16 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره  يوځاى شول .

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : اووه تنه وسله و ال...

استاد دانش :  امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه  صفر نفطې  ته ستنيدل دي .

استاد دانش : امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه صفر نفطې ته ستنيدل دي .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال...

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ١٧مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د غزني او پکتيکا د ولايتونو  د خلجي خلکو له مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د خلجيانو د وګړنۍ شورا رئيس ډګروال غلام معروف جلال خلجي او ډاکترمحمد ظاهر امين خلجي، د خلجي خلکو په استازيتوب خپلې ستونزې بيان کړې.
دوى ځوانانو ته د زده کړې او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو، د تاريخي آبداتو د ساتنې او د لرغو ساحو د سروې غوښتنه وکړه او د اسلامي او افغاني ارزښتونو په ساتنه يې ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې دغه راز په غزني کې د اسلامي ثقافت د مرکز د ساتنې، د ښځو د ټولنيزو ستونزو او په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د فرهنګي پرمختيايي پروژو د تطبيق په باب خبرې اترې وشوې.
د کتنې په پاى کې حسينې ساپۍ د خلجي خلکو د استازو د ستونزو له اوريدو وروسته  د دغو ستونزو په څيړنه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
پاى \ج \ ذ

قاهره/ باختر/ د سلواغې ۱۶ مه
د مصر هېواد د قاهرې ښار د اسلامي هنر په موزیم کې د افغانستان هېواد له مرمرو څخه جوړه شوې هغه دروازه هم کېښودل شوې چې له هندوستان هېواد څخه دغه هېواد ته وړل شوې ده.
په دغه موزیم کې په ۴ زره ۷۰۰ بېلابېلو لرغونو آثارو سربېره څه د پاسه ۱۰۰زره هغه توکي او ډالۍ هم اېښودل شوې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له خوا دغه موزیم ته ډالۍ شوې دي.
د قاهرې ښار د اسلامي هنر د موزیم مسوول له موزیم څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري او ورسره تللي ټیم ته د دغه موزیم د لیدنې پرمهال وویل چې دغه دروازه د افغانستان د پاچا غازي امان الله خان له خوا په ۱۹۲۸ م کال کې د اسلامي هنر موزیم ته ډالۍ شوې وه.
پوهاند محمد رسول باوري په قاهرې ښار کې د باختر آژانس خبریال نعمت الله رووفي ته وویل چې د افغانستان په ملي موزیم کې هم ورته دروازه شته چې لرغونتیا یې د امیر عبدالرحمن خان دروې ته رسېږي.
ویل کېږي له مرمرو څخه جوړه شوې دغه دروازه د غازي شاه امان الله خان په دوره کې لومړی هند او له  هند څخه بیا مصر ته لېږدول شوې ده.
پای/وصال

 

قاهره/ باختر/ د سلواغې ۱۶ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري د اسلامي همکاریو د سازمان د دارالانشاء په لومړنۍ څلور ورځنۍ جشنواره کې ګډون وکړ.
له قاهرې څخه د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې:
دغه جشنواره چې د فبروري له پنځمې څخه تر نهمې نېټې پورې به دوام ولري، پکې د (OIC) یا د اسلامي همکاریو د سازمان 65 غړو هېوادونو کډون کړی دی.
د جشنوارې په پرانېسته کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشرانو ویناوې وکړې. دوی ورته فستیوالونه د اسلامي هېوادونو د اړیکو په غښتلې کولو کې خورا مهم وبلل.
د فستیوال په دویمه برخه کې د مصر هېواد هغه شخصیتونه وستایل شول چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره یې، په بېلابېلو برخوکې هڅې کړې وې.
دغه راز د فستیوال په درېیمه برخه کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د تمثیل کوونکو له خوا د فلکوریک او سیمه ېیزو نڅاګانو نندارې ته وړاندې کول هغه څه وو چې د جشنوارې رنګ یې بدل کړ او د خلکو له خوا یې دروند هر کلی وشو.
پوهاند باوري چې هم په دغه فستیوال کې یې ګډون کړی و، په ترڅ کې یې د مصر هېواد له شیخ الاسلامي مفتي سره هم وکتل.
مفتي وویل چې د نور محمد ترکي له دورې څخه یې د استاد برهان الدین رباني تر دورې پورې له رهبرانو سره لیدنې کتنې شوې او ډېرې ښې خاطرې ترې لري.
هغه د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د تلپاتې سولې په برخه کې د آذربایجان او د قفقازي هېوادونو، د بین الافغاني خبرو اترو بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
پای/وصال

 

قاهره/ باختر د سلواغې ۱۷ مه
د هرې فرهنګي هڅې اغیز پر ټولنه او د انسانانو پر ذهنونو باندې نسبت هرې بلې پېښې ته زیات دی، ځکه فرهنګي پېښې د انسانانو د ذهنونو په بدلون کې مثبت اغېز کوي.
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معین د مصر په قاهرې ښارکې د سلطان حسن له لرغونې جومات او مدرسې څخه د کتنې پر مهال وکړې.
دغه جومات لومړی د سلطان حسن ماڼۍ وه، خو د ۱۳ کلنی په عمر کې یې دغه ماڼۍ جومات او مدرسې ته ځانګړې کړه.
د سلطان حسن جومات او مدرسه چې په ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده چې په هغې کې زده کوونکو د څلورو مذهبونو زده کړې کولې او اوس هم په هره لرګینه دروازه کې د هر یو مذهب نومونه ترسترګو کېږي .
دغه جومات چې په معمارۍ کې یې مرمر او لرګی په زیاته اندازه کارول شوي، ۳۴ متره لوړوالی لري.
د قاهرې ښار یو تن اوسیدونکي ابو الخیر احمد عیسوي د باختر اژانس خبریال نعمت الله رووفي ته وویل چې د مصر د وخت پاچا سلطان حسن ۱۰ زامن او شپږ لوڼې لرلې چې دوه زامن یې د همدغه جومات او مدرسې په یوه برخه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
  دی زیاتوي چې په دغه ښار کې ډېرو پاچاهانو حمکراني کړې، خو هیڅ یو یې هم د خپلې حکمرانۍ په وخت کې لرغوني اثار او تاریخي ابدات نه دي ویجاړ کړي، نو همدا لامل دی چې په مصر کې تاریخي آبدات په خپل حال پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې د سلطان حسن له لرغوني جومات څخه کتنه، هم د مصر په قاهرې ښار کې د جوړ شوي فستیوال یوه برخه وه چې پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین له خپل ټیم سره یوځای له هغه څخه لیدنه وکړه.
پای – وصال

Page 3 of 428