23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
په غور ولايت کې  يوې ځوانې نجلۍ له  هغه  وروسته له چې خبره شوه  پلار يې
ديو مليون افغانيو په بدل کې هغه له يوه بوډا او معيوب سړي  سره نکاح کوي
ځان وواژه.
يوې  دوه ويشت کلنې نجلۍ دچغچران ښار داخته خانې په سيمه کې د خپل پلار په کور کې له يو بوډا سړى سره دخپل واده په  درشل کې  د موږکانو درمل  وخوړل او   ځان يې وواژه.
دچغچران ښار دمرکزي روغتون ډاکتران وايي له زياتو هلو ځلو سره سره  يې ونه کړاى شول دغه ځوانه  نجلۍ وژغوري.
د غور ولايت سيمه ييز مسوولين او دنجلۍ  پلار دا نه مني چې دغه نجلۍ دواده
له امله په  ځان وژنې لاس پورې کړى وي خو ددغې کورنۍ يو تن خپلوان په چغچران ښارکې دباختر آژانس خبريال قربان حکمت ته وويل  دنجلۍ پلار دا دهغې له خوښى پرته  بوډاسړى ته چې يوه پيښه نه لري  واده کړى خو هغې دخپل پلار ددغه اقدام په غبرګون کې په ځان وژنې لاس پورې کړ .
دنجلۍ پلار چې دغور  ولايت دکرنې اوبولګولو درياست کارکونکى دى .
د روغتون ډاکترانو ته هم ويلي و چې لور يې په په تيروتنې سره  دموږکانو دوژلو
درمل  خوړلې دي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د  فارياب  ولايت  دملي امنيت رييس او د پوليسو مسوول له خپلو دندو  ګوښه
کړى شو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې :   دفارياب ولايت دملي امنيت رييس او د پوليسو مسول نن په يوه غونډه کې ددغه ولايت دوالي له خوا وستايل شول او وروسته په رسمي ډول کورونو کې کښيناستل.
دفارياب دوالي ويندوى  جاويد بيدار له باختر آژانس  سره په اړيکه ددغو دوو تنو سيمه ييزو مقاماتو ګوښۀ کول تاييدکړل او ويې ويل چې دغه کار دمرکزي مقاماتو  له خوا شوى دى.
دى  بدلون او ټاکنه دحکومتوالۍ يوه برخه بولي او وايې چې تراوسه پورې دفارياب دملي امنيت د رييس اودپوليسو دمسوول په  ځاى څوک نه دي  ټاکل شوي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دلويې څارنوالۍ موظف هيت دبګرام دجيل دبنديانو د دوسيو له څيړنې  وروسته نن دپنځه شپيتو تنو بنديانو  د آزادولو امر صادر کړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :    پخوا د بنديانو د دوسيو د څيړنې  او بيا کتنې موظف هيت چې دجمهور رييس له خوا موظف شوى و دبګرام دجيل ٨٨ تنو بنديانو د دوسيو څيړنه په پام کې نيولې  وه .
اوس دلويې څارنوالۍ  اداره وايي چې ددغو بنديانو دوسيې  څړلې شوي دي او دپنځه شپيتو تنو بنديانو دخلاصون امر صادر شوى دى .
دلويې څارنوالۍ  ويندوى  بصير عزيزي ددغه خبر په تائيدولو سره باختر آژانس
ته وويل چې دلويې څارنوالۍ موظف هيت دبنديانو دوسيې وڅيړلې او په نتيجه کې دهغوى دمجرميت په باب دشواهدو او مدارکو دنشتوالي  په خاطر د ٦٥  تنو بنديانو دخوشى کولو امر صادر شو .
ده زياته کړه  چې دلويې څارنوالۍ موظف هيت په ٢٣ نورو دوسيو دخپلو څيړنو کارته دوام ورکوي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
فرانسه په کاپيسا ولايت کې داقتصادي او ټولنيزو پروګرامونو دتطبيق په خاطر
د پنځلس اعشاريه  شپږديرشو ميلونو يورو مرسته کوي.
ددغې مرستې سند نن دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال په کابل کې دفرانسې له سفير سره لاسليک کړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :  دغه مرستې دبريښنا رسولو ، کرنې ،دکليو دبياجوړولو او پراختيا او دعامې روغتيا په  برخو کې لګول کيږي  .
له کاپيسا سره دفرانسې مالي مرسته به دفرانسې او افغانستان ترمنځ د  دوستۍ
او   همکاريو د ژمنې  په چوکات کې دسيمه ييز اقتصاد او ترقۍ د  پياوړتيا  او  بنسټيزو خدمتونو ته دلاس رسي په لاره دافغاسنتان له خلکو سره   دوا م وکړي.

کابل باختر دسلواغې  دمياشتې ٢١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغيه !
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د پياوړتيا او نوماندانو ته د آسانتياوو د برابرولو او د هغوى د پروګرامونو د منعکس کولو په مقصد ابلاغوي چې د مطبوعاتو نړيوال مرکز د جمهوري رياست   د محترمو  نوماندانو د غونډو، ويناوو او د خبري  پروګرامونو منلوته چمتو  دى.
دغه راز په دغه مرکزکې اورول شوې ويناوې په يوه دولتي ورځپاڼه کې چاپيږي او د ملي ټلويزيون له لارې خپريږي.
دجمهوري رياست محترم نوماندان کولاى شي د وخت په ريزرف سره د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې له  برابرو شويو آسانتياوو  څخه استفاده   وکړي.
د زياتومعلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد دې د٫٠٧٩٩٣٣٩٥٥٣او ٢١٠٣٢٨٤ لمبر ټيلفونونو له لارې  اړيکې ونيول شي.
يادونه :  دوزيرصاحب  له لارښوونې سره سم دغه ابلاغيه دې  ملي راډيو ټلويزيون هره شپه دشپې  داتو بجو په خبري سرويس کې خپره کړي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
په  داسې حال کې چې په هيواد کې انتخاباتي مبارزې خپلې نهمې  ورځې ته ورسيدې د کورنيو چارو په  وزارت کې مقامات يوځل بيا  دجمهوري رياست نوماندانو څخه غواړي چې خپل پروګرامونه له پوليسو سره همغږي کړي  چې
کومه امنيتي ستونزه  رامنځته نه شي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې  يوځل بيا دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو په برخه کې  د ځانګړو امنيتي تدبيرونو يادونه  وکړه او د جمهوري رياست له نوماندانو څخه يې وغوښتل چې د امنيت دتامينولو په مقصد دې خپل پروګرامونه دپوليسو سره همغږي کړي .
دغه بلنه په داسې حال تکراريږي چې دوه ورځې مخکې دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي کماپين په يوه غړي په سرپل ولايت کې بريد وشو او ووژل شو .
د صديقى دڅرګندونوله مخې  :  حاجي ياسين چې ويل کيږي په  سرپل ولايت کې  د دډاکتر دانتخاباتي کمپاين غړى دى ،له پوليسوسره له همغږۍ پرته ، ده غوښتل چې له سرپل څخه دبلخ ولايت ته سفروکړي چې دسرپل ولايت کوهستاناتو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې د وسله والو کسانو له خوا  پرې بريد وشو.
صديقي وويل :   ددغې قضيې په اړوند دقاري سميع په نامه يو تن چې تکراري مجرم دى  او طالبانو سره اړيکې لري ، دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ديادونې وړ ده چې دحاجي ياسين په خپل پلرني ټاټوبې کې دسميه ييزو پوليسو په ليکو کې خدمت کوي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  دجمهوري رياست له نوماندانو څخه وغوښتل چې
دخپلو انتخاباتي کمپاينونو دغړو دنومونو فهرست په مرکز او ولايتونو کې دپوليسو په واک کې ورکړي  چې پوليسو دهغو دامنيت دتامينولو په لاره کې
اقدام وکړي .
ده  دغه راز  يادونه   وکړه چې په تيرو دريو اوونيو کې دانتخاباتو دکميسيون له خوا ٣٢٣ نوې مرکزونه دغه وزارت ته معرفي شوي دي  چې په امنيتي بهير کې شامل شي  له دې جملې څخه يوازې شپږ مرکزونه يې غيرفعال دي  خو پوليس د ٦٧٨٤ نورو مرکزونو دامنيت دتامينولو لپاره تيارى لري .
په همدې حال کې دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر د انتخاباتي مبارزو دامنيت دتامينولو دڅرنګوالي  په اړوند دباختر آژانس خبريال ته  وويل : دهيواد پايتخت هغه ځاى چې انتخاباتي کمپاينونه پکې مرکز لري ، له بل هرځاى څخه  زيات داستخباراتي  شبکو د پاملرنې وړ دي خو پوليس په بشپړ جديت سره دانتخاباتو دبهير امنيت  ساتي .
په  هغو دوو وروستيو ځانمرګو  بريدونو کې چې  يوې دلبنانيانو د رستورانت په وړاندې او بل يې دملي اردو دعملي دموټر په وړاندې وشول ، دهغو پروګرامونو يوه برخه وه   چې په کابل کې د حالاتو د ګډودولو او بې  ثباته   کولو لپاره   طرحه     شوي وو.
جنرال ظاهر وايي پوليس په جديت سره کار کوي چې ورته  پيښې تکرار نه شي .
دى  په سروبي کې د ځينو امنيتي ستونزو يادونه کوي خو ټينګار کوي چې دکابل په نورو ادارې واحدونو کې ستونزې شته او په کابل کې به   د رايي ورکولو هيڅ مرکزونه   ونه تړل شي.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢١ :
په ارزګان ولايت کې دنوپوښتنو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه  جګړه نن سهار ددهراود ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې طالبانو دپوځيانو په کاروان بريد وکړ.
دارزگان ولايت ددهراودد ولسوالۍ دپوليسو مرستيال باخترآژانس ته وويل :
په دې نښته کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل :  په دې جګړه کې پوځيانو  اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي ددغې نښتې په بهيرکې دطالبانو څو سپکې او درندې وسلې هم دپوځيانو لاسته ورغلي دي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د کورنيو چارو وزارت  ويندوى  وايي د تيرولسو ورځو په بهير کې پوليسو دانتخاباتو د امنيت دتامينولو په مقصدشپيته چاڼيز عمليات ترسره کړي دي
چې د ٧٩  تنو وسله والو مخالفينو دوژل کيدو سبب شوي دي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديقي وويل ،  دانتخاباتو د امنيتي پروګرام په چوکاټ کې په  وروستيو لسو ورځو کې چې انتخاباتي مبارزې پيل شوې   دپوليسو ځواکونو هم په مستقلانه  ډول او هم د نورو امنيتي ځواکونو په مشارکت په څو ولايتونو کې شپيته  چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چې ددغو عملياتو په بهير کې ٧٩  تنه وسله وال مخالف وژل شوى دى ، ٤٧ تنه يې نيول شوي دي او دغه راز په سلګونو ماينونه او څه دپاسه شپږ زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف او ضبط شوي دي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت  ويندوى  وويل چې دغه وزارت د بګرام دجيل
د ادارې دمسووليت منلو ته چمتو دى .
په هغې غونډه کې چې  پرون  د جمهوري رياست په ارګ کې وشوه  پريکړه وشوه  چې دبګرام جيل د ساتنې مسووليت دې  دکورنيو چارو وزارت ته وسپارل شي.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢١ :
د افغانستان د وزیرانو شورا د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د شروع کېدو استقبال وکړ او  سوله یې د سیمې د خلکو د بنیادي حقوقو د ساتنې او د دوی د پرمختګ لپاره اساسي شرط وباله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
د وزیرانو شورا څرګنده کړه چې سوله او جګړه افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه په یو ډول متأثر کوي.
د افغانستان د وزیرانو شورا پر افغاني طالبانو هم غږ وکړ چې د خپل وطن او ټولې سیمې د آرامۍ، ښېرازۍ او د خلکو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره د اسلام د مقدس دین له ارشاداتو سره سم مذاکرات شروع کړي او د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي.

دتونس ښار باختر دمرغومي  شپږمه
دتونس صدراعظم مهدي جمعه پرون دخپلې کابينې د ځينو غړو د انتخاب په باره کې دنظر د اختلاف له پيداکيدو وروسته د استعفا ګواښ وکړ .
باخترآژانس د ايران د دولتي خبري آژانس له خولې وويل: مهدي جمعه ګواښ وکړ که چيرې ددفاع ، کورنيو چارو او دبهرنيوچارو د وزيرانو په باره کې موافقه ونه شي؛ د صدارت له مقام څخه به ګوښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تونس د النهضه غورځنګ دکورنيوچارو د وزير په توګه له لطفې بن جدو سره په خپل ملاتړ باندې ټينګار وکړ .
ټاکل شوې وه د تونس صدراعظم دخپلې کابينې غړي پرون ددغه هيواد جمهور رييس منصف المرزوقي ته  معرفي کړي؛ خو د نه اعلام شويو دلايلو له مخې دکابينې د معرفي کولو کار ځنډيدلى دى.

Page 4 of 764