24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمود راقي– باختر دسلواغۍ يولسمه :
په کاپيسا ولايت کې تيره شپه ناپيژندل شويو وسله والو کسانو يوملکې وګري وواژه .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داپراسيون دآمر د څرګندونو له مخې : وژل شوى سړى دتگاب ولسوالۍ دبدراب اوسيدونکې و دکلاشنکوف په ډزو سره وژل شوى دى .
دوژنې علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى پيښه څيړل کېږي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دنۍ موسسې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په څيرمه واټ کې ديوې غونډې په جوړولو سره دبيان دآزادي واټ په نامه ددغه واټ دنومولو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دکابل ښاروالۍ دمسوولينو له خوا دځواب دوړاندې کولو غوښتنه وکړه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې دغه غونډه ديو شمير خبريالانو او دنۍ موسسې ديوې ډلې فارغانو په ګډون جوړه شوې وه دنۍ موسسې اجراييه رييس عبدالمجيب خلوتګر دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغې موسسې نږدې دوه مياشتې مخکې په رسمي ډول په دې باب چې تر زير زميني پورې د پل باغ عمومي واټ دبيان دآزادي دواټ په نامه ونومول شي داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه کړې وه او اوس هم ددغو ارګانونو دمسوولينو له خوا په دې برخه کې دځواب دوړاندې کولو غوښتنه کوي .
ده زياته کړه چې نن موږ وغوښتل چې ددغې سوله ييزې غونډې په جوړولو او په يو مدني حرکت سره بيا خپله غوښتنه منعکسه او ژوندي کړو.
په همدې حال کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ديوې ابلاغې په خپرولو سره ويلې دي چې دواټونو دنومولو کميسون پخوا داطلاعاتو او فرهنګ دوزير په مشرۍ د نورو واټونو دنومولو ترڅنګ دپايتخت څلور اصلي واټونه دديموکراسي،دبشر دحقوقو ،دبيان دآزادي او دمطبوعاتو په نومونو په پام کې نيولي دي.
خو دغه واټ چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته څيرمه دي ،له نيمې پيړۍ را په دې خوا دمشهور مجاهد محمد جان خان وردک په نامه نومول شوى دى او په هغه کې به هيڅ راز بدلون رامنځته نه شي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دميدان وردګو ولايت دولايتي شورا رييس مرستيال او منشي انتخاب شول.
دميدان وردګو له ولايت څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په دغو انتخاباتو کې حاجي محمد رفيع طاهري په آزادو انتخاباتو کې دميدان وردګو ولايت دولايتي شورا رييس ،حضرت محمد جانان دمرستيال او حاجي حسين فهيمى دمنشي په توګه انتخاب شول .
دميدان وردګو  والي وايي دسيمه ييزو ارګانونو او ديونما استازو او دانتخاباتو دخپلواک کميسون رييس ددغو انتخاباتو بهير وڅاره.
ديادونې وړده چې دميدان وردګو ولايتي شورا اوس نهه تنه غړي لري چې درې تنه يې ښځې دي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي د اوبو په نړيوال کنفرانس کې په خپلې پرونۍ وينا کې دهيواد داوبو له مديريت سره هم اړيکې ونيولې او وې ويل: چې دافغانستان زياتې اوبه ګاونديو هيوادونو ته بهيږي دباختر آژانس دخبرله مخې حامد کرزي په دې وينا کې د دې ترڅنګ چې په سمه او معقوله توګه په هيواد کې له اوبو څخه په استفادې باندې ټينګار وکړ زياته يې کړه چې دافغانستان زياتې اوبه ګاونډيو هيوادونو ته بهيږي او ګاونډيان زموږ دهيواد له اوبو څخه ګټه اخلي .
افغانستان دې ته اړتيا لري چې دهيواد داوبو په منابعو دبريښنا دتوليد دستګاوې او بندونه جوړ کړي .
جمهور رييس دغه راز وويل : چې زموږ ګاونډيان دې هم بايد په دې پوه شي چې افغانستان هم دترقي او پرمختګ حق لري.
افغانستان هم دښه ژوندانه حق لري .
افغانستان هرو مرو ددې حق غوښتوونکې دي چې ور څخه استفاده وکړي او موږ تيار يو چې له خپلو ګاونديانو سره دښه ګاونديټوب او دوستي دټينګښت په باب خبري وکړو چې حق حقدارته ورسيږي.
جمهور رييس دغه راز طرحه کړه چې دافغانستان خلکو دآمو سيند له اوبو څخه هيڅ استفاده نه ده کړى که چېرې کړې يې ده ډيره ناچېزه ده او دآموسيند موږ ته حياتي ارزښت لري دغه راز داوبو نورې منابع که چېرې په هلمند کې دې او يا هريرود کې اويا په کونړ اويا دافغانستان په نوروسيندونو کې يا له هيواد څخه بهر،دافغانستان دملت حق پکې محفوظ دى او ددغه حق ساتنه دافغانستان حکومت دنده ده.
له دغې موضوع سره دجمهور رييس اړيکې په ډاګه کوي چې لاتراوسه پورې دهيواد داوبو له منابعو څخه په بيلابيلو دلائيلو اساسي مديريت نه دى شوى او حکومت دې بايد په دې لاره کې پاملرنه وکړي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي چې دملي دفاع وزير په پاکستان کې دګټور سفر دترسره کولو په حال کې دي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمى نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې دافغانستان دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي دپاکستان داردو دلوى درستيز په بلنه ددغه هيواد په سفر بوخت دى.
عظيمى وويل : دامهمه او ارزښتناکه ده چې دملي دفاع وزير په پاکستان کې دخپلې استوګنې په بهير کې له تروريزم او بنسټ پالنې سره دګډې مبارزې ،دامنيتې اړيکو دپراختيا دپولو او دسيمې دامنيت دبيلابيلو مسلو او دتجارتي مسلو په باب خبري کړي دي خو تراوسه پورې دکومې خاصې موضوع په باب د دواړو لورو ترمنځ کوم موافقه ليک نه دى لاسليک شوى.
دملي دفاع وزارت ويندوى دغه راز په دې خبري کنفرانس کې د ٢٠١١ کال په پرتله په ٢٠١٢ کال کې دملي اردو دعسکرو دسردزيان دکمښت يادونه وکړه او وې ويل : سره له دې چې په ٢٠١٢ کال کې زموږ دعسکرو په شمير کې ديادونې وړ زياتوالې رامنځته شوي دي دتيرو کلونو په پرتله په دغه کال کې دسرپه زيان کې کمښت ليدل کېږي.
دهيواد په سلو کې داويا وګړو امنيتي مسووليت دافغان امنيتي ځواکونو په اوږودى.
دملي دفاع وزارت ويندوى دغه ادعا چې ګنې دهيواد په جيلونواوپه  تيره بيا دبګرام په جيل کې له زندانيانو سره چې مسووليت يې پوځي پوليسو ته سپارل شوى دى رد کړه او زياته يې کړه چې افغانانو ته دبنديانو دسپارلو بهير په پړاويز ډول ترسره کېږي دغه بهير په مسووليت مننې او فعالې ادارې سره يو ځاى دي او دبنديانو په وړاندې ټول حقوقي موازين رعايتيږي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دننګرهار ولايت دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې  دافغان اودايساف دځواکونو  دګډو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه يې ونيول شول. دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي حضرت حسين مشرقيوال باختراژانس ته وويل  دغه عمليات تيره شپه  دګډو ځواکونو له خوا دخوږياڼيو  ولسوالۍ دقيلغو په ساحه کې ترسره شول  چې په بهيرکې يې دوه تنه طالبان ووژل شول اونهه  نور يې  دايساف  دځواکونو له خوا ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  په دغو عملياتو کې  ګډو  ځواکونو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
په کابل کې  دايساف ځواکونو هم دغه عمليات تائيد کړل او ددوو تنو وسله والو طالبانو دوژل کېدو اودنهو تنو نورو دنيولو خبريې ورکړي دي.
ديوبل خبرله مخې :
وسله والوطالبانو تيره شپه دخوست ولايت  دنادرشاه کوټ ولسوالۍ داوم په ساحه کې  دپوليسو په پوستي بريد وکړ چې دپوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول  اوپه بهيرکې يې يوطالب ووژل شو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دهلمند ولايت قومي مشرانو او استازو دکورنيو چارو وزارت له ستر امنيتي معين سره  په کتنه کې  ددولت  له امنيتي  پروګرامونوسره خپل ملاتړ څرگندکړ.
دباختراژانس دخبرله مخې  دهلمند ولايت څه ناڅه  دوه سوه تنو مشرانو اودخلکو استازو نن دکورنيو چارو وزارت له ستر امنيتي معين  جنرال عبدالرحمن رحمان سره دکتنې په ترڅ کې په  دغه ولايت کې له امنيتي پروګرامونو سره ملاتړ اعلام کړ اوپه دغه ولايت کې دزيات امنيت دتامينولو په مقصد يې خپل تياري اعلام کړ.
دهلمندولايت سناتور حاجي عبدالحي اخندزاده په ژمنې سره وويل چې  دهلمند
خلک  چمتو دي  چې له ملي پوليسو اونور امنيتي مرکزونو سره په ټولو  برخو کې همکاري وکړي.
دکورنيو چارو وزارت سترامنيتي معين دهلمند ولايت دخلکو داستازو دښو ولولو له امله خوښي څرگنده کړه  او ددغه وزارت دامنيتي پروګرامونو اوپه ځانګړي ډول  دوګړنيز پوليسو دجوړولو په باب يې معلومات ورکړل.
 

Wednesday, 30 January 2013 14:08

وسلې او مهمات وسپارل شول

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دبلخ ولايت  دملي امنيت رياست نن يوه اندازه وسلې او مهمات دوسلو دراټولولو پروګرام ته وسپارل .
دشمال په ولايتونو کې دوسلو دراټولولو دپروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد باختراژانس ته وويل  يوولس ميله ډول ډول وسلې اويوه اندازه مهمات چې دجلاجلا عملياتو په بهيرکې دبلخ ولايت مربوطاتو کې دملي امنيت درياست دمنسوبينو له خوا ترلاسه شوي و ، دوسلو دراټولولو کميسيون ته وسپارل شول.
ويل کېږي  دروان کال په بهيرکې دبلخ ولايت دملي امنيت رياست درې ځلې او ددغه ولايت  امنيې قوماندانۍ پنځه  ځلې وسلې اومهمات  دغه پروګرام ته سپارلي دي .
دغه راز زرميله  ډول ډول وسلې دشمال له پنځو ولايتونو څخه هم دغه کميسيون ته سپارل شوي دي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دننګرهار  ولايت دنازيانو ولسوالۍ دپوهنې مديريت دڅارني آمر نن دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا و وژل شو.
دننګرهار ولايت  دپوهنې درياست ويندوى محمداصف شينواري  باختراژانس ته وويل دنازيانو ولسوالۍ  دپوهنې دمديريت دڅارنې امرمفتي پاينده محمدکله چې له خپل کور څخه د دندې په  لور روان و دبټي کوټ ولسوالۍ دعمرخاني په ساحه کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا په ډزوسره ووژل شو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې مفتي پاينده محمد له دوو اوونيو را په دې خوا د نازيانو ولسوالۍ دپوهنې مديريت دڅارنې دامر په توګه دنده ترسره کوله اوله چاسره يې شخصي دښمني نه لرله .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
درزاعتي محصولاتو دساتنې لپاره يوه سړه خونه نن په پلخمري ښارکې ګټي اخيستني ته وسپارل شوه.
باختراژانس ته دبغلان ولايت دکرنې او اوبولګولو درييس ايماق دڅرگندونو له مخې دغه سړه خونه دسولې اوبيا ادغامولو دکرنې دملاتړ دپروګرام له خوا دسولې دعالي شورا  په مرسته دپنځه اويا زرو ډالرو په مرسته په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې وه چې ديوسلو شلو ټنو زراعتي محصولاتو دساتنې ظرفيت لري.
خبرځاى  زياته کړه دغه سړه خونه ددريو زراعتي  کوپراتيفونو دغړو تراستفادي لاندې دي.
دکرنې او اوبولګولو رييس وويل دغه موسسه دسړوخونو په  جوړولو سربيره له دولت سره ديوځاي شويو  کسانو دکارموندلو او دپستي دځنګلودپروژو د جوړولو په برخه کې اغيزمن رول لوبوي.