15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

دهرات ولايت سيمه ييزو مقاماتو په دغه ولايت کې دملګروملتو سازمان دپرمختيايي پروګرامونو  دودي اوپراختيا غوښتنه وکړه.

دهرات  دوالي مرستيال اصيل الدين جامي چې په افغانستان کې  يې د يو ان ډي   پي   دفتر له مرستيال اودفرانسوي  تمويلوونکو له هيئت سره وکتل دهيواد په کجه دسيمه ييزو ادارو دبيلابيلو پروګرامونو په پرمخ بيولو کې ددغه سازمان درول  ارزښتناک بللو په ترڅ کې  ددغو همکاريو دوام يې يوه اړتيا وبلله.

ددغې غونډي په يوه برخه کې دليږدونې دپروګرام  له بشپړيدو اودسيمه ييزو او نړيوالو دونرونو دلټولو په  دهيواد کلي حالت په باب چې دپي آر ټي تشه ډګه کړي هم خبري وشوي  .

دغه سيمه ييزمقام ددغه  نړيوال سازمان په همکاري دسيمه ييزو ادارو په کچه تراجرا لاندې پروګرامونو څخه دنړيوالې ټولنې ملاتړ مهم وباله.

دغه مرکزپه کال کې ددغو پروګرامونو دپرمخ بيولو لپاره پنځه  ويشت مليونو ډالرو څخه تردريرشو مليونو ډالرو پوري لګوي.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٧   

دهرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې دبريښنارسولو ددريو پروژو دبنسټ ډبري کېښودل شوې .

دبريښنا توليدله دغو پروژو څخه په  ګټې اخيستنې سره نږدي زر کورنۍ له بريښنا څخه برخمني شي .

ددغو پروژو دهريوه دتوليد ظرفيت لس کېلوواټه دي .

دهرات ولايت   د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس آقامحمدصديقي باختراژانس ته وويل ددغو  پروژو لګښت چې څه ناڅه اته مليونه افغاني کېږي ددغې اداري دسيمه ييزي پرمختيا دپروګرام له خوا ورکول کېږي ..

دهرات والي ددغو سيمو دخلکو په غونډه کې په کليوالي سيمو کې دخلکو دژوندانه دحالت ښه والې ته پاملرنه  دسيمه ييزي اداري له کاري لومړيتونبونو څخه وبلل .

ښاغلي صبا په وروستيو کلونو کې دملي اوسيمه ييزو منابعو څخه په استفادي سره دهرات دښاراودولسواليوپه کچه دسترو بنسټيزو پروژو طرحه او اجرا کولو ته په اشاري سره ددغو پروژو په بشپړولو کې يې صادقانه همکاري  مهمي وبللي .

 

کابل\  باختردليندي دمياشتې  ١٧ :

دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې دنشه يي توکو څلور تنه مهم قاچاق وړونکې يې  دتاجکستان  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي له ځواکونوسره  په ګډو عملياتو کې نيولي دي.

دباختراژانس دخبرله مخې : دکورنيو چارو وزارت  له نشه يي توکوسره دمبارزي معين جنرال بازمحمداحمدي  په خپلو وروستيو څرگندونو کې ويلي دي  چې دغه څلور تنه دافغانستان اوتاجکستان  له نشه يي توکوسره دمبارزي  دځواکونو په ګډوعملياتو کې نيول شوي دي.

دغه عمليات  دبدخشان په هغو ولسواليو کې  چې له تاجکستان سره پوله لري  اودتاحکستان دشورآبادپه ولسوالۍ کې  چې له افغانستان سره په پوله کې پرته ده پنځه ورځې ترسره شول .

ددغو عملياتو په بهيرکې يوه زياته  اندازه نشه يي توکې او هغه کېمياوي توکې چې دهيروئينوپه توليد کې کارل کېږي  له منځه وړل شوي دي  اويوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

دکورنيو چارو وزارت دمعين دڅرگندونوله مخې  دغه عمليات دهغه تفاهم ليک له مخې چې تيره مياشت دنشه يي توکو اودهغه دعواملو پرخلاف  دګډي مبارزي په لاره کې لاسليک شوي دي ، ترسره شول. او دوه تاجکي ښځې چې دقاچاق وړونکوله خوا تښتول شوې وې هم  خوشي شوې .

که څه دکورنيو چارو وزارت دغه مقام څرگند نه کړ چې قاچاق وړونکې څوک او دکوم هيواد اتباع دي  خو تائيد کړه  چې هغوى  دنشه يي توکودقاچاقو برسيره  په انسان تښتونه او غلاو کې هم لاس لري . پخوا دافغانستان دکورنيو چارو وزارت  دنشه يي توکو دمهمو قاچاق وړ ونکو شمير لس تنه ښودلې و چې يوشمير يې نيول شوي   اويوشمير نوريې تښتيدلي دي  چې دهغوى دنيولو لپار ه هڅې دوام لري .

له تاجکي ځواکونوسره وروستۍ ګډعمليات  له يوبهرني هيواد سره دافغانستان دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  دځواکونولومړنۍ عمليات نه دى پخوا افغان  امنيتي ځواکونو دروسيې او امريکا له نشه يي توکوسره  دمبارزي له ځواکونوسره  په بدخشان ولايت کې  دغه شان عمليات ترسره کړي و.

Friday, 07 December 2012 10:12

دمشرانوجرګي اعلاميه

 

دافغانستان دسنامجلس رئيس داداري هيئت ، اوددغه مجلس غړي  دملي امنيت  دلوى رييس اسدالله خالد پرخلاف تروريستي بريد په کلکه وغانده او  دلوى  خداى ­( ج )  له دربار څخه يې ده دسملاسي روغتياهيله وکړه.

دملي شورا مشرانو جرګه څرگندوي  چې دملي امنيت په لوى ر ئيس پرونۍ تروريستي بريد  دافغانستان دپخوانيو دښمنانو ، ددښمنانه سنايور تکراردى چې پخوا يې هم  دافغانستان په ملي شخصيتونو،عالمانو،  مخورو  اودولتي کادرونو يې بريدونه کړي دي چې دافغانستان سوله اوثبات ګډوډ اوخپل خائينانه هدفونه تطبيق کړي .

دملي شورا مشرانو جرګه په داسې حال کې چې دهيواد له امنيتي  ځواکونو څخه غواړي  چې ددغې توطيې عاملين ونيسي  او سزاورکړي . او ددښمنانو دراتلوونکو دسيسو په وړاندې هوښيار او  ويښ واوسي او دهيواد دملي ګټوساتنه وکــړي .

 

٣٠-کابل باختر د ليندي شپاړسمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن له غرمې مخکې دسولې دعالي شورا  دسولې دولايتي کميټو له غړو ښځو سره  په ارګ کې وکتل .

 دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې چې دهيواد دپنځه ويشتو ولايتونو دسولې دکميټو غړو ښځو پکې برخه لرله  ، جمهور رييس  خبرې وکړې او په دې ترڅ کې يې چې  په هيواد کې دسولې او امنيت دټينګښت په لاره کې  ددوى نوښت او هلې ځلې  وستايلې ، دوى ته يې ډاډ ورکړ چې افغانستان  دښې راتلونکي  په لور ديون په حال کې دي .

  حامدکرزي وويل  چې ښځې په افغانستان کې دجګړې  لومړي قربانيانې دي 

 ده زياته کړه چې زموږ دهيواد مصيبتونه  د بهرنيو ګټو زيږنده دى .او موږ دانسانانو په توګه  په سوله ئيزه فضا کې دپتمن ژوندانه حق لرو .

 په دې کتنه کې  ميرمن وږمې فروغ ، بي بي حاجي جميلې يوسفي او محبوبې سادات  دسولې دولايتي کميټو دغړو ښځو په استازيتوب  خبرې وکړې .

  ميرمن وږمې فروغ  دسولې او امنيت دښځو دټولنې د درې ورځني کنفرانس په باب  چې دسولې او امنيت دښځو د څيړنيز انستيتوت په نوښت جوړ شو ، معلومات ورکړل او وي ويل چې  په دې کنفرانس کې  دهيواد دپنځه ويشتو ولايتونو  دسولې دولايتي کميټو ښځو برخه لرله او هدف يې دا وه چې دسولې دولايتي  کميټو ښځې سولې او روغې جوړې ته  درسيدو لپاره  دملي ديالوګ  يوه برخه وي .

  بي بي حاجي جميلې يوسفي دقندهار  ولايت دسولې دکميټې  دغړو ښځو په استازيتوب  دخبرو په ترڅ کې  په هيواد کې دسولې په تامينولو کې  دښځو رول مهم وباله او وي ويل  چې هره ښځه  کولى شي خپل نږدې دوستان  له غير قانوني عملونو څخه منع  کړي .

 دغه راز  ميرمن محبوبې سادات  دخبرو په ترڅ کې  دسولې په بهير کې  دښځو  مشارکت  مهم او حياتي  وباله  او دسولې په ولايتي کميټو کې يې  دښځو دشمير دزياتوالي غوښتنه وکړه .

 دغه راز دې په دغو کميټو کې ښځو ته دمنځګړيتوب  او خبرو دمهارتونو په پياوړتيا ، دښځو دظرفيت په لوړولو ، دکليوالي ښځو په پرمختيا او په ټولنيزومسئلو کې دهغوى په زياتې ونډې اخستنې باندې ټينګار وکړ . 

 

واڼه باختر د ليندي شپاړسمه

  دروان کال دليندي دمياشتې په نهمه نيټه دوزيرو په قبيلى پورې اړوند په يو قوماندان مولوي نذير دځانمرګي بريد په سبب  ددغې قبيلي له ګواښ وروسته چې دى پکې روغ رمټ پاتې شو د محسودقبيلي وګړي دجنوبي وزيرستان له دوو مهمو ښارګوټو واڼه اوشکي څخه ووځي .

 پاکستان دخبري شبکې جيو دخبر له مخې، دوزيرو دقبيلي له خبرداري وروسته دمحسود قبيلي نږدې زر تنه په تيرو دوو ورځو کې له واڼه څخه وتلي دي او ددغې قبيلي اووه سوه کورنۍ لاتراوسه پورې هم په دغه ځاى کې ژوند کوي .

 دغه راز په هغې قومي جرګه کې  چې دمولوي نذير په ګډون جوړه شوى و اعلام وشوهغه کسان چې دپوځي عملياتو په سبب  دوزيرو دقبيلي سيمو ته تللي دي له دغه ځاى څخه دى ووځي او خبرداري يې ورکړ چې دليندي دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې دهغوى دنه وتلو په صورت کې به دهغوى پرخفلاف اقدام  وشي

 دجرګې غړو وويل چې دپاکستاني  طالبانو تحريک دهغوى په سيمو کې کورونه جوړ کړي دي او څيره يې بدله کړې ده چې په عادي خلکو او دسولې دلښکر په غړو بريدونه کوي . 

کابل باختر د ليندي شپاړسمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن ماښام دملي امنيت دلوى رييس اسد الله خالد چې نن تروريستي بريد پرې وشو اوهمدا اوس دملي امنيت دلوى رياست په روغتون کې تر عملياتو لاندې دى پوښتنه وکړه .

 دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :دملي امنيت دعمومي روغتون دډاکترانو او دجراحي دټيم دمعلوماتو له مخې، دملي امنيت دلوى رييس اسد الله خالد روغتيايي  حالت مخ په ښه والى دى .

  دهيواد جمهور رييس په کلکه ددغه ځانمګري بريد دغندلوپه ترڅ کې وويل چې دملي امنيت په لوى رييس نن دتروريستانو له خوا ډارن بريد وشواوالحمد لله دده روغتيايي حالت ښه دى .

 حامدکرزي دملي امنيت دلوى رييس  دعملياتو او درملنې په لاره کې دهلوځلو په خاطر دملي امنيت دعمومي روغتون له رييس، ډاکترنوابي  او نور پرسونل څخه مننه وکړه او داسدالله خالددروغتيا د ښه والي په اړوند يې وويل چې دده دبيا رغيدو لپاره هيله زياته ده .

 جمهور رييس وويل چې دملي امنيت لوى رييس اسد الله خالد په   دزياتې درملنې لپاره کوم  مناسب ځاى ته واستول شي چې ډير ژر روغتيا ترلاسه کړي او بيرته خپلې دندې ته ستون شي . 

 

کابل باختر د ليندي شپاړسمه

  دنمايشنامې  ليکنې په هغه کانکور کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا دافغانستان دقلم ټولنې په همکارۍ څه موده مخکې پيل شوي و دحليمې هاشمي  اثر (  درجستجوي ګم شده يي تاريخ )  نمايشنامې لومړۍ مقام وګاټه .

 دباختر اژانس  دخبريال دخبر له مخې، په دې کانکور کې دکورنيو او بهرنيو فرهنګيانو دنمايشنامې ليکنې دهنر يوولس اثار سيالۍ ته وړاندې شوي و چې دحليمې هاشمي نمايشنامې لومړۍ مقام وګاټه  او دحبيب الله سروش او دنجيب پيمان  نمايشنامه  دويم او دريم مقامونه وګټل .

 په هغې غونډه کې چې له همدې امله دافغانستان دملي تياتر په رياست کې جوړه  شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني ، ځينو فرهنګيانو ، هنرمندانو اوفرهنګي شخصيتونو ګډون کړي و .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي په افغانستان کې دتياتر دهنر دتاريخچې  په باره کې رڼا واچوله او ويې ويل چې دافغانستان تياترپه اوس وخت کې دټوکيدو په حال کې دي او خپل دريځ بيا ترلاسه کوي لکه څنګه چې تاسي فرهنګيان پوهيږۍ په نړۍ کې دتياتر هنراوږده اوژوره لرغونتيالري په زرګونو کاله مخکې په نړۍ کې هنرمندانو دتياتر دهنر دبنسټ ډبره کيښوده  او دتياتر دزمانې هنرمندانو دواقعيتونو دبيانولو لپاره رول ولوباوه او خدمت وکړ او دانساني ټولنې دبشپړتيا لپاره يې دتياتر دهنر دبنسټ  ډبره کيښود .

 فرهنګي معين زياته کړه: زموږ په هيواد کې تياتر تاريخي لرغونتيا لري او په څو پيړيو کې په رسمي او غير رسمي غونډو کې هنرمندانو په ټولنه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل . په تيره بيا دافغانستان دخپلواکي په لومړي لسيزه کې ، دتياتر هنر سياسي غونډو ته لاره پيداکړه او تر نن ورځو پورې دافغانستان  په تياتر کې دلوړ څوکو په توګه ستر نومونه په ژبو کې پاتې دي چې له دې جملې څخه صلاح الدين سلجوقي دافغانستان دتياتر له بنسټ ايښودونکو څخه دى.

 سيدمصدق خليلي په دغو مراسموکې له ملي او نړيوالو دوستانواو په تيره بيا دناروي دبارګن له ملي تياتر څخه چې دتياتر په بيا جوړولو اوژوندي کولو کې يې هراړخيزه همکاري کړې ده مننه وکړه .

 دغه راز په دغو مراسمو کې دناروي هيواد دبارګن دتياتر مسوولې ميرمن زينه ، دقلم  دفرهنګي ټولنې مسوول وحيد وارسته او دنمايشنامې ليکنې دکانکور دجايزو يو تن ګټونکي نجيب پيمان دموضوع په اړوند خبرې وکړې .

 دغه راز په دغو مراسمو کې دسياه ، سرخ اوسبز نمايشنامه چې دافغانستان دملي هويت او دسولې اخوت او وروولي  فضا معرفي کوي دتياتر درياست دهنرمندانو له خوا ننداري ته وړاندې شو

 دافغانستان دملي تياتر درييس محمد شريف سروري دڅرګندونو له مخې، دنمايشنامې ليکنې په ګتوونکو داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي معين له خوا نغدي سوغاتونه وويشل شول . 

 

کابل باختر د ليندي شپاړسمه

دافغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې سلګونو تنو دناټو دهوايي بريدونو ددوام پرخلاف غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړ.

 دمظاهرو برخه والو دامريکايي ضد شعارونو په ورکولو سره له قيد اوشرط  پرته ددغو بريدونو دبندولو غوښتنه وکړه .

 دغه مظاهره کوونکي چې شمير يې څه دپاسه پنځه سوه تنو ته رسيده نن له غرمې مخکې دماڼوګي ولسوالۍ په لاره کې راټول شوي و.

 دمظاهرو  يو تن برخه وال غلام رسول باختر اژانس ته وويل:  نور دناټو په هوايي بريدونو  کې دبيګناه خلکو دمرګ ژوبلې له  امله په تنګ شوي يو او له دولت څخه غواړوچې ددغو بريدونومخه ونيسي .

 دناټو په هوايي بريدونوکې دملګي وګړو مرګ ژوبله تل دافغانستان دخلکواو دولت دغبرګونونو سبب شوې ده .

  دمظاهرو يو تن برخه وال وايي  چې دوى دهغو هوايي بريدونو  مخالف نه دي چې په وسله والو طالبانو کيږي خو دده په خبره دناټو پوځيان په ځينومواردوکې دغلطو رپوټونو له مخې په ملکي وګړو بريدونه کوي .

 په همدې حال کې دناټو پوځيانو په وار وار ويلي دي چې ددوى هوايي بريدونه په افغانستان کې دتروريستي فعاليتونو دکمښت او دتروريستانو په ځپلو کې ګټور دي .   ختم-  عطاالله _ اکرم

 دملي امنيت دادارې لوى رييس له يوې تروريستي پيښې څخه روغ  رمټ پاتې شو . ٢٢-کابل باختر د ليندي شپاړسمه

  دملي امنيت دادارې دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ چې دملي امنيت دادارې لوى رييس نن په کابل ښار کې له يوه ناوړه تروريستي قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .

 دپيښې په اړوند څيړنې او تحقيقات دوام لري او جزئيات وروسته وړاندې کيږي . 

 

کابل باختر د ليندي شپاړسمه

  دوسله والوطالبانو دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان ددوى ترامر لاندې له دريو تنو سره په بغلان ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول .

 برهان الدين اوحسام الدين ددوى تر امر لاندې  له دريو تنو سره تيره شپه ددوو بجو په شاوخوا کې ددهنه غوري ولسوالۍ په ګاوي سيمه کې دملي اردو او دناټودځواکونو له خوا تر بريدلاندې ونيول شول .

 دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوال خان زاده باختر اژانس ته وويل چې دوسله  والو طالبانو دغه قوماندانان ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې افغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونو له خوا ونيول شول .

 ددهنه غوري ولسوال وايي چې په دغو عملياتو کې نښته نه دى شوى .

 له بلې خوا هم ويل کيږي چې ددغو قوماندانانو په پټنځايونوکې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي . 

Page 10 of 764