14 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د مشرتابه هيئت غونډه جوړه شوه

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٢ نيټه : د حکومت او رسنيو...

اجرائيه رئيس د خوست له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه...

اجرائيه رئيس: ټاکنیز کمېسیونونه دې له هر ډول لاسوهنې پرته خپلې چارې پرمخ یوسي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دلړم  دمياشتې  ١١:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى :
کابل- آسمان ځاى ځاى  وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٥ ټيټه  ٢
هرات- آسمان يوڅه وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤،  ټيټه ٤
جلال آباد  ځاى ځاى وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٤
قندهار- آسمان شين   ، د تودوخې لوړه ٢٣ ، ټيټه ٦
مزارشريف- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه  ٢١، ټيټه ٥
کندز- آسمان  وريځ،  د تودوخې  لوړه درجه ٢٣، ټيټه ٥
غزني- آسمان   وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ١٤ ، ټيټه ٢
باميان- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه ١
فيض آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه  ١
شمالي سالنګ- آسمان وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٢، ټيټه  منفي ٣
فراه- آسمان يوڅه وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ټيټه ٥
خوست- آسمان وريځ داورښت امکان د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه ١٢
ميمنه- آسمان  وريځ، د تودوخې لوړه درجه  ١١ ، ټيټه ٣
لښکرګاه-  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨، ټيټه ١٠
جنوبي سالنګ- آسمان  وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٦، ټيټه منفي ١٣
شبرغان –  آسمان وريځ   ، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ٨
جبل سراج-آسمان  وريځ  ،د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ټيټه ٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٦ بجو او ٣٤ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٥بجو او ٥٤ دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\د لړم  د مياشتې ١١  :
دکابل د شهزاده سراى دصرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 57/50  افغانيو پلورل په  57/55افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  90/90افغانيو پلورل په    91\ 00افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    390 77/ افغانيو پلورل په   77 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  20 15/پلورل  15/25 افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په 55/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  538افغانيو پلورل په  539 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 930 افغانيو پلورل په 940 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 18/90  افغانيو پلورل په   19/00 افغانيو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دملي دفاع  وزرات مقامات وايي ديو خپور شوي فلم  په باب تحقيق کوي چې ويل کيږي د ملي اردو  درې تنه سرتيري دطالبانو له خوا په  ډزو سره وژل کيږي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دجمعې په شپه يوې ټلويزيوني شبکې يو فلم خپورکړ درې  تنه ښيې  چې ځانونه دملي اردو منسوبين معرفي کوي  د طالبانو له خوا په ډزو سره وژل کيږي.
هغه څه  چې ټلويزيون خپور کړ دغه  پيښه څو ورځې مخکې دکونړ ولايت په  يوې ولسوالۍ کې رامنځته شوه او دملي اردو درې تنه سرتيرې له څلور ورځنۍ اسارت وروسته دطالبانو د ډلې د رهبرۍ په حکم چې په پاکستان کې دې په  ډزو سره  وژل کيږي.
دملي دفاع د وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهرعظيمي وايي تراوسه پورې تثبيت شوې نه ده  چې  وژل شوى کسان دملي اردو سرتيرې  دي که څنګه ؟ خو په دې باب تحقيق دوام لري .
جنرال عظيمي وويل :  دغه  وژنه  په هرنامه چې شوې ده  او يا هرڅوک چې په دې پيښه کې وژل شوي دي  يو بشري او جنګي جنايت دى .

دغه پيښه  په  داسې حال کې رامنځته کيږي چې  پخواهم يو شمير افغان  سرتيرې
دطالبانو دډلې په صحرايي محکمو کې شهيدان شوي دي خو ددغه شان جنايتونو
عاملين ډير ژر پيژندل شوي دي او سزا ورته ورکړ شوى ده.
دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کې او يوځل هم  په ننګرهار ولايت کې دملي اردو دسرتيرو د وژلو له عاملينو سره چلند د دغې ادعا  لپاره شوي دي.
له بله پلوه د دريو تنو وژل  که سرتيرې و  او که عادي افغان وګړي،  د دريو تنو افغان وګړو وژل دي چې  له بده مرغه لارښودنه يې دافغانستان له پولې له بهر څخه صادره شوې ده او يوځل بيا دغه کار څرګند شو چې په افغانستان کې دجنايتونو او ترورعوامل له هيواد څخه بهر  جرړې لري.
 

پيښور\ جيونيوز\  باختر دلړم دمياشتې ١١
دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله مسعود دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دامريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   په دغه بريد کې چې پرون دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ښار په پنځه کيلومترۍ واټن کې د دندې دريا خيل په کلي کې وشو
حکيم الله مسعود له دريو تنو  نورو سره ووژل شو.
دپاکستان امنيتي او استخباراتي مامورينو دحکيم الله مسعود  وژل کيدل تاييد کړي دي او دپاکستاني طالبانو يو جګپوړې مامور هم تاييد کړه  چې په دې هوايي بريد کې حکيم الله مسعود له خپل ساتونکې ، موټر چلوونکې او له خپل   تره سره وژل شوى دى .
دطالبانو يو بل قوماندان وويل :  چې د ده دجنازې مراسم  نن   پرځاى کيږي.
دپاکستاني طالبانو د تحريک له خوا  له شپږو کلونو تاوتريخوالي وروسته چې
له امله يې په  زرګونو  تنه عسکر،  پوليس او ملکي وګړي ووژل شول.
دپاکستان حکومت له طالبانو سره دخبرو غوښتنه کړې ده .
حکيم الله چې څه ناڅه څلور ديرش کلن و  له ٢٠٠٩ کال داګست په مياشت کې ديوې  بې پيلوته الوتکې په بريد کې دپاکستاني طالبانو د تحريک دبنسټ ايښودنکې بيت الله مسعود له  وژل کيدو وروسته ددغې ډلې مشر شو  په ٢٠١٠ کال کې هم دحکيم الله مسعود دوژل کيدو خبر ورکړ شوى و خو وروسته رد  شو.

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠

دسولې دشهيد، دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت دمشر، دافغانستان داسلامي دولت دپخوانى جمهور رييس او دسولې دعالي شورا د رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني دشهادت د دويم تلين په مناسبت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام :

ګرانو هيوادوالو، خو يندو او ورونو :

دوه کاله مخکې د ١٣٩٠ هجري لمريز کال د وږي دمياشتې په نهه ويشتمه نيته دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت لارښود، دافغانستان داسلامي جمعيت مشر، دافغانستان داسلامي دولت پخوانى جمهور رييس او دسولې دعالي شورا رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني دتور زړو تروريستانو په واسطه ديو ځانمرګې بريد له امله چې دسولې دمرکچې په جامعه کې د ده کورته غوښتل شوي و،  شهيد کړى شو .

په دې مناسبت دخپلې ډيرې  ژورې ډاډ ګيرنې او خپګان مراتب د ارواښاد کورنۍ او دافغانستان خلکوته وړاندې کوم او دلوي خداي(ج) له دربارڅخه دغه ارواښادته دفردوس جنت هيله کوم.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دخپل ژوندانه په ټولو دورو کې دافغانستان  د خلکو دجهاد او مقاومت کاروان په پوره  درايت سره رهبري کړ.

دى په خپل ژوندانه کې تل دافغانستان د مجاهدو خلکو ترڅنګ و دريد او دهيواد داتلو مجاهدينو لښکر يې د وخت دشوروي اتحاد داشغالګراننو پرخلاف دبرياليتوب  په لور رهبري کړ.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دجهاد له برياليتوب وروسته دهيواد مشرتابه ته ورسيد او دغه ماموريت ته يې دلنډ مهالې ادارې دکار ترپيل  پورې دوام ورکړ.

شهيد استاد کله چې دبن دبهير په نتيجه کې وپتيل شوه چې په افغانستان کې لنډ مهاله اداره جوړه شي د افغانستان په تاريخ کې په يوه سوله ييزه ليږدونه کې ، دهيواد له مشرتابه څخه ګوښه شو. خو په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو لپاره يې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړ  تر دې چې په دې لاره کې شهيد شو.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني يو متفکر، متواضع ،سوله غوښتونکې او خير غوښتونکې شخصي و او دخپل ژوندانه په ټولو دورو کې يې سولې او ثبات د رسيدو، اسلامي حکومت او نظام او د ټولنيزې سوکالۍ په لاره کې دافغانستان دخلکو له روان داعي څخه تير نه شو او هغه يې مديريت کړه.

دى  په داسې حال کې چې په وروستۍ ماموريت کې ، غوښتل په هيواد کې دسولې دتامينولو لپاره کار وکړى  او دافغانستان دسولې دعالي شورا رهبري يې په غاړه لرله شهيد شو او خپل ګران هيوا ته د سولې او امنيت دستنيدو آرمان يې له ځان سره  يووړ.

دافغانستان خلک دهغه نه شتون په اوسنيو شرايطو کې چې افغانستان لا تراوسه پورې په نا آرامۍ او جګړه کې ښکيل دى ، يوه ستره ضايعه بولي.

د ده په شهادت سره دافغانستان خلکو يو ستر مصلح پوه مشر او فاضل شخصيت له لاسه ورکړ.

يو ځل بيا ددغه ستر شهيد او دګران هيواد دټولو شهيدانو دخاطر درناوى کوم او د ده او دافغانستان دټولو سور کفنو شهيدانو پاک روح ته دعا کوم.

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانوترمنځ نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

  دکندز ولايت دامام صاحب ولسوال امام الدين قريشي دباختراژانس خبريال ته وويل، په هغې جګړه کې چې تيره شپه دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دامام صاحب ولسوالۍ په هجران کلي کې  ونښته څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور وسله وال طالبان  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .

 دامام صاحب ولسوال زياته کړه چې په دې نښته کې پنځه تنه سيمه ئيز پوليسان هم ټپيان شوي دي .

 دغه راز په يوه بله پيښه کې يو سيمه پوليس دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې  ديو ناپيژندل شوى وسله والو موټرسايکل سپاره له خوا په ډزو سره شهيد  کړى شو .

 دامام صاحب دولسوال دڅرګندونو له مخې،  په دغه سيمه ئيز پوليس نن دامام صاحب ولسوالۍ په ګل ټيپې کلي کې  هغه وخت  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ناوړه  بريد وشو چې له امنيتي پوستې  څخه خپل کور ته روان و .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

  دکابل ښار په پنځمې ناحيې پورې اړوند په ديوان بيګي او باغ داود کې له شپږ سوه پنځوسو راستنو شويو ميشتو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

 دمهاجرينو دراستنولو دچارووزارت دبيړنيو حالاتو رييس مهر خدا صبار نن باختراژانس ته وويل، دغه مرسته ددغه وزارت دمشرتابه هيئت په غوښتنه دسعودي عربستان د حيت الغاثيه  ددفتر له خوا په شپږ سوه پنځوسو بې وزلو کورنيو وويشل شوه .

 صبار وويل چې په هرې کورنۍ دغنمو لس کيلواوړه، پنځه کيلووريجې ، دوه کيلو بوره ، دوه کيلو غوړي او يوه کيلو خرما وويشل شوه .

  صبار وويل دغه راز داسلاميک ريلايف  موسسې هم دمهاجرينو دراستنولو دچارووزارت بلنه منلې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي اوونۍ کې ددغې موسسې له خوا دکابل ښار ځينو ساحو کې په يو زروپنځه سوه بې ځايه شويو او راستنو شويو کورنيو د خوراکي توکو دويش کار پيل شي.

 ده وويل په هرې کورنۍ  دغنمو پنځوس  کيلواوړه ، پنځه کيلو غواړي ، لس کيلو وريجې ، يوه کيلو چاى ، درې کيلوبوره  او يوه کيلوخرما  وويشل شوه .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن دکابل ولايت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې ترسره شو درې تنه عام وګړي ټپيان شول .

 دکورنيو چارووزارت دويندوى مرستيال نجيب الله دانش باختراژانس ته وويل ځانمرګي يرغلګر له سرمه يي رنګه کرولا ډوله موټر څخه په استفادې سره چې غوښتل يې دميربچه کوټ له ولسوالۍ څخه تير شي دپلټنې دپوستې  دشک وړ وګرځيد او په خپل موټر کې ځاى پرځاى کړي شوي  چاوديدونکي توکي يې وچول .

 ده وويل دغه پيښه دميربچه کوټ ولسوالۍ  دپل صوفيان په ساحه کې رامنځته شوه اوله امله يې يواځې ځانمرګي يرغلګر ووژل شو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى

 دانش وويل : درې تنه ملکي وګړي چې ټپيان شوي دي  ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 دجوماتونو اوتکيه خانو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې په جګړو کې له ښکيلو اړخونو په تيره بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې دى له هر راز تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي چې خلک په امن فضا کې په خپلوعباداتو لاس پورې کړي .

 په دغوخطبو کې  دغه راز په دې مبارکه مياشت کې دقران عظيم الشان دتلاوت او له بې وزلو کسانو سره دمرستې دښيګڼو او دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونواو حکمتونو په باب  خبرې  وشوې او له شتمنو کسانو او سوداګرو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلواو اړو کسانو سره مرسته وکړي .

 دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو د خبر له مخې، خطيبانو او ملا امامانو، لمونځ کوونکي  ورورولي او اخوت ته وبلل او دروژې  نيولو تر څنګ يې دتراويحو دلمنځونو اداکول ، دقران عظيم الشان تلاوت ، له اړو او بې وزلو کسانو او کورنيو سره مرسته  يې دمسلمانانو ښه خصلتونه وبلل .

 دغه راز په خطبو کې په هيواد کې په جګړو کې له ښکيلو لورو او په تيره بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل شول چې په واټونوکې دماينونو له ښخولو ، ځانمرګو بريدونو ، په امنيتي ځواکونو له بريد او له هر راز تاوتريخوالي څخه چې دخلکو دځورونې او مرګ ژوبلې سبب کيږي ډډه وکړي او پريږدي چې زموږ خلک په دې مبارکه مياشت کې دامن په فضا کې په عباداتو لاس پورې کړي .

 دغه راز له ملي سوداګرو او شتمنو کسانو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلو اواړو کورنيو سره  مرسته وکړي چې هغوى هم وکولاي شي دروژه ماتې لپاره خواړه برابره کړي .

  په دغو خطبو کې  دخوراکي توکو له پلورونکو او له ملي سوداګرو څخه هم وغوښتل شول چې دخلکو داړتياوړ توکو په وړاندې کولو  کې دې داعتدال  لاره غوره کړي او کمه ګټه او زيات برکتونه  په خپل ژوند او مال کې شامل کړي .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه

د افغانستان د طالبانو په باب د پاکستاني پوځ له نظره د هغه هېواد یوه پخواني متقاعد برید جنرال په کم ساري ډول پرده پورته کړې ده. د نیوز په ورځپاڼه کې متقاعد پاکستاني برید جنرال صدیقي د پخواني ولسمشر او پوځي مشر جنرال پرويز مشرف له خولې لیکلي چې افغان طالبان د پاکستان د پوځ لپاره چمتو ځواک دی چې تل یې کارولی شي.

د پرويز مشرف له خولې دا هم ویل شوي دي چې افغان طالبان د پآکستان د پوځ د ګټو لپاره په هر مناسب وخت کې کاریدلی شي او دوی یې د هند پر ضد هم د اړتیا پر وخت کارولی شي. متقاعد پاکستانی برید جنرال دا هم وایي چې پرویز مشرف منله چې طالبانو افغانستان خراب کړی خو د پاکستان د پوځ لپاره ستراتیژیک احتیاطي ځواک دی چې د اړتیا پر وخت یې کارولی شي. پرویز مشرف اوس په پاکستان کې د بیلا بیلو جنایي او سیاسي قضیو له امله نظر بند دی.

Page 6 of 764