کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
دخوست ولايت يو تن اوسيدونکي يو تاريخي اثر دخوست ولايت موزيم ته ورکړ.
دغه اثر توره ده اودچارواکودڅرگندونوله مخې څه دپاسه دوه سوه کلنه تاريخي لرغونتيا لري .
دصبريو ولسوالۍ اوسيدونکي حضرت ولي ددغه اثر دسپارلو په وخت کې دخوست له خلکو څخه وغوښتل چې دمدني اوفرهنګي ارزښتونو دساتنې لپاره دى تاريخي اثار چې په واک کې يې لري موزيم ته وسپاري .
په همدې حال کې دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس الفت ددغه اثر دترلاسه کولو په وخت کې ددغه هيوادپال افغان داقدام دستاينې په ترڅ کې له نورو افغانانو څخه وغوښتل چې د افغانستان دلوټ کړاي شويو اثارو دبيرته ستنولو په لاره کې همکاري وکړي .
کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
په افغانستان کې دکتاب داوونۍ له پيل کيدوسره جوخت نن داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دپيغام په لوستلو سره په کندز ولايت کې دکتاب نندارتون پرانستل شو.
په دې نندراتون کې دافغان خپرونکوله خوا دکندزولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست په همکارۍ په سياسي ، ټولنيزو ، اقتصادي ،فرهنګي اومعلوماتي برخو کې څه دپاسه دوه زره ټوکه کتابونه ننداري ته وړاندي شوي دي .
دکندزولايت سرپرست حميدالله دانش باختراژانس ته وويل چې دغه نندارتون دکتاب داوونۍ په مناسبت اودکتاب لوستلو فرهنګ دودې په مقصد جوړشوى دى .
ددغه نندراتون دپرانستلو په غونډه کې له همدې امله داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين پيغام هم ولوستل شو .
ډاکتررهين په دې پيغام کې دکتاب لوستلو دفرهنګ دودې اوپراختيا په ارزښت باندې ټينګار وکړ اوله کندزي ځوانانو څخه يې وغوښتل چې لوړي پوهي ته درسيد اودافغانستان دترقي په خاطر دى دمطالعي فرهنګ بنسټيز کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطالعي اوکتاب لوستلو دفرهنګ دودې لپاره دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ دکتاب داوونيزې په نامه نومولې ده.
په دى اوونۍ کې افغان خپرونکي خپل اثار دهيواد په بيلابيلوسيمو کې ننداري ته وړاندي کړي دي .
کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
دباختر دخزانې اودافغانستان دملي موزيم ديوشميرنوروغوره آثارو نندارتون نن داطلاعاتو اوفرهنګ دوزيرډاکتر سيدمخدوم رهين له خوا دناروي دشاهي هيواد په تروندهايم ښارکې پرانستل شو.
ددغه نندارتون دپرانستلو په غونډه کې په داسې حال کې چې دناروي يوشمير فرهنګي اوسياسي شخصتونو ، دافغاني هيئت غړو اودناروي په پايتخت اوسلو کې دافغانستان داسلامې جمهوريت لوى سفيرې ميرمن منيژه باختري اودسفارت غړو برخه لرله ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددغوآثارو دلرغونتيا يادونه وکړه او برخه والو ته يې لازم معلومات وړاندي کړل.
ډاکتررهين ددغو اثارو دتاريخي سوابقو په اړوند وويل، افغانستان پيړى پيړى دفرهنګي او تجارتي راکړې ورکړې په څلور لارې کې موقعيت درلود او ددغه هيواد هنرمندانو په ملي هنرونو په لاس پورې کولو سربيره دنورو ملتونو بيلابيل هنرونه يې هم زده کړل اوله خپل ملي فرهنګ اوهنر سره سم يې وړاندي کړل .
ډاکتررهين زياته کړه، هغه اثار چې ترسترګو کيږي ددغه شان فرهنګي اوهنري تبادلې حاصل دي .
ديادونې وړ ده چې دباختر دخزانې نندارتون تراوسه پورې دنړۍ په څوسترو ښارونو ( واشنګتن ، کلفورنيا ، پاريس ، لندن اوستاکهلم ) کې جوړشوى دى اوپه مليونونو تنو يې ننداره کړې ده او دافغانستان دخلکو دغه بي ساري فرهنګي اوهنري اثار يې ستايلي دي .
کابل باختر د ثور ٢٧
دافغانستان خلکو دکتاب دنمانځنې اوونۍ په داسې حال کې پيل کړه چې جګړه ځپلى افغانستان دکتاب په نړيوال نندارتون چې په دې وروستيو وختوکې په تهران کې جوړ شو، دکتاب په خپرولو کې لومړي مقام وګاټه .
دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي : افغانستان په بډاي ادبى لرغونتياو او دپياوړو عالمانو، شاعرانو اوليکوالانو په لرلو سره چې زموږ دتيروخت نن او دراتلونکي وياړ دى دنړۍ په ملتونوکې ارزښتناک فرهنګي هويت درلود .
له بده مرغه چې دوروستيو دريو لسيزو پيښو افغانستان له بي ثباتي او ناارامي سره مخامخ کړ ،او ددغه هيواد په باب يې تاوده څيره وړاندي کړه، خو دڅو وروستيوکلونو پرمختياو او بدلونونو له افغانستان څخه دتورتم پرده لرى کړه او ددغه هيواد سمسور فرهنګي هويت يې بيا راژوندي کړى دى ، په ايران کې دکتاب په نړيوال نندارتون کې دافغانستان ستر وګړنيز برياليتوب ثابته کړه . چې دافغانستان خلک علم پال او يو بډاى فرهنګ لري ، افغانان په داسې حال کې دغه وياړ ترلاسه کوى چې په تيروخت کې يې اوازه دجګړې او ناارامي وه .
لس کاله مخکې په دغه هيواد کې دکتاب د چاپولو امکان لږ و خو نن په افغانستان کې په کال کې له دوو زرو څخه تر دريو زرو عنوانونو پورې کتابونه چاپيږي او درسمي مطبعى تر څنګ چې په دولت پورې اړه لري دهيواد په کچه شپږ سوه خصوصي مطبعى ثبتي دي چې کيداى شي چاپ او خپرولو ته زياتې اسانتياو برابرې کړي .
خو دادکارپاى نه دى سره له دې چې افغانستان دکتاب ، مجلى او اخبارونو په چاپولو او خپرولو کې برياليتوبونه لري له بده مرغه په هيواد کې دکتاب لوستلو فرهنګ لکه څنګه چې بايد وي نه دى. کتاب ته دځوانانو مخه کمزورى ده .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند عامه کتابتونونه دهيواد په مرکز او نورو ښارونوکې فعال دي او دموادو دلرلو له پلوه بډاي دى خو له دغو امکاناتو څخه دځوانانو او هيوادوالو استفاده دومره نه ده چې هيله يې کيږي .
په هغه وخت کې چې تکنالوژي او پوهه په چټکۍ سره پرمخ روانه ده بايد له کتابتون څخه دټولنې دمعنوى شتمينو په توګه زياته استفاده وشي .
دا دهيواد په علمي او فرهنګي مرکزونو پورې اړه پيداکوي چې داسې کار وکړي چې په هيواد کې دکتاب لوستلو فرهنګ عام شي او په دې لاره کې بايد په يوه فرهنګي غورځنګ لاس پورې کړو او دکتاب او کتاب لوستلو اوونۍ نمانځل چې په کال کې يواځي يوځل نمانځل کيږي په خپل ورځني فرهنګ بدل کړو او ورڅخه ګټه واخلو .