18 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپکتيا دپرونيو بريدونو په اړوند دپنځو تنو پوليسانو نيول کيدل

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه : پنځه تنه پوليسان د پکتياولايت ...

دبهرنيو چارو وزارت معينې دبشردحقوقو له کتوونکې سره وکتل

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه : دبهرنيو چارو وزارت معيني دبشر دحقوقو...

دوه ويشت تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه : دوه ويشت تنه داعشيان پرون دننګرهار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ګرديز/ باختر د تلې پنځه ويشتمه :
څو شيبې مخکې د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ په وړاندې دوه چاودنې وشوې .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه چاودنې د بمونو زيږنده دي او يا ځانمرګي بريدونه؟
له ګرديز ښارڅخه د باختر آژانس سيمه ييز خبريال خبر راکړ چې امنيتي مامورانو له دغو چاودنو وروسته د پکتيا ولايت امنيې قوماندانۍ ته غځيدلي واټ وټاړه .
تر اوسه پورې د دغو چاودنو جزييات او له امله يې د سر د اوښتو احتمالي زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
جزييات وروسته خپريږي .
ختم_ ف _ اکرم

ګردیز باختر د تلې د میاشتې ۲۵ مه
د پکتيا ولایت په امنيې قوماندانۍ د موټربم دوه غبرګې چاودنې شوي دي.
د باختر اژانس سيمه یيز خبريال وايي چې څو دقيقې مخکې د پکيتا د امنيې قوماندانۍ په ودانۍ د موټر بم دوه غبرګې چاودنې شوي دي،خو د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.پاى- وصال

مهتر لام باختر د تلې د میاشتې ۲۵ مه
د څه باندې(۲۰) ميليونو افغاينو په لګښت د لغمان د عامه کتابتون ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان ولايت د عامه کتابتون ودانۍ د افغانستان د اجراېيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د لغمان والي عبدالجبار  نعيمي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پوهاند محمدرسول باوري، د ولايت مرستیال شهزاده مظلوميار په مشرانو جرګه کې د لغمان د خلکو استازی قاري ميرحاتم تره خيل، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازی محمد حسن مموزي، د لغمان د ولايتي شورا رييس محمدرفيع مموزي او يو شمېر نورو چارواکو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان ولایت داطلاعاتو او فرهنګ رېیس فيضان الله پټان د باختراژانس سيمه ېیز خبريال ته وویل چې دغه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د څه دپاسه شل ميليونو افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پټان وویل چې دغه کتابتون يوصالون،يد کنفرانسونو صالون،انټرنېټ خونه،اداري خونې،تشنابونه او نور د اړتيا وړ ملحقات لري.پای/وصال

مهتر لام باختر د تلې د میاشتې ۲۵ مه
د هېواد اجراېيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د يو پلاوي په مشرۍ د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، د ولايت مرستيال شهزاده مظلوميار، په مشرانو جرګه کې د لغمان د خلکو استازی قاري ميرحاتم تره خيل او د ولايتي ادارې يو شمېر چارواکو په ملتيا د لغمان ولايت د سراج تاريخي کلا د بيارغونې چارې له نږدې وکتلې.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د دغې کتنې پرمهال د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د سراج تاريخي کلا په لرغونتوب او د دغې تاريخي کلا د بيارغونې د چارو په اړه معلومات وړاندې کړ.
هغه وويل چې دغه کلا د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پرمهال رغول شوې وه، چې د تېرو څو لسيزو ناخوالو ورته ډېر زيان رسولی دی،چې خوشبختانه په دې وروستيو کې  د افغانستان داسلامي جمهوريت د ځانګړې پاملرنې، د ولايتي ادارې په هلو ځلو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت يو ځل بيا رغول کېږي.
د هېواد اجراېيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله بيا خوښي وښوده چې دغه کلا يو ځل بيا په خپلې اصلي بڼه رغول کېږي.
هغه وویل:د افغانستان اسلامي جمهوريت مشران  ژمن دي چې خپلو هېوادوالو  ته خدمت وکړي او د هېواد د ودانولو لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د لغمان ولايت لپاره به په هر اړخيزو برخو کې ځانګړې پاملرنه کوي او د لغمان ولسونو غوښتنې به د اړوندو مسوولينو سره شريکوي، څو د حل لارې چارې ورته ولوټول شي.
د يادونې وړ ده چې دا مهال د سراج تاريخي کلا په دو برخو کې د بيارغونې چارې روانې دي چې د لومړۍ برخې ( احاطه، برجونه او دروازې) د بيارغونې چارې په بشپړېدو دي او د دويمې برخې ( قصر او مسجد) د بيارغونې چارې څه موده وړاندې پيل شوې دي، چې په نږدې وخت کې به يې چارې بشپړې شي.پای/وصال

ښرنه باختر د تلې  د مياشتې ۲۵ مه
د مرستو د راټولولو په موخه د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اوونې پرانست غونډه جوړه شوه.
د باخترا ژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د پکتیکاولايت مرستیال عطاءالله فضلي په پيليزه وينا کې د جمهور رېیس د پيغام اورولو څخه وروسته وویل چې بریالي ولسونه هغه دي چې نورو ته خیر ورسوي.
فضلي وویل: افغاني سره میاشت د بشر پالو ولسونو په همکارۍ رامنځ ته شوې چې ټولې کړنې يې د ولسونو پرمټ مخ ته ځي.
په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې رېیس انجینر مومین بيا له خلکو څخه هيله وکړه چې له سرې میاشتې سره مرسته وکړي،څو په پېښو کې زیانمنوشویو مظلومو ولسونو ته په خپل وخت سره لاسرسی وشي.
مومین  زیاتوي چې د روان کال په اوږدو کې یې شل تنه په زړه سوري ماشومان د درملنې په موخه اړوندو څانګو ته معرفي کړي دي، دوه سوه اویا روغتيايي کیټونه یې په خپلو رضاکارانو ویشلي او دغه راز یې په دغه ولایت کې درې روغتيايي کلینیکونه پرانیستي چې فعالیتونه یې په چټکي سره روان دي.
مدني فعال خیرالدین ذکي بيا وایي چې سره میاشت هغه ریاست دی چې د ولسونو په مرسته له ولسونو سره مرسته کوي.پاي/وصال

 

لښکر ګاه باختر د تلې د میاشتې ۲۵ مه
د هلمند ولایت ملي پولیسو د ناوې ولسوالۍ اړوند  په خسراباد سیمه کې د وسله والو مخالفانو د چاودیدونکو توکو يوه زېرمه کشف کړه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک باختر اژانس ته وویل چې په نيول شوې زېرمه کې په لسګونو ډول ډول ماينونه او ګڼ شمېر چاوديدونکي توکي شامل دي.
هغه وویل چې وسله والو مخالفانو له دغو چاوديدونکو توکو څخه د عامه ځايونو په ويجاړولو اود خلکو د ژوند په ناارامولو کې کار اخیست.پای/وصال

 

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د غونډې په پیل کې جمهوررئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په تېرو اوو میاشتو کې یې د پام وړ او ګټور فعالیتونه لرل او دښمن ته یې درانده زیانونه اړولي دي، وستایل او د هېواد اړوندو امنیتي ارګانونو ته یې د ژمي په موسم کې د دښمن د ځپلو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د فاریاب، غور، جوزجان، بغلان، غزني، کابل، پکتیکا او فراه دولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې د دغو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې، جمهوررئیس محمداشرف غني د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو هڅې وستایلې چې د ۲۸۰۰ کلن لرغوني کتاب د قاچاقو مخینوی یې وکړ، د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال فهیم قایم ته یې دولتي مډال ورکړ.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس  د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې امر سمونوال کبیراحمد برمک او  څارمن مایل اقا، لومړي څارن حبیب الله، سمونوال محمد اصیل او سمونوال رئیس خان ته چې په دې وروستیو کې یې له چاودېدونکو توکو ډک ډینا موټر  له یوه ځانمرګي سره د دې حوزې اړوند سیمه کې تر پېژندنې وروسته ونېوه، دولتي مډالونه ورکړل.#پاى- ع   

 

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او له ملګري پلاوي سره يې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ وشوه، جمهوررئیس محمداشرف غني او د هند دملي امنیت سلاکار د سیمه ییزې همکارۍ اوله ترورېزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
دغه راز دواړو لورو د امریکا متحدو ایالاتو نوې ستراتیژي د سیمې د سولې او ثبات لپاره ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې له دې فرصت څخه دې د سیمې د سولې او ثبات په خاطر ګټه پورته شي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په پای کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د خپل هېواد د لومړي وزیر په استازیتوب جمهوررئیس غني ته د هند درسمي سفر بلنه ورکړه چې د هېواد جمهوررئیس د مننې په څرګندولو سره ومنله..# پاى- ع  

 

جلال اباد باختر د تلې د مياشتې ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت په اچين او روداتو ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې د داعش وسله والو د دوو قومندانانو په ګډون نهه تنه داعشیان ووژل شول.
د ننګرهار د امنيې قومنداني وياند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د اچين ولسوالي په تنګي سيمه کې د داعش وسله والو پر يو مهم پټنځای برید کړی چې له امله يې د سامد او حسين په نامود دوو قومندانانو په ګډون نهه تنه داعشيان وژل شوي دي.
سرچينه زیاتوي چې وژل شوي دواړه قومندانان د کاونډي هېواد پاکستان اصلي استوګن دي.
پای/وصال

جلال اباد باختر د تلې د میاشتې ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت په پچير اګام ولسوالي کې د وسله والو طالبانو تش په نامه نومول شوی ولسوال ووژل شو.
د ننګرهار د امنيې قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د پچير اګام ولسوالي د لاندې صبر به سيمه کې عمليات ترسره کړي.
هغه وويل چې په غو عملیاتو کې د پچير اګام ولسوالي لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د الهام په نامه  نومول شوی ولسوال سره له يو ملګري وژل شوی دی.
پای/وصال

Page 10 of 5686