17 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د اوبو رسولو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دباميانوولايت دمرکزي روغتون ډاکترانو له درې ساعته کاري اعتصاب وروسته بيا په خپل کار پيل وکړ . 

 دباميانو ولايت دعامې روغتيا رييسې ډاکترې ريحانې باختر اژانس ته وويل چې ددغه ولايت دمرکزي روغتون ډاکترانو نن ددغه روغتون ددوو تنو متخصصينو د ګوښه کيدو په دليل په کاري اعتصاب لاس پورې کړ چې له درې ساعته اعتصاب وروسته دغه ستونزه حل شو ه او هغوى بيا په کار پيل وکړ . 

 

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ١٧ :

په زابل ولايت کې دناټودپوځيانو  په کاروان  ځانمرګي بريد وشو.

دغه پيښه  دزابل ولايت په مرکز قلات ښارکې  نن له غرمې مخکې   هغه وخت

وشوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر ځان دناټو دپوځيانو دکاروان  په وړاندې وچاوه

تراوسه پورې  ددغې پيښې له امله  دسردرسيدلي زيان په باب څه نه دى ويل شوى .

 

اسلام آباد- دان\  باخترد وري  دمياشتې  ١٧ :

دخيبرپښتونخوا ايالت  په تيرا دره کې دمليشو او پوځي ځواکونو ترمنځ  د نښتې له امله  څوارلس تنه مليشې او څلور تنه پوځيان وژل شوي دي.

 باخترآژانس دپاکستان دخبري منابعو له خولې خبر راکړ: په دغو نښتوکې يوشمېر  جګړه ماران اوپنځه تنه پوځيان ټپيان شوي دي او درې پوځي مرکزونو ته زيات زيان اوښتى دى.

دهمدې خبرله مخې: ددغو نښتو په دوام دسولې دکميټې د دوو تنو غړو داستوګنې  ځايونه سوځول شوي دي او د مليشو له خوا توغول شوي توغندي د خلکوپه يو شمېرکورونو لګيدلي دي.

په تيرا دره کې د پاکستاني ځواکونو او مليشو ترمنځ  مبارزه چې يوه مهم او ستراتيژيکي تګلاره ده؛ په وروستيو څو مياشتوکې دوام لري، خو د مليشو له خوا  د ځينو سيمو په نيولوسره د غو نښتو زور اخيستى دى.

 امنيتي مامورين اوس په پاکستان کې د سراسري انتخاباتو ترسره کولو ته په پاتې وخت کې چې د روان کال  د ثور د مياشتي په ٢١ نيټه ترسره کيږي؛ انديښنه لري چې د پيښور ښار شاوخوا سيمې د مليشو ترکنترول لاندې ونيول شي.

 د تيرا درې څه ناڅه  زره تنه اوسيدونکي  دپاکستان د اردو اومليشو ترمنځ  د نښتو د پيل  له وخت څخه په تيرو اوونيوکې له خپلو کورونوڅخه مهاجر شوي دي.

له بله پلوه په دغو سيموکې دپاکستاان دطالبانو دتحريک په ډلې پورې د تړلو مليشو، له دې جملې څخه د لښکراسلام او انصار الاسلام دغيرقانوني ډلو ترمنځ  نښتو، خلکو ته زياتې امنيتي ستونزې رامنځته کړې دي.

له بله پلوه عيني شاهدانو ويلي دي: د پيښور د حيات آباد د استوګنې په سيمو له نامعلوم لوري څخه دڅلورو آر پي-جي _ ٧  توغندي د لګيدو له امله يوتن ووژل شو او دڅلورو ماشومانو په  ګډون پنځه تنه ټپيان شول.تراوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى، خو د سيمه ييزې ادارې مامورين په دغه شان بريدونو کې مليشې مسوول بولي.

Saturday, 06 April 2013 10:21

د اسعارو بيه:

 

کابل\باختر\د وري د مياشتې ١٧:

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:

يوامريکايي ډالر پيرودل په     54/15  افغانيو پلورل په   54/20افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په   81 /80افغانيو پلورل په   81 /90افغانيو

داماراتو يو درهم پيرودل په 60/ 14 افغانيو پلورپه 65 / 14 افغانيو

يوه يورو  پيرودل په 80 69/ افغانيو پلورل په   69 /90  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  20 14/پلورل  14/25 افغانيو

زرهندي کلدارى پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو

زرپاکستاني کلداري پيرودل په  533افغانيو پلورل په  534 افغانيو

زر ايراني تو مان پيرودل په 15/70  افغانيو پلورل په  15/80 افغانيو.

 

ترينکوټ \  باخترد  وري  دمياشتې  ١٧ :

په ارزګان ولايت کې دوسله والو طالبانو په بريد کې دوه تنه پوليسان شهيدان شول.

دغه پيښه تيره شپه دچارچينوولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې  طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوشميرسرتيرو بريد وکړ.

دارزګان ولايت دچارچينوولسوالۍد سيمه ييزوپوليسويو قوماندان اتل باختراژانس ته وويل  چې په دې بريد کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.

ويل کيږي چې دغه سرتيري دګزمې په حال کې وو چې ديوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو.

قوماندان اتل وايي، په چارچينوولسوالۍ کې د بريدکوونکو دپيژندنې او نيولو په مقصد پلټنې  پيل شوي دي.

 

- کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

دلومړۍ ځل لپاره  يو خصوصي هوايي شرکت دباميانو ولايت ته خپلو الوتکو الوتنې پيل کړي دي .

دافق شرق دهوايي شرکت مسووليت وايي  چې له دې وروسته به په اوونۍ کې يوه الوتنه له پايتخت څخه دباميانوولايت  ته ترسره کړي.

ددغه شرکت لومړي الوتنه نن  دروسي  انتونوف ډوله الوتکې په واسطه له ٣٢تنو سپرليو سره باميانو ته په برياليتوب سره ترسره شوه.

په همدي حال کې  دباميانو هوايي ډګر ته دالوتنو پيل  ددغه ولايت دخلکو له تود هرکلي سره مخامخ شوي دي.

په داسې حال کې چې سيمه ييزو مقاماتوپه خوشحالۍ سره يو پسه ددغې الوتکې  له کښيناستلو سره جوخت حلال کړ .

دباميانو والي  حبيبې سرابي  له باختراژانس سره په  خبرو کې دغه ولايت ته  دمسافر وړونکو الوتکو دالوتنو دپيل هرکلي وکړ او هغه يې داقتصادي  اودګرځندوى دصنعت  دپرمختيا دودي زمينه وبلله.

په همدي حال کې  باميانو ته دمسافر وړونکو الوتکو دالوتنې پيل  ددغه ولايت خلکو  اوپانګوالو ته ښه زيري دي . ځکه دغه ولايت ته غزيدلي لاري  سختي  اوناامني دي . اوس  له کابل څخه باميانو ته دتګ راتګ دټکټ بيه لس زره دوه سوه  اويا اوفعاني دي  خود افق شرق دهوايي شرکت رييس  جاهدعظيمي وايي  چې ددولت له خوا داسانتياو دبرابرولو په صورت کې دوي دتګ راتګ  دټکټ په بيه کې  کمښت راولي .

تراوسه پوري دهغه څه په دليل  چې دباميانو دهوايي ډگر درنوي دکرښې  خرابي بلل کېده  هوايي شرکتونو باميانو ته له الوتنو څخه ډډه کوله .

خو اوس ويل کېږي  چې ددغه ډګر له بيارغاونې وروسته  نور خصوصي شرکتونه هم دغه ولايت ته په الوتنو پيل وکړي.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

دبدخشان پوليسو دنشه يي توکو ١٩ تنه قاچاق وړونکې دځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول .

دغه قاچاق وړونکې پرون دشهربزرګ ولسوالۍ د اونګ   له ښارګوټې څخه نيول شوي دي.

دبدخشان ولايت دامنيه قوماندانۍ  دامنيت آمر سخي داد حيدري باخترا ژانس ته وويل  چې تاجکستان ته زيات نشه يي توکې  ددغو افرادو له خوا دقاچاقو په ډول وړل کېدل.

په خبرونو کې ويل شوي دي چې دوه تنه تاجکي نجونې هم ددغو عملياتوپه بهير کې  دقاچاق وړونکو له منګولو څخه خوشي شوي دي او دقاچاق وړونکو له پټنځاى څخه په لسګونو کېلوګرامه نشه يي توکې او  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

ددوشنبې په ورځ هم  دنشه يي توکو څوتنه قاچاق وړونکې ددواړو هيوادونو ترمنځ په پوله کې ونيول شول او په سلګونو کېلوګرامه چاوديدونکې توکې ترلاسه شول.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

دملي امنيت دلوي رييس دټپي کېدو دپيښې دڅرنګوالې دڅيړنې دهيئت  دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم

دکابل ښار په لسمه ناحيه کې دملي امنيت دلوى رياست په يوميلمستون کې د ١٣٩١ کال دليندي  د١٦ نيټې دپيښې دڅيړنې په مقصد  چې  له غرمې  وروسته په دوو بجو او ١٤ دقيقو رامنځته شوه اودملي امنيت دلوى رييس اسدالله  خالد دټپي کېدو سبب شوه  د کورنيو چارو دوزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ په مشرۍ  اودملي امنيت دلوى رياست دلومړى مرستيال ډگرجنرال حسام الدين ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالۍ دتحقيق دمرستيال  څارنپوه نورحبيب جلال او د چارو داداري اودوزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست داستازي  بريدجنرال جانان بارکزي  په غړيتوب  دهيئت ټاکنه منظوره ده.

هيئت موظف دي  موضوع له نږدي  دکشفي ، تخنيکې  وسايلو اوامکاناتو څخه  په استفادي سره په هراړخيز ډول وڅيړي عوامل يې تشخيص   اوترلاسه شوي  معلومات ديوې اوونۍ په بهيرکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

شپږتنه وسله وال مخالفين تيره شپه په ننګرهار ولايت کې دپوليسو اودايتلاف دځواکونو دګډو عملياتوپه بهيرکې  و وژ ل شول

د ٢٠٢ شمشاد ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

 دپوليسو اودايتلاف ځواکونو دننګرهار ولايت دشيرزادولسوالۍ په مرکې خيلو کلي کې ګډ عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې دچنګيز په مشرۍ شپږتنه وسله وال مخالفين و وژل شول.

ديوبل خبرله مخې  دطالبانو دډلې يو قوماندان محمدګل تيره شپه  دشيرزادولسوالۍ  په مربوطاتو کې له خپلو دوو تنو همکارانوسره و وژل شو.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

هغه سړي چې ويل کېږي  دغزني ښار دوروستۍ  چاودنې اصلي سازمان ورکوونکې و دعملياتو په بهيرکې و وژل شو .

دشنبې په ورځ په غزني ښارکې دبم دچاودنې له امله درې تنه ملکې وګړي اودرې تنه پوځيان ټپيان شول.

دغه چاودنه دغزني امنيه قوماندانۍ ، باختربانک  د دروازي په وړاندې په يو بايسکل کې دايښودل شوي بم زيږنده وه.

په همدي  حال کې  دهرات امنيه قوماندان زړور زاهد باختراژانس ته وويل چې ددغې چاودنې سازمان ورکووونکې يې دعملياتو په بهيرکې وژلي دي.

دغه سړي  کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دغزني ښار ته څيرمه  دخشک په سيمه  کې  دافغان ځواکونوله خوا پرې بريدوشو او و وژل شو.

دغزني امنيه قوماندان وايي چې دغه سړى په دغه ورځ کې دوسله والوطالبانو دجګپوړي قوماندان  حاجي خيال په لارښوونه دغي چاودنې ته سازمان ورکړي و.

ويل کېږي له دغه سړي څخه يوه اندازه جنګي وسايل اوپوځي جامې هم ترلاسه شوي دي. 

Page 9 of 764