11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې په لسګونو کورونه د سيلاو له خطر څخه خوندي شول

کابل باختر د ليندي شلمه : د کليو د بيا جوړولو...

د شپږ ويشتو پروژو کار بشپړ شو

ګرديز \باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه : په روان کال کې...

په کونړکې د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر د ليندي شلمه : د کليو د بيا جوړولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست  دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ
په پيل کې داقتصادي کميټې  دپريکړو لنډيز دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس محمدکريم خليلي له خوا  غونډې ته وړاندې شو او وروسته داقتصاد وزير دهرات دسپڼسۍ نساجي دفابريکې  دفعالولو په باب  دموظف کميسيون  نظر په مفصله توګه غونډې ته بيان کړ .
دوزيرانو شورا دهرات دسپڼسۍ نساجي فعالول په اصولو کې تاييد کړه او دسوداګرۍ او صنايعو ،  ماليې ، اقتصاد او دعدليې  وزيران يې  موظف کړل چې ددغې فابريکې بيا احيا کول دې دماليې وزارت دنظر په پام کې نيولو سره  مطالعه کړي او خپل موافقه شوې پيشنهاد دې  دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .
وروسته  داقتصادوزيردکورنيو هوايي شرکتونو دستونزو دلرې کولو په باب دموظف کميسيون نظر غونډې ته طرحه کړ چې دتاييد وړ ونه ګرځيد .
  له اجندا سره سم دلوړو زده کړووزارت معين د ١٣٩٢ – ١٣٩٣ کال  دکانکور دنتيجو په باب  غونډې ته داسې معلومات وړاندې کړل .
د ١٣٩٢ کال د دولسمو ټولګيو  دفارغانو دکانکور ازموينه  دهيواد په څليرويشتو ولايتونوکې په اته ديرشو حوزو کې دليندي دمياشتې  په لسمه نيټه  پيل او دکب دمياشتې په يو ويشتمه نيټه پاى ته ورسيده . په دغو ازموينو کې په شرايطو برابر له ٢٥٢٠٦٨تنو څخه دې ١٥١٦٤٠تنو نارينه و او د٧٧٢٨١تنو نجونو په شمول ٢٢٨٩٢١تنو په ازموينوکې ګډون کړي و چې په نتيجه کې يې ٥٤٤٦٢تنه ياپه سلوکې ٨ر٢٣تنه يې دلوړو زده کړو موسسو ته او ٥٤٣٣٠ تنه ياپه سلو کې ٧ر٢٣تنه يې نيمه لوړو زده کړو موسسو ته کامياب شوي دي چې دټول شمير په سلوکې ٧ر ٤٥ احتوا کوي .
دغه راز ٤٧٦تنه په وړيا ډول او ٢٩٣٣٧تنه دفيس په متفاوتوتخفيفونو سره دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې  دزده کړې په مقصدمعرفي شوي دي چې دبلخ ولايت  د تجربوي ليسې فارغه محترمه شهره د٣٥٢نمرو په ترلاسه کولو سره  د ١٣٩٢کال دکانکور عمومي اول نمره وه . او له ١٧٦نمرو څخه ښکته  فارغان ناکام بلل شوي دي .
دغونډې دکار په دوام دپوهنې وزير ددغه وزارت په نيمه عالي موسسو کې د٥٤٣٣٠تنوفارغانو دجذب  په اړوندچې دکانکور دازموينو له لارو دغه وزارت ته معرفي شوي دي  زياته کړه . په دغو فارغانوسربيره دپوهنې وزارت دهيواد په مرکز او ولايتونوکې ددغه وزارت په نيمه لوړو زده کړو موسسو او دارالمعلمينونوکې د دولسمو ټولګيو دپنځوسو زرو تنو فارغانو دجذب ظرفيت لري .
دوزيرانو شورا  دلوړو زده کړو وزارت درپوټ  دتاييدولو په ترڅ کې دغه وزارت موظف کړ چې دکانکور دازموينو عمومي اول نمره محترمه شهره دې دبهرنيو هيوادونو ډير ښه بورس ته معرفي کړي سربيره پردې  دهيواد دولايتونو هغه فارغان چې دکانکور په ازموينه کې ډيرې لوړې نمرې لري دوزيرانو شورا له پخوانيو پريکړو سره سم دې  هغو بورسونو ته  چې ددولت په لګښت  تمويليږي  معرفي شي
دغه راز دکابل ، هرات ، بلخ ، قندهار او ننګرهارپه ګډون  دلومړي درجه ولايتونو په سترو پوهنتونو کې دفارغانودمشارکت فيصدي برابره او دجمهوري رياست مقام ته دې  وړاندې کړي . په همدې ترتيب  دپوهنې وزارت  موظف کړاي شو  چې ددولسمو ټولګيو فارغان دې په خپلوريزرفي ظرفيتونوکې ددغه وزارت په دارالمعلمينونو او په نيمه لوړو زده کړو موسسو کې  جذب کړي .
وروسته دالحاج سناتور جنت ګل خان کوچي ښارګوټي دپلان دتطبيق په لاره کې کابل ښاروالۍ ته دبګراميو په ولسوالۍ کې د٣٤٩٧٧جريبه ښاړې دولتي ځمکې دليږدونې په باب دافغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې  پيشنهاد دافغانستان دځمکې  دخپلواکې ادارې درييس له خوا  غونډې ته طرحه شو  چې دتاييد وړ وګرځيد .
کابل ښاروالۍ  موظفه شوه چې دښارجوړولو داساساتو او دبنسټونو دجوړولو په  پام کې نيولو سره دې  په مستحقو کسانو دهغې په ويش  اقدام وکړي .
وروسته  دعامې روغتيا وزيرې د١٣٧٥درملتونونو راجستر او دفعاليت اجازه چې پنځه پنځوس يې په کابل ښار کې او نور يې دهيواد په ولايتونوکې موقعيت لري  غونډې ته  طرحه کړه او څرګنده يې کړه چې دوزيرانو شورا  د١٣٩٢ کال  دوري دمياشتې  دنولسمې نيټې دمصوبې له مخې ددرملتونونو راجستر منع کړي شوي دي او دغو درملتونونو ته دمصوبې له صادريدو مخکې دفعاليت اجازه ورکړي شوې وه چې اداري پړاونه يې  دوزيرانوشورا  له پريکړې وروسته  پيل شوي دي .
  دوزيرانو شورا  ددغو درملتونونو راجستر تاييد کړ او دعامې روغتيا وزارت يې  موظف کړ چې له دې وروسته  دې درملتون ته  دفعاليت داجازې  له صادرولو څخه  ډډه وکړي .
وروسته  دملي دفاع وزير دهيواد په بندرونوکې  دايساف دځواکونو  دنفتي توکو دکيفيت دکنترول معافيت غونډې ته طرحه کړل او څرګنده يې کړه چې دوزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال  دکب دمياشتې دپنځمې نيټې له پريکړې سره سم  دسوداګرۍ او صنايعو وزارت او دستندردملي اداره دهيواد په بندرونوکې دملي سوداګرو دنفتي توکو دکيفيت له کنترول څخه تکس اخلي .
دوزيرانو شورا  دملي دفاع ، کورنيو چارو اودسوداګرۍ او صنايعو  وزيران موظف کړل چې دايساف  له مقاماتو سره  په سلامشوره کې دې دايساف دځواکونو  داړتيا وړ نفتي توکو دکيفيت  او اندازې په اړوند ډاډ ترلاسه کړي او دنتيجې په باب دې  دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
دغه راز دوزيرانو شورا پريکړه وکړه چې دستندرد ملي اداره دې دخدمتونو دوړاندې کولو په بدل کې  دهيواد په بندرونوکې دنفتي توکو دکيفيت له کنترول څخه فيس واخلي او دسوداکرۍ او صنايعو وزارت دنفتي توکو دکيفيت له کنترول څخه رامنځته شوي فيس نه اخلي .
دغونډې په پاى کې  دبهرنيو چارو دوزير له خوا  په دې ډول  دوه مورده نړيوال تړونونه  طرحه شول  چې دتاييد وړ وګرځيدل .
_ دافغانستان  داسلامي جمهوريت دلوړو زده کړو وزارت او دهند  دکانونو پوهنتون ترمنځ دتفاهم ليک  مسوده .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابل پوهنتون او دچين دولسي جمهوريت دشيان نورمال پوهنتون ترمنځ  تفاهم ليک .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ديوحکم په صادرولو سره محمد ابراهيم قاسمي د ملي امنيت دشورا دسلاکار ددفتر ددويم مرستيال په توګه وټاکه  دچارو دادارې  او دوزيرانو دشورا ددارالانشا ادارې داطﻻعاتو او عامه ارتباط رياست باختراژانس ته خبر ورکړ .  جمهور رييس دملي امنيت دشورا دمشاوريت له وړانديز سره سم ديو حکم دصادرولو په ترڅ کې دملي امنيت د شورا دسلاکار ددفتر  ددويم مرستيال په توګه دمحمد ابراهيم قاسمي ټاکنه منظوره کړه .  محمد ابراهيم قاسمي دملي شورا په ١٥ او ١٦ دوره کې په ولسي جرګه کې دخلکو داستازي په توګه دنده ترسره کړې ده .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې دپاکستان دحکومت له خوا د داسو دبريښنا دبند دجوړولو په اړوند دافغانستان دحکومت اعتراض دپخوا په شان پرخپل ځاى پاتې دى .
څه موده مخکې دپاکستان دانرژي فدرالي وزير ويلي و چې دافغانستان حکومت دداسو بنددجوړولو په باب له خپل اعتراض څخه  چې دډيورنډ له کرښې  اخوا دپاکستان دحکومت له خوا دکابل سيند په وړاندې جوړيږي تير شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دبهرنيو چارو وزارت وياند احمدشکيب  مستغني  چې نن يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل دافغانستان حکومت له خپل دغه اعتراض څخه  نه دى تير شوى او دډيورنډ له کرښې اخوا دکابل په سيند په وړاندې  دپاکستان دحکومت له خوا دبريښنابند  دجوړولو په اړه پرخپل مخالفت دپخوا په شان پابند دى او له دغه  اعتراض څخه دتيريدو په باب هر ډول څرګندونې  ردوي .
دبهرنيو چارووزارت وياند وويل: دبريښنا ددغه بند جوړيدل زموږ په هيواد کې داستوګنې چاپيريال ته تاوان رسوي خو د عربي متحده اماراتو په هيواد کې يې دطالبانو ديومشر ملا معتصم اغاجان بي درکه کيدل تاييد کړل ويې ويل له عربي متحده اماراتو سره دافغانستان  ددولت تماسونه دوام لري
دبهرنيو چارو وزارت وياند يوځل بيا  دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره دافغانستان ددولت پرشرايطو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه هر وخت چې دافغانستان ددولت شرايط ومنل شي دغه تړون به لاسليک شي .

کابل \ باختر  د وري ٢٥ مه:
مرکزي بانک پنځه ديرش مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په هغه ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: د افغانستان  بانک د روان کال د وري دمياشتې په٢٦ مه نيټه د سه شنبې په ورځ پنځه ديرش مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون پنځه سوه زره افغانۍ يې دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې دليلام د ورځو د سهارپه نهوبجو د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجودې بيرته وسپاري.
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي.

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دمشرانو جرګې درييسانو دکميټې غونډه نن ددغې جرګې درييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ  جوړه شوه .
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په غونډه کې دعمومي غونډو داجندا دټاکنې په باب دخبرو په ترڅ کې پريکړه وشوه چې دقضايه قوې دتشکيل ، دندو او صلاحيتونو دقانون دتعديل په باب دجمهور رييس فرمان دې دروان کال دوري دمياشتې د ٢٦ نيټې دسه شنبې دورځې په غونډه کې او د ولايتي شوراګانو قانون  دروان کال دثور دمياشتې ددويمې نيټې په غونډه کې دتصويب په مقصد عمومي غونډې ته وړاندې شي او هم ټينګار وشو چې دلوړو زده کړو وزير دې دکانکور دکميټې له غړو سره دروان کال دوري دمياشتې د ٣١ نيټې  ديکشنبې دورځې  په غونډه کې دکانکور دنتيجو دڅرنګوالي او په دولتي پوهنتونونو او دلوړو اونيمه لوړو زده کړو په نورو بنسټونو کې دهغه دشاملانو دجذب په باب  دسناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي .
دغه راز په غونډه کې دکميسيونونو دکاري چارو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دارزګان له والي امان الله ارزګاني سره په داسې حال کې چې ددغه ولايت سناتور هم حاضر و ، وکتل .
په کتنه کې دارزګان والي دامنيتي حالت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دغه ولايت کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات دخلکو په پراخ ګډون سره په امن فضا کې ترسره شول او زياته يې کړه چې ددغه ولايت اوسيدونکي دپوهنې دنظام دپياوړتيا دټولګټو پروژو دبيا رغاونې او جوړولو او تر دهراود پورې دترينکوټ سړک دجوړولو غوښتنه کوي .
دسنامجلس رييس دده دتوضيحاتوله اوريدو وروسته دټولګټو پروژو دبيا رغاونې او جوړولو داړتيا په باب رڼا واچوله اوژمنه يې وکړه چې دارزګان دخلکو ستونزې او غوښتنې به له اړوندومسوولينو سره طرحه کړي او په پاى کې دمشرانوجرګې مډال هم ده ته ورکړى شو .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په ځينو ولايتونو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دکورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دکابل ، ننګرهار ، قندهار ، ميدان وردګو ، لوګر او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دډار اچوونکو دځپلو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  څوارلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول شپږ تنه يې ټپيان او دوه تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتو کې دسپکو او درندووسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دوسله والو مخالفينو يوه اندازه جنګي وسايل هم دهيواد په بيلابيلو سيموکې ترلاسه کړي دي .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې دامريکا دسفارت دقانون دواکمنۍ  او دقضايي  چارو دبرخې له رييس اسکات مکرف  او له ملګري هيئت سره يې وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، په پيل کې اسکات مکرف په برياليتوب سره دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کيدو له امله  مبارکي وويله په دې بهير کې  دخلکو ميليوني ګډون يې دهيواد دخلکو او دامنيتي ځواکونوستر وياړ وباله  او هيله يې وکړه چې په هغو پورې  اړوند بهيرونه هم په زيات برياليتوبونو سره پرمخ لاړ شي .
ده دغه راز دسترې محکمې دقضايي څارنې  دادارې دلوى رييس دمړينې دپيښې په نسبت دخپلې ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل اوله اداري فساد سره دمبارزې او دکاري شفافيت دتامينولو په لاره  دقضايه قوې  دبرياليتوب هيله وکړه .
ده دخپلو خبرو په دوام داداري فساد او دنشه يي توکو له امله درامنځته  شويو جرمونو په څيړنه کې داړوندومحکمو فعاليت مهم وباله او څرګنده يې کړه چې دقانون دواکمنۍ څانګه چمتو ده دعدلي اوقضايي بنسټونو منسوبينو ته دمسلکي تريننګونو دترسره کولو په برخه کې چې وکولي شي اړوندې قضيې په مسلکي ډول تحقيق او وڅيړي هراړخيزه همکاري وکړي .
  وروسته قاضي القضات عدلي اوقضايي نظام  بيان کړاو داساسي قانون او هربنسټ دخاصوقوانينو په رڼا کې يې داړوندوبنسټونو دندې بيان کړې اوزياته يې کړه چې ستره محکمه دقضايي او اداري منسوبينو دکاري ظرفيت دلوړولو په خاطر منظم پروګرامونه لري  او په منظم ډول دقضايي ستاژ دپروګرامونو دجوړولو له لارې چې په هغو کې ښځې هم ګډون لري دښه قضايي نظام بنسټ ايښى دى اوله بله پلوه دقضايي ستاژ په تعليمي نصاب کې دژوندانه دچاپيريال مضمون چې په اوسني حالت کې ځانګړۍ ارزښت لري ، شامل کړى شوى دى ، چې دژوندانه دچاپيريال په ټولنيزو، حقوقي او قانوني مسئلو دقاضيانو دفهم په لحاظ ډير مهم او جدي دى او دهغوى  دنننيو او راتلوونکو دندو دښه اجرا کولوپه کار کې له هغوى سره زياتې مرستې کوي .
قاضي القضات دغه راز دقضايه قوې په نسبت دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې دمادي او تخنيکي مرستو له امله مننه وکړه او هيله يې وکړه چې په روزنيزو او تجهيزاتي برخو کې مرستې دپخوا په شان دوام ومومي
ديادونې وړ ده چې په دې کتنه کې دقضايه قوې دادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم حاضر و .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دپنجشير ولايت دمرکز دعمومي واټ دترميمولو کار نن ددغه ولايت دفوايد عامې دادارې له خوا پيل شو .
  دپنجشير ولايت دفوايد عامې رييس حشمت الله حکيم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړک د دالان سنګ له سيمې څخه ددغه ولايت دمرکز بازارک تر بهارک پورې ترميميږي .
   ده زياته کړه چې ددغه واټ دترميمولو کار دهغو موادو په کارولو سره چې ددغه ولايت دفوايد عامې دادارې په واک کې شته په دريو مياشتو کې بشپړيږي . 
داپه داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ  ددغې حوزې دوسايطو يو شمير چلوونکو ددغه واټ دخرابوالي له امله دپنجشير ولايت دفوايدعامې ادارې ته شکايت کړى و . 

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١؛
درې تنه ماين جوړونکي طالبان په ننګرهار ولايت کې د هغه ماين دچاودنې له امله ټپيان شول چې په خپله  هغوي جوړ کړى  و.
دغه پيښه نن دجلال آباد ښارته څيرمه ديونس خالص د فاميليو په يو دوکان کې رامنځته شوه .
دننګرهار د والي ويندوى  احمد ضيا عبدالزي باختر آژانس ته وويل  :
دغه  درې تنه طالبان په   دغه دوکان کې دماين په جوړولو بوخت و  چې يو ماين وچاوديد او هغوي يې  ټپيان کړل .
ويل کيږي چې ماين جوړونکي  طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او
د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي .
څه موده مخکې هم ديونس خالص په فاميليو کې درې تنه وسله وال طالبان د ماين دجوړولو په وخت کې ديو ماين دچاودنې په   وخت کې   ووژل شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د لوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې څه د پاسه زرو کورنيو دسولې او آرامۍ له دښمنانو سره دمقابلې لپاره وګرنۍ پاڅون  ته تيارى څرګند کړى دى .
د لوګر له ولايت څخه دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې  :
دغه تيارى په  هغې غونډه کې چې ددغې ولسوالۍ دلسګونو تنو مدافعانو  په ګډون دچهلتن په سيمه کې جوړه شوې  وه اعلام  شو.
د لوګر  ولايت مرستيال محمد هاشم فيضي دخلکو ددغو پاکو ولولو د ستايني په ترڅ کې چې دسولې او دخلکو د  آرامۍ د دښمنانو دظلمونو په وړاندې  د  دوي دکرکې او نفرت ښکارندوى دى  .
د دغه  ولايت له اوسيدونکو څخه   وغوښتل  چې  د  چهلتن دخلکو   د  پښومنډ تعقيب کړى  .
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم ستانکزى ،   د بره کى برک ولسوال محمد امين رحيم ، دملي اردو  دڅلورمې لوا قوماندان او دملي امنيت  رييس   دخپلو خبرو په ترڅ ژمنه وکړه چې له پاڅون کوونکو سره   هر راز مرستې او همکارۍ  ته چمتو دى .
په مقابل کې پاڅون کوونکو تيارى څرګند کړ چې د ژوند ترپاى  پورې دخلکو او هيواد د دفاع  په لاره کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډ ډه نه کوى  .
يوبل پاڅون کوونکي   وويل موږله  جګړو څخه ستري شوي يو او نور نه غواړو چې زموږ دخلکو ترمنځ جګړې  او   ورور وژنې دوام وکړي ځکه سوله هيواد  دپرمختګ په لور او جګړه  دبد مرغۍ  په لور  بيايي.

Page 3 of 764