيواد جمهور رييس دوګړنيو شوراګانو په جوړولو کې دنيکپۍ دخلکو اقدام يو مثبت بدلون وباله او زياته يي کړه چې داسلام دمبين دين له لارښونو سره سم ترهغو چې خلک ځان بدل نه کړى ،ټولنه به هم بدلون ونه مومي.
ده دافغانستان دخلکو ترمنځ په يوالې او پيوستون باندې دټينګار په ترڅ کې دعلم او پوهې زده کړې .او ترلاسه کولو ته دخکو مخې کول دهيلو سبب وباله او څرګنده يې کړه چې په بيلابيلو برخو کې دعلم او پوهې له زده کړې سره دخکو زياتې مينې ته په پاملرنې سره ،دهيواد راتلوونکې هم ځلانده بريښي .
دجمهور رييس مرستيال دنيکپۍ دقوم داسماعيليه خکو دستونزو دڅيړنې په برخه والو ته  ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې دافغانستان دخلکو ستونزو او اړتياوته پاملرنه يو اساسي لومړيتوب بلل کېږي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې په کابل کې دجاپان له سفير يو کاشا سره وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې قاضي القضات له ټولو مخکې دافغانستان او جاپان دتاريخي اړيکو په باره کې رڼا واچوله او جاپان يې دآسيا په کچه د افغانستان يو ډير ستر مرستندوى هيواد وباله او دافغانستان دسياسي ثبات په ټينګښت او داقتصادي بنسټ په پياوړتيا کې ددغه هيواد رول مهم او دحساب وړ وباله.
قاضي القضات زياته کړه : دجاپان دولت په تيره يوه لسيزه کې د داياک دپروژې په ګډون په ټولو برخو کې له افغانستان سره دوستانه مرسته کړې ده او دافغانستان له قضايه قوې سره دښو اړيکو په ټينګولو سره يې دکابل د دارالامان په ساحه کې دسترې محکمې داساسي ودانۍ په جوړولو کې خپل تياري ښودلې دي چې دمننې وړ دي قاضي القضات دغه راز په لنډه توګه دقضايي نظام دجوړښت ،فعاليتونو ،برياليتوبونو او دهغه دلارې پرسره دپرتو خنډونو دبيانولو په ترخ کې ،دکادري او روزنيز ظرفيت لوړول مهم وبلل او د دوه اړخيزو قضايي اړيکو په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ او هيله يې وکړه چې دغه اړيکې او همکاري افغان قاضيانو ته دروزنيزو فرصتونو دبرابرولو او دقضايي تجربو دتبادلې په مقصد دمشاهداتي سفرونه دبرابرولو ترکچې پورې زياته وده ومومي.
په مقابل کې دجاپان سفير قضايه قوې دپرمختګونو له امله چې دزمانې له اړتياو سره متناسب ترسره شوي دي ،خوښي څرګنده کړه او يوځل بيا يې د دارالامان په ساحه کې دسترې محمکمې داساسي ودانۍ په جوړولو کې همکاري په لوره کې دخپل متبوع دولت هوډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې دجاپان دولت به دافغانستان دخلکو دلرغونې دوست په توګه دغه راز په دغه هيواد کې دسولې دامنيت په تامينولو کې ملاټر وکړي او د دوه اړخيزو قضايي همکاريو مساله به ددغه هيواد له مقاماتو سره طرحه کړي او دنتيجې په باب به له ديپلوماتيکې له لارې خبرورکړي.
په دې کتنه کې دسترې محکمې غړي ډاکتر عبدالملک کاموي او دقضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم برخه لرله.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
د واوري او باران اورښت  چې د هيواد دپايتخت په ګډون  په زياترو ولايتونو کې دسلواغې دمياشتي له يوولسمي نيټې دچهارشنبې له ورځې څخه پيل شوي دي دراتلوونکې اوونۍ تر دوشنبې پورې په وقفو سره دوام کوي.
دهواپوهنې دانترنټي پاڼې له خولې دباختراژانس دخبرله مخې  دواورې او باران اورښت له نن څخه ددوشنبې ترورځې  پوري نږدي هر اړخيز دى او يوازي دجمعې په ورځ اورښت بنديږي اوبيا په لنډو وقفو  پيليږي.
دچارو زياتره کارپوهان  دواورې اوباران پرله پسي اورښت اوهغه هم په زياترو ولايتونو کې دځمکې پرمخ اوترځمکې لاندې  اوبو دمنابعو پياوړې کوونکې بولي او دغه راز دکرنيزو او دميودانو حاصلات په وده کې ګټور بولي.
په هرصورت کې دروان کال دواورې اوباران اورښت به په هيواد کې له حاصلاتو دډک کال زيري وي .

کابل\  باخترسلواغې دمياشتې  ١١ :
دملي دفاع وزارت دقرارګاهي قوماندانيت دښوونځي دسترايتژيکې کورس غړو  دملي شورا دمشاهداتي کتنې په ترڅ کې دمشرانو جرګي دمنشي له نايب سيدعزيزالله الفتي سره  په داسې حال کې چې سناتور حافظ عبدالقيوم هم حاضر و  وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دسنامجلس دمنشي نايب  په هيواد کې   ديو ډاډمن  ددفاعي نظام  دجوړولو داړتيا په باب خبرې وکړي  او ويې ويل چې دنظامي برخې مخکښان  په تجربوي کار اودهيواد په دفاعي  برخې د پرمختيا  ، وسله والو کولو اوسمبالولو په برخه کې  دمعاصرتخنيک اوعلومو په زده کړې سره  کولاي شي په ښه توګه  دځمکني بشپړتيا اودقانون دواکمني دفاع وکړي .
بريدجنرال خالد محمد سالنګي دنورو په استازيتوب د هيواد ددفاعي برخي دسمبالولو اوپياوړتيا په لاره کې دمشرانو جرګې  ددايمي هڅو او ښه نيت له امله  قدرداني وکړه او دملي دفاع وزارت  دقرارګاهي قوماندانيت دښوونځي   دستراتيژيکې کورس د جوړولو هدف  يې دنظامي مشرتابه دوړتيا دنظردپراختيا  اودپرله پسي پرمختيالپاره يوستراتيژيک لارښود وباله   چې دهيواد دامنيت  اوثبات دتامينولو په  وړاندې دپرتو خنډونو اوستونزو دله منځه وړلو  لپاره جوړشوي  دي .
ده زياته کړه دغه کورس په  ١٣٨٦ کال کې دملي دفاع وزارت په وړانديز او دامريکا  دمتحده ايالاتو  په همکاري پرانستل شو او هغه کسان په دې روزنيز پروګرام کې ګډون کولاي شي  چې دډګروالي له رتبې څخه تر تورنجنرالي رتبې پوري  ولري اوله بيلابيلو امنيتي برخو څخه وي چې دنهو مياشتو لپاره دقوماندانۍ  داستادانو ، سياسي اونظامي مخکښانو ، په کابل کې دبهرنيو هيوادونو دسفيرانو او پوځي اتشو اودافغانستان دپارلمان دغړو له  خوا ورته لوست ورکول کېږي  خو دپارلمان غړو تراوسه پوري  په دې بهيرکې  ګډون نه دى کړي.
دقوماندانيت  دښوونځي دستراتيژيک  کورس دموازينو له مخې شاملان يې دافغانستان دعلومو اکاډمي په همکاري په امنيتي برخو کې ديوتيزس په ليکلو اوديو معتبر ديپلوم په ترلاسه کولو سره فارغيږي .
دمشرانو جرګي دمنشي نايب وويل  چې دسنا مجلس ددغه قوماندانۍ درسمي بلنې په ترلاسه کولو سره خپل مجرب کادرونه دلوست ورکولو لپاره دغه مرکز ته واستول.
په پاى کې ددغې تعليمي قوماندانۍ  نښان دسنامجلس  منشي نايب ته ورکړشو.
 

Wednesday, 30 January 2013 14:20

تبصره.

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
په هيواد کې دسولې او روغې جوړې بهير په اوسنيو شرايطو کې ډيرمهم ملي بهير بلل کېږي او  دافغانانو حق دي چې له هرې ممکنې لارې ځان دغه ملي هدف ته چې دټولو خير پکې نغښتي دي ورسوي خو داسې کړۍ آن هيوادونه شته چې په مشخصو غرضونو سره غواړې چې دغه بهير يوه مبهم تګلوري ته سوق کړي او په پاى کې هغه په هيڅ بدل کړي .
دباختر آژانس مبصر ليکې په افغانستان کې دتيرو دريو لسيزو ناامنيو او بدلونونو په دغه هيواد کې دسولې او ثبات ارزښت او اهميت له بل هر بهير څخه زيات څرګند کړي دي او افغانان سوله او امنيت يوه حدي اړتيا بولي او د دوى حق دى چې دنړۍ دنورو هيوادونو په شان سوله او ثبات په خپل کور او ټاټو بي کې تامين کړي په وروستيو کلونو کې دغه هدف ته په رسيدو کې زياتې هلې ځلې شوي دي چې له برياليتوبونو سره يو ځاى دي .
ددې ترڅنګ ديوبل زغمل او آزادو سياسي فعاليتونونه درناوى چې په څو تيرو کلونو کې اوله نوي ديموکراسي سره يو ځاى په دغه هيواد کې تجربه کېږي سياسي فعاليتو او ډلو ته يې زمينه برابره کړې ده چې په هيواد کې سياسي بدلونونه تعقيب کړي او کره کتنه پرې وکړي او دهغو په وړاندې خپل نظر په ډاګه کړي له دغه شان آزاديو سره تل د دولت ملاټر شته او نظريو ته يې  درناوى شوى دي او هغه يې دبين الافغاني درک لپاره ارزښتناک بللي دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت په هيواد کې دسولې او ثبات داعاده کولو لپاره دومره هو ډمن او مصمم دى چې په قطر کې دطالبانو د نمايندګي د دفترله جوړولو سره موافقه وشوه.
چې طالبان ديوې مشخص پتې خاوندان شي او په پاى کې دسولې بهير خپله لاره پيدا کړي او اصلي هدف ته ورسيږي.
له بلې خوا دافغانستان دولت دهيواد په ننه او بهر کې دغونډو او کنفرانسونو په جوړولو سره هلې ځلې کړي دي چې وسله وال مخالفين سولې ته وهڅوي په دې لاره کې په يو شفاف او هماهنګ پروګرام سره کارکوي او دجهادي شخصيتونو او دسياسي مشرانو آن دسياسي انتقادکوونکو سلامشورې له ځان سره لري ځکه په دې اعتقاد شته چې دسولې بهير يو ملي او افغاني بهير دې او بايد هر حرکت ،له ملي ګټو سره همږي ولري.
له دغه بهير سره سليقوي او انفرادي چلند نه يواځې ددغه بهير چټکتيا او ګرنديتوب کمزورى کوي بلکې هغه له بې لاريتوب سره مخامخ کوي .
داټکې بايد هير نه شي چې افغانستان هغه څه چې په تيرو دريو لسيزو کې تير کړي دي او تجربه کړې دي او ياد مستقيم بهرني تيرۍ زيږنده دى اويا د بهرنيو لاسوهنو په شتون کې رامنځته شوي دي او په دې کې دشک ځاى نه شته چې مغرضې بهرنۍ کړۍ اوس هم زموږ دخلکو په کمين کې ناست دي اوپه ټول قوت سره هلې ځلې کوي چې په دغه هيواد کې دترقي او پرمختيا اوپه  پاى کې دثبات مخه ونيسي دا دنظام په وسله والو مخالفينو او دانتقاد کوونکو پورې اړه پيداکوي چې څه ډول دغه شان توطيې کشف کړي او څه ډول دهغو په وړاندې عمل وکړي چې هيواد دبهرنيو دسيسو له سرڅخه وژغوري ځکه موږ نشو کولس چې په کاذبو خبرو او دشنه څراغ په ښودلو سره سولې ته ورسيږو دغه هدف ته رسيدل يوازې او يوازې دملي ارزښتونو او دملي ګټو په ساتنې سره امکان لري خورې ورې هلې ځلې او اړيکې موږ له اصلي واټ څخه بې لارې کوي او په پاى کې به دسولې بهير ناکام کړي .
موږ بايد ددغه بهير په نسبت بهرني غرضونه او نيتونه درک کړو.
دحامد کرزي دغه خبري چې پرون په کابل کې بيان شوى کېداى شي ارزښتناکې وي چې دسولې بهير يوازې په ملي يو والې کې او دمعتبروملي مراجعو له لارې امکان منونکې دي او هر راز خورې ورې هلې ځلې په موږ دتيرو ديرشو کلونو پيښوته ستانه کړي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دکورنيو چارو وزير دهغه هيواد پال عمل چې خپل زوى يې له ځانمرګي بريد څخه دډ ډي کولو په مقصد پوليسو ته سپارلى دى وستايه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ  په  داسې حال کې  چې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دکميسيون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي هم  حاضر و  دکندز ولايت له اوسيدونکې عبدالکريم سره دکتنې په ترڅ کې دده دهيواد  پالنې اوخداى پالنې دپاکو ولولو له امله خوښي  څرگنده کړه او دده عمل يې دهيواد پالنې   ښه اوبي ساري بيلګه اوله هيواد او خلکوسره يې رښتينې مينه وبلله او پوليس په دغه شان  پلرونو وياړي.
په همدي حال کې عبدالکريم  د کورنيو چارو له وزير څخه دخوښي  دڅرګندولو په ترڅ کې وويل زما  زوى عبدالله  چې شپاړلس کلن دى  دوه کاله مخکې دپاکستان په پيښور ښارکې چې دمهاجرپه ډول مو هلته ژوند کاوه بيدرکه شوي و له پلټنې  وروسته  په دې پوه شوم چې هغه دتروريستانو له  خوا په همدي  موده کې دپيښور ښار په مربوطاتو کې  ترتروريستي روزنې لاندې نيول شوى دى اوهغه زموږ په ګران هيواد  افغانستان کې دځانمرګي بريد ترسره کولو ته چمتو کړى دى  .
ددغه ناوړه عمل دمخنيوي په خاطر مې پريکړه وکړه چې هيواد ته راستون شم خو تروريستان زما زوى پسي  و  ماته به يې ګواښ کاوه او زما زوى يې ځانمرګي بريد ته وهڅاوه  په پاى کې زما زوى اوددغه هيواد دنورو بچېانو دژغورنې  په خاطر مې  خپل ديني اواخلاقي مسووليت وباله  چې خپل زوى عبدالله پوليسو ته وسپارم .
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)دنيکمرغه ميلاد په مناسبت نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دمعينيت او دحوا ټولنې له خوا په کابل کې دمشاعرې يوه غونډه جوړه شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ددغې غونډې په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي په دې ترڅ کې چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)دژوندانه بيلابيل اړخونه او شخصيت بيان کړ او زياته يې کړه چې موږ بايد داسلام دستر پيغمبر په پيغام په پوهيدو کې زياتې هلې ځلې وکړو او له هغه څخه په خپل شخصي او ټولنيز ژوندانه کې ګټه واخلو .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او ادارې رييس ظاهر حسن دجاهليت او خرافاتو په وړاندې داسلام دسترپيغمبر دمقاومت په باره کې خبرې وکړي او دغه ستر پيغمبر يې بشريت ته لارښود وباله.
دمشاعرې په دې غونډه کې شکريې نديم خروټي،بلقيس خورشيد،عباسي ،اورانوس ،غزل ،مسعوده قاري زاده ،همايون پژمان او نورالله رحيمي خپل شعرونه چې دحضرت محمد مصطفى (ص)په باره کې برابر کړي و،ولوستل دغه راز فريد تابش په دې باب يوه نعتيه اجراکړه.