03 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دتلې ٢
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو او پرختيا رياست دملي پيوستون دپروګرام له لارې ٣٦ ټولګټې پروژې بشپړې اونن ګټې اخستنې ته وسپالې شوې .
په دغو پروژو څه دپاڅه يو ميلون امريکايي ډالر لګيدلي دى.
دغور ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينر تاج محمد ذلال باختر آژانس ته وويل په دغو پروژو کې د٦ کيلو مترو په اوږ دوالې په سړک کريړ اچول ،دکرنې لپاره د اوبو دبندونو ،پلونو او پلګټو ،استنادي ديوالونو ،ښوونځيو او د اوبو دزيرمو جوړول شامل دى چې له ښګڼو څخه يې په مستقيم ډول ٥ زره کورنۍ ګټه اخلي دذلال دڅرګندونو له مخې ددغو پروژو کار په ١٣٩٠ کال کې پيل شوى و اوپه دې وروستيو وختو کې بشپړې او ګټې احستنې ته وسپارلې شوې .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دسيمه ييزي پراختيا دودى د پروګرام له لارې او دسيمه ييزو شوراګانو دغړو له خوا بشپړې شوي دي.
انجينر ذلال زيات کړه دغه پروژې دغور ولايت په مرکز او دولت يار ،لعل اوسر جنګل ،دوه لينه او تولک دولسواليو په مربوطاتو کر بشپړې اوګټې اخستنې ته سپارلي شوي دي
 

کابل باختر د تلي دويمه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ له مشر محمود خان اڅکزي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ

په دې کتنه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس کابل ته د محمودخان اڅکزي او د هغه د ملګري هيئت راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د استاد برهان الدین رباني د شهادت د تلين په اړه په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د هغوی د ګډون له امله مننه وکړه.

اسلام اپاد  باختر  د تلي  دويمه
  دپاکستان داوسپنې دپټلۍ وزير غلام احمد  بلور  دمسلمانانو دبيګناهي  په نامه داسلام ضد فلم جوړونکي دوژنې لپاره سل زره ډالره جايزه ټاکلي ده .
دپاکستان داوسپنې پټلۍ وزير دغه کار مقدس تکليف وباله او ويلي يې دي چې دغه جايزه به له خپل جيب څخه ورکړي .
  دپاکستان دحکومت يو ويندوى ددغه وزير څرګنونې  غندلي دي او ويلي يي دي چې دولت دبلور پرخلاف  د مناسب اقدام د څيړنې په حال کې دي .
دبلور  څرګندونې دپاکستان له پوليسو  او په دغه فلم داعتراض کوونکو د نښتي  له امله ددرې ويشتو تنو له وژل کيدوڅخه يوه ورځ وروسته شوي دي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې په پاکستان کې د تيري جمعې په مظاهرو کې  ٢٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
دپاکستان حکومت مخکې  له دې په دغه هيواد کې دارامو اعتراضونو او غونډو دجوړولو غوښتنه کړې وه او دجمعې ورځ يې دمسلمانانو دپيغمبر  حضرت محمد( ص)   سره دمينې ورځ بللې وه .  خو دپاکستان په بيلابيلو ښارونوکې اعتراض کوونکو په مظاهرو لاس پوري کړ او هلې ځلې يې  وکړي چې ځانونه دامريکايي ديپلوماتانو داستوګنې سيمي ته ورسوي .
 

کابل- باختر دتلې ٢
دافغانستان داسلامى جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دچين دخلکو دکمونست ګوند دسياسي بيروى دغړى زو يانکانګ په مشرى دچين دولسي جمهوريت له جګپوړي هيئت سره وکتل .
باختر آژانس دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبر له مخې: په دې کتنه کې چې تير ماښام په ارګ وشوه، دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو دلازيات  ټينګښت او پراختيا او دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت او د چين د ولسي جمهوريت ترمنځ دګډې ستراتيژيکي اعلاميې دتطبيق لپاره دعمل دپروګرام دتحقق په باب خبرې وکړې. جمهور رييس ښاغلى زويانکانګ او ملګرې هيئت ته يې دښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې، په تيرولسو کلونو کې له افغانستان سره دچين دحکومت او خلکو دمرستې او همکارى له امله مننه وکړه او وې ويل چې موږ د دواړو هيوادونو ترمنځ دپراخو او ژورو اړيکو غوښتوونکي يو.
حامد کرزي دې ته په اشارې سره چې چين دهغو لومړنيو هيوادونو له جملې څخه دى چې په څو تيرو کلونو کې يې په افغانستان کې په بيلابيلو برخوکې پانګونه کړې ده، وويل: موږ درې غوښتوونکي يو چې دغه پانګونې زياتې پراختيا و مومي .
جمهور رييس دچين ولسي جمهوريت دافغانستان د خلکو ښه او صادق دوست وباله ،څرګنده يې کړه چې افغانستان دسيمې له هيوادنو په تيره بيا له دوست هيواد چين سره د اړيکو دپراختيا غوښتنه کوي.
حامد کرزي دسيمې امنيت دسيمې دهيوادونو ترمنځ په اړيکو او همکاريو پورې اړوند وباله او څرګنده يې کړه چې دګډو امنيتي ګواښونو دلمنځه وړ لپاره دسيمې هيوادونه دې بايد په ګډه هڅه اوهاند وکړى.
زويانکانګ دهيواد جمهور رييس ته وويل: افغانستان ته زما او زما دملګرې هيئت دسفر هدف دهغو تصميمونو دتحقق په خاطر دى چې دناټو دسفر او د دواړو هيوادو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو په اړوند دچين د ولسي جمهوريت له جمهور رييس هو جين تاوو سره ستاسو د کتنې په بهيرکې ،نيول شوي وو. ده وويل چې چين د افغانستان دخلکو د ژوندانه د ښه والې غوښتنه کوي او موږ غواړو چې له افغانستان سره زموږ همکارى له پخوا زياتې پراختيا ومومي.
ښاغلى زويانکانګ په پانګونه کې له افغانستان سره دخپل هيواد دعلاقمندي دڅرګندولو په ترڅ، هيله وکړه چې زيات چينايي پانګه اچوونکي افغانستان ته راشي او په بيلابيلو برخو کې پانګونې وکړي.
له دغې وروسته ديولړ مراسمو په ترڅ کې دافغانستان او چين ترمنځ دګډې ستراتيژيکي اعلاميې د تطبيق لپاره د عمل دپروګرام تفاهم ليک او په امنيتي او اقتصادي برخوکې دهمکاريو دوه سندونه د دواړو هيوادونو د دولتي مسوولينو ترمنځ لاس ليک شول.
په دغو مراسموکې چې دجمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي ،دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا دعدليې وزير حبيب الله غايب ،دسوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکتر انورالحق احدي ،دملي امنيت لوى رييس اسد الله خالد او دکورنيو چارو وزارت معين پکې برخه لرله.
دافغانستان داسلامي جمهوريت او د چين دولسي جمهوريت ترمنځ دګډې ستراتيژيکېي اعلاميې د تطبيق لپاره دعمل دپروګرام تفاهم ليک دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين جاويد لودين او په افغانستان کې دچين دسفير زوفى هنګ ترمنځ لاس ليک شول.
دغه راز ديو سلو پنځوسو ميلونو يوهان په ارزښت دتخنيکي او اقتصادي همکاريو موافقه ليک افغانستان داسلامي جمهوريت دسوداګرۍ او صنايعو د وزير ډاکتر انور الحق احدي او دچين دولسي جمهوريت دسوداګرۍ وزارت دمرستيال چې هانګ تو نګوى له خوا لاس ليک شو.
دغه راز په دغو مراسموکې د افغانستان داسلامي جمهوريت دپوليسو دتجهيزاتو دبشپړولو لپاره دمرستې دپروګرام موافقه ليک دکورنيو چارو وزارت معين او دچين دعامه امنيت وزارت دمرستيال زهانګ زينک فينک له خوا لاس ليک شو.
 

Saturday, 22 September 2012 14:40

يو ياغي په غزنى کې ونيول شو.

کابل باختر د تلې لومړي
هغه سړى چې ويل کيږي ياغي طالبانو ته يې جنګى وسايل او مالى امکانات برابرول نن په پوځى عملياتوکې ونيول شو.
دى دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په عملياتو کې په خپل پتنځى کې نيول شوى دى ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې دليږلو سره ويلى دى چې دغه سړى دياغيانو د بريدونو لپاره دجنګي وسايلو او دمالى امکاناتو دبرابرولو مسووليت په غاړه درلود.
په دغو عملياتو کې څوتنه نور ياغيان هم نيول شوي دي دناټو په خبرپاڼه کې ويل شوى دى چې دغه سړى دياغيانو دترورستى بريدونو د زمينو په برابرولو سر بيره ځينو بريدونو ته دسازمان ورکولو مسووليت هم په غاړه درلود.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١ :
دجهاد اومقاومت ددوران يوتکړه ژورناليست اوليکوال حاجي بسم الله جويان وفات شو.
حاجي بسم الله  جويان چې دافغانستان دملت دجهاد له برياليتوب وروسته دباختراژانس دسياسي تحليل دمسوول په توګه وګومارل شو.
کلونه کلونه يې دقلم او ليکنې له لارې دعامه افکاروپه روښانولو لاس پورې کړ.
دطالبانو په تور دوران کې حاجي بسم الله دمقاومت سنګر ته لاړ اوپه قلم اوليکنې سره يې ددښمن توره اوکرغيړنه څيره بربنډه کړه، په نوى فصل يعنې  کله چې دطالبانو جرړې له هيواد څخه راټولى شوى، دى بياباختراژانس ته راغى اوددغې ادارې دسياسي تحليل درييس په توګه وټاکل  شو.
خوله بده مرغه دنه علاج وړ ناورغي يې په برخه شوه  اوکلونه کلونه يې درسمي دندې له ترسره کولو پرته دناروغي په بسترکې تيرکړل.
په پاى کې دى تيره شپه وفات شو او له فاني نړۍ سره يې مخه ښه وکړه .
اروادى ښاده وي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دجويان دمړينې له امله دهيواد دخبريالانو کورنۍ او دارواښاد دوستانو او خپلوانو ته دډاډګيرنې اوخواخوږي مراتب څرگند کړل او زياته يې کړه  جويان دسختو ورځو ميړنۍ و.
ده په هغو شپو  ورځو کې چې کابل دباروتو او ټوپک په اور کې سوځيده  په باختراژانس کې له سهاره ترماښامه په نه ستړې کيدونکي توګه کارکاوه.
مړينه يې ضايعه ده، لوى خداى (ج )  ده ته مغفرت ورپه برخه کړي .
اروښاد حاجى بسم الله په ١٣٣٥ هجرى لمريز کال کې دپنجشير د رخې په سيمه کې وزيږيداو په ١٣٥٣ کال کې ددغې ولسوالۍ له ليسې څخه په ١٣٥٨ کال کې دصنعت  له ادارې څخه فارغ شو او په ١٣٥٩ کال کې داسلامى جمعيت دښوونې او روزنې او په فرهنګى کميته او د څيړنې او پلتنې په کميته کې کار پيل کړ.
ده په راډيو تلويزون کې کار وکړ او يوه موده يې هم دوخت د دولتى مطبعو دلوى رييس په توګه دنده ترسره کړه او دسعودى عربستان ،مصر او پاکستان هيوادونو او يو شمير نورو هيوادونو ته يې سفر کړى دى ارواښاد بسم الله واده کړى و او پنځه بچيان ور څخه پاتې دي.
د اروښاد دنارينه و دفاتحى مراسم سبا ديکشنبې د ورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دکويټى په جامع جومات کې او دښځو فاتحه په همدې وخت کې دکويټيانو دجامع جومات دښځو دفاتحى اخستلو په سالون کې اخستل کيږي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١ :
په پاى کې افغانستان ديوې اوږدي مودې  له تيرولو وروسته دپاکستاني  پوځيانو دراکټي بريدونو مسله چې له يوې مودې را په دې خوا دهيواد په سرحدي سيمو اوپه تيره بيا دکونړ او نورستان دولايتونو په سرحدي سيمو دوام لري، دملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته وړاندى کړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکترزلمي رسول دتيرې اوونۍ دپنجشنبې  په ورځ دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې  دافغانستان سرحدي سيمو دپاکستاني  پوځيانو دراکټي بريدونو دموضوع په طرحه کولو سره ددغه شان بريدونو دبندولو غوښتنه وکړه.
ده وويل چې دغه بريدونه دې بايد له ځنډپرته اوپه بشپړه توګه بند کړي شي .
داکترزلمي رسول ددغو بريدونودوام دانديښنې سبب وباله  او خبرداري يې ورکړ چې دغه کار کيداي شي دکابل او اسلام اباد په اړيکو کې منفي اغيزه ولري او ددواړو هيوادونو ترمنځ سوله او اقتصادي وده له چلنج  سره مخامخ کوي.
ده دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا  پنځلسو غړو ته وويل: په دغو بريدونو کې په لسګونو افغانان له دې جملې څخه ملکي وګړي وژل شوي اويا ټپيان شوي دي.او موږ له پاکستان سره په اړيکه کې يو چې  دغه بريدونه په غوڅه اوصادقانه ډول بند کړي.
دافغانستان په سرحدي سيمه دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو  مسله دکرغيړن عمل په توګه پيژندل شوي اودهيواد بيلابيلوقشرونو دسياسي اوجغرافيايي تړليا پرته دهغه پرخلاف غبرګون ښودلى دى  آن ددغه تيري سره دمقابلې په خاطر يې دجهاد اعلام کړي  او دهيواد څه  ناڅه پنځه زرو تنو ځوانانو دپاکستان دتيري د ځواب ورکولو په خاطر نومونه ليکلي دي.
دکونړ ولايتي شورا او دهيواد دختيځو ولايتونو مشرانو بهرني هيوادونه اوپه تيره بيا هغه هيوادونه چې په افغانستان کې ځواکونه لري ددغو بريدونو بندولو په خاطر بې توپيره اوپه همدې حال کې ناتوانه وبلل او دورته عمل ګواښ يې وکړ اوپه فعالي ديپلوماسي اوسياسي فعاليتونو په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ چې په پاى کې دغه مسله دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا ته وړاندى شوه.
اوس چې دغه مسله دامنيت شورا ته طرحه شوې ده خلک دامنيت شورا دغړو دعادلانه پريکړې اونتيجو ته سترګې په لاره دي  .
ازاده خبرياله سجيه وايي يواځي دتوغنديو دتوغولو طرحه کول ستونزه نه حلوي افغانستان بايد دامنيت شورا له هرغړي سره په جلا ډول وګوري اومسله لکه څنګه  چې ده او رامنځته شوې ده  څرګند اوبيان کړي ځکه دمقابل لوري (پاکستان ) استازي هم آرامه نه دي ناست  هغه په امنيت شورا کې فعاله ديپلوماسي پرمخ بيايي اوله بله پلوه پاکستان اوس په امنيت شورا کې داسيا دجنوب نماينده ګي په  غاړه لري  بايد افغان ديپلوماتان دومره  کار وکړي چې دامنيت شورا يو هراړخيز اوعادلانه پريکړه ليک صادر کړي اوپاکستان دهغه رعايتولو ته موظف کړي.
دپوځي چارو کارپوه نورالحق علومي وايي دافغانستان په خاوري دپاکستان دتوغنديو بريدونه يوتيري اويو دښمنانه عمل دى او دافغانستان دولت پخوا دهغه په باب جدي اجراات نه درلود.
سره له دې هغه شکايت  چې په دې وروستيو وختو کې دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير له خوا دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې طرحه شو ناوخته نه دى اوبايد دهغه غړي په دې باب تصميم ونيسي  اونتيجې يې دافغانستان دولت اوخلکو ته روښانه کړي . هغوى دطالبانو ادعا ردکړه چې په دغو سيمو کې پټنځايونه لري که چيري داسې دى بايد دپاکستان حکومت دافغانانو اوناټو په همغږي يوپراخ عمليات ترسره کړي اودهغوى ټولې ځالې له منځه يوسي.
دسياسي  چاروکارپوه وحيد مژده وايي ترهغه وخته پورې چې دامنيت شورا دغړو نظر دافغانستان اوپاکستان په پوله کې   موجودو واقعيتونو ته ځيرنه شي  دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا ته دپاکستان دبريدونو دبندولو لپاره   دبهرنيو چارو دوزير پيشنهادبه  هيڅ راز نتيجه ورنه کړي ځکه  دامنيت شورا څلور غړي په عملي ډول په افغانستان کې  ځواکونه لري   اوپه خپله په  ډيرومسلو خبري دي  اوهغوى به دپاکستان لپاره څه ونه وايي خو داچې  موږ په جدي ديپلوماسي  سره دپاکستان ثبات په ډاګه کړو او نړيوالو ته حقيقت ووايو اودامنيت شورا دهر اړخيزپريکړه ليک صادرولو ته اړ کړو.
دسياسي چارو کارپوه احمدسعيدي وايي دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکترزلمي رسول په امنيت شورا کې ديوې وينا په ترڅ کې دپاکستان دراکټي بريدونو مسله طرحه کړه خورسمي شکايت ليک يې نه دى ليکلي  اودپاکستان پرخلاف دغه تور دپاکستان  داستازي  هارون له خوا ردشو او ويې ويل دافغانستان دپولي اخوا زموږ په  خاورې ډزې کيږي او موږ هم ورسره مقابله کوو.
له دې امله دامنيت شورا دوينا دلوستلو په خاطر تصميم نه نيسي  اوهغوى له ځانه قانون اومقررات لري ترهغه وخته چې شکايت ليک په رسمي ډول ونه ليکل شي وينا مانا نه لري اومکلفيت هم نه لري .
په همدې حال کې دکابل يوشمير اوسيدونکي دباختراژانس له خبريال سره دخبرو په ترڅ کې په امنيت شورا کې له پاکستان څخه دافغانستان دشکايت په باب دافغانستان ددولت  دوروستي اقدام هغه دتيري په مقابل کې ځواب وباله  دوى  وايي چې افغانستان په دې عمل سره دامنيت شورا  دپاکستان په تيري  په رسمي ډول خبرشورا اودې کار دافغانستان لپاره لاره پرانستله چې په ر اتلوونکي  کې دنورو مراجعو له لارې  دغه شان تيري ته ځواب ورکړي آن که دغه تيري اوبريدونه له وګړنيو پاڅونونو سره مخامخ شي .
دامنيت شورا اوياپاکستان ا عتراض نه شي کولاي ځکه دافغانستان دولت هغو ته پخو ا خبري داري ورکړى دى  ددغو کسانو له خبرو څخه ښکاري چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت وروستي اقدام  په هغه صورت کې کيداي شي  خلکو ته دپاملرنې وړ وي چې دغه اعتراض تعقيب شي  اوپايلې يې پاکستان ته بيان شي له دې پرته هغه به دکاغذ پرمخ خبره وي اوتيرۍ به دغه راز دوام وکړي .
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١ :
طالبانو په هرات ولايت کې په نفتي موادوباريو ټانکر ته اور واچاوه او چلوونکي يې وواژه .
په آريا خصوصي شرکت پورې دغه ټانکر دهرات هوايي ډگر ته څيرمه د طالبانو  دبريد له امله اور واخيست او چلوونکي يې ووژل شو.
دلويديځې حوزي دپوليسو ويندوى سمونوال عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل ، وسله والو طالبانو تيره شپه په دغه کاروان چې له هرات ښارڅخه قندهار ته روان و ، دهرات هوايي  ډګر ته څيرمه بريد وکړ.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دا لومړى پيښه ده چې دهرات  دهوايي ډکر په تګلوري کې رامنځته کيږي، دوى دتحقيقاتولپاره يو هيئت ساحې ته استولى دى .
دغه بريد په هماغه ځاى کې شوى دى چې دلويديځې حوزي  دپوليسو
قوماندانۍ، د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندانۍ اودايساف دځواکونو قوماندانۍ په دغه ځاى کې دى.
 

کابل باختر د تلې لومړي
دغور ولايت دسياه سنګ کانال دپروژې مقدماتى کار پيل شو.
دسيمه ييزو مقاماتو دڅرګندونو له مخې :ددغې پروژې په بشپړيدو سره ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې نږدې دوه زره سل هکتار ځمکه خړوبويږي.
دغور ولايت داوبو دتنظيم آمر محمد حليم وکيلى باختر آژانس ته وويل :دغه پروژه دآسيا د پرمختيايى بانک په مرسته دڅه دپاڅه اوو ميلونو امريکايى ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده.
دده دڅرګندونو له مخې ،دغه کانال څه دپاسه نولس کيلومتره اوږدوالى ،درې متره سور او څلور متره ژورتيا لري چې دچغچران ښار دسربند له سيمې څخه پيل او دپله کهنه له سيمې څخه تيريږى او يوه برخه يې دهريرود دسند له شمال څخه او بله برخه يې دجنوب له برخې څخه تيريږي.
وکيلى زياته کړه چې ددغې پروژې کار به په اتلسو مياشتوکې بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١ :
په بغلان ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام لس ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
دبغلان ولايت دکليودبياجوړولو اوپراختيارييس شفيق احمدعلميار باختر اژانس ته وويل: په دغو پروژوکې ددوه درې سوه نهه ديرشومترواستنادي ديوالونو،ديارلسوپلګوټو،ديوټولنيزمرکز،دڅښاک اوبوديوولسومخزنونو جوړول اودپنځوکيلو مترو په اوږدوالي په سړک کريړاچول  او آوارول شامل دي  چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې اودخلکوپه سلوکې دلسو په ونډې سره دڅه دپاسه شپاړلسو مليونوافغانيو په لګښت تطبيقې اوګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې ددغو پروژو په بشپړيدوسره ددغو ولسواليودوه سوه پنځه کورنۍ له ښيګڼو څخه يې ګټه اخلي .
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيارياست دملي  پيوستون دپروګرام دبرخې مسوول زياته کړه :دروان کال په لومړيو شپږومياشتو کې په دغه ولايت کې ديارلس  بيلابيلې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي چې له ښيګڼو څخه يې څه دپاسه اووه زره پنځه سوه کورنۍ ګټه اخلي  اوددغه ولايت په څوارلسوواحدونوکې يوسلو اتلس نورې پروژې ترکارلاندې دي .