28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
يو ماين ښخوونکى طالب په هلمند کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دغه وسله وال طالب نن سهار کله يې چې غوښتل د لښکرګاه په لويه لاره کې يو ماين ښخ کړي، ماين وچاودېد او ووژل شو.
د هېواد په جنوب د ميوند قول اردو د درېيمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغه ماين په ښخولو سره پر ملکيانو بريد کړي.
پوځيان وايي چې په چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
وسله والو طالبانو د هېواد په ختيځ نورستان کې په يوه صحرايي محکمه کې يو ملکي وګړى په ډزو سره وواژه.
د خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو دغه سړى چې ويل کېږي نورستان ته يې د پلورنې په خاطر د خوراکي توکو په لېږدولو بوخت وو؛ دوه ورځې مخکې په کونړ- نورستان لويه لاره کې وتښتاوه او د لسګونو کليوالي اوسېدونکو په وړاندې يې په ډزو سره وواژه.
د هېواد په خيتځ کې يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې وژل شوي کس له دولت سره هېڅ راز اړيکې نلرلې او نورستان ته د خوراکي توکو په لېږدونې بوخ و.
د پېښې شاهدان وايي: طالبانو لومړى دغه کس وځوراوه او وروسته يې په ډزو سره وواژه.
دغه راز د نورستان امنيتي مسوولين وايي چې د دغې صحرايي محکمې د عاملانو په لټه کې دي.
پاى \ ذ

 

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د ښار پاکولو کمپاین د ننګرهار درېیمې ورځې ته ورسېد.
په دغه کمپاین کې د ښاروالۍ کارکوونکي او ځوانان اوږه په اوږه د واټونو په پاکولو او د کثافاتو په لرې کولو بوخت دي.
د جلال آباد ښاروال فیصل احمد امیري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د ښارپاکولو کمپاين به په ننګرهار کې دغه راز دوام ولري.
د جلال آباد ښاروال له ننګرهاريانو څخه وغوښتل چې خپل ښار د خپل کور په شان پاک وساتي.
پاى/ سعیده

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٨٦٤ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٤٨٠٠ يو ګرام مصري سره زر په٤٧٥٠ افغانيو، کويټي په٣٧٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٣٧٠٠ افغانيو،  بحريني په٣٦٠٠ افغانيو، عربي په٣٧٠٠ افغانيو، ايراني په٣٢٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٧٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د عامې روغتیا رياست اړوند د نري رنځ د کنترول او مخنیوي مسوولان وايي: د تېرو کلونو په پرتله اوس په ننګرهار کې  د نري رنځ د ناروغانو شمېر راکم شوی چې لامل يې په وخت روغتیايې مرکزونو ته د ناروغانو مراجعه کول دي.
په ننګرهار کې د نري رنځ د کنټرول او مخنیوي مسوول ډاکټر لطیف الله فقیري د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال ماهر احسانزي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې اوسمهال د ننګرهار په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د نري رنځ د تشخیص او کنټرول څانګې فعالیت کوي، چې په خبره يې په ټول ننګرهار کې د نري رنځ د کنترول او مخنیوي ۹۰ مرکزونه لري.
د فقیري د معلوماتو له مخې د یادې ناروغۍ له دغو مرکزونو يې ۷۶ دولتي او ۱۴ نور يې شخصي دي، چې تر ۶ میاشتو پورې ناروغانوته پکې په وړیا ډول درمل ورکول کېږي.
د ده د معلوماتو له مخې، تېر میلادي کال یادو مرکزونو ته نږدې ۴۸ زره او ۷۰۰ شکمنو ناروغانو مراجعه کړې وه، چې له دې جملې څخه  ۶ زره ۴۸۶ تنه پر دغه ناروغۍ اخته وو.
روغتیا پالان نری رنځ له وژونکو ناروغیو ګڼي چې په خبره يې د علایمو په پيژندلو سره يې که اړوندو مرکزونو ته مراجعه ونه شي، وروسته يې مخنیوي ستونزمن دی.
د ننګرهارد عامې روغتیا د نري رنځ د کنترول او مخنیوي مسولان وايي چې په تېر ۲۰۱۹م کال کې د همدې ناورغۍ له امله په ننګرهار کې ٩٨٦ مړه شوي دي.
د نري رنځ متخصصين مړه تبه، بې اشتهايې، د خوب پرمهال خوله، د وزن کمېدل او له ټوخي سره بلغم د دغه ناروغۍ نښې یادوي او سپارښتنه کوي چې د همدغو علامو په پيژندلو سره دې ناروغان د نري رنځ نږدې مرکزونو ته د درملنې په موخه مراجعه وکړي.
پای/وصال


 

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د لس زرو امریکايي ډالرو په لګښت د کونړ د سېد جمال الدین افغان پوهنتون د نجونو لیلیې ته لس کیلو واټه برېښنا جوړه شوه.
ځايي چارواکي وايي چې یاده برېښنا د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار په مالي لګښت جوړه شوې ده.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې د پوهنتون انکشاف، استادانو او محصلینو ستونزو اواري ته به هر اړخیزه پاملرنه وکړي.
هغه د علمي او اکاډمیکو مرکزونو پرمختګ د ادارې مهم لومړیتوب یاد کړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د علمي مرکزونو پیاوړتیا په برخه کې له ادارې سره لاس یو کړي.
په همدې حال کې د سېد جمال الدین افغاني پوهنتون رییس محمد ګلاب عمري، د پوهنتون استادانو او نورو ویناوالو د کونړ له والي څخه وغوښتل چې د پوهنتون انکشاف ته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په سېد جمال الدین افغان پوهنتون کې ۴ زره هلکان او ۹۳ نجونې په پنځو پوهنځیو (تعلیم او تربیه، زراعت، کمپيوټر ساينس، اقتصاد او شرعيات) کې زده کړې کوي.
پای/وصال

 

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د قندهار د مرکز د دويمې ناحیې په اړوندو سيمو کې په دوو غلچکیو  بریدونو کې یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د قندهار ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې تېره شپه په دوو غلچکیو بریدونو کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې تراوسه د وژل شوي او ټپيانو هویت نه دی څرګند.
د یو بل خبر له مخې:
د قندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې تېره شپه د پولیسو پر يو رنجر ماین چاودنه کړې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند بارکزی وايي چې په چاودنه کې یو پولیس شهید شوی او درې نور يې ټپيان شوي دي.     
پای/وصال

کابل/ دتلي ٦مه /باختر:
په غزني ښار کې  د فاتحې اخستلود يوستر سالون د جوړولو کار بشپړاو نن پرانستل شو.
د غزني د والي وياند وحيد الله جمعه زاده باختراژانس ته وويل چې د فاتحې اخستلو دغه سالون د غزني ښار د څلورم پلان په ساحه کې  د ١٤ ميليونو افغانيو په لګښت  جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه  چې د هېواد جمهور رييس محمد اشرف غني غزني ته په خپل سفر کې له خلکوسره  د دغه سالون د جوړولوژمنه کړې وه .
ختم_ ج _(اکرم

 

کابل/ دتلي ٦مه /باختر:
په کاپيسا کې نن څه د پاسه پنځه زره کيلوګرامه تېرتاريخ اوبې کيفته درمل له منځه يوړل شول
د کاپيسا دعامې روغتيا رييس ډاکتر محمد شعيب دانش باختراژانس ته وويل: ٢٤٩قلمه تېرتاريخ درمل چې پنحه زره يوسلو ٤٠کيلوګرامه کېږي د کاپيسا د عامې روغتيا د رياست او د روغتيايي قوانينو د تطبيق د څېړنې مديريت په  همکارى  له درملتونونو څخه  راټول شوې و چې  د اړوندومسوولينو په وړاندې له منځه يوړل شول
ختم_ ج _اکرم

کابل/ دتلي ٦مه /باختر:
د ښار جوړولو او اراضى وزارت په  هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک پروګرام  د تطبيق په دوام په تخارکې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې ١٧٥٩٧٦ جريبه دولتي ځمکه او عامه ملکيتونه  ثبت کړل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛  له دې جملې څخه  ١٧٢٦٦٤جريبه سپينه دولتي ځمکه او ٣٣١٢جريبه يې عامه ملکيتونه دي  چې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي .
د ښار جوړولو او اراضي وزارت تراوسه پورې په هېواد کې شپږ ميليونه جريبه  دولتي ځمکه ثبت کړې ده  او هوډمن دى  چې د دولتي ځمکو په ثبتولو اوله هغو څخه په استفادې سره  په هېواد کې د ټولګتو پروژو د تطبيق زمينه برابره کړي .
ختم _ج _اکرم

 

Page 1 of 60