20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

  بسم الله الرحمن الرحيم

 ګرانو هيوادوالو ، خويندو او ورونو !

 اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته .

 په وروستيو دوه دريو کلونوکې زموږ په ګران هيوادکې دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ دکتاب او کتاب لوستلو داوونۍ په توګه نمانځل کيږي اوموږ همدا اوس  دهمدې اوونۍ په بهر کې يو .

 ګرانو هيوادوالو !

 له شک پرته دبشري تمدن اساس او بنسټ اودعلومو او فنونو په ټولو برخو کې پرمختګ په کتاب اومطالعه کې نغښتى دى .

 په ورځني ژوندانه کې دلازمو عادي معلوماتو له  ترلاسه کولو څخه نيولې تر ډيرو مهمو علمي ، مسلکي او فني مسئلو کې تر پوهې پورې ټول او ټول دکتاب ،ورځپاڼې ، مجلې او د ډول ډول مطبوعاتو دمطالعې  او لوستلو له لارې امکان لري .

 ګرانو ورنو !

 په نننۍ نړۍ کې هغه کسان چې دليک لوست  له نعمت څخه مستفد دي دزمانې له غوښتنې سره سم دخپل ژوندانه دچارو دپرمخ بيولولپاره مطالعې او لوستلو ته اړتيا لري او هغه کسان چې دنننيو علومو او فنونو په زده کړې بوخت دي . په تيره بيا هغو ځوانانو او تنکيوځوانانو لپاره چې په تعليم او تحصيل بوخت دي دکتاب او دمعلوماتي موادو مطالعه ددوى دپوهې دکچې  دلوړولو بنسټ بلل کيږي په تيره بيا ددوى دفکري او علمي پوهې دکچې د لوړولو بنسټ .

 ګرانوخويندو او ورونو !

 دمطالعې مينه اودکتاب ، مجلې او ورځپاڼي له لوستلو سره علاقمندي بايد په خپلو بچيانوکې دماشومتوب له دوران څخه ترويج کړو .

 لله الحمد په دې وروستيو وختو کې زموږ په هيواد کې د علمي اوفرهنګي اثارو دچاپولو په پراختيا سره دماشومانو لپاره هم په خپله زموږ په ژبو ذوقي کتابونه او تصويرلرونکي حکايتونه چاپ شوي دي ، دفرهنګ دپياوړتيا مرکزونه اوخپرونکي دماشومانو دکتابونو په چاپولو لاس پورې کوي .

 موږ هريو بايد خپل ماشومان دښوونځي په کتابونو سربيره اضافي مطالعې ته هم وهڅوچې ددوى دلوستلو اومطالعې روحيه زياته پياوړي شي په دې ترتيب دماشومتوب  له دورې څخه له مطالعې  او لوستلو سره مينه پيداکړي .

 ګرانو هيوادوالو !

 دشکر ځاى دى چې دتيرو کلونو په پرتله زموږ دهغو هيوادوالو ورونواوخويندو په شمير کې چې ليک لوست کولاي شي ديادونې وړ زياتوالي څرګند شوى دى .خو سره له دې هم دهغو هيوادوالو شمير چې په ليک لوست نه پوهيږي هم کم نه دى  بلکې له بده مرغه زيات دي .

 زه دهغې کورنۍ له باسوادو کسانو څخه هيله لرم چې د خپلې کورنۍ نورو غړو ته که چيرې دزده کړې لپاره زمينه ورته برابره نه ده په تيره بيا دهرې کورنۍ ماشومانو اوتنکيو ځوانانو ته ليک لوست زده کړي چې هغوى ليک لوست زده کړي چې وکولاي شي دخپل ژوندانه ورځنۍ  ستونزې په خپله  حل کړي .

 داطﻻعاتواو فرهنګ وزارت ، فرهنګي مرکزونه او دګران هيواد خپرونکي ملي مکلفيت لري چې زموږ دخلکو په تيره بيا دهيواد دماشومانو او تنکيو ځوانانو  دمعلوماتي او فرهنګي کچې دلوړولو په مقصد معلوماتي کتابونه  اواثار چاپ  کړي . چې زموږ دخلکو علمي ، فرهنګي اومعلوماتي کچه دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې لوړه شي  او دکتاب دوستي او کتاب لوستلو فرهنګ لازيات سمون ومومي. انشا الله . تر راتلونکو  خبرو پورې خداى پامان ښاد او اباد واوسي په تيره بيا  دهيوادګرانو ځوانانو او ماشومانو کتاب لوستل اومطالعه مه هيروي بلکې زياته کړي .  کم وخت دتلويزيون ننداره وکړي او خپل زيات وخت  دکتاب ، مجلې او ورځپاڼې او دنورو ګټورو مطالبو مطالعې  ته وقف کړئ .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دهغو پنځو تنو قضايي علني محاکمه چې دوژنې  تور پرې لګول شوى دى نن په بغلان ولايت کې ترسره شوه .

 دبغلان ولايت داستيناف محکمې دجزا دديوان رييس قضاوتمند محمد ظاهر عثماني  باختراژانس ته وويل، داستيناف  محکمې په علني غونډه کې موظف قضايي هيئت  چې يو تن په وژنې تورن دى په شل کاله بند او درې تنه همکاران يې هر يو په شپاړس  کاله بند اوپنځم سړى په څلور کاله تنفيذي بند محکوم کړل

  يوه اړونده خبرځاى وويل، دمحکمې  حکم وروستۍ نه دى او دتورنو کسانو دمرافعه غوښتنې حق محفوظ   دى .

Sunday, 07 April 2013 15:17

ښايي سبا اورښت پيل شي .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 ښايي سبا په کابل اودهيواد په زياترو ولايتونوکې اورښت پيل شي .

 باختراژانس دهوا پوهنې دانترنتي دستګاه له خولې خبر راکړ چې ښايي سبا په کابل او دهيواد په زياترو ولايتونوکې اورښت پيل شي اودچهارشنبې تر ورځې پورې به په وقفوي ډول دوام ومومي .

 زياتره کروندګر اوبزګران  دورى په مياشتې کې پرله پسې اورښتونه کرکيلي ته ګټور بولي اوطرحه کوي چې په ژمې کې دواورې اورښت او دورى او ثور په مياشتو کې دباران اورښت په هيواد کې دکرکيلي دودې لپاره ډير ګتور دى .

 له بلې خوا دچارو کارپوهان دغه اورښتونه دځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې داوبو دزيرمو دپياوړتيا په لاره کې ډير ګتور بولي .

 په ژمي کې دواورې اوپه پسرلي کې دباران اورښت دهيواد خلکو ته دغلو دانودزياتوالي  زيرۍ ورکوي .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدى دامريکا دمتحده ايالاتو دمرکزي ځواکونو له لوى قوماندان ستر جنرال هاستين سره په کتنه کې دافغانستان له ملي اردو سره ددغه هيواد دهمکاريو په باب خبرې وکړې .

 دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دملي دفاع وزير دملي اردو دپرمختيا او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير دبيلابيلو پړاونو دتطبيق په اړوند دافغان امنيتي ځواکونو دتياري په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې  دملي اردو ځواکمني او ظرفيتونه لوړ شوي دي دوى دهيواد پالنې لوړمورال ، انګيزه او احساس لري او ښه برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي او کولاي شي چې په هيواد کې امنيت تامين کړي .

ځکه دملي اردو منسوبين اوس دمحاربوي عملياتو دپلان جوړولو  ، رهبري او په برياليتوب سره داجرا کولو ځواکمني  لري او هغه سيمې چې نړيوالو ځواکونو تشي کړي دي دامنيتي تشي له رامنځته کيدو پرته په برياليتوب سره دهغوى ځاى نيولى دى او په دغو سيمو کې دپخوا په نسبت امنيتي حالاتو ښه والي موندلى دى اوپنځم پړاو يې هم څو مياشتې وروسته پيليږي .

 دملي دفاع وزير دخپلو خبرو په بله  برخه کې دهيواد او خلکو له دښمنانو سره په مبارزه او دهغوى دقوماندانانو په نيولو کې دملي اردو دخاصو قطعاتو فعال رول اغيزمن وباله او په هوايي پوځ اوپه نورو ټولګيو کې دالوتکو دکمښت په ګډون دملي اردو دلارې پرسر دپرتو خنډونو يادونه وکړه او هيله يې وکړه چې دامريکا متحده ايالات دملي اردو داړتيا وړ ليکو دسمبالولو په برخه کې همکاري وکړي .

 په دې کتنه کې دملي دفاع  وزير زياته کړه چې اوس ملي اردو دکميت له پلوه خپلې وروستي کچې ته رسيدلي دي .

 دروزنيزو او دښوونې اوروزنې دپروګرامونو پرمخ بيول او درهبريت پرمختيا دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري  .

 دغه راز دامريکا دمتحده ايالاتو دمرکزي ځواکونو لوى قوماندان په افغانستان کې درامنځته شويو پرمختګونو ، دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي اردو دځواکمنيو اوبرياليتوبونو او دامنيتي مسووليتونودليږدونې په بهير کې دهغوى دبرياليتوبونو له امله خوښي څرګنده کړه  او ډاډ يې ورکړ چې امريکا دافغانستان دملي اردو دوړتيا دلوړولو په مقصد دافغانستان له ملي اردو سره  په اوږدمهال کې خپلو ملاتړيزو او روزنيزوهمکاريو ته دوام ورکوي . 

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 په غور ولايت کې خلکو پرون دطالبانو يوسيمه ئيز قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې وواژه .

 دغور ولايت امنيه  قوماندان دلاور شاه دلاور باختراژانس ته وويل چې له څو ورځو راپديخوا له طالبانو سره ددغه ولايت دپسابند ولسوالۍ  ديو شمير خلکو نښته روانه وه  او پرون په وګړني پاڅون بدله شوه چې له امله يې دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې دسيمې دخلکو له خوا ووژل شو .

 دغور ولايت امنيه قوماندان وويل چې وسله والو طالبانو دغور ولايت په ځينو غرنيو سيمو کې چې په دغو سيمو لاسبري سخت دى قرارګاوې جوړې کړي دي .

 دلارو زياته کړه چې دغور اوسيدونکو تصميم نيولى دى چې له دې وروسته دملي پوليسو تر څنګ دخپلو سيمو دفاع وکړي .

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 وسله والو طالبانو په هرات کې په يوه ګڼ ميشته سيمه کې په ماين ښخولو سره يوه ځوانه ميرمن ووژله .

  دغه ميرمن چې پنځه ديرش کلنه وه پرون دپښتون زرغون ولسوالۍ په تاقچه  سيمه کې کله چې خپل کورته دڅښاک داوبو په ليږدونې بوخته وه په لاره کې په ښخ کړى شوى ماين وختله اوووژل شوه .

  دهرات ولايت دپښتون زرغون ولسوالۍ يو امنيتي مسوول دباختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او وسله وال طالبان يې مسوول وبلل

 ده وويل چې ددغې پيښې په اړوند يو وسله وال طالب دامنيتي مامورينو له خوا نيول شوى دى.

 په افغانستان کې وسله وال طالبان  زياتره په ګن ميشتو لارو کې دبمونو  او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي

 هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي او په تيره بيا ښځې او ماشومان پکې قرباني کيږي .

 

  په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ددين يو عالم او دديني علومو ښوونکي مولانا محمد حسين دهغې ناروغۍ له  امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو

 انالله و انااليه راجعون

 ارواښاد مولانا محمد حسين خپل عمر دديني علومو دزده کړې او تدريس په لاره کې تير کړ، نيک سيرت او خير غوښتونکي  شخص و خدمتونه يې دقدر وړ او مړينه يې ضايعه ده .

 دخپلې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دده  کورنۍ او دوستانو او دپنجشير ولايت خلکو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه متوفى ته دمغفرت  اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم . 

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دپوليسو ځواکونو هغه سرتيرى  وواژه چې تيره اوونۍ يې څلور تنه پوليسان شهيدان کړي وو او ددښمن له ليکو سره يوځاى شوى و .

 دبادغيس ولايت دمقر ولسوال محمد حفيظ  باختراژانس ته وويل، دغه سرتيرى دوسله والو طالبانو له ډلې سره اړيکې لرلې  چې تيره اوونۍ يې په يوه امنيتي پوسته کې څلور تنه پوليسان په بې رحمانه ډول شهيدان کړل او دتيښتې لاره يې غوره کړه .

 محمد حفيظ  زياته کړه چې دغه سرتيرى غلام سخي نوميده اوکله يې چې غوښتل له يوه کلي څخه دمقر ولسوالۍ دترکي سيمې ته لاړ شي دپوليسو دسرتيرو له خوا وپيژندل شو او بريد پرې وشو .

يوه اړونده خبرځاى  وويل،  پوليس دپيښې له پيل څخه دقاتل په لټه کې و تردې چې وي کولاى  شول چې هغه دخپلو عملونو په سزا ورسوي .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دورى دمياشتې اتلسمه  ، دروغتيا نړيواله ورځ نن دعامې روغتيا وزارت له خوا د ( وينې لوړ فشار دمخنيوي او درملنې وړ دي )  تر شعار لاندې ونمانځل شوه .

 دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دعامې روغتيا وزارت په تالار کې جوړه شوې وه  دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل خبرې وکړې اوويې ويل چې په نړۍ کې  له پنځه ويشت کلنۍ څخه پورته کسان يوه ستونزه ، دوينې  لوړ فشار دى او دوينې لوړ فشار په اټکلي توګه په کال کې په نړۍ کې دنهو مليونو تنو دمړينې سبب کيږي له دې امله سږ کال دروغتيا نړيواله ورځ په همدې شعار سره په نړۍ کې نمانځل کيږي ،دعامې روغتيا وزيرې  له خلکو څخه وغوښتل چې دوينې په لوړ فشار داخته کيدو دمخنيوي په خاطر په منظمو ورزشي حرکاتو او په فزيکي فعاليتونو لاس پورې کړي او ددخانياتو اوالکولي مشروباتو  له کاروړلو او له رواني انديښنو څخه دى ډډه وکړي او دخپل بدن وزن دې کنترول کړي .

  ډاکترې دليل  څرګنده کړه: دنړۍ روغتيايي  سازمان د وينې دلوړ فشار لرونکو ناروغانو دموندلو او کنترول لپاره  نړيوال پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى چې دنړيوالې ټولنې ټول پاليسي جوړونکي او اړوندې حوزې اونور افراد او اړونده سازمانونه دې ته وهڅوي  چې دوينې دلوړ فشار وقايه ، تشخيص او درملنې ته دخپلو ملي پاليسو ، پروګرامونو او فعاليتونو په سرکې ځاى ورکړي

دې  وويل چې دعامې روغتيا وزارت هم په دې لاره کې  ددغې ناروغۍ  دمخنيوى ، درملنې او تثبيتولو  لپاره اساسي پروګرامونه ترلاس لاندې لري .

 وروسته دروغتيا ، بدني روزنې او دځوانانو دکميسيون رييس ډاکتر نقيب فايق دعامې روغتيا وزارت دبرياليتوبونو او هم دځينو شتو ستونزو يادونه وکړه .

  په دغو مراسمو کې دشهيدانو ، معلولينو ، کار او ټولنيزو چارو وزيرې آمنې افضلي ،  په افغانستان  کې دنړۍ دروغتيايي سازمان رييس ډاکتر احمد شادول او دخصوصي روغتونونو له ټولنې څخه ډاکتر عزيز الله  امير هم خبرې وکړې .

 ددغې غونډې په پاى کې دعامې روغتيا وزارت ستاين ليکونه دخلکو دپوهاوي په برخه کې له دغه وزارت سره دفعالې همکارۍ په خاطر دباختراژانس په ګډون ديو شمير خبريالانو او رسنيو وويشل شول . 

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دبغلان ولايت امنيتي مسوولينو نن ددغه  ولايت  ددوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاودنې دڅو پيښو مخه ونيوله .

 دبغلان دپوليسو يوه مسوول خدابخش رحيمي باختراژانس ته وويل، لس ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دپلخمري _ دوشي دلارې په ځينو ساحو کې ښخ کړى شوي و دپوليسو له خوا دخلکو په هممکارۍ کشف او شنډ کړى شول . 

Page 8 of 764