29 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

معلولانو په هرات کې  دمهربانۍ مرکز جوړ کړ

معلولانو په هرات کې دمهربانۍ مرکز جوړ کړ

کابل /دکب ٩مه / باختر : يوشمېر معلولانو ، معلولو...

په بلخ کې  د ورزشکارو نجونودځغاستې  سيالي ترسره شوه

په بلخ کې د ورزشکارو نجونودځغاستې سيالي ترسره شوه

کابل /دکب ٩مه / باختر دکب مياشتې د نهمې د هېواد...

ننګرهارکې  پر لسګونوبزګرانود کار وسايلو وېش

ننګرهارکې پر لسګونوبزګرانود کار وسايلو وېش

-کابل /دکب ٩مه / باختر په ننګرهار کې لسګونوبزګرانو ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل / دمرغومي / لومړى :
دائينې ترعنوان لاندې دانځورګرى اوعکس دويم نندارتون نن په کاردان پوهنتون کې  پرانستل شو .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکاردان پوهنتون  دژورناليزم  د ديپارتمنت آمر  مير محمد صديق  ذليق  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې وويل : ددغه نندارتون دجوړولو موخه  دژوندانه بېلابېلو اړخونو  ، دژوند چاپيريال ، بيا رغاونې ، بې وزلي او دعکاسي او انځورګرى  هنر په برخه  کې دمحصلانو دځواکمنيو ښودلو ته  پاملرنه ده .
په دې نندارتون کې دانځورګرى  ٦٠ آثار اودعکاسى  ٢٥ آثار چې د ٢٩ محصلانو په واسطه  رامنځته شوي دي  ديوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي .
عبدالباسط  کړوخيل او مرسل  هغه محصلان دي  چې خپل آثار يې  نندارې ته وړاندې کړي دي .
هغوى ددغه نندارتون جوړول دمحصلانو دپيغام  درسولو ، انګيزې ورکولو او هڅونې په خاطر  ارزښتناک وبلل .
  ختم_ ف _اکرم

 

کابل / دمرغومي / لومړى :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په يوه خبري غونډه کې  دهېواد دتاريخي ابداتو دحالت او په دې لاره کې  ددغه وزارت دپروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې دحکومت داطلاعاتواو رسنيو په مرکز کې جوړه شوه ،  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او ددغه وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس  ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي  هم شتون درلود . ددغې غونډې په پيل کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ وويل چې ددې وزارت  له خوا دترلاسه شويو معلوماتو پربنسټ  له  ١٣٨١  هجري لمريز کال  څخه تراوسه پورې  په هېواد کې پنځه زره تاريخي ابدات  اټکل شوي دي چې له دې جملې څخه يو زرو اووه سوه  اووه اويا تاريخي ابدات داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په ديتابس کې ،  فهرست شوي دي .
  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې زياته کړه: دهېواد دجمهور رييس  محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم او دهېواد تاريخي ابداتو اوساحو ته دجمهور رييس د ځانګړي پاملرنې  له مخې ،  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  ترتيب شوي  فهرستونه  په بېلابېلو کته ګوريو کې دجمهوري رياست مقام ته ليږلي دي . چې  له ثبت شويو ابداتو له جملې څخه د ٨١١ابداتو لپاره دثبت او سجل  لوحې اېښودل شوي دي . او ٢٩٦ ابدې يې په اساسي ډول  ترميم او ساتلې شوي دي .
حسينې ساپۍ  څرګنده کړه  ( تاريخي ابدات زموږ دهويت نښه نښانه ده او دهغو ساتنه  يواځې  دحکومت مکلفيت نه دى بلکې  ددې هېواد دټولو خلکو ملي وجيبه ده .  )
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  دتاريخي ابداتو دساتنې په لاره کې دهېواددجمهوررييس او دمرستندويو بنسټونو له پاملرنې  څخه مننه وګړه او زياته يې کړه چې حکومت دهېواد دتاريخي ابداتو  دساتنې په خاطر ١٦٠ ميليونه افغانۍ بيلې کړي دي .
حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دخپلې پنځه کلنې ستراتيژۍ  پربنسټ  دنورو برخو تر څنګ  دهېواد دتاريخي ابداتو دساتنې ، ترميمولو او بيا جوړولو لپاره تياري  اوژمنه لري .
دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ اوهنر معين هم دهېواد دتاريخي ابداتو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دملي يو والي دحکومت  په رامنځته کېدو سره اود جمهور رييس دپاملرنې پربنسټ  له ٢٩٦ابداتو څخه ، ١٣٦ يې په همدې دوره کې په اساسي ډول بيا جوړې او ساتلې شوي دي . او په همدې ترتيب ٨٠ تاريخي ابدات داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دپرمختيايي بودجې په لګښت او  ٥٨نور ابدات  دکورنيو او بهرنيو مرستندويانو په همکارۍ  بيا جوړ شوي دي .
ددغې غونډې په پاى کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مسوولانو  د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايه .
  ختم_ ف _ اکرم


 

کابل/ د ليندۍ٣٠مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري، د افغانستان په استازيتوب د اسلامي هېوادونو د فرهنګي وزیرانو په غونډه کې د فرهنګي چارو د ساتنې او څارنې په مشورتي کمېټه کې دوه کلن غړیتوب ترلاسه کړ.
یاده غونډه چې د تونس په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، پکې د ۴۴ اسلامي هېوادونو فرهنګي وزیرانو پر فرهنګي چارو خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې: په غونډه کې پوهاند محمد رسول باوري په افغانستان کې سوله د اسلامي هېوادونو له همکارۍ پرته ناشونې وبلله او له دوی یې هیله وکړه چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
باوري زیاته کړه: په ۲۰۲۴ کال کې کابل د فرهنګي مرکز په نوم نومول کېږي، نو هیله ده چې اسلامي هېوادونه او موسسې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د غزني ښار د فرهنګي میراثونو د مرکز په نامه نومول شوی و.
د یادونې وړ ده چې پر فرهنګي چارو د څارنې او ساتنې په مشورتي کمېټه کې ٧ اسلامي هېوادونه غړيتوب لري چې افغانستان هم پکې دوه کلن غړیتوب ترلاسه کړ.
پای/وصال

 

کابل/ د ليندۍ٣٠ مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د غزني له يوشمېر مشرانو، مسوولينو او د مدني ټولنې له فعالانو سره په کتنه کې د هغوى غوښتنې واورېدې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په کتنه کې د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني او د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
دوى د تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د بيګم څلي د ترميم، د کتابتون د لا زيات سمبالولو، د دغه ولايت موزيم ته پاملرنه او د غزني د اسلامي ثقافت مرکز د تشکيل د جوړولو، د ملامشک عالم د شخصيت او کارنامو د يادونې او په دې اړوند د سيمينار د جوړولو لپاره خپلې غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
دغه راز هغوى په دغه ولايت کې د فرهنګي پروګرامونو په ترسره کولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
حسينې ساپۍ غزنى د هېواد له وياړونو ډک ولايت وباله او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنک وزارت يو لومړتيوب د هېواد هويت ته پاملرنه او د هېواد د هر ولايت د خلکو د هويت معرفي کول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د غزني د مشرانو او د مدني فعالانو د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل چې خپلې غوښتنې او وړانديزونه دې په ليکلي ډول دغه وزارت ته وسپاري.
همدارنګه حسينې ساپۍ د تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې د خلکو همکاري ارزښتناکه وبلله او د امکان تر پولې پورې د هغوى د غوښتنو او ستونزو د څېړنې په برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ.
پاى\ج\ ذ