24 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دغور ځوانانودحکومت دژمنې  دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دغور ځوانانو په...

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم  دپولند له ليک سره  يوځاى شو .

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم دپولند له ليک سره يوځاى شو .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دافغانستان دفوټبال دملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري  په هانګ کانګ کې دافغانستان  دتاريخي اثارو دنندارتون دپرانستلو په مراسمو کې وويل  چې دافغانستان تاريخي اثار نړى  ددې هېواد له تاريخي  عظمت   او لرغونې فرهنګ سره  بلدوي .
  دافغانستان  ٢٣١ تاريخي آثار  چې  کلونه کلونه مخکې  داي خانم  له  فلول غونډۍ ،  طلاتپې  ،  بګرام او دزرګرانو له تپې  څخه ترلاسه شوي دي  له دوو کلونو راپديخوا د لاسليک  شويو هوکړه ليکونو پربنسټ  دچين  په موزيمونو کې  نندارې ته وړاندې شوي دي .
دمسوولانو دڅرګندونوله مخې ،  له دې پلوه  کابو يوميليون ډالره  ددولت  په عوايدو کې  شامل شوي دي .
   له هانګ کانګ څخه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت وياند محمدصابر مومند باختراژانس ته وويل چې، دغه اثار تراوسه پورې دنړى  په څو  هېوادونوکې نندارې ته وړاندې  شوي دي او اوس دچين په موزيمونو کې دمينه والو نندارې ته  اېښودل شوي دي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  دافغانستان اوچين ترمنځ  تاريخي او دوستانه اړيکو  او په سيمې  دهغو  اغيزو ته  په اشارې سره  ددغه شان  نندارتونونو جوړول  ددواړو هېوادونو  په فرهنګ  دخلکو  په پوهاوي او په فرهنګي  راکړه ورکړه کې  ارزښتناک  وبلل او ويې ويل چې دغه  شان نندارتونونه  نړى  دافغانستان  له تاريخي تصوير او لرغونې فرهنګ سره  بلدوي .
دغه راز په دغو مراسمو کې دهانک کانګ دموزيمونو  او تاريخي اثارو مسوول هم  خبرې وکړې  او دافغانستان اودچين  دولسي جمهوريت ترمنځ دفرهنګي او تاريخي  اړيکو په لازيات  ټينګښت باندې ټينګار وکړ او ددغه شان  نندارتونونو جوړول يې  ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پياوړتيا کې مهم وبلل .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
دپوهاند ډاکتر عزيز احمد پنجشيري  پرشهادت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمشرتابه پيغام .
په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې څېړونکى ، تاريخ ليکونکى او دکابل پوهنتون  استاد پوهاند ډاکتر عزيز احمد پنجشيري  دزمانې دجلادانو په لاس  ووژل شو  او دشهادت په لوړې درجې يې له فاني نړى  سره مخه ښه وکړه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په دې ستر غم کې ځان شريک بولي او بشپړ  باور لري چې دپوهانو مړينه او شهادت  دهغوى دعمر دپاى ته رسېدو مانا نه لري .
  جغرافياى تاريخ غور ، راه ابريشم ، سيماى شهرها درسفرنامه ناصر خسرو بلخي ،  پنجشير سرزمين شيران  وکرونولوژى  وقايع وحوادث کابل دعزيز احمد پنجشيري له هغو اثارو څخه دي چې دهغه نوم يې دتل لپاره  دزمانې په جريده کې درج کړى دى .
هغه داطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې دڅو کمېسيونونو  غړيتوب درلود اودفرهنګ  دلوړولو لپاره يې  له دغه وزارت سره  زياته همکاري وکړه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  رهبري ددغه پوه دمړينې په مناسبت  دهېواد دڅېړونکو ، تاريخ ليکونکو ، ليکوالو او دادب دخاوندانو سترې کورنى ، او دارواښاد کورنى او خپلوانو ته ډاډ ګېرنې مراتب څرګندوي ، ارواښاد ته دلوى خداى ( ج ) له درباره دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
ختم_ ف _ اکرم
                                   

کابل / د لړم ١٥مه / باختر : 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ  نن  دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک  کمېسيون له کميشنر سره په کتنه کې وويل  چې دغه وزارت  تل دبشردحقوقو دارزښتونو په رواجولو او تبليغ کې هڅه اوهاند  کړى دى.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د بشردحقوقو دخپلواک  کمېسيون کميشنر او وياند شکرالله مشکور په داسې حال چې ددغه کمېسيون  دحقوقو دزده کړې دبرخې  ملي همغږي کوونکي رحمان علي جاويد هم شتون درلود له دغه کمېسيون سره  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دزياتې همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل ؛  چې ددغې کتنې موخه  دبشردحقوقو  دخپلواک  کمېسيون او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ترمنځ د همغږۍ  اود ګډو همکاريو لازياته پياوړتيا ده چې رسنۍ زيات  دبشردحقوقو دارزښتونو رواجولو اوتبليغ ته پاملرنه وکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ دبشردحقوقو دخپلواک  کمېسيون له پروګرامونوسره دملاتړ په اعلامولو سره څرګنده  کړه  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دبشردحقوقو  له خپلواک   کمېسيون سره دبشر دحقوقو دارزښتونو په رواجولو  او تبليغ کې  ګډو همکاريو ته چمتو دى  اوپه دې لاره کې هڅه او هاند کوي .
دغه راز دواړو لورو موافقه وکړه چې په نږدې راتلوونکي کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک  کمېسيون ترمنځ دګډو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي.
پاى \ ذ \

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د هلمند له والي او مشرتابه
  پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د فرهنګي ميراثونو ساتنه د دغه وزارت د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په کتنه کې چې دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله وياړ او د بېلابېلو برخو رييسانو هم ګډون لاره؛ لومړى د هلمند والي محمد ياسين خان د دغه ولايت د فرهنګي حالت په اړه توضيحات ورکړل.
دغه راز دوى د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، عامه کتابتون او سيمه ييز موزيم ته د ودانيو د جوړولو، د تاريخي څلو او فرهنګي ميراثونو ترميم او ساتنې ته  پاملرنه او ځوانانو ته د روزنيزو پروګرامونو او سيمينارونو د جوړولو په موخه د زمينو د برابرولو په اړوند  خپلې غوښتنې او پيشنهادونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې سره شريک کړل.
حسينې ساپۍ د هلمند د مشرتابه پلاوي د غوښتنو په ملاتړ سره وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لږو امکاناتو سره سره بيا هم په ولايتونوکې مشخص پروګرامونه لري.
هغې وويل: د تاريخي څلو او فرهنګي ميراثونو ساتنه او ترميم د دغه وزارت د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې همدارنګه په هلمندکې د دغه وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې په راتلوونکي کال کې به له مخکې څخه پر ټاکل شوي پروګرام سربېره دوه نورې پروژې هم په دغه ولايت کې تطبيقې شي.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معينيت سرپرست ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي، د پلان او پاليسۍ رييس عبدالمقيم افغان او مالي او اداري رييس لياقت علي افضلي هم په وار سره د هلمند په فرهنګي برخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو د تطبيق په موخه د اړوندو څانګو د کارونو په اړه  معلومات ورکړل.
پاى \ج\ ذ